الجـــــــهاد فی سبیل الله
په څو کرښو کې لوی مفاهیم ـ ۷
ساعت 16:20 | بازدید : 975 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

7حامد افغان1( سجدهکله چې کوم کبرجن ووينئ پوه شئ چې دی به لمونځ ښه نه کوي او یا به یې بیخي نه کوي، څوک چې ښه لمونځ کوي نو ډېري سجدې او کِبر نهشي سره یوځای کیدلی: قرانكريم وایي: سِيمَاهُمْ فِي وُجُوهِهِمْ مِنْ أَثَرِ السُّجُودِ . سورة الفتح 29. له امام مجاهد رحمه الله نه په صحي روایت کې راغليچې دلته مراد “عاجزي ” ده. نو ډېر سجده کوونکي کبرجن نه وي عاجزه وي. اللهم اجعلنا ساجدین لک مخلصین.2( د مومن دوه مهم صفتونهاو د مهربانه ذات بندګان هغه دي چې په ځمکه درانهاو عاجزه روان وي، او کله چې جاهلانو ته مخاطب شي ښه او کره خبره او سلام ورته کوي . وَعِبَادُ الرَّحْمَٰنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْنًا وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا )سورة الفرقان63(.په دې ایت کې د مومنانو دوه مهم صفتونه بیان شوي دي یو دا چې هغوی درانه او محترم وي او له کبر او غرور نه لري وي او بل دا چې له جاهلانو او ناپوهانو سره د اړیکو په مهال د هغوی جهالت او ناپوهي په درنښت او کره او نرمه خبره ځوابوي محمد بن الحنفیه وایي: مومنان به درانه او پاک ويد ناپوهي کارونه به نه کوي که څوک د ناپوهي چلند ورسره وکړي دوی درانه وي او ورته چلند نه ورسره کوي.3( نن د پرون په هينداره کېاو ځیني خلک چټي خبرې اخلي چې )خلک( د الله له لاري بیلاري کړي. وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَن سَبِيلِ اللَّهِ . ]لقمان:6[، ویل کیږي دا ایت د النضر بن الحارث په باره کې نازل شوی دی، هغه به د فارس د ځیني پاچاهانو لکه رستم اواسفنديار خبرې او کیسې اخیستلې، په دې به یې د قریشو مجلسونه ښایسته کول څو قران ته غوږ ونه نیسي، ]تفسير الطبري[.نن څومره پرون ته ورته حالات دي، نن سبا څومره اخلاق خرابوونکي لیکنې، فلمونه او نور .. خپریږي،خلک د قران او قراني اخلاقو په اړه موضوعاتو ته څومره کمه توجه لري او د ادب او ترفیه په نوم په موضوعاتو او خواله رسنیو شپه ورځ بوخت وي. نن ته که د پرون په هينداره کې وګورو د النصر بن الحارث پریمانه پیروان زموږ ځوان کوول ته د داسې اسبابو په برابرولو بوخت دي چې هغه یې له قرانکریم او نبوي لارښوونو راګرځوي او بیلاري کوي.4( صلاح او اصلاحاو ستا رب په ظلم سره کلي نه هلاکوي که خلک یې اصلاح راوستونکي وي. وما كان ربك ليهلك القرى بظلم وأهلها مصلحون، ]هود:117[.“مصلح” هغه کس ته وایي چې پخپله صالح او نیک عمله وي او اصلاح راوستونکی هم وي، او “صالح ” هغه چې پخپله ښه وي ، دلته الله جل جلاله )واهلها مصلحون( ویلي دي ” صالحون ” یې نه دي ویلي ځکه یواځي د ځان اصلاح نجات ورکوونکې او د الله له عذاب نه خلاصوونکې نه ده، باید ځانونه پخپله هم اصلاح او اصلاح راوستونکي وګرځوو. نو له صلاح )ځان سمولو( سره اصلاح )نور سمول( لازمه شوه5( په دعوت کې حرص او اخلاصثُمَّ إِنِّي دَعَوْتُهُمْ جِهَارًا ثُمَّ إِنِّي أَعْلَنْتُ لَهُمْ وَأَسْرَرْتُ لَهُمْإِسْرَارًا .سورة نوح. یعني بیا مې دوی ته په ښکاره دعوت ورکړ، بیا مې هغوی ته دعوت اعلان اوپه ډاګه کړ، او په پټه مې هم دعوت ورکړ.