په ننګرهار ولايت کې مسؤل مجاهدين وايي د پچيراګام ولسوالۍ په اړونده سيمه کې ورسره 4 تنه عسکر او پوليس يوځای شوي دي.
خبر وايي شفيق د خان محمد زوی د مورګي اوسېدونکی، سميع الله د سيف الله زوی د لنډه خيل اوسېدونکی، اصف د سيد مجيد زوی د لاندي صبر او سېدونکی او عبدالله خان د سيداګل زوی د لنډه خيل اوسېدونکی نن ورځ د دعوت او ارشاد کميسيون د دعوت او سيمه ييزو مجاهدينو د هڅو په پايله کې د اسلامي امارت له مخالفت نه لاس په سر شول.
2013-12-31
افغانستان