الجـــــــهاد فی سبیل الله
د انټرنیټ کیفي) Net Cafe (کاروبار کول جائز دی ؟
ساعت 10:53 | بازدید : 1230 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

پوښتنه : دانټرنیټ کیفي   Net Cafe  کاروبار څنګه دی ؟ په داسي حال کې چېد مالک له طرفه یواځي کمپیوټر او دانټرنټ سهولت وړاندي کیږي چې په هغه کې دفحش اوغلطوموادو دکنترول اهتمامهم کول کیږي ؟ اودفحش او غلطو موادو دنه کنترول پهصورت کې یې څه حکم دی ؟ که دمهرباني له مخې دواړه صورتونه ښه واضح کړئ .جواب : څرنګه چې دانټرنیټ اصل وضع د تخریبي اوفحش مقاصدو لپاره نه ده ،بلکه دمعلوماتو اونورو مهمو امورو لپاره ده ، ځکه نو دانټرنټ کیفي کاروبارکول صحیح دي خو چلونکي ته په کاردي چې حتی الامکان دفحش ویب سایټونو بلاکولو اهتمام وکړي چې ددېلپاره مختلف پروګرامونو اوطریقيشته ، په دې سربېرهپه کار دي چې په هره غرفه کې یو یواعلان ولیکي چې فحش شیان کتل دشریعت له نظره سخت حرام اوګناه دهنوځکه یې کتل منع دي ، خوله دې سره سره که بیاهم یوڅوک فحش شیاناستعمال کړي نو هغهاستعمالونکی خویې ګنهګاردی خو په کاروبارباندي هیڅ اثر نه اچوي ، هو ! که دکوم چاپه باره کې یې یقین راشي چې دغه تن فحش شیان ګوري اویایې هم غالبګمان وي نو هغه تهداسهولت ورکول او په دې باندي اجرت اخستل له کراهیت څخه خالي نه دیم . محمدوالله تعالی اعل

استشهاد ته سلام
برچسب‌ها: پوښتنه : دانټرنیټ کیفي Net Cafe کاروبار څنګه دی ؟ په داسي حال کې چېد مالک له طرفه یواځي کمپیوټر او دانټرنټ سهولت وړاندي کیږي چې په هغه کې دفحش اوغلطوموادو دکنترول اهتمامهم کول کیږي ؟ اودفحش او غلطو موادو دنه کنترول پهصورت کې یې څه حکم دی ؟ که دمهرباني له مخې دواړه صورتونه ښه واضح کړئ , جواب : څرنګه چې دانټرنیټ اصل وضع د تخریبي اوفحش مقاصدو لپاره نه ده ،بلکه دمعلوماتو اونورو مهمو امورو لپاره ده ، ځکه نو دانټرنټ کیفي کاروبارکول صحیح دي خو چلونکي ته په کاردي چې حتی الامکان دفحش ویب سایټونو بلاکولو اهتمام وکړي چې ددېلپاره مختلف پروګرامونو اوطریقيشته ، په دې سربېرهپه کار دي چې په هره غرفه کې یو یواعلان ولیکي چې فحش شیان کتل دشریعت له نظره سخت حرام اوګناه دهنوځکه یې کتل منع دي ، خوله دې سره سره که بیاهم یوڅوک فحش شیاناستعمال کړي نو هغهاستعمالونکی خویې ګنهګاردی خو په کاروبارباندي هیڅ اثر نه اچوي ، هو ! که دکوم چاپه باره کې یې یقین راشي چې دغه تن فحش شیان ګوري اویایې هم غالبګمان وي نو هغه تهداسهولت ورکول او په دې باندي اجرت اخستل له کراهیت څخه خالي نه دیم , محمدوالله تعالی اعل ,

موضوعات مرتبط: مقالـــې , ,

|
امتیاز مطلب : 10
|
تعداد امتیازدهندگان : 2
|
مجموع امتیاز : 2


دقاضي کلا ماشومان په کومه ګناه ووژل شول
ساعت 10:2 | بازدید : 2171 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

لیکوال : میوند ساداتپرون دغزني دمرکز اړوند په قاضي کلا سیمه کي دځایې عسکرو دهاوان په ډزو کي پنځه تنه ماشومان چي په یو لوبغالي کي یې دکرکټ لوبه کوله شهیدان او اووه تنه ژوبل شول .ځایې چارواکو دهاوانونو دغه برید یوچاودنه وبلله ، خو عیني شاهدانو رسنیو ته وویل چي : دغه فاجعه دهغو هاوانونو له امله رامنځته شوهچي دعسکرو له نژدېپوستې دلوبغالي په خوا راو توغول شول.خلګو دشهیدو ماشومانو جسدونه داحتجاج په توګه دولایت مخ ته تر ماښامه پوري ایښي وو، خو ولایتي مسولینو یې دښکاره عاملینو دمجازات په اړه څه ونه ویل .په وروستیو میاشتو کي دهیواد په بیلابیلو سیمو کي دغه ډول پیښي خورا ډیري شوي دي چي زیاتره قربانیان یې ښځي او ماشومان وي .ددغه ډول خونړیو پیښو څو بېلګې په لاندي ډول دي :دډسمبر په ۹ مه دهلمند ولایت دګریشک ولسوالۍ پهکلای کز سیمه کي دکورنیو عسکرودهاوان په برید کي دوه دوکانداران شهیدان شوي او یوبل تن ژوبل شوی د ی.دډسمبر په ۱۴ مه دکندهارولایت د خاکریز ولسوالۍ د باغکي په سیمه کي دداخلي عسکرودهاوان په برید کي دوه ولسي وګړي شهیدان شوي دي .دډسمبر په ۲۳ مه دکاپیسا ولایت دتګاب ولسوالۍ په بروتیانوسیمه کي دداخلي عسکرو دهاوان په برید کي یوه ښځه او درې ماشومان شهیدان شوي اودرېزنانه اوڅلور کوچنیان ژوبل شو ي دي .دډسمبرپه ۲۸ مه دکندهارولایت د میوند ولسوالۍ په ګرماوکسیمه کي دداخلي عسکروپه یو راکټي برید کي درې کوچنیان شهیدان شوي دي .دډسمبر په ۲۸ مه د ميدان وردګ ولايت د نرخ ولسوالۍ په عمر خېل سیمه کي دداخلي عسکرودهاوانپه ډزوکي دوه ملکي وګړي شهیدان شوي اوپنځهتنه ټپیان شوي دي.دډسمبر په ۳۱مه دهلمند ولایت دسنګینوالسوالۍ دساروان کلاپه باینزو سیمه کي دداخلي عسکرو توغندي دمحمد اکاپرکور چي دزوی واده یې ؤ لګیدلي ، په دغه بریدکي شپږپنځوس تنه ولسي هیوادوال چي زیاتره یې ښځي او ماشومان دي شهیدانشوي او تر سلو تنو ډیر ټپیان شوي دي .دهلمند حکومتي چاراکو منلې چي دغه توغندویې بریدددوی له لوري شوی دی.دفبروري په ۲۴مه داخلي عسکرودکاپيساولايت د تګاب ولسوالۍ په انارجوی، سين زيه، کرم خيل، قورغل، تترخيل او ملايانو سيمو باندې د هاوانونو ډزي کړي چي له امله یې دښځو اوکوچنیانو په ګډون اووه تنه ملکي وګړي ژوبل شوي دي .په ډیر تاسف سره دڅو دملي رسنیو پرتهزیاتره برېښنایې اوچاپي رسنیو دقاضي کلا دماشومانو په پورته ذکر شوې بېرحمانه وژنه تر دې دمه سکوت غوره کړی دی، اوځینورسنیو خوددغي پیښي دتحریف هڅي هم وکړې ، خو دخلګو غبرګون چي شهیدانیې دولایت مقام مخ ته ایښي وو، درسنیو غولونکي هڅي بې له دې چي ددوی حیثیت نور هم کم کړي بله کومه ګټه ورته ونه کړه .دنوي حکومت له پیل سره که له یوې خوا دیرغلګرو ځواکونوپه شپنیو چاپوکي زیاتوب راغلی له بلي خوا دکورنیو اوبهرنیو عسکرو دثقیله وسلو بې دریغهاستعمال هم زیات شوی دی ، په تېرو دروو میاشتو کي دداخلي عسکرو دتوپخانې په ډزو کي دهیواد په مختلفو سیمو کي ډیري داسي غمیزي رامنځتهشوي چي په لسهاوو ملکي هیوادوال یې له ژونده بې برخي کړي دي .میوند سادات

استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: مقالـــې , ,

|
امتیاز مطلب : 10
|
تعداد امتیازدهندگان : 2
|
مجموع امتیاز : 2


طالبانو د فرخندې وژنه »شومه دسیسه« وبلله
ساعت 12:2 | بازدید : 1661 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )
استشهاد ته سلام
برچسب‌ها: هغې ښځې وژنه په کلکه غندلې چې تېره اونۍ د کابل د شاه دوشمشیره په زیات کې ګڼو پاریدلو خلکو تر وژلو وروسته په اور وسوځوله , د طالبانو ویاند د یوې اعلامیې په ترڅ کې نوموړې پيښه »شومه دسیسه« بللې او زیاته کړې يې ده چې دوی له قرآن کریم څخه دغه راز ناوړه استفاده اود یو بې ګناه انسان وژنه په کلکه غندي , نن ټکی اسیا ته په رالیږل شوې اعلامیه کې ذبیح الله مجاهد ویلي:»اسلامي امارت دغه راز شومه دسيسه جوړول، له قرآن کریم څخه دغه راز بده استفاده کول او بیا يوبې ګناه انسان يې په نتیجه کې وژل په کلکو ټکو غندي،اوکورنۍ ته یې تعزیت وایې« , ښاغلي مجاهد ویلي چې له امریکايي »اشغال« سره جوخت هیواد ته په زرګونو داسې اشخاص راغلي چې هڅه کوي د اسلامي شعایرو په وړاندې افغان ولس بې پروا کړي، دښمني ورسره وکړي او سوچه اسلامي احساسات یې مجروح او بدنام کړي , طالبانو په ولس غږ کړی چې د اسلامي مقدساتو پر خلاف توطیو ته متوجه اوسي او پرینږدي چې »د دغه راز کړنو لپاره زمینه مساعده شي تر څو د اسلام دښمنه کړیو لپاره اوبه خړې او ماهیان په کې ونیسي« , د طالبانو ویاند هغو کسانو ته د سختې سزا ګواښنه کړې چې په دغې پیښه کې یې لاس درلودلی او په وینا یې د شخصي هدف لپاره یې بې ګناه ښځه وژلې ده , »د دغې پيښې په اړه موږ ژمنه کوو چې د امکان پهصورت کې به اصلي عاملينوته چې د دغې بي ګناه ښځې د مرګ سبب شول، خلک يې د خپل شوم غرضلپاره راوپارول او دقرآن کریم له حرمت څخه يې پهشخصي موضوع کې سوء استفاده وکړه سخته سزا ورکوو، ترڅو دنورو دا ډول ناوړه پيښو د مخنیوي سبب شي« , خو طالبانو په عین حال کې دا هم څرګنده کړې چې که چیرې کوم وخت رښتیا هم د اسلامي مقدساتو د توهین هڅه کیږي نو بیا دا د ملت مسلم حق بولي چې د خپلو مقدساتو ټینګه دفاع وکړي , د طالبانو د اعلامیې په پای کې راغلي:»البته داخبره باید روښانه کړو چې زموږ ملت مسلمانملت دی، که کومه کفرپالې کړۍ هڅه وکړي چې واقعا د اسلامي مقدساتو په وړاندې ګستاخانه حرکات ترسره کړي بیا موږ دا د خپل ملت مسلم حق بولو چې دخپلو مقدساتو څخه کلکه ننګه وکړي« , باید وویل شي چې فرخنده یوه اونۍ وړاندې د کابل په شاه دوشمشیره زیارت کې د خلکو له خوا د قرآن سوځونې په تور ووژل شوه، چارواکو په پیل کې نوموړې لیونۍ وبلله خووروسته يې دولتي او ازادو سرچینو د روغتیا او بې ګناهۍ تایید وکړ , د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې فرخنده د پولیسوتر نظر لاندې او د هغوی په همکارۍ وژل شوې، دغه سازمان غوښتنه کړې چې باید په پیښه کې ککړ پولیس محاکمه شي , ,

موضوعات مرتبط: خــــبرونه , مقالـــې , ,

|
امتیاز مطلب : 10
|
تعداد امتیازدهندگان : 2
|
مجموع امتیاز : 2


د شلګر په جګړه کې ولې ماشومان وژل کیږي ؟
ساعت 10:40 | بازدید : 892 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

ا څو ورځې په فیسبوک کې یو تصویر ښکته پورته کیږي،یو څوارلس کلن ماشوم چې تر څنګ یي د ثقیل ماشیندار مرمۍ پرتې دي، د بام پرسر په وینو لړلی مړ پروت دی،څو تنه اربکیان یې همشاوخوا ښکاري،ددې ماشوم په اړه ویل کیږي چې دطالبانو لخوا وژل شوی دی،دا چې په جګړه کې دماشومانو وژل ناروا عمل دی له همدې وجې ډیرو خلکو دطالبانو دا کړنه وغندله ، خو هیچا دا پوښتنه ونه کړه چې دغه نابالغ ماشوم ولې د جګړې ښکار شو ، راځئ دلته ددې پیښې اصلي علت راوپلټو تر څوددې کړنې اصلي عامل هم روښانه شي.د غزني په شلګر یا اندړو ولسوالۍ کې چې څوکالهمخکې دامریکایانو او اسدالله خالد په ابتکار د ملي پاڅون په نوم د ملیشه سازي پروګرام پیل شو له پیله په کې داسې خلکو ته وسلې وویشل شوې چې ټول چرسیان، لوپران، لوطیان او بي بندوباره خلک وو، دې خلکو د خپلې خوشګزرانۍ لپاره ګڼ شمیر تنکي هلکان هم ورسره په پوستو کې داخل کړل، تاسې باور وکړئ زه په قسم سره وایم چې له اربکیانو سره دوولس کلن ماشومان هم په پوستو کې شپې تیروي،ټوپکې یې په اوږو او چانټې یي تړلې وي، له دوی څخه دغه لوچک اربکیان په ځانګړي توګه داربکیانو مشران یوازې دجنسي غریزې سړولو لپاره استفاده کوي .څه موده مخکې د طالبانو یوه دستوري کس چې په اربکیانو کې ننوتی و ، د یوې پوستې د پنځلس اربکیانو تر وژلو وروسته د طالبانو خوا ته وتښتید، دغه تن چې څو میاشتې یي د اربکیانو د قومندان سلطان چې په عبدالله مشهور دی په پوسته کې تیري کړي ، وایي چې داربکیانو دغه مشر به له نورو اربکیانو په جلا کوټه کې ویده کیده، او له ځان سره یې دری تنه لغړزني هلکان ویدول ،دغه راز نور اربکي مشران هم له ځانه سره کم عمره هلکان ساتي چې ډیر ځله دغه هلکان د جګړې ښکار کیږي او ژوند له لاسه ورکوي.که راشو په مشخص ډول د وروستۍ پیښې ته دا چېدا پیښه څنګه رامنځته شوې راځې په دې اړه د شلګر د هغو طالبانو خبرې واورو چې دغه برید یي ترسره کړی دی .داربکیانو قومندان درانی د شلګر د ګنډهیر اوسیدونکی و، خو دنده یې د قدم خیلو په کلي کې ترسره کولو قومندان درانی چې نور خپلوان یي هماربکیان دي د قدم خیلو د پوستې قومندان و او د محل په خلکو یي ډیر ظلمونه کړي و، نوموړی چېد ډیرو طالبانو په قتل کې یي لاس درلود طالبانو ته هم ډیر مطلوب و .دا چې طالبان همیشه په دراني پسې ګرځیدل نو دراني ډیر احتیاط کاوه تردې چې کله به کور ته لاړ نو هم یي له ځان سره څو مسلح اربکیان بیول ترڅو په کور کې ورباندې پیره وکړي، په دې شپه چې درانی په ګنډهیر کې خپل کورته تللی ، طالبان د شپې کور ته ورغلي تر څو یي له منځه یوسي خو کله چې طالبانو د نوموړي د رایستلو هڅه کړي، د کور له بام څخه ورباندې د ثقیل ماشیندار حمله شوې ده ، طالبانو د حمله کوونکي په خوا فیر کړی، وروسته معلومه شوه چې دراني اربکي خپل نابالغ او ماشوم زوی پر بام له وسلې سره پیره دار کړی دی چې په طالبانو یي ډزې کړې وې او طالبانو هم په تیاره کې ورباندې ځوابې ډزې کړي دي او وژلی یي دی .که تاسو دغه ماشوم وګورئ تر څنګ یي د ماشیندارمرمۍ هم پرتې دي، او وژل شوی دی ، اربکیانو ورنه یوازې وسله ایسته کړې او تصویر یي اخیستی دی.خو که ددې پیښې ماهیت ته نظر وکړو پوهیږو چې ددې ماشوم د قتل اصلي عام طالبان نه بلکې خپله یي پلار درانی دی چې په ماشوم زوی باندې په توره شپه کې ځان ساتي .باید روښانه کړو چې د شلګر مجاهدین د حق د لارې سپیڅلي مجاهدین دي چې یوازې یي دامریکایي یرغل او کفري نظام د محوه کولو لپاره مبارزې ته ملاتړلې او په دې لاره کې یي ډیرې قربانۍ ورکړې،د مجاهدینو په نزد په جګړه کې دغیرمحارب ماشوم وژل قطعا ناروا او حرام عمل دی ، مجاهدین په جګړه کې دماشومانو وژل غندي، خو په عین حال کې په جګړه کې دماشومانو استخدام ، دهغوی مسلحکول ، جنګول او دنورو ناروا کارونو لپاره استعمال هم په کلکه غندو او دشرم وړ عمل یي بولو .د مشت نمونه خروار په توګه لاندې د شلګر داربکیانو څو تصویرونه درسره شریکوو چې ددوی په صفوفو کې دماشومانو او کم عمره هلکانو د پراخ شتون شاهدي ورکوي .

استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: مقالـــې , ,

|
امتیاز مطلب : 5
|
تعداد امتیازدهندگان : 1
|
مجموع امتیاز : 1


سياست که مسخرې؟؟ 2015/2/4
ساعت 21:32 | بازدید : 1043 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

