له ننګرهارولايت نه دګډدښمن له عسکرو سره ددرنو جګړو خبر ورکړل شو.
په ترلاسه شوي خبرکې راغلي يادعسکر د 7 هليکوفترو په توسط شيرزادو ولسوالۍ ته د عملياتو په موخه راغلي وو چې په مرکيخيل، بلل خيل او خدرخيلو سيمو کې پرې دمجاهدينو له خوابريدونه پيل شول.
جګړه تېره ورځ ماسپښين خواوشا 3 بجې رامنځته شوه چې له دواړو خواوو سپکي او درنې وسلې پکې وکارول شوې او د ماښام تر 6 بجو پوري يې دوام درلود.
د موثق راپور په اساس په دې اوږدمهاله نښته کې د امريکايي عسکرو دوه څرخه چورلکه وويشتل شوه چې په ميرحسن خيل سيمه کې را نسکوره شوه او له عملې سره په بشپړه توګه د اور خوراک شوه.
له دې علاوه په مخامخ جګړه کې 5 تنه بهرني او 7 تنه کورني عسکر ووژل شول او 10 نور مرګوني ټپيان شول.
مجاهدين وايي ددښمن الوتکو په ننداخيلو او پتري سيمو درنه بمباري هم کړې چې له امله يې 1 مجاهد دشهادت لوړ مقام ته رسېدلی او 5 ټپيان دي، په بمبارکې 8 تنه عام وګړي چې زيات پکې ماشومان او زنانه دي، هم ټپيان شوي دي.
2013-11-26
افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0