الجـــــــهاد فی سبیل الله
د انټرنیټ کیفي) Net Cafe (کاروبار کول جائز دی ؟
ساعت 10:53 | بازدید : 1231 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

پوښتنه : دانټرنیټ کیفي   Net Cafe  کاروبار څنګه دی ؟ په داسي حال کې چېد مالک له طرفه یواځي کمپیوټر او دانټرنټ سهولت وړاندي کیږي چې په هغه کې دفحش اوغلطوموادو دکنترول اهتمامهم کول کیږي ؟ اودفحش او غلطو موادو دنه کنترول پهصورت کې یې څه حکم دی ؟ که دمهرباني له مخې دواړه صورتونه ښه واضح کړئ .جواب : څرنګه چې دانټرنیټ اصل وضع د تخریبي اوفحش مقاصدو لپاره نه ده ،بلکه دمعلوماتو اونورو مهمو امورو لپاره ده ، ځکه نو دانټرنټ کیفي کاروبارکول صحیح دي خو چلونکي ته په کاردي چې حتی الامکان دفحش ویب سایټونو بلاکولو اهتمام وکړي چې ددېلپاره مختلف پروګرامونو اوطریقيشته ، په دې سربېرهپه کار دي چې په هره غرفه کې یو یواعلان ولیکي چې فحش شیان کتل دشریعت له نظره سخت حرام اوګناه دهنوځکه یې کتل منع دي ، خوله دې سره سره که بیاهم یوڅوک فحش شیاناستعمال کړي نو هغهاستعمالونکی خویې ګنهګاردی خو په کاروبارباندي هیڅ اثر نه اچوي ، هو ! که دکوم چاپه باره کې یې یقین راشي چې دغه تن فحش شیان ګوري اویایې هم غالبګمان وي نو هغه تهداسهولت ورکول او په دې باندي اجرت اخستل له کراهیت څخه خالي نه دیم . محمدوالله تعالی اعل

استشهاد ته سلام
برچسب‌ها: پوښتنه : دانټرنیټ کیفي Net Cafe کاروبار څنګه دی ؟ په داسي حال کې چېد مالک له طرفه یواځي کمپیوټر او دانټرنټ سهولت وړاندي کیږي چې په هغه کې دفحش اوغلطوموادو دکنترول اهتمامهم کول کیږي ؟ اودفحش او غلطو موادو دنه کنترول پهصورت کې یې څه حکم دی ؟ که دمهرباني له مخې دواړه صورتونه ښه واضح کړئ , جواب : څرنګه چې دانټرنیټ اصل وضع د تخریبي اوفحش مقاصدو لپاره نه ده ،بلکه دمعلوماتو اونورو مهمو امورو لپاره ده ، ځکه نو دانټرنټ کیفي کاروبارکول صحیح دي خو چلونکي ته په کاردي چې حتی الامکان دفحش ویب سایټونو بلاکولو اهتمام وکړي چې ددېلپاره مختلف پروګرامونو اوطریقيشته ، په دې سربېرهپه کار دي چې په هره غرفه کې یو یواعلان ولیکي چې فحش شیان کتل دشریعت له نظره سخت حرام اوګناه دهنوځکه یې کتل منع دي ، خوله دې سره سره که بیاهم یوڅوک فحش شیاناستعمال کړي نو هغهاستعمالونکی خویې ګنهګاردی خو په کاروبارباندي هیڅ اثر نه اچوي ، هو ! که دکوم چاپه باره کې یې یقین راشي چې دغه تن فحش شیان ګوري اویایې هم غالبګمان وي نو هغه تهداسهولت ورکول او په دې باندي اجرت اخستل له کراهیت څخه خالي نه دیم , محمدوالله تعالی اعل ,

موضوعات مرتبط: مقالـــې , ,

|
امتیاز مطلب : 10
|
تعداد امتیازدهندگان : 2
|
مجموع امتیاز : 2


ميدان وردګ : جغتو کې جلا چاودنو ۱ ټانګ، ۱ رينجر تخريب او ۱۲ عسکرووژل
ساعت 20:19 | بازدید : 1217 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

له اطلاعاتو سره سم د ميدان وردګ ولايت دجغتو ولسوالۍ په اړودنه سيمه کې د دښمن په هغه قوه درې جلا چاودنې شويچې دغې ولسوالۍ ته روانه ده.د خبر په اساس دريواړه چاودنې نن د ماسپښين له ۱ بجې دمازديګر تر ۵ بجو پوري په مردلي سيمه کې په پليو او په ټانګونو کې په ناستو عسکرو وشوې.د عيني شاهدانو په وينا لومړۍ چاودنې ۴تنه پلي عسکر ووژل او ۲ نورو بيا ۱ زغروال ټانګ او ۱ رينجر موټر په مکملډول تخريب او پکې ناست ۸ تنه عسکر وژلي.2015-04-03

استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: خــــبرونه , ,

|
امتیاز مطلب : 10
|
تعداد امتیازدهندگان : 2
|
مجموع امتیاز : 2


پکتیکا والي وايي چې ان د موټر د تېلو »پیسې« نه لري
ساعت 10:9 | بازدید : 1280 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

حکومت له پیله څو میاشتې وروسته د پکتیکا پخوانی والي محب الله صمیم ګوښه او پر ځان انجینیر عبدالکریم متین وټاکل شو.نوموړی تېره ورځ په پلازمېنه کابل کې په ولسي جرګه کې د پکتیکا د خلکو له استازو او یو شمېر قومي مخورو سره ناسته کې وویل چې په پکتیکا کې د نوي کال له پیل سره هیڅ دولتي بودیجه نهلري.انجینر عبدالکریم متین په ولسي جرګه کې د پکتیکا د خلکو پر استازیو غږ وکړی چې »که په پکتیکا کې د کار تمه لرئ، نو باید یو ځای تر جمهوريریاسته راسره لاړشئ او ولسمشر ته خپله ستونزه ووایاست.«سره له دې چې نو لمریز کال پیل شوی او د ولسي جرګې له لوري په ژمي کې طرحه شوېبودیجهتصویب شوه، خو بیا هم د پکتیکا والي واييچې په دې ولایت کې »ان د موټر د تېلو لپاره پیسې نه لرو.«انجینر عبدالکریم متین د تېر لمریز کال په وروستیو کې د پکتیکا د والي په توګه وټاکل وشو، چې د پکتیکا د خلکو په قول تر پکتیکا په پلازمېنه کابل کې ډېر پاتې کېږي.یو قومي مخور په پکتیکا کې د نن ټکي اسیا ځايي خبریال ته وویل چې د پکتیکا نوی والي » تر ښرنې په کابل کې ډېر اوسي«، د دوی په خبره د ولایت هره ناسته او ټولې چارې د مرستیال والي ترلاس لاندې دي. یاد قومي مخور زیاتوي چې په راډیوګانو کې څو ځلې د انجینر عبدالکریم متین نوم اورېدلی، نور نو ډېرو دولتي خبرونو کې د مرستیال والي نوم تکرارېږي.سره له دې چې پکتیکا اوسېدونکو له نوي والي نهد ولایتي ادارې د فساد ورکولو تمې درلودې، خو انجینر عبدالکریم متین تر اوسه پخپله اداره کې کوم بدلون نه دی راوستی.

استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: خــــبرونه , ,

|
امتیاز مطلب : 10
|
تعداد امتیازدهندگان : 2
|
مجموع امتیاز : 2


دقاضي کلا ماشومان په کومه ګناه ووژل شول
ساعت 10:2 | بازدید : 2173 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

