تیره ورځ ناوخته د ننګرهار ولایت د سپين غر ولسوالۍ اړوند د مختلفو سیمو اوسیدونکي ۹ تنه د کابل ادار ې اړوند پوليس د اسلامي امارت له مجاهدینو سره يوځای شول.
دغو پولیسو د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د کمیسيون د مؤظفينو او سيميزو مجاهدینو د هلوځلو په نتيجه کې حقيقت درک او له خپل مخالفته لاس په سر شول.
يادو ټولو کسانو ژمنه وکړه چې نور به د خپل هیواد او اسلام په ضد د کفارو او دهغو د ملګرو ملاتړ نه کوي بلکې که لازمه وي نو دخپلو مجاهدینو وروڼو ترڅنګ به د اسلام او هیواد د دفاع په لاره کې دريږي.
د راغلو کسانو نومه په لاندې ډول دي:
۱ــ فيض الله جان د معروف جان زوی
۲ــ لعل جرین د اسحاق زوی
۳ــ محمد واقف د خان زمان زوی
۴ــ محمد کریم د عبدالشکور زوی
۵ــ محمد سليم د عبدالشکور زوی
۶ــ امیرمحمد د افسرخان زوی
۷ــ محمد زمان د زرمحمد زوی
۸ــ زر محمد د اختیار زوی
۹ــ رحمان ګل د حیات الله جان زوی
پورته ټولو کسانوته د اسلامي امارت د سيميزو مجاهدینو لخوا هرکلی وويل شو او هر راز اطمنان ورکړل شو.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۴۳۵/۴/۱۷هـ ق
۱۳۹۲/۱۱/۲۸هـ ش ــ 2014/2/17م
افغانستان