سردار محمد همدردلیکوال: سردار محمد همدردپه دې بايد لوی شکر ادا کړو چې زموږ افغانستان له سياست پوهانو ډک دی؛ که دوه سپين ږيري خپلو منځو کې خبرې سره کوي نو د دوی پر خوله به سياست وي، که په کور کې او کلي کې ښځې پر تناره خبرې کوي نو په روانو حالاتو به يې تود بحث شروع کړی وي، که هټۍ ته د سودا لپاره ورسې نو پر سياسي موضوع به راګډ وي، لنډه دا چې په هر ځای کې، ښوونځي کې، روغتون کې، بازار کې، کلي او کور کې سياست دی.د پورته خبرو موږ او تاسې ټول شاهدان يو خو ما په دې خاطر وکړې چې، په خپل دفتر کې ناست وم يو دوا پلورونکی راته راغی، راته وې ويل غواړم ځان د ولسي جرګې را روانو ټاکنو کې کانديد کړم تاسې مرسته راسره وکړئ، د دغه ملګري خبره په لومړيو کې راته ټوکه ښکاره سوه خو له ټينګاروروسته يې پوه سوم چې ټينګه اراده يې ده، خو ماته د نوموړي دا خبره ډېره جالبه ښکاره سوه، ځکه فکر نه کووم که تر اوسه د افغانستان پر روانو حالاتو هم خبر وي، که ووايم په دې به هم خبر نه وي چې په افغانستان کې اوس څه ډول حکومت دی نو مبالغه به نه وي.دغه ملګری راسره ناست و چې فېس بوک مې خلاصکړ، وار له واره مې د کابل پوهنتون استاد او سياسي شنونکي ډاکټر فيض ځلاند پر پوسټ سترګې ولګېدې، زه د خپلو پورتنيو خبرو د ښه ربط لپاره د داکټر صیب څرګندونې کټ مټ رانقلووم:ډاکټر فيض ځلاند ليکلي و: ))د ګران افغانستان د بربادۍ یو ستر لامل زموږ بې سواده سیاستوال دي. زموږ خلک چې بیکاره شي او یا مالداره شي،بیا نو سیاست ته مخه کړي. وه ځوانانو سیاست د بیکاره خلکو کار نه دی. سیاست د عالم، پوه او لوستو کار دی. هغوی چې د افلاطون )جمهوریت(، د ارسطو )سیاست(، د روسو )ټولنیز تړون(، د میکاولي )شهزاده(، د هابز )لیویاتان(، د محمد علیه سلام )سیرت( یې لوستی نه وي، د لینکن، ستالین، چرچل، روزلویلت، ماو، لینن، مندیلا، ګاندي،فخر افغان په ژوند او مبارزې خبر نه دي، د هغوی په سیاست کې ګوتې وهل د ځان او قوم شرمول دي((.زه د ډاکټر صیب پورته خبرې تايدووم، رښتيا هم کلهچې زموږ خلک ډېرې پيسې پيدا کړي، کله چې زموږ خلک بېکاره شي نو داسې مفکوره ورپيدا سي چې راسه ته هم ځان ولسي جرګې يا ولايتي شورا ته کانديد کړه، که بريالی سوې لوی سياستوال به درڅخه جوړ سي، په تلويزونو کې به پر تودو بحثونو کې مېلمه کيږي، ټول خلک به دې وپېژني بالاخره به يو لوی موقف ته ورسيږي.دغه شان وسول، موږ او تاسې په اوسني افغانستان کې د ډېرو کاذبو سياستوالو شاهدان يو، چې د سياست په مانا او مفهوم هم نه پوهېږي خو د پيسو او زورواکۍ له مخې په يوه او بل نوم وکالت کوي او ځان ته لوی لوی سياستوال وايي.دغه کار په ډېرو بې سواده او ناپوهه پیسه لرونکو خلکو کې دا انګېزه پيدا کړې ده چې سياست وکړي، دسياست په نوم په ټولنه کې ځانمطرح کړي او دا فکر ورسره وي چې د سياست له لارې به زه لوی سړی سم، بله ورځ به والي سم څه به سم او څه به سم.زموږ د اوسني سياسي نظام د ناکامۍ يو لوی لامل دا هم دی چې ډېری نالوستي خلک د سياست دعوه کوي، ځان ته سياسي شنونکي وايي خو د دوی سياست د هېواد او ټولنې په زيان تمام سوی دی.سياست لوی پوهې ته اړتيا لري، سياستوال بايد لومړی خپل ديني او کلتوري ارزښتونه مطالعه کړي، په پوره مانا ورباندې وپوهېږي، د نړۍ روان بهير تر څار لاندې ونيسي، د خپلې ټولنې د ستونزو تل)بېخ( ته ورښکته سي، واقعي مشکلات پيدا کړي، لويه حوصله ولري، په پوره توګه ملي ګټوته ژمن وي او د ټولنې د خلکو پراخ باور بايد ولري.نو چې اوس درمل پلورونکی هم زموږ د هېواد په سياست کې ونډه اخلي، داسې څوک به څنګه د خپلو خلکو حق وغواړي چې د دوه خرو وربشې نه سي بېلولی؟؟زما په اند دا زموږ د ناکام سياست پايله ده چې بېسواده خلک اوس دا جرآت کوي چې سياسي واګې په خپل لاس کې واخلي، زموږ د نالوستو خلکو هغه هېلې چې خپلو سياسينو ته يې لري مړاوې سوي دي، د خلکو د اميدونو څرکونه په تيارو بدل سويدي، نو خامخا به يو نالوستي سره دا فکر پيدا کيږي چې راسه ته په سياست کې برخه واخله ګوندې خدای سياسي نظام مو سم سي او افغانستاند سيمې له نورو هېوادونو سره په سياست کې سيال سي.

استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: مقالـــې , ,

|
امتیاز مطلب : 4
|
تعداد امتیازدهندگان : 1
|
مجموع امتیاز : 1


په افغانسان کې د ايساف د ناکام ماموریت د اختتام په اړه د اسلامی امارت غبرګون
ساعت 20:24 | بازدید : 1525 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

له نن څخه۱۳کاله وړاندې د ملګرو ملتو سازمان د امریکا په غوښتنه او یو لوریز ټينګار سره، د۴۲هيوادونو له نظاميانو څخه يو مشترک يرغلګر باند جوړ کړ او د ايساف یا سوله ساتو!! نوم يې پرې کيښود، بیايې د وژنو، ویرولو وحشت او بمبارولو لپاره افغانستان ته راواستاوو.په افغانستان کې هغه وحشتونه او مظالم له هيچا هم پټ نه دي چې د دغه ځواک تر سیورې لاندې او په تأسف سره چې د ملګروملتو د سوله ساتو تر عنوان لاندې ترسره شول.په زرهاوو مظلوم افغانان، ښځې او ماشومان د دغو په اصطلاح سوله ساتو د ظلم او وحشتونو په اور کې وسوزيدل، کورونه وران شول، خلک بې کوره شول، هيواد د وینو سیلاب په سر واخیست او د ظلم لړۍ يې لا هم د بهرنيو يرغلګرو او کورنیو اجیرانو په وسیله جریان لري.موږ د ايساف په نامه د جوړ شوي ځواک جوړیدل دیو ظالم ماموریت پيل بولو چې پهيويشتمه پيړۍ کې يي د ملګرو ملتو له چتر نه په سوء استفاده د امریکايي موخو لپاره خپله کرغیړنه دنده ترسره کړه.نن په افغانستان کې آيساف له کومې ښکاره او ملموسې لاسته راوړنې څخه پرته، په ناکام او مايوسه حالت کې، د خپل فعالیت بیرغ کوزکړ او د )غوڅ ملاتړ( تر بې مفهومه عنوان لاندې نوی ماموریت يې پيل کړ، موږ دا اقدام د دوی د ماتې او مايوسۍ ښکاره بیلګه بولو، متکبر ځواکونه اګرکه په ښکاره سره په خپله ماتې د اعترافکولو جرأت نه لري، خو نړيوال پوهيږي چې هغه ماموريت چې له وسلو، پيسو او د يويشتمې پيړۍ له ټولو مجهزو او نويو وسلو سره د افغان میړني ملت په ايل کیدو باندې ونه توانيد او اوس په ټيټ سر او لویدلي مورال سره په يولوريز ډول د جنګی ماموریت پای اعلانوي، په راتلونکي کې به هم په داسې حال کې چې ټول شته چانسونه يي له لاسه ورکړي، امریکا ستړې شوی، د غرب جنګي ماشين نور له کاره غورځيدلی او په نړۍ کې په ګڼو ځایونوکې مصروف کړل شوی ده، هيڅ کله به همونه توانیږي، چې له خپلو غلامانو څخه په ریښتیا هم )غوڅ ملاتړ(!!؟ وکړي.په اوسنۍ بې موازنې جنګ کې د امریکایانو ترڅنګ د اشغالګرو شریکانو او د آيساف اوناټو په ګډون نړیوالو متکبرو سازمانونو خورا ښکاره ماتې وخوړه، په لسهاوو زره عسکر يې مړه او ژوبل شول، په ميلیاردونو ډالر يي مصرف شوې، ملتونه يي وزبيښل شول، په خپلو هيوادونو کې له اقتصادي ناورين حتی رکود سره مخ شول، جنګي جنرالان يې پرلپسې ناکام شول، او په نړیواله سطحه يې ځواک او دبدبه له منځه لاړه.د ماموریت بدلون او د عنوانونو تغیر د ايساف، ناټو او امریکا لپاره نه کومه لاستهراوړنه ده او نه هم کوم بریالیتوب، دوی بې له دې چې په ستیجونو باندې تشې خبرې وکړي، لافي ووهي او دخپلو ملتونو دغولولوهڅې وکړي، بل څه نشي کولای.په تشو لافو او بی معنا خبرو سره په دايمي ډول ملتونه نه تيروځي، شاید اوس د دوی خپل ملتونه هم په دې پوه شوي وي چې پر افغانستان يرغل او دلته خپل نظامي ماموريت پيل کول له ډبرو سره سر جنګول او په اوسني تاریخ کې تر ټولو لویه احمقانه پريکړه وه.موږ باوري یو چې زموږ ملت به لاهم د جهاد سنګرونه پياوړي ساتي، د امریکا په لاس جوړشوي بې موراله ځواک به هم لکه دهغو د بادارانو په شان، پرلپسې ماتوي، د پاتو اشغالګرو ځواکونو په بې له قيده او شرطه شړلو سره به د خپل هیواد بشپړه آزادي ترلاسه کوي او دلته به ديوهسوچه اسلامي حاکیمت لپاره زمینه برابره وي.د ايساف د ماموريت تغير او يا د ناټو د ماموریت عنوان بدلول موږ نشي غولولی، ترهغو چې يو بهرني عسکر هم په افغانستان کې په نظامي لباس کې وجود ولري میړنی ولس به مو جهاد او مبارزې ته ژمن وي، او د دښمن ټولې پاتې دسسي به هم، لکه د تيرو هغو په شان د ناکامۍ او يأس تر پولې رسوي. ان شااللهد افغانستان اسلامي امارت۶/۳/۱۴۳۶هـ ق۷/۱۰/۱۳۹۳

استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: مقالـــې , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


بشر حقوق دعربي نړۍ نه بلکې د اسلام مبارک دین ډالۍ ده 2014/12/13
ساعت 16:5 | بازدید : 1436 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