لیکوال : میوند ساداتپرون دغزني دمرکز اړوند په قاضي کلا سیمه کي دځایې عسکرو دهاوان په ډزو کي پنځه تنه ماشومان چي په یو لوبغالي کي یې دکرکټ لوبه کوله شهیدان او اووه تنه ژوبل شول .ځایې چارواکو دهاوانونو دغه برید یوچاودنه وبلله ، خو عیني شاهدانو رسنیو ته وویل چي : دغه فاجعه دهغو هاوانونو له امله رامنځته شوهچي دعسکرو له نژدېپوستې دلوبغالي په خوا راو توغول شول.خلګو دشهیدو ماشومانو جسدونه داحتجاج په توګه دولایت مخ ته تر ماښامه پوري ایښي وو، خو ولایتي مسولینو یې دښکاره عاملینو دمجازات په اړه څه ونه ویل .په وروستیو میاشتو کي دهیواد په بیلابیلو سیمو کي دغه ډول پیښي خورا ډیري شوي دي چي زیاتره قربانیان یې ښځي او ماشومان وي .ددغه ډول خونړیو پیښو څو بېلګې په لاندي ډول دي :دډسمبر په ۹ مه دهلمند ولایت دګریشک ولسوالۍ پهکلای کز سیمه کي دکورنیو عسکرودهاوان په برید کي دوه دوکانداران شهیدان شوي او یوبل تن ژوبل شوی د ی.دډسمبر په ۱۴ مه دکندهارولایت د خاکریز ولسوالۍ د باغکي په سیمه کي دداخلي عسکرودهاوان په برید کي دوه ولسي وګړي شهیدان شوي دي .دډسمبر په ۲۳ مه دکاپیسا ولایت دتګاب ولسوالۍ په بروتیانوسیمه کي دداخلي عسکرو دهاوان په برید کي یوه ښځه او درې ماشومان شهیدان شوي اودرېزنانه اوڅلور کوچنیان ژوبل شو ي دي .دډسمبرپه ۲۸ مه دکندهارولایت د میوند ولسوالۍ په ګرماوکسیمه کي دداخلي عسکروپه یو راکټي برید کي درې کوچنیان شهیدان شوي دي .دډسمبر په ۲۸ مه د ميدان وردګ ولايت د نرخ ولسوالۍ په عمر خېل سیمه کي دداخلي عسکرودهاوانپه ډزوکي دوه ملکي وګړي شهیدان شوي اوپنځهتنه ټپیان شوي دي.دډسمبر په ۳۱مه دهلمند ولایت دسنګینوالسوالۍ دساروان کلاپه باینزو سیمه کي دداخلي عسکرو توغندي دمحمد اکاپرکور چي دزوی واده یې ؤ لګیدلي ، په دغه بریدکي شپږپنځوس تنه ولسي هیوادوال چي زیاتره یې ښځي او ماشومان دي شهیدانشوي او تر سلو تنو ډیر ټپیان شوي دي .دهلمند حکومتي چاراکو منلې چي دغه توغندویې بریدددوی له لوري شوی دی.دفبروري په ۲۴مه داخلي عسکرودکاپيساولايت د تګاب ولسوالۍ په انارجوی، سين زيه، کرم خيل، قورغل، تترخيل او ملايانو سيمو باندې د هاوانونو ډزي کړي چي له امله یې دښځو اوکوچنیانو په ګډون اووه تنه ملکي وګړي ژوبل شوي دي .په ډیر تاسف سره دڅو دملي رسنیو پرتهزیاتره برېښنایې اوچاپي رسنیو دقاضي کلا دماشومانو په پورته ذکر شوې بېرحمانه وژنه تر دې دمه سکوت غوره کړی دی، اوځینورسنیو خوددغي پیښي دتحریف هڅي هم وکړې ، خو دخلګو غبرګون چي شهیدانیې دولایت مقام مخ ته ایښي وو، درسنیو غولونکي هڅي بې له دې چي ددوی حیثیت نور هم کم کړي بله کومه ګټه ورته ونه کړه .دنوي حکومت له پیل سره که له یوې خوا دیرغلګرو ځواکونوپه شپنیو چاپوکي زیاتوب راغلی له بلي خوا دکورنیو اوبهرنیو عسکرو دثقیله وسلو بې دریغهاستعمال هم زیات شوی دی ، په تېرو دروو میاشتو کي دداخلي عسکرو دتوپخانې په ډزو کي دهیواد په مختلفو سیمو کي ډیري داسي غمیزي رامنځتهشوي چي په لسهاوو ملکي هیوادوال یې له ژونده بې برخي کړي دي .میوند سادات

استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: مقالـــې , ,

|
امتیاز مطلب : 10
|
تعداد امتیازدهندگان : 2
|
مجموع امتیاز : 2


یمن، دحوثیانو په ضدعملیات په دوهمه ورځ هم ادامه لري
ساعت 9:55 | بازدید : 894 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )
دحوثیانو په ضد دعربائتلاف عملیات په دوهمه ورځ هم ادامه لري، نن دیمن په بېلابېلو سیموکي دحوثيانو مهم مرکزونه ویشتل شوي او لسګونه کسان وژل شوي دي.دسعودي عربستان په مشرۍ دعرب ائتلاف الوتکو نن په صنعا کي دولسمشرۍ ماڼۍ، دصنعا په جنوب کي دوسلو زيرمي او په مارب کي دهوايي دفاع دمیزائلومرکز ویشتلي دي.دروئيټر خبري اژانس ویلي، چي په مارب کي درادار اسټيشن له منځه وړل شوی او په دغه ولایت کي دحوثیانو مهم مرکز بمبار شوی دی.دیمن په جنوب دضالعپه مریس سیمه کيدیمن دپخواني ولسمشر عبدالله صالحدوسله والو ملېشو اړوند دصدرین مرکز هم بمبار شوی دی.دیمن په پلازمینه کي دځانګړو ځواکونومرکز، چي اوس حوثیان پکي میشت دي او دصباحه پوځي مرکز بمبار شوی دی.راپورونه وايي، چي په حدیدة ولایت کي دصلیپ په بندګاه کي دحوثیانو دهوايي دفاع مرکز ویشتل شوی دی.په تعز ولایت کي عیني شاهدانو ویلي، چي دیاد ولایت په ختیځ کي دطارق پوځي اډه بمبار شوې ده، دغه مرکز ته دوه ورځي وړانديحوثیانو الوتکي اووسلې لېږدولې وې.دالعند، استقبال او المجد پوځي مرکزونههم بمباري شوي دي.په وروستیو راپورونو کي ویل شوي، چي په ټول یمن کي دحوثیانو مرکزونه تر بمبار لاندي دي.دعاصفة الحزم دعملیاتوویاند تیره شپه وویل، چي دحوثیانو په ضد به دسعودي په مشرۍ دلسو هیوادونو عملیات تر هغو روان وي، چي ترڅو خپلو اهدافو ته رسیږو.له بله پلوه راپورونهوايي، چي دیمن په بیضاء، ضالع او نورو سیمو کي دحوثیانو او قبائلو ترمنځ سختي جګړې رواني دي.دعرب ائتلاف دبمباريله امله حوثیان دپخوا په څېر مقاومت نشيکولای او دقبائلو چيدانصارالشریعة دډلي ملاتړ ورسره دی تر سختو بریدونو لانديدي.داسي راپورونه هم ورکړل شوي، چي دعرب ائتلاف دبمباريله امله دحوثیانو او عبدالله صالح دملېشو ترمنځ اختلافات را ټوکېدلي دي، ویل کیږي، چي دواړه لوري یو بل په خیانت تورنوي.په یوه تازه راپور کي وویل شول، چي په عدن کي دیوه کمين په ترڅ کي ۲۱ حوثیان وژل شويدي.
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 10
|
تعداد امتیازدهندگان : 2
|
مجموع امتیاز : 2


