
ژباړه: محب الله وثیقلښکر د جګړې له ډګر څخه د راستنېدو په حال کې وو، کلیوال د لښکر مخې ته له خپلو کورونو څخه لارو او کوڅو ته راووتل، او دخپلوانو د راتلو لار یې څارله.دکلي د نورو مېرمنو په څېر د جعفر)رض( مېرمنې هم د خپل خاوند د راتلو لپاره دروازې ته سترګې نېغې نېولې وې، د کور له کار نه یې د وخته لا ځان خلاص کړ، ماشومان یې ولمبول، او سرونه یې په تېلو ورغوړ کړل، ښکلې او ښايسته جامې یې ورواغوستې، او د خپل پلار راتلو ته هوسېدللښکر کلي ته راورسېد، مجاهدین خپلو کورونو ته لاړل، خو د جعفرطیار )رض( مېرمن لا هم د خاوند دراتلو لپاره د انتظار شیبې شمارلې، ګړۍ ورسته دروازه وټکېده، په بېړه ورغله، که ګوري چې نبي کریم )ص( ولاړ دي، او کورته د راتلو اجازه یې وغوښته، هغې هم اجازه ورکړه، نبي کریم )ص( په داسې حال کې چې مخ باندي یې نرمه غوندي پرده غوړولې وه، او ډېر غمجن ښکارېده، کورته راغی، د جعفر مېرمنې )اسماء( هم د جعفر )رض(په اړه د پوښتنې جرأت ونه کړای شو.نبي کریم )ص( یو ګړۍ پټه خوله ولاړ وو، ورسته یې کړل: د جعفر ماشومان راته راوغواړه!ماشومانو چې د نبي کریم )ص( غږ واوریدی، نو د مرغانو په شان باندي روالوتل او ټینګ ورپسې ونښتل، نبي کریم )ص( هم ټینګ په غېږ کې ونیول، او په سر یې لاس ورتېر کړ، په داسې حال کې چېله سترګو یې اوښکې رواني وي…اسماء ورته وویل: د خدای رسوله! آیا تا د جعفر په اړه څه اوریدلي چې داسې ژاړي؟ویل: هو، جعفر نن شهید شو…!نبي کریم »ص« لا خبره نه وه پوره کړې چې اسماءپه ژړا پيل وکړ، چیغې یې کړې … د جعفر زامن همځای په ځای هک پک ودریدل، او نه پوهېدل چې دا څه اوري؟!نبي کریم )ص( له سترګو نه اوښکې پاکې کړې اوپه ژړغوني اواز یې وویل: اللهم أخلف جعفرا فی ولده… اللهم أخلف جعفرا فی أهله..! ))خدایه ته یو بل جعفر په کي پيدا کړې…((ورسته یې زیاته کړه: »هوکې، جعفر مې په جنت کې ولید چې دواړه لاسونه یې په وینو لړلي او پښې یې رنګېدلې وې«
افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0