
افغانستان کې د بهرنیانو جنرال جان کمپبل وايي چې په څلوېښت ورځې کې به داسې جګړه پیل شي، چېمقاومت يې یوازې باید افغان دولتي عسکر وکړي.کمپبل له افغانستانه د بهرنیانو د وتلو اړوند وویل چېپه دې اړه باید په ډېر احتیاط ګامونه واخیستل شي،ځکه چې » زه د ۲۰۱۵م کال په اړوي کې د افغانستان د جګړې په اړه سخت اندېښمن یم.«کمپبل وايي چې د طالبانو په راتلونکو اندېښمنوونکو بریدونو کې باید افغان عسکر د بهرنیانو له پوځيملاتړه پرته وجنګېږي، چې خورا ورته اندېښمن یم.نوموړي وویل چې اشرف غني له بارک اوباما نه د عسکرو ویستلو په اړه د بیا فکر کولو ښه غوښتنهکړې ده، ځکه چې په خبره يې د طالبانو راتلونکي بریدونه به ډېر زورور وي.سره له دې چې بهرنیان او افغان چارواکي د افغان عسکرو په اړه د ډاډ څرګندونې هم کوي، خو د دوی دا ضد و نقیض څرګندونې له پوځي اړخه په افغان عسکرو ښې نه تمامېږي.ویل کېږي د طالبانو له لوري په سږني ژمي کې پراخ فعالیتونه، د افغان عسکرو په منځ کې نفوذي بریدونه او د افغان عسکرو ورته څرګندونې هغه څه دي چې د عسکرو روحیه يې کمزورې کړې ده.په ورته توګه سیاسي شنونکي وايي که له افغان عسکرو سره که د نړیوالو همکارانو هوايي ملاتړ نهوي، نو د طالبانو د راتلونکي پسرلي عملیات به خورا زیانموونکي وي.سره له دې چې د طالبانو له لوري د راتلونکو عملیاتود پیل او یا هم ورته د چمتو والي په اړه څه نه ديويل شوي، خو د بهرنیان په ګډون يې افغان پوځي شنونکي د سختو بریدونو خبر ورکوي.
افغانستان
|
امتیاز مطلب : 4
|
تعداد امتیازدهندگان : 1
|
مجموع امتیاز : 1