نوح علیه السلام د خپل دعوت خبره کوي چې خپل امت ته یې په ښکاره او پټه هر ډول دعوت ورکړی، د) اعلنت( او )اسررت( په تفسیر کې د تفسیر وتلی امام مجاهد بن جبر المکي رحمه الله وایي: چیغې او نارې مې ورته وکړې او کورونو ته یې ورغلم. د نوحعليه السلام د دعوت په دې چلند کې د داعي له پاره ډیر څه پراته دي داعي باید د دعوت په لاره کې ډېر حریص واوسي هغه باید خپل قوم ته په ډاګه او پټه هره لاره دعوت ورکړي، لکه څوک چې خپل اولادته په ډېر اخلاص سره په پټه او ښکاره نصیحت او لارښوونه کوي؛ د الله دین ته رابلونکي هم باید په دعوت کې همداسي مخلص او حریص وي. ځکه پهدعوت کې حرص او اخلاص د انبیاو علیهم السلام لاره ده.6( د کمې ډالۍ منلرسول الله صلی الله علیه وسلم فرایي: که زه تشوزر ته وبلل شم ورځم ، او که ماته تش وزر یا د پسه پښه په تحفه کې راکړل شې قبلوم یې .عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: لَوْ دُعِيتُ إِلَى كُرَاعٍ لأَجَبْتُ، وَلَوْ أُهْدِىَ إِلَىَّ ذِرَاعٌ أو كراع لَقَبِلْتُ ، رواهالبخاري،ذراع د پسه یا بل څاروي وزر ته وایي او کراع یې لینګي ته وایي او هغه لینګی چې له غوښې خالي وي، علماء وایي: د دې مطلب دا ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هر څومره کمې تحفي او ډالۍ ته هم په درنه سترګه کتل او منله یې او خلک یې دې ته هڅول چې هر څومره کمه ډالۍ وي هم باید درنه وبلل شي او ډالۍ ورکونکی خپه نه کړل شي .7( کامل مومن نه دیانس بن مالک رضی الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه چا په ما ایمان نه ده راوړی )کامل مومن نه دی( چې په ډکه ګېډه شپه سبا کړي او څنګ ته یې ګاونډی وږی وي او دی پرې خبر هم وي. عن أنس بن مالك ـ رضي الله عنه ـقال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ما آمن بي من بات شبعان وجاره جائع إلى جنبه وهو يعلمبه. رواه الطبراني في الكبير والحاكم في المستدركو صححه الذهبي.د حدیثو شارحین لیکي چې د }ما امن بي{ )په مایېایمان نه ده راوړی( مطلب دا ده چې دا کس پوره او کامل مومن نه دی، ځکه ده د ګاونډيتوب حق نه ده پوره کړی، بخيل، بېغوره او ناترسه دی، که څوک د ایمان تکمیل غواړي او له نقصانه یې ځان ژغوري د خوار او بې وزله ګاونډي د حال پوښتنه باید هېره نه کړي، او د اړتیا په صورت کې دي مرسته ورسره وکړي.8( شک او تردد مه کوئرښتیني مومن چې له کره علماو دین او ایمان ترلاسه کړی وي او هغوی د کتاب او سنت په رڼا کې ورته روښانه کړی وي، نو په دین او ایمان دي ثابت او ولاړ اوسي د بې دینه خلکو او آیتیستانو په پوچو او سطحي دلایلو دي نه دوکه کیږي او له حالاتو سره دي لوری نه بدلوي.د اسلام د ټولو یا اکثره احکامو او اخلاقو په اړه تفصيلي علم او په هغو د مستشرقینو او آیتیستانو د نیوکو ځوابونه یواځي د جیدو او کره علماو د وس خبره ده نو د دوی په نیوکو سره باید عام سړی دشک او تردد ښکار نه شي دا نیوکې باید علماو ته وړاندي او د حل کوښښ یې وکړل شي.9( حق او عدلعمر بن عبد العزيز رحمه الله ته چا وویل: خلک سرکښه او بداخلاقه شول له لښتې پرته په بل شي نه سمیږي. ده ورته وویل: دروغ وایئ عدل او حق یې سموي.په عدل او حق سره د خلکو سمول د رباني، عادل او حقپرست عالم کار ده متاسفانه نن سبا دا صفتونه پهخلکو کې کم شوي دي ځکه لښتو او زورکارولو ته پناه وړي.10( تار او ستنکورته یې مسکین ورغی او د خیرات غوښتنه یې وکړه، ده ورته وویل: لیږ صبر وکړه، کور ته ننوتليږ ځنډ وروسته په داسي حال کې راووت چې تار اوستن یې په لاس کې و او مسکین ته یې وویل: باور وکړه په کور کې مي هیڅ شی هم نه و او دا مي هم زړه نه غواړي چې تش لاس ناامیده دي ولیږم، مهرباني وکړه لیږ راته کښېنه چې جامې دي در وګنډم، هغه ورته کښېناست او ده یې جامې وروګنډلې!.

استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: دین , ,

|
امتیاز مطلب : 2
|
تعداد امتیازدهندگان : 1
|
مجموع امتیاز : 1


له ظلمه پاک ایمان )ښایسته او ایمان تازه کوونکې کیسه(
ساعت 14:35 | بازدید : 1007 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

لیکوال: حامد افغانجریر بن عبدالله رضی الله عنه وایي: موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ووتلو له مدیني منوري چې یو څه ازاد شوو کتل مو چې یو سپور زموږ خواته راروان و، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : دا سپور ستاسو لور ته راروان دی ، هغه سړی موږ ته راورسیدی او سلام یې وکړ موږ ځواب ورکړ ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: له کومه ځایه راغلې ؟ هغه ورته وویل : له کور، اولاد اوخپل قوم نه راغلی یم ، بیا یې ورته وویل: چرته ځې ؟ هغه وویل : رسول الله مې په کار دی ، ده ورته وویل : پیدا دي کړ .هغه سړي وویل : یارسول الله ایمان څه شی ده ؟ رسول الله صلي الله علیه وسلم ورته وویل : ایمان دادی چې دا شاهدي ووايې چې له الله پرته د عبادت څښتن نه شته او محمد د الله رسول دی ، او لمونځ وکړې ، او زکات ادا کړې ، او روژه ونیسې ، او د بیت الله حج وکړې ، هغه سړي وویل : زه دا اقرار کوم .جریر بن عبدالله رضي الله عنه وایي: هغه سړی په اوښ سپور و او د اوښ دمخې پښه یې د مږو په غار کې ننوتله ، اوښ ولویدی او سړی یې هم وغورځاوه ، دسړي ککرۍ په ځمکه ولګیدله او مړ شو ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : سړی راپورته کړئ ، عمار بن یاسر او حذیفه بن الیمان ورغلل او سړی یې راکیناوه ، هغوی دواړو وویل : یارسول الله سړی مړ دی . دی وایې په دې وخت کې رسول الله صلي الله علیه وسلم له هغه سړي نه مخ واړاوه ، وروسته یې هغو دواړو ته وویل : ما له هغه سړي نه مخ ځکه واړاوه چې دوو ملایکو يېپه خوله کې د جنت میوه ورکوله ، نو زه پوه شومچې سړی وږی مړ شوی دی.وروسته رسول الله صلي الله علیه وسلم وویل : دا کس له هغو خلکو نه دی چې الله جل جلاله یې په هکله ویلې دي : الذين آمنوا ولم يلبسوا إيمانهم بظلم . )پوره ایت : الَّذِينَ آمَنُوا وَلَمْ يَلْبِسُوا إِيمَانَهُمْ بِظُلْمٍ أُولَئِكَ لَهُمُ الأمْنُ وَهُمْ مُهْتَدُونَ)سورة الانعام ایة ۸۲( یعني هغه خلک چې ایمان یې راوړی وو او له ایمان سره یې ظلم نه وې ګډ کړی ، هغوی لرهامن ده او هغوی په سمه لا روان دي ( .جریر وایي: بیا موږ ته رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چې دی درواخلئ ، موږ هغه اوبو ته یووړ، غسل مو ورکړ ، خوشبویې او کفن مو هم ورکړل ، او قبرته مو ورساوه ، رسول الله صلی الله علیه وسلم راغی او د قبر په غاړه یې کېناستی ، او ویې ویل : ده ته لحد جوړ کړئ ، د قبر منځ مه ورته څیرئ ، ځکه زموږ لحد دی او د نورو د قبر منځ څیرل دي ، په یوه بل روایت کې راغلې دي چې رسول الله صلي الله علیه وسلم وویل : د ده عمل ډیرکم او اجر یې زیات و . رواه احمد في مسنده.

استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: دین , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


رسول الله صلی الله علیه وسلم په طائف کې
ساعت 20:59 | بازدید : 988 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

حامد افغانپه قبایلي نظام کې به هر چا دخپلي قبیلې په حمایت کې ژوند کاوه رسول الله صلي الله علیه وسلم په مکه کې په لومړیو شپو کې دخپل تره ابوطالب په حمایت کې ژوند کاوه چې هغه د بنوهاشم دپښې مشر و ، د نبوت په لسم کال ابوطالب ومړ او له قبیلوي رواج سره سم ابولهب د بنوهاشم قبیلي مشر وټاکل شو ، ابولهب په ډاګه د رسول الله صلي الله علیه وسلم له ملاتړ اوحمایت نه بیزاري اعلان کړه، له دې وروسته رسول الله صلي الله علیه وسلم اراده وکړه چې دکومي بلي قبیلې حمایت ترلاسه کړي څو وکولی شي خپل دعوتي کار جاري ولري او په دي نیت یې طایف تهدسفر نیت وکړ .طایف دمکي په جنوب ختیځ کې مکي ته په 65 میله کې یوه شایسته او اباده سیمه ده هلته دده خپلوان هم وو، خپل خادم زید بن حارثه یې له ځان سره کړ طایف ته ولاړ هغه مهال په طایف کې دریمشهور قومي مشران وو چې هغه عبدیالیل ، مسعود او حبیب وو، ده له دریو واړو سره ولیدل خو هغو ټولو د ده له ملاتړ او حمایت کولو نه انکار وکړ، په دوی کې یوه وویل : که خدای ته رسول کړی یې نو زه به دکعبي پردې څیري کړم ، دویم وویل: خدای له تا پرته بل څوک ونه موندل چې رسول کړی یې وی، دریم یې ورته وویل : په خدای سوګند ستا سره به خبرې ونکړم ، ځکه که ته رښتینی رسول یې نو تا ته ځواب درکول سپکاویده او که ته دروغژن یې نوستاسره خبرې مناسب نه بولم، ) فقال له احدهم هویمرط ثیاب الکعبه ان کان الله ارسلک ، وقال الاخر : اما وجدالله احدا یرسله غیرک ، وقال الثالث : والله لا اکلمک ابدا ، لئن کنت رسول من الله کماتقول لانت اعظم خطرا من ان ارد علیک الکلام ، ولئن تکذب علي الله ماینبغي لي ان اکلمک. سرة ابن هشام 2ټوک مخ 29(.رسول الله صلی الله علیه وسلم خپه شو او بیرته ستون شو خو هغو خلکو بیا هم دی پرېنښود دکلي ماشومان یې پوه کړل او هغه ته یې ښکنځلي پیل کړې، هغه یې په کاڼو وویشت د ده خادم زید بن حارثه ډېر کوښښ وکړ چې رسول الله دکلي له بدمعاشانو هلکانو وژغوري خو هغه بریالی نه شو او رسول الله صلي الله علیه وسلم یې په سرو وینو لژند له ښاره وایست.له طایف نه یوڅه وړاندي د دوو وروڼو عتبه او شیبه یو د انګورو باغ و ، ماښام مهال هغه باغ ته رسول الله صلي الله علیه وسلم ورسید او په باغ کې یې پناه واخیسته ، دی په وینو سور وو او خدای ته یې دعا کوله چې مرسته یې وکړي او ویل یې: خدایه ! مایواځي مه پریږده .