په درسته دنياګى کي شکر زه درباندي بار يم
همدغه وياړ مي بس دى داچي ستاد سترګوخاريم
فاني ده دنياګى پدې يقين ځم استشهاد ته
له ژونده ګټه اخلم نه چي ژوند څخه بيزار يم
غيرت لرم توکل مي په الله دى قربانيږم
نه تا غوندي بزدل يمه نه تا غوندي مکار يم
ته خوره د خنځير غوښې شرابونه کبابونه
زه هست يمه سورسترګى له ازله هم خمار يم
نه چل کړم نه نشه يم چي په سرولمبو ګډيږم
ملت د ابراهيم يمه غښتلى په انګار يم
هردم چي راپه زړه کړمه غليمه ستاناخوالې
هغه دم ناقرارشمه هغه دم سم په دار يم
له تا څخه د نه ډار الهامونه راته کيږي
بنده دکردګار يم لاروى دحقي لار يم
افغانستان