 لیکوال: پوهیالی رباني وحدتدشیخ زاید پوهنتون دحقوقو او سیاسی علومو پوهنځي استادپوهیالی رباني وحدتکله چې د اسلام مبارک دین په خپلو مبارکو وړانګو د انسانانو د ژوند تیاره کونجونه او اړخونه روښانه کړل ، نو انسانانو ته یې د ژوند د پرمخ بېولو ، اداره کولو، نیکمرغی ، خوشالی او پرمختګ لپاره په هره برخهکې هر اړخیز او څرګند احکام او ارشادات وضع کړل .دا چې انسانان د ځمکې پرمخ اشرف المخلوقات دي ، نو خدای تعالی انسانانو ته د پتمن او ابرومند ژوند د تېرولو لپاره ، دمکلفیتونو ترڅنګ یو لړ داسې حقوق او امتیازات هم ورکړل ، چې په ځانګړي قوم، ملت ، هیواد ، نژا ، ډله جنس او مذهب پورې اړه نه لري ، بلکې ټول انسانان کولای شي له هر ډول توپیر او تبعیض پرته ترې ګټه واخلي ، چې د بشرحقوقو په نوم یادیږي .همدارنګه سوله ، امنیت ، برابري ، اخلاقي ارزښتونو او انساني کرامت ته درناوی د اسلام په مبارک دین کې ځانګړی ارزښت لري او په هغې ټینګار کوي .لنډه دا چې د اسلام سپیڅلی دین د انسانانو لومړنیو حقوقو ته دومره ژوره پاملرنه کړیده ، چې په هیڅ بل دین او قانون کې یې بېلګه او ساري نشته ، په همدې اساس ویلای شو ،چې مسلمانان شاو خوا ۱۴۰۰ څوارلس سوه کاله وړاندې د بشرحقوقو سره بلد او خبر و؛ خو کفري نړۍ یوازې د تیرو ۶۶ کالو راپدېخوا د بشر حقوقو سره اشنا شول او په ۱۹۴۸ زیږدیز کال کې یې د بشر حقوقو د نړیوالې اعلامیې تر سرلیک لاندي زیاتره همغه حقوق په رسمیت وپیژندل، چې اسلامی شریعت د پیدایښت سره سم ا نسانانو ته ورکړي و. مګر اوس عربي نړۍ په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالات په نړیواله کچه ځان د بشرحقوقو ملاتړکوونکي معرفي کوي او بشرحقوق دنړۍ نورو ولسونو ته خپله ډالۍبولي ، د نړۍ بېلا بېل هیوادونه بشرحقوقو څخه د سرغړونې او نه پاملرنې په پلمه ګواښي او ستونزې ورته جوړوي ؛ خو په حقیقت او واقعیت کې دامریکا متحده ایالات او متحدین یې په ډېرو مواردو کې د انسانانو همدا لومړني حقوق ترپښو لاندي کوي او په څرګند ډول د بشرحقوقو د نړیوالې اعلامیې او تړونو څخه سرغړونه کوي .وړاندې له دې چې د خپلې خبرې د ثبوت لپاره څو بېلګې وړاندې کړم،لازمه بولم چې د بشرحقوقو تعریف وړاندې کړم .بشرحقوق د نورو ټولنیزو مفاهیمو په څېر واحد تعریف نه لري د بېلګې په توګه یو شمېر علماء وایي بشرحقوق هغه حقوق دی چې ټول انسانان لږ ترلږه دهغې درلودونکي دي ، چې ددوي په هیواد ، ملت ، ژبه ، نژاد ، قوم …. پوري اړه نه لري .د یو شمېر نورو علماو په اند: بشر حقوق هغه آزادی ، خوندیتوبونه او ګټې دي ، چې د منل شویوقوانینو، ټړونونو او ارزښتونو پربنسټ باید ټول انسانان ، دهغې د درلودلو دعوی وکړي.د بخښنې نړیوال سازمان بشر حقوق داسي تعریف کړیدي. ] بشر حقوق یو شمېر سیاسي او مدني حقوقو ته وایي لکه د ژوند حق ، فرهنګي او اقتصادي لکه په کلتور ګې ګډون ، د خوراک حق ، دزده کړې حق ، د کار حق او داسې نور. که چیرته د تعریف لومړنی برخه یانې سیاسي او مدني حق په پام ونیسو، د امریکا متحده ایالات ، چې نور هیوادونه د بشر حقوقو څخه په سرغړونه تورن وي ،پخپله د ژوند حق څخه د انسانانو د بې برخه کولو تر ټولو ستر سرغړونکی هیواد دی. یوازې په یوویشتمه پیړۍ کې یې په افغانستان او عراق کې د ماشومانو ، سپین ږیرو او ښځو په ګډون په زرګونو بې ګناه او بې دفاع کسان د ژوند د طبیعي حق ځخه بې برخې کړل. ۲: شکجنه د بشر حقوقو دټولو تړونو او کنوانسیونو له خوا منع شویده؛ خو امریکا او متحدینو یې په عراق ، افغانستان او ګونتانامو او نورو پټو او ښکاره زندانو کې د بندیانو پر وړاندې له جسمي او روحي شکنجې څخه کار اخیستو. ۳ د محاکمې پرته په زندان او توقیف خانه کې د تورن او شکمن ساتل هم د بشر حقوقو څخه سرغړونه ده ؛ خو امریکا په ګونتانامو او یو شمېر نورو زندانو کې په کلونو کلونو بندیان پرتهله محاکمې ساتلي دي … او داسې. ۴ امریکا او متحدین یې د نژادي او مذهبي تبعیض په ناروغی هم اخته دي. په عربي هیوادونو کې یو شمېر مسلمانان دخپلو مذهبي مراسمو په ادا کولو او شرعي حجاب په اغوستلو کې د محدودیتونو سره مخامخ دي. په فرانسه کې په اسلامي حجاب بندیزلکول ، دامریکا د آیوا په ایالت کې د رایه ورکولو او نورو امتیازاتو څخه د تور پوستو بې برخې کولاو څو ځلې د شاوخوا ۱۰۵ میلیارده مسلمانانو د پاک او سپیڅلي الهي کتاب] قران شریف[ سوزول او بې حرمتي کول یې ښکاره بېلګې دي. سل ګونو داسې نور بېلګې شته چې عرب او متحدین یې د بشرحقوفو ملاتړکوونکې نه ،بلکې نقض کوونکي دي.

استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: مقالـــې , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


