الجـــــــهاد فی سبیل الله
په افغانسان کې د ايساف د ناکام ماموریت د اختتام په اړه د اسلامی امارت غبرګون
ساعت 20:24 | بازدید : 1525 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

له نن څخه۱۳کاله وړاندې د ملګرو ملتو سازمان د امریکا په غوښتنه او یو لوریز ټينګار سره، د۴۲هيوادونو له نظاميانو څخه يو مشترک يرغلګر باند جوړ کړ او د ايساف یا سوله ساتو!! نوم يې پرې کيښود، بیايې د وژنو، ویرولو وحشت او بمبارولو لپاره افغانستان ته راواستاوو.په افغانستان کې هغه وحشتونه او مظالم له هيچا هم پټ نه دي چې د دغه ځواک تر سیورې لاندې او په تأسف سره چې د ملګروملتو د سوله ساتو تر عنوان لاندې ترسره شول.په زرهاوو مظلوم افغانان، ښځې او ماشومان د دغو په اصطلاح سوله ساتو د ظلم او وحشتونو په اور کې وسوزيدل، کورونه وران شول، خلک بې کوره شول، هيواد د وینو سیلاب په سر واخیست او د ظلم لړۍ يې لا هم د بهرنيو يرغلګرو او کورنیو اجیرانو په وسیله جریان لري.موږ د ايساف په نامه د جوړ شوي ځواک جوړیدل دیو ظالم ماموریت پيل بولو چې پهيويشتمه پيړۍ کې يي د ملګرو ملتو له چتر نه په سوء استفاده د امریکايي موخو لپاره خپله کرغیړنه دنده ترسره کړه.نن په افغانستان کې آيساف له کومې ښکاره او ملموسې لاسته راوړنې څخه پرته، په ناکام او مايوسه حالت کې، د خپل فعالیت بیرغ کوزکړ او د )غوڅ ملاتړ( تر بې مفهومه عنوان لاندې نوی ماموریت يې پيل کړ، موږ دا اقدام د دوی د ماتې او مايوسۍ ښکاره بیلګه بولو، متکبر ځواکونه اګرکه په ښکاره سره په خپله ماتې د اعترافکولو جرأت نه لري، خو نړيوال پوهيږي چې هغه ماموريت چې له وسلو، پيسو او د يويشتمې پيړۍ له ټولو مجهزو او نويو وسلو سره د افغان میړني ملت په ايل کیدو باندې ونه توانيد او اوس په ټيټ سر او لویدلي مورال سره په يولوريز ډول د جنګی ماموریت پای اعلانوي، په راتلونکي کې به هم په داسې حال کې چې ټول شته چانسونه يي له لاسه ورکړي، امریکا ستړې شوی، د غرب جنګي ماشين نور له کاره غورځيدلی او په نړۍ کې په ګڼو ځایونوکې مصروف کړل شوی ده، هيڅ کله به همونه توانیږي، چې له خپلو غلامانو څخه په ریښتیا هم )غوڅ ملاتړ(!!؟ وکړي.په اوسنۍ بې موازنې جنګ کې د امریکایانو ترڅنګ د اشغالګرو شریکانو او د آيساف اوناټو په ګډون نړیوالو متکبرو سازمانونو خورا ښکاره ماتې وخوړه، په لسهاوو زره عسکر يې مړه او ژوبل شول، په ميلیاردونو ډالر يي مصرف شوې، ملتونه يي وزبيښل شول، په خپلو هيوادونو کې له اقتصادي ناورين حتی رکود سره مخ شول، جنګي جنرالان يې پرلپسې ناکام شول، او په نړیواله سطحه يې ځواک او دبدبه له منځه لاړه.د ماموریت بدلون او د عنوانونو تغیر د ايساف، ناټو او امریکا لپاره نه کومه لاستهراوړنه ده او نه هم کوم بریالیتوب، دوی بې له دې چې په ستیجونو باندې تشې خبرې وکړي، لافي ووهي او دخپلو ملتونو دغولولوهڅې وکړي، بل څه نشي کولای.په تشو لافو او بی معنا خبرو سره په دايمي ډول ملتونه نه تيروځي، شاید اوس د دوی خپل ملتونه هم په دې پوه شوي وي چې پر افغانستان يرغل او دلته خپل نظامي ماموريت پيل کول له ډبرو سره سر جنګول او په اوسني تاریخ کې تر ټولو لویه احمقانه پريکړه وه.موږ باوري یو چې زموږ ملت به لاهم د جهاد سنګرونه پياوړي ساتي، د امریکا په لاس جوړشوي بې موراله ځواک به هم لکه دهغو د بادارانو په شان، پرلپسې ماتوي، د پاتو اشغالګرو ځواکونو په بې له قيده او شرطه شړلو سره به د خپل هیواد بشپړه آزادي ترلاسه کوي او دلته به ديوهسوچه اسلامي حاکیمت لپاره زمینه برابره وي.د ايساف د ماموريت تغير او يا د ناټو د ماموریت عنوان بدلول موږ نشي غولولی، ترهغو چې يو بهرني عسکر هم په افغانستان کې په نظامي لباس کې وجود ولري میړنی ولس به مو جهاد او مبارزې ته ژمن وي، او د دښمن ټولې پاتې دسسي به هم، لکه د تيرو هغو په شان د ناکامۍ او يأس تر پولې رسوي. ان شااللهد افغانستان اسلامي امارت۶/۳/۱۴۳۶هـ ق۷/۱۰/۱۳۹۳

استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: مقالـــې , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 40
بازدید دیروز : 4
بازدید هفته : 49
بازدید ماه : 548
بازدید کل : 68861
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 40
:: باردید دیروز : 4
:: بازدید هفته : 49
:: بازدید ماه : 548
:: بازدید سال : 5835
:: بازدید کلی : 68861