له اطلاعاتو سره سم د کندز ولايت په خان اباد ولسوالۍ کې په پليو پوليسو د ښخ کړل شوي ماين چاودنه شوې او د قومندان په ګډون يې 6 تنه وژلي دي.
د راکړل شوي خبر په اساس چاودنه نن غرمه خواوشا 12 بجې په ايشان ټوپ سيمه کې په هغو پليو پوليسو وشوه چې سيمه ته په اصطلاح د چاڼيزو عملياتو ترسره کولو په موخه راغلي وو.
عيني شاهدان وايي په چاودنه کې د شهراه د قومندان (بري) په شمول 6 تنو پوليسو خپل ژوند له لاسه ورکړ او 4 نور يې مرګوني ټپيان شول.
2014-02-22
افغانستان