پر مسجدونو باندې د وروستيو بریدونو عاملین څوک دي؟ ليكوال شاهد غزنيوال
ساعت 10:37 | بازدید : 1096 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )
  1. د روان کال د لیندۍ د میاشتې په )۳(مه ورځ امریکايي ولسمشر بارک اوباما په افغانستانکې د امریکايي ځواکونو پوځي ماموریت یوکال نورهم تمدید او د کابل ادارې ولسي جرګې د کابل واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون منظور کړ.دا دواړه هڅې په حقیقت کې د افغان ولس د ارادي پرخلاف داشغالګرو او دهغوی د ملاتړویو داسې اقدام وه چې دیوه سخت ولسي غبرګون توقع ترې کیدله .هماغه وه چې د امریکایانو له دغه اقدام سره هم مهاله د پکتیکا ولایت د یحیی خیلو ولسوالې په یوه سپورتې لوبغالي کې خونړۍ چاودنه رامنځته شوه چې د مړو او ژوبل شویوشمیریې تر سلو تنو واوښت.که څه هم چې په یاده چاودنه کې د ولسي وګړو ترڅنګ یو شمیر اربکیان او دولتي کسان هم ووژل شول خو په مجموع کې دهغې ډیر قربانیان ولسي وګړي ول چې نه بایدداډول ولسي تجمعات د پوځي بریدونوهدف وګرځي .د یحیی خیلو د برید په تعقیب د لیندۍ دمیاشتې په )۷(مه د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په جامع مسجد کې د جمعېد لمانځه د اداء کولو پرمهال د لمونځ کوونکو په منځ کې خونړۍ چاودنه وشوه چېپه لسګونو لمونځ کوونکي یې ژوبل کړل.تر هغه دری ورځې وروسته د لیندۍ د میاشتې پهلسمه نیټه د بغلان ولایت په برکه ولسوالۍکې دجنازې د مراسموپرمهال چاودنه وشوه چې خواوشا )۳۰(په کې مړه او ژوبل شول.د ولسي جرګې لخوا د کابل واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون تصویبولو سره هم مهال پهولسي تجمعاتو په تیره مقدسه اماکنو او مذهبي مراسمو باندې دا ډول هدفي بریدونه بي له شکه چې د نړیوالواستخباراتو شبکو په لاس جوړ شوي هغه سازشي پلانونه دي چې د زیاتو ولسي افغانانو په وژل کیدو سره نور هم غواړي په افغانستان کې دخپل نامشروع اشغال د غزولو لپاره مبرر پیداکړي.دا سلام په سپیڅلي دین کې د بیګناه انسان وژنه له شرک نه وروسته دالله تعالی په نزد تر ټولو لویه ګنه ده ، پر هغه سربیره مساجد او مذهبي مراسم داسلامي ارشاداتو له مخې خپل حرمت لري، که چیري دښمن هم مسجد او یا مذهبي مراسموته د ګډون لپاره راشي نو د مسجد او مذهبي مراسمو د مذهبي حرمت اوهمدا راز هلته د ډیرو رایوځای شویو مسلمانانو د خوندیتوب پهغرض باید پردښمن برید ونه کړای شي .داچې له یوې خوا په اسلام کې د بیګناه انسان قتل حرام دی ،بل ځای د مساجدو او مذهبي مراسمو دحرمت خبره ده ، نو هیڅ کله هیڅ مسلمان هم په یوه وخت کې دوې کبیرې ) دمسلمان قتل او مسجد بي احترامي( نه کوي ، مجاهدین چې ځان دالله تعالی داحکامو نافذوونکي او دشعائرالله مدافعین بولي هغوی به څرنګه د جهاد په نوم محرمات قطعي تر سره کوي.امریکایان او د هغوي بي ضمیره ملاتړي په دې خبره پوره باورلري چې افغانان نور په خپل هیواد کې د دوي ناولي شتون نه مني ؛ لهذا د خپلو یوشمیر اجرتي ګمارل شویو په وسیله غواړي د ولسي افغانانو پهمذهبي ، اجتماعي او تفریحي مراسمو باندېداډول بریدونه ترسره کړي تر څو هم نړیوالو او هم خپله افغانانوته داوښیي چې که بهرنیان په افغانستان کې نه وي نو نه بهدافغانانو مساجد خوندي وي نه به دهغوی سپورتي او تفریحي لوبغالی مصؤن وي او نه به یې دغم اوښادي مراسم محفوظ وي.د اشغال په تیره۱۳کلنه دوره کې عامو افغانانو د اشغالګروامریکایانواو د هغوي د مفسدو مزدورانو ټول کړه وړه لیدلي چې له امله يي عامه ذهنیت نن ټول د هغويپرخلاف جوړشوی ، اوس دښمن کوښښ کوي خپل جرائم د دغه ډول وحشیانه اعمالو په ترسره کولوسره پټ کړي.مجاهدین د دغوجرائمو په مخنیوي کې څه باید وکړي؟داچې یرغلګردښمن له خپل ټول پوځي اوتخنیکي برلاسي سره د مجاهدینوپه مقابلکې شکست خوړلی، پوځي پلانونه او تګلارې یې ناکامي شوې اوس غواړي له غیر مستقیمې لارې دخپل ځان په ګټه د عامه ذهنیت جوړلو کوښښ کوي.غیرمستقیمه لاره همدا لاره ده چې یوشمیراجرتي مزدوران پیدا او دهغویپه وسیله د ولسي خلګو په منځ او یاهم د عام المنفعه تأسیساتو پرخلاف بریدونه ترسره او بیا هغه مجاهدینو ته منسوب کړي.امریکایانوته دافغانانو وژل لویه لاسته راوړنه ده ، دغه افغانان که عادي ولسي افغانان وي، که دولتي اجیران وي او که مجاهدین وي، د هغوي اصلي هدف د افغانانو وژنه ده ، په تیره هغه وژنه چې خپله د افغانانوپه لاس وي ؛ځکه په دغې وژنې سره هم افغانان د نوروافغانانو په وسیله وژل کیږي او هم له دې لارې دهغوي ترمنځ نورې فتني او تفرقې را ولاړیږي.نو مجاهدینو وروڼوته په کار ده چې د ماتې خوړلې دښمن دغې خطر ناکې فتنې ته ډیر متوجه وي .هغوی باید خپل ټول پوځي پلانونه په داسې ډول عیارکړي چې په هیڅ ډول ولسي وګړي ورکې متضرر نشي ؛ ځکه د ولسي خلګو د ځان، مال اوعامه شتمنیو خوندیتوب د جهاد او مجاهدینو اساسي هدف او مسؤلیت دی.دوهم دا چې کوم ځای تر خپلې ولکې لاندې سیموکې په مسجدونو، جنازو او یاهم په نورو ټولنیزو مراسمو، لوبو او د ښادي په غونډوکې چاودنه وشي د هغه په غبرګون کېنه یواځې داچې په هغه کې خپل لاس لرل ردکړي ، بلکې سمدستي د هغه په اړه بایدجدي تحقیقات وکړي، ترڅو د پیښې اصلي عاملین پیدا اومجازات کړي.کوم کسان چې دمجاهدینو په لیکو کې له پوځي عملیاتو پرته د ولسي خلکو په ځورولو لاس پوري کوي هغویباید تشخیص او په اړه يي جدي پلټنې وشي ، که احیانا هغوی دځینو شخصي غرضونو په اساس ولسي خلګ ځوروي هغوی تنبیه او د جرم دتکرار په صورت کې مجازات شي او که چیري خدای مکړه د دښمن اجرتي اشخاصدمجاهدینو په لیکوکې ځای پرځای شوي وي او د جهاد او مجاهدینو د بدنامولو په خاطر ولسي خلکځوروي هغوي باید تفکیک او دشرعي محاکمو له پریکړې سره سم مناسبه جزاء ورکړي.دریم مجاهدین باید په هیڅ صورت د هغو ټول ګټوتأسیساتو په تخریب لاس پوري نه کړي کوم چې د دښمن ترڅنګ عام خلکو ورڅخه ډیره استفاده کوي ، لکه د لویو لارو پلونه، صحي کلنیکونه ، ښوونځي او نور غیرپوځي دولتي تأسیسات ، ځکه دغه تأسیسات که دیوه آني وخت لپاره د دښمن لخوا کارول کیږي خو دهغه ترڅنګ دټولې سیمې د خلکو دائمي اړتیاهم ورباندې پوره وي ، نو دعامه مصلحت په اساس که څه هم چې په ځینو حالاتو کې له هغه څخه دښمن استفاده کوي لکه دلویو لارو پلونو خو مجاهدین باید دهغو له تخریب او نړولو ځان وساتي ، ځکه تخریب یې له یوې خوا د خلکو دمتضرر کیدلو لامل ګرځي او له بلېخوا دښمن ته د مجاهدینو پرخلاف د ناوړه تبلغاتو زمینه برابروي.اوس مهال چې د دښمن د اشغال وروستۍ ورځې دي باید مجاهدین وروڼه تر اجرايي فعالیتونو زیات پروقایوي کړنو تر کیز وکړي ، دولسي خلکو امنیت تأمینول، دهغویلپاره د امکان په صورت کې د هغویلپاره د ښوونې اوروزنې ،روغتیا او نورو رفاهي خدمتونه برابر کړي.په پوځي ډګرکې د دښمن د افرادو تر وژلو زیات د هغویپه قانع کولو کوښښ وکړي ، ځکه د داخلي افغانانو په تیره د غولول شوي یو اویاهم تطمیع شویو اربکیانو تروژلو د دښمن له صف څخه د هغویراجلاکول د دښمن لپاره لویه ضربه ده
استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: مقالـــې , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


د ګوانتانامو د يو زنداني غم لړلې کیسه
ساعت 20:12 | بازدید : 1017 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