اردوګان: ايران دې سوريې، عراق او يمن کې له مداخلې لاس واخلي
ساعت 9:27 | بازدید : 1453 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

ولسمشر رجب طيب اردوګان وايي، چې ايران بايد له عراق، سوريې او يمن څخه خپل عسکر وباسي او ټينګار يې وکړ، چې دوی د حوثي ملېشو ضد روانو عملياتو کې د سعودي عربستان ملاتړ کوي.ښاغلي اردوګان انقره کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې ايران د خپل پراختيايي فکر له امله هڅه کوي، چې سيمه کې ځانګړی واکمن قدرت شي او دې کار ترکيه، سعودي عربستان او خليجي هېوادونه اندېښمن کړي دي.اردوګان زياته کړه، چې يمن کې د حوثي ملېشو د کودتا تر شا د ايران لاس دی او دوی د سعودي عربستان په مشرۍ د حوثي ملېشو ضد د نظامي عملياتو ملاتړ کوي.»ايران هڅه کوي، چې عراق، سوريه، يمن او نورو عربي هېوادونو خپل پراختيايي نفوذ نور هم زيات کړي. ايا دا د منلو وړ ده؟«ترکي ولسمشر وويل، چې ايران سيمه کې سعودي عربستان، خليجي هېوادونو او ترکيې لپاره يو سرخوږی جوړی کړی او د سيمې هېوادونو لپاره دا کار د زغملو وړ نه دی او له تهرانه يې وغوښتل، چې بايد په دې خبره ځان پوه کړي.اردوګان زياته کړه، چې د ايران پاسداران انقلاب په عراق کې جنګيږي او همدا رنګه سوريه کې ايرانۍ ملېشې د بشارالاسد په ملاتړ جنګيږي.اردوګان دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې وړمه ورځ د سعودي عربستان په مشرۍ لسو هېوادونو يمن کې د حوثي کودتاچي ملېشو پر ضد درانه هوايي بريدونه پيل کړي دي.»حوثي ملېشو يمن يوې لويې کندې ته ورټېل وهلی، مذهبي جګړې يې پيل کړي او د همدې شموکړنو له امله دا هېواد وېشل کېدای شي«ترکي ولسمشر وايي، چې هېواد يې يمن کې د حوثيکودتاچي ملېشو پر ضد روانو کې عملياتو کې د سعودي عربستان ملاتړ کوي او د حالاتو له مخې دویکولای شي، چې سعودي سره لوجستيکي مرستې هم وکړي.»موږ د يمني حکومت او ولس د ژغورنې په موخه د روانو عملياتو ملاتړ کوو او بهرني هېوادونه بايد د حوثي ملېشو له ملاتړه لاس واخلي.«د ترکيې بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې سعودي عربستان له عملياتو وړاندې ترکيې سره اړيکه نيولې وه او د دوی په فکر دا عمليات د حوثي ملېشو د ځپلو او د يمن د قانوني حکومت د ژغورنې په موخه پيل شوي دي.

استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: خــــبرونه , ,

|
امتیاز مطلب : 10
|
تعداد امتیازدهندگان : 2
|
مجموع امتیاز : 2


پاکستان: له سعوي عربستانه هر ډول دفاع ته چمتو يو
ساعت 9:22 | بازدید : 1080 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

حکومت رئیس اجرائیه ډاکټر عبد الله ویلي چې په راتلونکو څو اونیو کې به د طالبانو سره خبري پیل شي، خو ددې مذاکراتو مطلب به دا نه وي چې حتما به بریالي کیږي هم .ډاکتر عبد الله نن په واشنګټن کې د ژورنالیستانو سره غوڼده درلوده، نوموړي په دې غونډه کې وویلچې د طالبانو سره دوی عملا خبري نه دي پیل کړی، خو امید لري چې ډیر ژر به شروع شي.نوموړي د دولتي چارواکو، د سولي د شورا او رسنیو د هغو ادعاو په اړه څه ونه ویل چې له مخکې نه یې د طالبانو سره د سولي د خبرو نیټه د مارچ میاشتي لومړۍ ورځي ټاکلي وې، خو زیاته یې کړهچې تر اوسه دوی د مذاکراتو په اړه د نیټې، ځای او اجنډا په اړه بحث نه دی کړی، خو تمه لري چې په راتلونکو اونیو کې به پیل شي.که څه هم تر اوسه طالبانو د افغان حکومت د رسمي جهتونو سره د مذاکراتو څخه انکار کړی خو داسي خبرونه ورکړل شوي چې طالبان د غیر دولتي افغانانو او د ملګرو ملتونو د مختلفو ادارو سره په اړیکه کې دي، او د هغوی سره د سولي او د خپلو راتلونکو پلانونو په اړه د نظر تبادله هر وخت کوي.ډاکتر عبد الله نن د رسنیو د استازو سره په غونډه کې وویل چې د طالبانو سره د خبرو اترو پیل به په دې معنی نه وي چې ګواکي سمدستي به د حل لاره هم را ووزي، نوموړي وویل چې یوازي به مذاکرات پیل شي.دا چي د افغانستان په سیاست کې د ښځو په ونډي باندي د امریکا ټینګار ډیر زیات دی، ډاکټر عبد الله په دې اړه وویل چې د طالبانو سره د مذاکراتو په وخت کې به د ښځو ګډون حتمي وی.نوموړي وویل چې سوله په دې توګه نه شي راتلای چې طالبانو ته اوه یا اته ولایتونه په واک کې ورکړل شي، بلکي د طالبانو سره به د مذاکراتو شرایط هم هاغسي وي لکه څرنګه چې مخکي و، طالبان به د دولت قانون مني، د مقاومت څخه به لاس اخلي، او د تروریستي ډلو سره به لا تعلقي اعلانوي، او زیاته یې کړه چې طالبان کولای سي چې د قانون په چوکاټ کې د خپلو حقوقو لپاره سیاسي هلي ځلي وکړي.باید وویل شي چې د ګډ حکومت د مرکزیت د نه لرلو له وجي څخه د طالبانو سره د خبرو اترو د پیل په شرایطو کې ژور اختلاف لري، د ګډ حکومت دواړه لوري اشرف غني او ډاکټر عبد الله د طالبانو سره د مذاکراتو او د سولی د پروسې په اړه جلا جلا لید لوری لري، چې د کتونکو په نظر په حکومت دننه دغسي وېش د افغانستان لپاره ښه زیرینه بلل کیږي، د کتونکو په وینا نه یوازي د حکومت دواړه اړخونه د سولي او مذاکراتو په اړه د خپل منځي اختلاف ښکار دي بلکې د هیواد په اداره کې دواړه لوري ځانته اهداف لري، او د هغو د ترلاسه کولو لپاره دواړه لوري ځانته تګلاري او سیاستونه لري، چې هر وخت د یو لوی بحران سبب کیدای شي.حکومت رئیس اجرائیه ډاکټر عبد الله ویلي چې په راتلونکو څو اونیو کې به د طالبانو سره خبري پیل شي، خو ددې مذاکراتو مطلب به دا نه وي چې حتما به بریالي کیږي هم .ډاکتر عبد الله نن په واشنګټن کې د ژورنالیستانو سره غوڼده درلوده، نوموړي په دې غونډه کې وویلچې د طالبانو سره دوی عملا خبري نه دي پیل کړی، خو امید لري چې ډیر ژر به شروع شي.نوموړي د دولتي چارواکو، د سولي د شورا او رسنیو د هغو ادعاو په اړه څه ونه ویل چې له مخکې نه یې د طالبانو سره د سولي د خبرو نیټه د مارچ میاشتي لومړۍ ورځي ټاکلي وې، خو زیاته یې کړهچې تر اوسه دوی د مذاکراتو په اړه د نیټې، ځای او اجنډا په اړه بحث نه دی کړی، خو تمه لري چې په راتلونکو اونیو کې به پیل شي.که څه هم تر اوسه طالبانو د افغان حکومت د رسمي جهتونو سره د مذاکراتو څخه انکار کړی خو داسي خبرونه ورکړل شوي چې طالبان د غیر دولتي افغانانو او د ملګرو ملتونو د مختلفو ادارو سره په اړیکه کې دي، او د هغوی سره د سولي او د خپلو راتلونکو پلانونو په اړه د نظر تبادله هر وخت کوي.ډاکتر عبد الله نن د رسنیو د استازو سره په غونډه کې وویل چې د طالبانو سره د خبرو اترو پیل به په دې معنی نه وي چې ګواکي سمدستي به د حل لاره هم را ووزي، نوموړي وویل چې یوازي به مذاکرات پیل شي.دا چي د افغانستان په سیاست کې د ښځو په ونډي باندي د امریکا ټینګار ډیر زیات دی، ډاکټر عبد الله په دې اړه وویل چې د طالبانو سره د مذاکراتو په وخت کې به د ښځو ګډون حتمي وی.نوموړي وویل چې سوله په دې توګه نه شي راتلای چې طالبانو ته اوه یا اته ولایتونه په واک کې ورکړل شي، بلکي د طالبانو سره به د مذاکراتو شرایط هم هاغسي وي لکه څرنګه چې مخکي و، طالبان به د دولت قانون مني، د مقاومت څخه به لاس اخلي، او د تروریستي ډلو سره به لا تعلقي اعلانوي، او زیاته یې کړه چې طالبان کولای سي چې د قانون په چوکاټ کې د خپلو حقوقو لپاره سیاسي هلي ځلي وکړي.باید وویل شي چې د ګډ حکومت د مرکزیت د نه لرلو له وجي څخه د طالبانو سره د خبرو اترو د پیل په شرایطو کې ژور اختلاف لري، د ګډ حکومت دواړه لوري اشرف غني او ډاکټر عبد الله د طالبانو سره د مذاکراتو او د سولی د پروسې په اړه جلا جلا لید لوری لري، چې د کتونکو په نظر په حکومت دننه دغسي وېش د افغانستان لپاره ښه زیرینه بلل کیږي، د کتونکو په وینا نه یوازي د حکومت دواړه اړخونه د سولي او مذاکراتو په اړه د خپل منځي اختلاف ښکار دي بلکې د هیواد په اداره کې دواړه لوري ځانته اهداف لري، او د هغو د ترلاسه کولو لپاره دواړه لوري ځانته تګلاري او سیاستونه لري، چې هر وخت د یو لوی بحران سبب کیدای شي.