عتبه او شیبه دواړه د ده دښمنان وو خو دده حال یې چې ولید زړونه یې ورته نرم شول ، هغوی خپل نصراني غلام چې عداس نومیدی راوغوښټ هغه ته یې وویل : یوڅه انګور په لوښې کې هغه کس تهور وړه او ورته ووایه چې ویې خوره ، عداس هغه ته انګور وروړل او رسول الله صلي الله علیه وسلم په بسم الله سره دهغو خوراک پیل کړ، عداس د هغه مخ ته ځیر ځیر وکتل او ویې ویل : په خدای سوګندچې تا د خوراک په مهال څه وویل د دې هیواد خلک یې نه وایي ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل :ای عداس ! ته دکوم هیواد اوسیدونکی یې او پر کوم دین یې ؟عداس ورته وویل : زه نصراني یم او دنینوا )عراق( اوسیدونکی یم رسول الله ورته وویل : دصالح انسان یونس بن متي دښار ؟عداس وویل : ته یونس بن متي څه پیژني اوهغه څوک و؟رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : هغه زماورور و ، هغه نبي و او زه هم نبي یم .په دي سره عداس درسول الله صلی الله علیه وسلم پرلاسونو پریووت او دهغه سر، لاسونه او پښې ښکلول یې پیل کړل ، دا حالت عتبه او شیبه څاره او یوه بل ته وویل: ګوره ستا مریی یې خراب کړ ، عداس چې بیرته هغوی ته ورغی هغوی ورته وویل : بدمرغه په تاڅه وشول چې دهغه سر او لاسونه دي ښکلول ؟ عداس ورته وویل : زما باداره! د ځمکي پر مخ له ده غوره انسان نشته، دې کس ماته داسي خبرې وکړې چې هغه یواځي نبي کولی شي ، هغوی عداس ته وویل : ای بدمرغه ! پام کوه چې هغه دي له خپل دین نه وانړوې ستا دین دهغه له دین نه غوره ده ، )سیرة بن هشام ، دویم ټوک 20مخ(پایله:رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې سفر کې له مختلفو خلکو سره مخامخ شو او دری ډوله چلند یې ورسره وکړ :یوډول خلکو په هغه کاڼي واورول ،نورو ده ته مسلمستیا وکړه ،او دریم یې نبوت ومانه ،په دې کیسه کې خورا لوی عبرت او درس پروت دی هغه دا چې په دې نړۍ کې امکانات او شونتیاوې وروستی پوله او حد نه لري ، دلته که سپیرې بیدیاوې شته بل لورته سیوری لرونکې ونې هم شتون لري، په دنیا کې که د یو چا له خوا له بدچلند سره مخامخ شو باید انسان نا امیده نشي، کهانسان په صداقت او رښتیا ولاړ وي او زړه له منفي جذباتو پاک کړي نو خامخا به دالله مرسته ترلاسه کوي، که یو ډول خلک له هغه سره ملګري نشي دنورو زړونه به هغه ته نرم او ملتیا به یې پیل کړي .

استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: دین , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


صفحه قبل 1 صفحه بعد

منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 37
بازدید دیروز : 4
بازدید هفته : 46
بازدید ماه : 545
بازدید کل : 68858
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 37
:: باردید دیروز : 4
:: بازدید هفته : 46
:: بازدید ماه : 545
:: بازدید سال : 5832
:: بازدید کلی : 68858