
طالبانو نن سهار د ننګرهار ولایت د نازیانو ولسوالۍ د لال منډۍ په سیمه کې یوه امریکايي چورلکه ویشتلې او رانسکوره کړې ده.د طالبانو ویاند نن ټکی اسیا ته په رالیږلې خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره شپه امریکايي او ورسره ملاتړو افغان عسکرو په یاده سیمه کې د ملکي خلکو د ځورونې په موخه چاپه ووهله چې له سخت مقاومت سره مخ شول.ذبیح الله مجاهد وايي، چې جګړه تر سهاره روانه وه. د نوموړي په وینا، سهار مهال یوه امریکاييچورلکه چې ګڼ شمیر عسکر یې انتقالول د دوی لخوا وویشتل شوه او رانسکوره شوه.ښاغلی مجاهد زیاتوي چې په هلیکوپټر کې ټول سپاره کورني او بهرني عسکر له منځه تللي دي.د یادونې ده، چې د روان میلادي کال له پيل سره جوخت امریکايي او ناټو ځواکونو په افغانستان کې خپل دیارلس کلن محاربوي ماموریت په رسمي توګه ختم کړ.مګر د څه باندې یو میاشتې په تيریدو سره لا هم د هیواد په ځينو سېمو کې د بهرنیو ځواکونو له لورې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو راپورونه ورکول کېږي.همداراز پر پلازمېنه – کابل- سربېره په ځيني نورو ولایتونو کې خو لا د دغه اعلان سربېره د بهرنیو ځواکونو ګزمې او قواووې د طالبانو تر بریدونو لاندې هم راغلي،چې د دغو ځواکونو د نظامي فعالیت او محاربوي شتون په اړه یې ډېری افغانان شکمن کړي.
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0