استشهاد ته سلام
برچسب‌ها: حکومت رئیس اجرائیه ډاکټر عبد الله ویلي چې په راتلونکو څو اونیو کې به د طالبانو سره خبري پیل شي، خو ددې مذاکراتو مطلب به دا نه وي چې حتما به بریالي کیږي هم , ډاکتر عبد الله نن په واشنګټن کې د ژورنالیستانو سره غوڼده درلوده، نوموړي په دې غونډه کې وویلچې د طالبانو سره دوی عملا خبري نه دي پیل کړی، خو امید لري چې ډیر ژر به شروع شي , نوموړي د دولتي چارواکو، د سولي د شورا او رسنیو د هغو ادعاو په اړه څه ونه ویل چې له مخکې نه یې د طالبانو سره د سولي د خبرو نیټه د مارچ میاشتي لومړۍ ورځي ټاکلي وې، خو زیاته یې کړهچې تر اوسه دوی د مذاکراتو په اړه د نیټې، ځای او اجنډا په اړه بحث نه دی کړی، خو تمه لري چې په راتلونکو اونیو کې به پیل شي , که څه هم تر اوسه طالبانو د افغان حکومت د رسمي جهتونو سره د مذاکراتو څخه انکار کړی خو داسي خبرونه ورکړل شوي چې طالبان د غیر دولتي افغانانو او د ملګرو ملتونو د مختلفو ادارو سره په اړیکه کې دي، او د هغوی سره د سولي او د خپلو راتلونکو پلانونو په اړه د نظر تبادله هر وخت کوي , ډاکتر عبد الله نن د رسنیو د استازو سره په غونډه کې وویل چې د طالبانو سره د خبرو اترو پیل به په دې معنی نه وي چې ګواکي سمدستي به د حل لاره هم را ووزي، نوموړي وویل چې یوازي به مذاکرات پیل شي , دا چي د افغانستان په سیاست کې د ښځو په ونډي باندي د امریکا ټینګار ډیر زیات دی، ډاکټر عبد الله په دې اړه وویل چې د طالبانو سره د مذاکراتو په وخت کې به د ښځو ګډون حتمي وی , نوموړي وویل چې سوله په دې توګه نه شي راتلای چې طالبانو ته اوه یا اته ولایتونه په واک کې ورکړل شي، بلکي د طالبانو سره به د مذاکراتو شرایط هم هاغسي وي لکه څرنګه چې مخکي و، طالبان به د دولت قانون مني، د مقاومت څخه به لاس اخلي، او د تروریستي ډلو سره به لا تعلقي اعلانوي، او زیاته یې کړه چې طالبان کولای سي چې د قانون په چوکاټ کې د خپلو حقوقو لپاره سیاسي هلي ځلي وکړي , باید وویل شي چې د ګډ حکومت د مرکزیت د نه لرلو له وجي څخه د طالبانو سره د خبرو اترو د پیل په شرایطو کې ژور اختلاف لري، د ګډ حکومت دواړه لوري اشرف غني او ډاکټر عبد الله د طالبانو سره د مذاکراتو او د سولی د پروسې په اړه جلا جلا لید لوری لري، چې د کتونکو په نظر په حکومت دننه دغسي وېش د افغانستان لپاره ښه زیرینه بلل کیږي، د کتونکو په وینا نه یوازي د حکومت دواړه اړخونه د سولي او مذاکراتو په اړه د خپل منځي اختلاف ښکار دي بلکې د هیواد په اداره کې دواړه لوري ځانته اهداف لري، او د هغو د ترلاسه کولو لپاره دواړه لوري ځانته تګلاري او سیاستونه لري، چې هر وخت د یو لوی بحران سبب کیدای شي , ,