ﺩ ﺳﻲ ﺍﯼ ﺍ? ﺩ ﺷﮑﻨﺠﻮ ﺍﻭ ﻇﻠﻤﻮﻧﻮ څﻪ ﻧﺎ څﻪ ﺭﺍﺯ ﺧﻮ ﺩ ﺍﻣﺮﻳﮑﺎ ﻣﺸﺮﺍﻧﻮ ﺟﺮګ? څﺮګﻨﺪ ﮐړ، ﻣګﺮ ﺩ ﺳﻤﯿﺮ ﻧﺎﺟﻲ ﮐﯿﺴﻪ ﺑﻪ ﻣﻮ ﻧﻪ ﻭﻱ ﺍﻭﺭ?ﺪﻟﻲ. ﻧﺎﺟﻲ ﺩ ﺩ? ﺑﺪﻣﺮﻏﻪ ﺩﺍﺳﺘﺎﻥ ﯾﻮ ﻟﻮﺑﻐﺎړﯽ ﺩﯼ.ﯾﻤﻨﯽ ﺳﻤﻴﺮ ﻧﺎﺟﻲ ﺩﻳﺎﺭﻟﺲ ﮐﺎﻟﻪ ﻭړﺎﻧﺪ? ﺳﻲ ﺍﯼ ﺍ? ﺍﺳﺎﻣﻪ ﺑﻦ ﻻ‌ﺩﻥ ﺳﺮﻩ ﺩ ﺍړﻴﮑﻮ ﭘﻪ ﺗﻮﺭ ﻧﻴﻮﻟﯽ ﻭ ﺍﻭ ۲۰۰۹ﻡ ﮐﺎﻝ ﮐ? ﺍﻣﺮﻳﮑﺎﻳﻲ ﭼﺎﺭﻭﺍﮐﻮ ﻟﻪ ﻫﺮ ډﻮﻝ ﺗﻮﺭﻭﻧﻮ ﺑ? ګﻨﺎﻩ ﻭﺑﺎﻟﻪ، ﻣګﺮ ﺑﻴﺎ ﻳ? ﻫﻢ ﭘﻪ ﻳﺎﺩ ﺯﻧﺪﺍﻥ ﮐ? ﺳﺎﺗﻠﯽ ﻭ ﺍﻭ ﻟﻪ ﺭﺍﺧﻼ‌ﺻ?ﺪﻭ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﻳ? ﺩ ﺳﻲ ﺍﯼ ﺍ? ﻟﻪ ﮐﺮﻏ?ړﻨﻮ ﺷﮑﺠﻨﻮ ﭘﺮﺩﻩ ﭘﻮﺭﺗﻪ ﮐړﻪ.ﺳﻤﻴﺮ ﻭﺍﻳﻲ، ﭼ? ﺩ ﺍﻣﺮﻳﮑﺎ ﺳﻨﺎ ﺩ ﺳﻲ ﺍﯼ ﺍ? ﺩ ﻇﻠﻤﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺍړﻪ ﻳﻮ ﺭﺍﭘﻮﺭ ﺧﭙﻮﺭ ﮐړﯽ، ﻣګﺮ ﺩﻩ ﺳﺮﻩ، ﭼ? ﮐﻮﻡ ﻇﻠﻤﻮﻧﻪ ﺍﻭ ﺗ?ﺮﻱ ﺷﻮﻱ، ﺩ ﺍﻣﺮﻳﮑﺎﻳﻲ ﮐﺎﻧګﺮﻳﺲ ﻟﻪ ﺭﺍﭘﻮﺭﻩ ډ?ﺮ ﻣﺘﻔﺎﻭﺕ ﺩﻱ ﺍﻭ ﺩ ﺍﻣﺮﻳﮑﺎ ﺩ ﺳﻨﺎ ﺭﺍﭘﻮﺭ ﻳﻮﺍﺯ? ﻳﻮ ﻟﻮﻣړﻨﯽ ﺭﺍﭘﻮﺭ ﺑﻠﻞ ﮐﻴږﻲ.ﺩ ﺍﻣﺮﻳﮑﺎ ﺩ ﺳﻨﺎ ﺭﺍﭘﻮﺭ ﺩ ﺩ? ﻭﺣﺸﺘﻨﺎﮎ ﺯﻧﺪﺍﻥ ﺩ ﺗړﻠﻮ ﭘﻴﻞ ﺩﯼ.ګﻮﺍﻧﺘﺎﻧﺎﻣﻮ ﺯﻧﺪﺍﻥ ﺍﻭﺱ ﻫﻐﻪ ﻭﺣﺸﻲ ځﺎﯼ ﺩﯼ، ﭼ? ﻫﺮ ﻭﺧﺖ ﺳړﯽ ﭘﻪ ﮐ? ﺩ ﻭ?ﺮ? ﺍﻭ ﻭﺣﺸﺖ ﺍﺣﺴﺎﺱ ﮐﻮﻱ ﺍﻭ ﺩ ﻫﻴڅ ډﻮﻝ ﻣﺮﺳﺘﻨﺪﻭﯼ ﺗﻤﻪ ﻧﻪ ﻭﻱ ﺍﻭ ﻫﺮ ﺳﺎﻋﺖ ﺩ ﻫﺮ ډﻮﻝ ﻇﻠﻤﻮﻧﻮ ﺍﻭ ﺷﮑﻨﺠﻮ ﻭ?ﺮﻩ ﻭﻱ ﺍﻭ ﻟﻪ ﻫﺮ ډﻮﻝ ﻣﺮﺳﺘ?، ﮐﻮﺭﻧۍ ﺍﻭ ﺩﻭﺳﺘﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﺧﻮﺍﺧﻮږۍ ﺑ? ﺑﺮﺧ? ﻭﻱ.ﺳﻤﻴﺮ ﻧﺎﺟﻲ ﻭﺍﻳﻲ، ﭼ? ﺩ ګﻮﺍﻧﺘﺎﻧﺎﻣﻮ ﺯﻧﺪﺍﻥ ﮐ? ﺩ ﺗ?ﺮﻭ ﺩﻳﺎﺭﻟﺴﻮ ﮐﺎﻟﻮ ﭘﻪ ﺗﺮڅ ﮐ? ﺑﻪ ﻫﺮﻩ ﻭﺭځ ﺍﻭ ﺩ ﻫﺮ ﺗﺤﻘﻴﻖ ﭘﺮ ﻣﻬﺎﻝ ﺑﻪ ﺍﻣﺮﻳﮑﺎﻳﻲ ﭼﺎﺭﻭﺍﮐﻮ ﭘﺮ ﺩﻩ ﭼﻴﻐ? ﻭﻫﻠ?، ﺷﮑﻨﺠ? ﺑﻪ ﻳ? ﻭﺭﮐﻮﻟ?، ﭘﺮ ﻣﺦ ﺑﻪ ﻳ? ﭘﺮ ﺳﻮﮐﺎﻧﻮ ﺍﻭ ﻟﻐﺘﻮ ﻭﺍﻫﻪ ﺍﻭ ﺩ ﺑﺪﻧﻲ ﺗﻌﺬﻳﺐ ﺳﺮﺑ?ﺮﻩ ﺑﻪ ﻳ? ﺭﻭﺍﻧﻲ ﺗﻌﺬﻳﺒﻮﻧﻮ ﻭﺭﮐﻮﻝ ﺍﻭ ﺑﻨﺪﻳﺎﻥ ﺑﻪ ﻳ? ﺧﻮﺏ ﺗﻪ ﻧﻪ ﭘﺮ?ښﻮﻭﻝ.ﺳﻤﻴﺮ ﺯﻳﺎﺗﻮﻱ، ﭼ? ﻳﻮ ﺍﻣﺮﻳﮑﺎﯾﻲ ﺑﻪ ﻣﺎﺗﻪ ﺳﺘﻦ ﻭﻟګﻮﻟﻪ ﺍﻭ ﻟﻪ ﻫﻐ? ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﺑﻪ ﺑ? ﻫﻮﺷﻪ ﺷﻮﻡ ﺍﻭ ﭼ? ﺭﺍﭘﻮﺭﺗﻪ ﺑﻪ ﺷﻮ، ﻧﻮ ﺍﻣﺮﻳﮑﺎﻳﻲ ﻋﺴﮑﺮﻭ ﺑﻪ ﺩ ﺣﻴﻮﺍﻧﺎﺗﻮ ﭘﻪ څ?ﺮ ﭼﻴﻐ? ﻭﻫﻠ? ﺍﻭ ﺑﻴﺎ ﺑﻪ ﻭﻻ‌ړﻞ.«ﮐﻪ ﻣﺎ ﺑﻪ ﻣﻮ ﻟﻪ ﺧﻮﺭﺍﮐﻪ ﺍﻧﮑﺎﺭ ﮐﺎﻭﻩ، ﻧﻮ ﺍﻣﺮﻳﮑﺎﻳﺎﻧﻮ ﺑﻪ ﺩ ﺧﻮﺭﺍﮎ ﻟﻮښﯽ ﺩ ﺩﻩ ﭘﺮ ﺳﺮ ﻭﻳﺸﺘﻞ ﺍﻭ ﻭﺍﻫﻪ ﺑﻪ ﻳ? ﺍﻭ ﺑﻞ ﺍﻣﺮﻳﮑﺎﻳﻲ ﺗﻪ ﺑﻪ ﻳ? ﺍﻣﺮ ﮐﺎﻭﻩ، ﭼ? ﺧﻮﺭﺍﮎ ﭘﻪ ﺯﻭﺭﻩ ﭘﺮ? ﻭﺧﻮﺭﻱ ﺍﻭ ﻟﻪ ﻫﻐ? ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﺑﻪ ﺩﻭﻩ ﺍﻣﺮﻳﮑﺎﻳﺎﻥ ﺭﺍﻏﻠﻞ ﺍﻭ ﺯﻣﺎ ﭘﻪ ﺩﻭﺍړﻮ ﻣټﻮ ﮐ? ﺑﻪ ﯾ? ﭘﻪ ﺳﺘﻨﻮ ﺳﻮﺭﻱ ﻭﮐړﻞ ﺍﻭ ﻟﻪ ﺑﺪﻧﻪ ﺑﻪ ﻣ? ﻭﻳﻨ? ﺭﻭﺍﻧ? ﺷﻮ? ﺍﻭ ﮐﻠﻪ ﺑﻪ ﻳ? ﺩﺍﺳ? ﻭﮐړﻞ، ﻧﻮ ﭘﺮ ﻣﻼ‌ ﺑﻪ ﺭﺍﻭﺧﺘﻞ ﺍﻭ ټﻮﭘﻮﻧﻪ ﻳ? ﺭﺍﺑﺎﻧﺪ? ﻭﻫﻞ.»ﺳﻤﻴﺮ ﺩ ﺧﭙﻞ ﻏﻢ ﻟړﻠﻲ ﺩﺍﺳﺘﺎﻥ ﭘﻪ ﺗﺮڅ ﮐ? ﻭﺍﻳﻲ، ﭼ? ﮐﻠﻪ ﺑﻪ ﻳ? ﺩ ﻣﺘﻴﺎﺯﻭ ﺗﮑﻠﻴﻒ ﻣﺤﺴﻮﺱ ﮐړ، ﻧﻮ ﺍﻣﺮﻳﮑﺎﻳﻲ ﭼﺎﺭﻭﺍﮐﻮ ﺑﻪ ﺍﺟﺎﺯﻩ ﻧﻪ ﻭﺭﮐﻮﻟﻪ ﺍﻭ ﮐﻠﻪ ﺑﻪ ﭼ? ﺗﮑﻠﻴﻒ ﺯﻳﺎﺕ ﺷﻮ، ﻧﻮ ﺍﻣﺮﻳﮑﺎﻳﺎﻧﻮ ﺑﻪ ﻭﺭﺗﻪ ﭘﻪ ﮐړﺲ ﮐړﺲ ﺧﻨﺪﻝ ﺍﻭ ﺧﭙﻞ ﮊﺑﺎړﻮﻧﮑﻲ ﺗﻪ ﺑﻪ ﻳ? ﻭﻳﻞ، ﭼ? ﮐﻪ ﭘﺘﻠﻮﻥ ﮐ? ﻳ? ﻣﺘﻴﺎﺯ? ﻭﮐړ?، ﻧﻮ ﺟﻨﺴﻲ ﺗ?ﺮﯼ ﺑﻪ ﭘﺮ? ﻭﮐړﻲ.ﺳﻤﻴﺮ ﺯﻳﺎﺗﻮﻱ «ﮐﻠﻪ ﻧﺎﮐﻠﻪ ﺑﻪ ﻳ? ﻳﻮ ﺳﻴﻨﻤﺎ ﻫﺎﻝ ﺗﻪ ﺑﻮﺗﻠﻮ، ﻧﻮ ﻫﻠﺘﻪ ﺑﻪ ﻳ? ﭘﺮ ﺑﻨﺪﻳﺎﻧﻮ ﺩ ﻇﻠﻤﻮﻧﻮ ﺍﻭ ﺗ?ﺮﻳﻮ ﻭﻳډﻴﻮګﺎﻧ? ﺭﺍښﻮﻭﻟ? ﺍﻭ ﺭﺍﺗﻪ ﺑﻪ ﻳ? ﻭﻳﻞ، ﭼ? ﻭﺭﺗﻪ ﻭګډﻴږﻲ ﺍﻭ ﮐﻠﻪ ﻣﻮ ﭼ? ﺍﻧﮑﺎﺭ ﻭﮐړ، ﻧﻮ ﺩ ﺟﺴﻢ ﻧﺎﺯﮎ ځﺎﻳﻮﻧﻮ ﮐ? ﺑﻪ ﻳ? ﺗﮑﻠﻴﻒ ﺭﺍﮐﺎﻭﻩ.»ﺩ ﺑﺎﺭﺍﻥ ﭘﺮ ﻣﻬﺎﻝ ﺑﻪ ﻳ? ﺯﻭﻟﻨﻮ ﺳﺮﻩ ﭘﻪ ﺧټﻮ ﮐ? ګﺮځ?ﺪﻭ ﺗﻪ ﻣﺠﺒﻮﺭﺍﻭﻭ ﺍﻭ ﭼ? ﮐﻠﻪ ﺑﻪ ﻳ? ﺍﻧﮑﺎﺭ ﻭﮐړ، ﻧﻮ ﭘﻪ ﺧټﻮ ﮐ? ﺑﻪ ﺭﻏړﺎﻭ.ﺳﻤﻴﺮ ﻭﺍﻳﻲ، ﭼ? ﺗﺮ ټﻮﻟﻮ ﻏﻤﺠﻦ ﺣﺎﻻ‌ﺕ ﻻ‌ ﻫﻐﻪ ﻭ، ﭼ? ﺩ ﻓﺤﺶ ﻓﻠﻤﻮﻧﻮ ﻭﻳډﻴﻮ ﺑﻪ ﻳ? ﺩ ﺩﻩ ﭘﺮ ﻭړﺎﻧﺪ? ﻭﻟګﻮﻟﻪ ﺍﻭ ﻫﻠﺘﻪ ﺑﻪ ﻳ? ﻟﻪ ﺩﻩ ﺟﺎﻣ? ﻭﻭﻳﺴﺘ? ﺍﻭ ﺩ ﻭﻳډﻴﻮ ﮐﺘﻠﻮ ﺗﻪ ﺑﻪ ﻳ? ﻣﺠﺒﻮﺭﺍﻭ ﺍﻭ ﺩ ﺍﺳﻼ‌ﻡ ﺳﭙﮑﺎﻭﯼ ﺑﻪ ﻳ? ﮐﺎﻭ ﺍﻭ ﺩﯼ ﺑﻪ ﻳ? ﺍړﻮ?ﺴﺖ، ﭼ? ﺩ ځﻨﺎﻭﺭﻭ ﭘﻪ څ?ﺮ ﻧﺎﺭ? ﻭﻭﻫﻲ ﺍﻭ ﮐﻠﻪ ﺑﻪ ﻳ? ﭼ? ﺍﻧﮑﺎﺭ ﻭﮐړ، ﻧﻮ ﻳﺦ ﮊﻣﻲ ﮐ? ﺑﻪ ﻳ? ﺳړ? ﺍﻭﺑﻪ ﭘﺮ? ﺗﻮﻳ? ﮐړ? ﺍﻭ ﺩﻏﻪ ټﻮﻟﻪ ﺻﺤﻨﻪ ﺑﻪ ﻳ? ﺭﻳﮑﺎﺭډ ﮐﻮﻟﻪ.ﺳﻤﻴﺮ ﺯﻳﺎﺗﻮﻱ، ﭼ? ﺩ ﺩﻳﺎﺭﻟﺴﻮ ﮐﺎﻟﻮ ﻟﻪ ﺳﺨﺘﻮ ﻇﻠﻤﻮﻧﻮ ﺍﻭ ﺗ?ﺮﻳﻮ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﺷﭙږ ﻣﻴﺎﺷﺘ? ﻭړﺎﻧﺪ? ﺍﻣﺮﻳﮑﺎﻳﻲ ﭼﺎﺭﻭﺍﮐﻮ ﺗﻪ ﺟﻮﺗﻪ ﺷﻮﻩ، ﭼ? ﻟﻪ ﻫﺮ ډﻮﻝ ﺗﻮﺭﻭﻧﻮ ﭘﺎﮎ ﺩﯼ، ﻧﻮ ﺩ ﺍﻣﺮﻳﮑﺎﻳﻲ ﺍﺳﺘﺨﺒﺎﺭﺍﺗﻮ څﻠﻮﺭ ﻣﻬﻢ ﮐﺴﺎﻥ ﺭﺍﻏﻠﻞ ﺍﻭ ﺩ ﺩﻩ ﻗﻀﻴﻪ ﻳ? ﻟﻪ ﺳﺮﻩ ﻭڅ?ړﻠﻪ ﺍﻭ ﺩ ﻫﻐﻮ ﻟﻪ ﻭﺭﻭﺳﺘۍ ﭘﺮ?ﮑړ? ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﻳ? ﺩﯼ ﺧﻮﺷ? ﮐړ.«ﺯﻩ ﻭﺍﻳﻢ، ﭼ? ﺍﻣﺮﻳﮑﺎﻳﻲ ﭼﺎﺭﻭﺍﮐﻮ ﺯﻩ ﺩﻳﺎﺭﻟﺲ ﮐﺎﻟﻪ ﻟﻪ ﻫﺮ ډﻮﻝ ﺗﻮﺭﻭﻧﻮ ﭘﺮﺗﻪ ﺩ ګﻮﺍﻧﺘﺎﻧﺎﻣﻮ ﭘﻪ ﮐﺮﻏ?ړﻦ ﺯﻧﺪﺍﻥ ﮐ? ﻭﺳﺎﺗﻠﻢ ﺍﻭ ﺯﻣﺎ ﭘﻪ څ?ﺮ ﺩ ﺯﺭګﻮﻧﻮ ﺑﻨﺪﻳﺎﻧﻮ ﺩ ﺑﻨﺪ ﮊﻭﻧﺪ ﺩ ﺍﻣﺮﻳﮑﺎ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﺗﺎﺭﻳﺨﻲ ﺷﺮﻡ ﺩﯼ.»ﺳﻤﻴﺮ ﻧﺎﺟﻲ ﺩ ﺧﭙﻞ ﺩﺍﺳﺘﺎﻥ ﭘﻪ ﭘﺎﯼ ﮐ? ﻭﺍﻳﻲ، ﭼ? ﺍﻭﺱ ﻫﻢ ﺩ ﺩﻩ ﭘﻪ څ?ﺮ ۱۳۶ ﺑ? ګﻨﺎﻩ ﺑﻨﺪﻳﺎﻥ ﺩ ګﻮﺍﻧﺘﺎﻧﺎﻣﻮ ﭘﻪ ﮐﺮﻏ?ړﻦ ﺯﻧﺪﺍﻥ ﮐ? ﺩ ﺍﻣﺮﻳﮑﺎﻳﺎﻧﻮ ﻭﺣﺸﻲ ﻇﻠﻤﻮﻧﻪ ګﺎﻟﻲ ﺍﻭ ﺩ ﺍﻣﺮﻳﮑﺎﻳﻲ ﭼﺎﺭﻭﺍﮐﻮ ﻫﻐﻪ ﺩﻋﻮ? ﭼ? ﺩ ﻣﻴډﻴﺎ ﻟﻪ ﻻ‌ﺭ? ځﺎﻧﻮﻧﻪ ﺩ ﺑﺸﺮﻳﺖ ﺧﻮﺍﺧﻮږﻲ ﺑﻮﻟﻲ، ﻣګﺮ ﺩ ګﻮﺍﻧﺘﺎﻧﺎﻣﻮ ﺍﻭ ﻧﻮﺭ ﺯﻧﺪﺍﻧﻮﻧﻪ ﺩ ﺍﻣﺮﻳﮑﺎﻳﻲ څ?ﺮ? ﺭښﺘﻮﻧ? ﻫﻨﺪﺍﺭﻩ ﺩﻩ.

