الجـــــــهاد فی سبیل الله
د شلګر په جګړه کې ولې ماشومان وژل کیږي ؟
ساعت 10:40 | بازدید : 892 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

ا څو ورځې په فیسبوک کې یو تصویر ښکته پورته کیږي،یو څوارلس کلن ماشوم چې تر څنګ یي د ثقیل ماشیندار مرمۍ پرتې دي، د بام پرسر په وینو لړلی مړ پروت دی،څو تنه اربکیان یې همشاوخوا ښکاري،ددې ماشوم په اړه ویل کیږي چې دطالبانو لخوا وژل شوی دی،دا چې په جګړه کې دماشومانو وژل ناروا عمل دی له همدې وجې ډیرو خلکو دطالبانو دا کړنه وغندله ، خو هیچا دا پوښتنه ونه کړه چې دغه نابالغ ماشوم ولې د جګړې ښکار شو ، راځئ دلته ددې پیښې اصلي علت راوپلټو تر څوددې کړنې اصلي عامل هم روښانه شي.د غزني په شلګر یا اندړو ولسوالۍ کې چې څوکالهمخکې دامریکایانو او اسدالله خالد په ابتکار د ملي پاڅون په نوم د ملیشه سازي پروګرام پیل شو له پیله په کې داسې خلکو ته وسلې وویشل شوې چې ټول چرسیان، لوپران، لوطیان او بي بندوباره خلک وو، دې خلکو د خپلې خوشګزرانۍ لپاره ګڼ شمیر تنکي هلکان هم ورسره په پوستو کې داخل کړل، تاسې باور وکړئ زه په قسم سره وایم چې له اربکیانو سره دوولس کلن ماشومان هم په پوستو کې شپې تیروي،ټوپکې یې په اوږو او چانټې یي تړلې وي، له دوی څخه دغه لوچک اربکیان په ځانګړي توګه داربکیانو مشران یوازې دجنسي غریزې سړولو لپاره استفاده کوي .څه موده مخکې د طالبانو یوه دستوري کس چې په اربکیانو کې ننوتی و ، د یوې پوستې د پنځلس اربکیانو تر وژلو وروسته د طالبانو خوا ته وتښتید، دغه تن چې څو میاشتې یي د اربکیانو د قومندان سلطان چې په عبدالله مشهور دی په پوسته کې تیري کړي ، وایي چې داربکیانو دغه مشر به له نورو اربکیانو په جلا کوټه کې ویده کیده، او له ځان سره یې دری تنه لغړزني هلکان ویدول ،دغه راز نور اربکي مشران هم له ځانه سره کم عمره هلکان ساتي چې ډیر ځله دغه هلکان د جګړې ښکار کیږي او ژوند له لاسه ورکوي.که راشو په مشخص ډول د وروستۍ پیښې ته دا چېدا پیښه څنګه رامنځته شوې راځې په دې اړه د شلګر د هغو طالبانو خبرې واورو چې دغه برید یي ترسره کړی دی .داربکیانو قومندان درانی د شلګر د ګنډهیر اوسیدونکی و، خو دنده یې د قدم خیلو په کلي کې ترسره کولو قومندان درانی چې نور خپلوان یي هماربکیان دي د قدم خیلو د پوستې قومندان و او د محل په خلکو یي ډیر ظلمونه کړي و، نوموړی چېد ډیرو طالبانو په قتل کې یي لاس درلود طالبانو ته هم ډیر مطلوب و .دا چې طالبان همیشه په دراني پسې ګرځیدل نو دراني ډیر احتیاط کاوه تردې چې کله به کور ته لاړ نو هم یي له ځان سره څو مسلح اربکیان بیول ترڅو په کور کې ورباندې پیره وکړي، په دې شپه چې درانی په ګنډهیر کې خپل کورته تللی ، طالبان د شپې کور ته ورغلي تر څو یي له منځه یوسي خو کله چې طالبانو د نوموړي د رایستلو هڅه کړي، د کور له بام څخه ورباندې د ثقیل ماشیندار حمله شوې ده ، طالبانو د حمله کوونکي په خوا فیر کړی، وروسته معلومه شوه چې دراني اربکي خپل نابالغ او ماشوم زوی پر بام له وسلې سره پیره دار کړی دی چې په طالبانو یي ډزې کړې وې او طالبانو هم په تیاره کې ورباندې ځوابې ډزې کړي دي او وژلی یي دی .که تاسو دغه ماشوم وګورئ تر څنګ یي د ماشیندارمرمۍ هم پرتې دي، او وژل شوی دی ، اربکیانو ورنه یوازې وسله ایسته کړې او تصویر یي اخیستی دی.خو که ددې پیښې ماهیت ته نظر وکړو پوهیږو چې ددې ماشوم د قتل اصلي عام طالبان نه بلکې خپله یي پلار درانی دی چې په ماشوم زوی باندې په توره شپه کې ځان ساتي .باید روښانه کړو چې د شلګر مجاهدین د حق د لارې سپیڅلي مجاهدین دي چې یوازې یي دامریکایي یرغل او کفري نظام د محوه کولو لپاره مبارزې ته ملاتړلې او په دې لاره کې یي ډیرې قربانۍ ورکړې،د مجاهدینو په نزد په جګړه کې دغیرمحارب ماشوم وژل قطعا ناروا او حرام عمل دی ، مجاهدین په جګړه کې دماشومانو وژل غندي، خو په عین حال کې په جګړه کې دماشومانو استخدام ، دهغوی مسلحکول ، جنګول او دنورو ناروا کارونو لپاره استعمال هم په کلکه غندو او دشرم وړ عمل یي بولو .د مشت نمونه خروار په توګه لاندې د شلګر داربکیانو څو تصویرونه درسره شریکوو چې ددوی په صفوفو کې دماشومانو او کم عمره هلکانو د پراخ شتون شاهدي ورکوي .

استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: مقالـــې , ,

|
امتیاز مطلب : 5
|
تعداد امتیازدهندگان : 1
|
مجموع امتیاز : 1


منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 35
بازدید دیروز : 4
بازدید هفته : 44
بازدید ماه : 543
بازدید کل : 68856
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 35
:: باردید دیروز : 4
:: بازدید هفته : 44
:: بازدید ماه : 543
:: بازدید سال : 5830
:: بازدید کلی : 68856