موضوعات مرتبط: خــــبرونه , ,

|
امتیاز مطلب : 10
|
تعداد امتیازدهندگان : 2
|
مجموع امتیاز : 2


طالبانو د فرخندې وژنه »شومه دسیسه« وبلله
ساعت 12:2 | بازدید : 1661 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )
استشهاد ته سلام
برچسب‌ها: هغې ښځې وژنه په کلکه غندلې چې تېره اونۍ د کابل د شاه دوشمشیره په زیات کې ګڼو پاریدلو خلکو تر وژلو وروسته په اور وسوځوله , د طالبانو ویاند د یوې اعلامیې په ترڅ کې نوموړې پيښه »شومه دسیسه« بللې او زیاته کړې يې ده چې دوی له قرآن کریم څخه دغه راز ناوړه استفاده اود یو بې ګناه انسان وژنه په کلکه غندي , نن ټکی اسیا ته په رالیږل شوې اعلامیه کې ذبیح الله مجاهد ویلي:»اسلامي امارت دغه راز شومه دسيسه جوړول، له قرآن کریم څخه دغه راز بده استفاده کول او بیا يوبې ګناه انسان يې په نتیجه کې وژل په کلکو ټکو غندي،اوکورنۍ ته یې تعزیت وایې« , ښاغلي مجاهد ویلي چې له امریکايي »اشغال« سره جوخت هیواد ته په زرګونو داسې اشخاص راغلي چې هڅه کوي د اسلامي شعایرو په وړاندې افغان ولس بې پروا کړي، دښمني ورسره وکړي او سوچه اسلامي احساسات یې مجروح او بدنام کړي , طالبانو په ولس غږ کړی چې د اسلامي مقدساتو پر خلاف توطیو ته متوجه اوسي او پرینږدي چې »د دغه راز کړنو لپاره زمینه مساعده شي تر څو د اسلام دښمنه کړیو لپاره اوبه خړې او ماهیان په کې ونیسي« , د طالبانو ویاند هغو کسانو ته د سختې سزا ګواښنه کړې چې په دغې پیښه کې یې لاس درلودلی او په وینا یې د شخصي هدف لپاره یې بې ګناه ښځه وژلې ده , »د دغې پيښې په اړه موږ ژمنه کوو چې د امکان پهصورت کې به اصلي عاملينوته چې د دغې بي ګناه ښځې د مرګ سبب شول، خلک يې د خپل شوم غرضلپاره راوپارول او دقرآن کریم له حرمت څخه يې پهشخصي موضوع کې سوء استفاده وکړه سخته سزا ورکوو، ترڅو دنورو دا ډول ناوړه پيښو د مخنیوي سبب شي« , خو طالبانو په عین حال کې دا هم څرګنده کړې چې که چیرې کوم وخت رښتیا هم د اسلامي مقدساتو د توهین هڅه کیږي نو بیا دا د ملت مسلم حق بولي چې د خپلو مقدساتو ټینګه دفاع وکړي , د طالبانو د اعلامیې په پای کې راغلي:»البته داخبره باید روښانه کړو چې زموږ ملت مسلمانملت دی، که کومه کفرپالې کړۍ هڅه وکړي چې واقعا د اسلامي مقدساتو په وړاندې ګستاخانه حرکات ترسره کړي بیا موږ دا د خپل ملت مسلم حق بولو چې دخپلو مقدساتو څخه کلکه ننګه وکړي« , باید وویل شي چې فرخنده یوه اونۍ وړاندې د کابل په شاه دوشمشیره زیارت کې د خلکو له خوا د قرآن سوځونې په تور ووژل شوه، چارواکو په پیل کې نوموړې لیونۍ وبلله خووروسته يې دولتي او ازادو سرچینو د روغتیا او بې ګناهۍ تایید وکړ , د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې فرخنده د پولیسوتر نظر لاندې او د هغوی په همکارۍ وژل شوې، دغه سازمان غوښتنه کړې چې باید په پیښه کې ککړ پولیس محاکمه شي , ,