ﻟﻪ ﺳﺮﻟﯿﮑﻨ? ﭘﺮﺗﻪ ﻧﻦ ټﮑﯽ ﺍﺳﯿﺎ ﺩ ﻧﻮﺭﻭ ﻟﯿﮑﻨﻮ ﻧﻨګﻪ ﻧﻪ ﮐﻮﻱ. 

استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: مقالـــې , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


له شکريې بارکزۍ وروسته وار د شينکۍ کړوخيل ده
ساعت 19:40 | بازدید : 1067 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

لیکوال: نور رښتياپالد ډاکټر محمداشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله د ټيمونو تر منځ اختلافات او بې اعتمادي نوره له سرې کرښې او ښتې او اوس په دواړو غاړو کې سخت دريځي له يو بل سره په غير مستقيمه جګړه بوخت دي.ويل کيږی په شکريې بارکزئ له مرګوني بريد وروسته چې نوموړې ژوندۍ ترې ووتله ، اوس د بهرنيو او کورنيو کشفي ارګانونو له لوري شينکۍ کړوخيل ته خبر داری ور کړل شوی چې شايد د يوه مرموز بريد ښکارشي .شينکۍ کړوخيل چې ژور ولسي تعلقات لري ،د پارلمان يوه مهمه وکيله او داشرف غني له مهموپلويانو څخه شميرل کيږي . د امريکا له مرکزي اسختباراتو يا سي آی اي سره ډير نږدې اړيکې لري .د يوې کره امنيتي سرچينې د معلوماتو له مخې د شينکۍ کړوخيل د امنيت په برخه کې د ملي امنيتد رئيس رحمت الله نبيل او د سي ای اي د نماينده او نورو مهمو استخباراتي چارواکو ترمنځ يوه عاجله غونډه هم تر سره شوې . او دې ته يې مشوره ورکړې وه چې د موجودو امنيتي ګواښونو له وجې د څه وخت لپاره بهر ته ولاړه شي . سرچينه زياتوي چې شينکۍ کړوخيل د امنيتي مسئولينو له دغې مشورې وروسته د څه وخت لپاره د هندوستان هيواد ته هم تللې وه .شينکۍ کړوخيل ته نږدې منابع وايي چې دغه ګواښونه آغلې شينکۍ ته د شورای نظار د ځانګړو استخباراتو له لوري متوجه دي . له دې څخه دمخه همپه مصعوم ستانکزي او شکريې بارکزۍ په ترسره شويو بريدونو کې د شوری نظار د ښکيلتياخبرونه خپاره شوي وو. او داسې ادعا کيدله چې د شوری نظار ځانګړو استخباراتو طالبانو ته په دوی دواړو باندې د بريدونو زمينه برابره کړې وه . د يادونې وړ ده چي طالبانو تراوسه پورې د دې دواړو بريدونو مسئوليت نده منلی. د کره معلوماتو له مخې د اشرف غني په کليدي ملاتړو، د غو مرموزو بريدونو بهرني او کورني استخبارات له سخت فشار سره مخ کړي . او د جنرال ياسين په نامه يوکس يې چې د سولې عالي شوراته د ملي امنيت نماينده هم ده د دغو مرموزو بريدونو د پلټنې لپاره ټاکلی .د اشرف غني د پلويانو له پټو مجلسونو څخه راوتليپټ معلومات ښيي چې سی آی اي ، ملي امنيت او د اشرف غني امنيتی سلاکاران ټو ل په دې باور دي چې د اشرف غنی په کليدي پلويانو د غه بريدونه د ځينو بهرنيو استخباراتي کړيو په اشاره د والي عطامحمد نور او د شوری نظار د ځانګړو استخباراتو له لوري چې مشر يې انجنر عارف او مرستيال يې دولت مير ده ، ترسره کيږي. او امراللهطالح هم مهمه ونډه پکې لري.سی آی اي او امنيت ملي هڅه کوي چې په د غو بريدونو کې د شوری نظار لاس درلودل مستند او شواهد پرې پيداکړي.داستخباراتي چارو د شنونکو له آنده د د غو بريدونو پيچلتيا ته په کتو ، دا ډيره ګرانه ښکاري چې په نږدې راتلونکي کې سی آی اي او امنيت ملي په دغو بريدونو کې د شوری نظار د ښکيلتيا په اړه مستند شواهد تر لاسه کړي .او کيدای شي د سی آی اي او امنيت ملي د دغه سوړ چلند له امله د اشرف غني په نورو مهمو پلويانو هم مرګوني بريدونه تر سره شی . ځکه دشوری نظار د ځانګړو استخباراتو په سر کې ډير پهکار پوه او دترور او قتل په برخه کې تجربه لرونکي کسان قرار لري . او په امنيتی او نظامیارګانونو کې له پراخ نفوذ نه برخمن دي .

استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: مقالـــې , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


افغانستان: د ښورښ ضد ناکامي
ساعت 20:57 | بازدید : 818 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

لیکوال : ایوان ایلینډمنبع : انټی وار ډاټ کام )امریکا(نېټه : ۹ / ۱۲ / ۲۰۱۴ژباړن : نثار احمد صمدښایی په افغانستان کی د مختلفو ډلو تر منځ د واک شریکۍ موجوده حکومت په عراق کی د نوري المالکی د مهال غوندی بریالیتوب وګټي ، چی چندانی بری نه و . یوه پاییدونکې او د ودې وړ دیموکراسي هله ممکنه ده چی روڼ انتخابات یو منلی ګټندوی او یو صادق مخالف رامنځته کړی . هو، یو وفادار مخالف کافی دی ، داسی نه چی هغه واکمنه ډله یا ډلی په وژونکي ډول وځپی . خو د افغانستان سیاسی کلتور د دغو لازمو شرایطو څخه یو لا هم نلری . د افغانستان وروستي انتخابات واضحأفاسد وو ، او ځکه نو نامشروع دي چی له امله یې مخالف هم بې وفا دی . نو د همدې ناکامه پایلی له امله امریکا وروسته داسی وپتییله چی دوه متضاد کاندیدان یعنی اشرف غنی د پښتنو استاځی اوعبدالله عبدالله د متباقی غیر پښتنو استاځی دې واک سره شریک کړی داسی چی غني به ولسمشر او عبدالله به اجرایًیه ریًس وی .لاکن دیموکراتیک انتخابات باید هرومرو ګټونکی او بایلونکی ولری ، داسی چی ګټونکی به تګلاري جوړوی او د صادق مخالف انتقادونه به زغمی . خو لکه د مالکی د مهال په عراق کی چی وو ، دلته هم بیلابیلی افغاني ډلی چی هڅه کوی د واک د شراکت په قرارداد کی د ګډ حکومت څخه برخمن سی ، د نوی کابینې په سر نه سره جوړیږی . هغوی آن دا هر څه په داسی حالاتو کی کوی چی د یو نه بخښونکي حقیقت له مخی د هیواد د امنیتی بس ټایرونه ورڅخه وتونکي دي . دا د سیاست پوهانو یو بل هغسی حال دی چی خپله باجه)سرینده( وهی خو هلته روم د خپلی غلطی دیموکراسۍ په لمبو کی سوځی چی د سیاسی جوړجاړي رښتیانی کلتور نلری .بلخوا د طالبانو ځان وژونکو بې پروا بمی حملو د مرکز یعنی کابل اطمینان او سکون ګړَه بَوَلی دی، حال دا چی د هیواد په نورو سیمو کی د طالبانو حملې په مني کی د پخوا برعکس زیاتی او تونديسوي دي چی افغان پوځ او پولیس یې بې فایدې کړي دي . د طالبانو د همدې زړه ورو فعالیتونو علت دی چی امریکا به افغان امنیتی ځواکونو ته د بم وریو کومک ورکوی ، خیر دی چی د همدې میاشتی په پای کی به یې ځمکنیً جنګی مأموریت پای ته رسیږی .ځکه نو امریکا ، چی له مخکی یې لا په لسګونوبلیونه ډالره په جنګ او د افغان امنیتی ځواکونو په روزنه کی مصرف کړي دي ، او هم یې په بوجیو روپۍ د چا خبره په انکشافی برخو کی مصرف کړيدي چی خوشی ضایع کېدونکي دي ، بیا هم لګیا دهنوری پیسې د دې بایللی مرام د موږک غار ته وراچوي .ما په خپل کتاب کی چی عنوان یې و » د ښورښ ضد ناکامي : ولی زړونه چندانی نه ګټل کیږی « څرګنده کړې وه چی ولی سترو ځواکونو ته د دغسیښورښي ضد جنګونو ګټل خورا مشکل دی . خصوصأدا هر څه په داسی حال کی دي چی د افغانستان پخوانۍ سابقه او قضیه د امریکا د حکومت په مخ کی پرته وه او د داسی وسلوال مبادرت خطرونه یې ښه لیدل . لکه څنګه چی حتی د میلاد څخه له آخوازمانې راهیسی هیڅ کوم بهرني ځواک افغانستان نه دی فتح کړی ، په نولسمه او د شلمی پیړۍ په لومړیو کی درې ځله د برتانیې ناکامه هڅی او بیا د شلمی پیړۍ په اتیایمه لیسزه کی د شورویانو پر سر رالوېدنه هم له دې جملې څخه دي .د تاریخ له مخی ، پایداره دیموکراسي د خپل تل څخه راټوکیږی او لوییږی داسی چی موجود سیاسی جوړجاری د مؤسساتو څخه وړاندی په مناسب کلتور سره دیموکراتیک واک وچلوي نه بل څه . علاوتأ ، دیموکراسي هغه مهال د پایښت لږ فرصت لری که یو بهرنی ځواک هغه په وچ زور وترپی ، خصوصأ په هغو هیوادو کی چی پخوا یې هیڅ دیموکراتیک عنعنات نه وی لرلي . همداراز ، د یو طرفه اکثریت واک او لیبرال دیموکراسي تر منځ یوفرق موجود وی چی له امله یې د اکثریت والاوو ظلم منځته راځی لکه په عراق کی چی پیښه سوه. په دغسی توپیر کی ټول مهم اقلیتی حقونه او د قانون واک تضمین وی .ډیر ځله د دې له پاره چی رښتیانۍ لیبرال دیموکراسي پخپله پایداره او اوږدمهاله سی ، نو باید د یو خاص ټولنیز عاید یوه سطح رامنځته سی چی یوه ځواکمنه سیاسی منځنۍ طبقه به راوټوکوی چی هغه به چارواکو او مسؤلینو ته په غیږ ورځی ؛ خو نه عراق او نه هم افغانستان دغسی سطحې ته نه دی رسېدلی . په عراق کی د جنګ پرله پسې کلونو او هم نړیوالو سپماییزه بندیزونو د داسی نیکمرغۍ وینی څښلی دي ؛ خو افغانستان بیا یو ډیر مسکین او بې وزله هیواد پاته سوی دی.ځکه نو په افغانستان کی د څه نا څه لسو زرو امریکایی ځمکنیو پوځیانو پاتېدل ، او هم د امریکا هوایی حملې هر څه داسی بریښوي لکه امریکا چی یو ځل بیا په همدې جګړه ورګډیږی تر څو د شراکت دغه ناپایداره حکومت د طالبانو څخه چی بیا ځواکمن سوي دي ، وساتی .هو ، امریکا په عراق کی د خپلی وتنی تر نېټې وروسته آن بېله دې چی یو څه پوځیان یې پرې یښي وی ، دا دی یو ځل بیا ځان په دام کی راګیروی . په دغسی مصنوعی هیوادو کی چی شقاقاو نفاق هم ولری ، لنډ مهاله شخړي ، که امریکا پکښی اخته وی یا نه ، د قار او غضب تر پولی رسیږی .نو که طالبان له هغه څه نه سبق واخلي چی امریکایی ضد تروریسټانو ته د پناه ورکولو له امله راوپرځول سول ، او که په آینده کی هم تر خپل واک لاندی سیمو کی بیا دغسی کار ونکړی ، نو امریکا هم باید خپل مبادرت )بوختیا( محدوده کړی او یوازی کله کله د تروریسټانو د روزنی کمپونه او ځایونه بم وري کړی . ځکه نو امریکا باید خپل پرې یښي ټول ځمکني پوځیان بیرته راوباسی او هم د افغان امنیتی ځواکونو په ګټه هوایی حملې پای ته ورسوي تر څو په دغه چټی ، بې ګټې او ناپایه جبه زار کی چی ډیر مخکی لا بایلل سوی دی ، بیا راګیر نسي ، پای .

استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: مقالـــې , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


صفحه قبل 1 2 صفحه بعد

منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 39
بازدید دیروز : 4
بازدید هفته : 48
بازدید ماه : 547
بازدید کل : 68860
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 39
:: باردید دیروز : 4
:: بازدید هفته : 48
:: بازدید ماه : 547
:: بازدید سال : 5834
:: بازدید کلی : 68860