موضوعات مرتبط: خــــبرونه , مقالـــې , ,

|
امتیاز مطلب : 10
|
تعداد امتیازدهندگان : 2
|
مجموع امتیاز : 2


امریکا افغانستان کې خپل ۹۸۰۰ عسکر پرېږدينشرونکی:محمود خوځښتبرخه:
ساعت 11:58 | بازدید : 1017 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

پرېکړه کړې، چې د روان ۲۰۱۵ز کال تر پايه افغانستان کې خپل ۹۸۰۰ عسکر پرېږدي او د راتلونکي کال لپاره به وروسته پرېکړه وکړي، چېد حالاتو له مخې څومره امريکايي عسکرو ته اړتيا ده.دا څرګندونې د امريکا ولسمشر بارک اوما د ګډ حکومت مشر اشرف غني سره سپينه ماڼۍ کې له ليدو وروسته د ګډ کنفرانس په ترڅ کې وکړې.امريکا د خپل اعلان شوي پلان له مخې ويلي و، چې د ۲۰۱۵ز کال په وروستيو کې به له افغانستانه د امريکا ۹۸۰۰ عسکر په تدريجي توګه وځي او يوازې پنځه زره پنځه عسکر به پاتې وي.اوباما دا پرېکړه د خپل ټاکنيز کمپاين پر مهال د جګړې د پای ته رسولو د ژمنې د پوره کولو په موخه کړې وه، مګر د ګډ حکومت دواړو مشرانو واک ته له رسېدو سره له امريکايي چارواکو بيا بيا غوښتنه کوله، چې له افغانستانه د خپلو عسکرو د وېستو په پلان بيا کتنه وکړي او له افغانستانه خپلعسکر ونه باسي.اوس چې د ګډ حکومت دواړه مشران واشنګټن کې ديد امريکا له ولسمشره يې غوښتنه کړې، چې خپل عسکر له افغانستانه ونه باسي او اوباما هم د ګډ کنفرانس په ترڅ کې وويل، چې د اشرف غني او عبدالله په ټينګار او غوښتنه يې له افغانستانه د خپلو عسکرو د ويستلو پلان کې بدلون راوستی او د روان کال تر پايه به ۹۸۰۰ امريکايي عسکر په افغانستان کې پاتې وي او د راتلونکي لپاره به د حالاتو له مخې پرېکړه وکړي.اوباما د خبري غونډې پر مهال وويل: »افغانستان اوس هم يو خطرناک هېواد دی او له همدې امله مو پرېکړه کړې، چې د روان کال تر پايه به امريکايي عسکر په افغانستان کې پاتې وي.«اوباما وويل، چې د اشرف غني او عبدالله په مشرۍ نوي افغان حکومت او امريکا د اړيکو نوی باب پرانستل شوی دی. د ګډ حکومت مشر اشرف غني وويل، چې له افغانستانه د امريکايي عسکرو د ويستلوپلان کې بدلون ته هرکلی وايي او د امريکايي عسکرو شتون د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې لپارهډېر ګټور دی.»ستونزو او کړاوونو دواړه يو ځای کړي يو او دښمن مو هم شريک دی.«د لويديزو رسنيو له قوله اوباما سره له ليدو يوه ورځ وړاندې د ګډ حکومت مشر اشرف غني د امريکا دفاع وزارت پينټاګون ته ولاړ او هلته يې افغانستان کې وژل شوو امريکايي عسکرو ته خپل عقيدت او درناوی وړاندې کړ او له امريکايي چارواکو يې مننهوکړه، چې د افغانستان مرسته کوي.اشرف غني زياته کړه: »تاسې هر يو په افغانستان کې يو ميراث پرېښئ او په همدې څوارلس کلنه جګړه کې له ۲۲۰۰ زيات امريکايي عسکر وژل شوي او له شلو زرو زيات ټپيان شوي او موږ ستاسې د خدمتونو او قربانيو مننه او درناوی کوو.«له اوږدو ټاکنيزو شخړو او ناندريو وروسته د امريکاد بهرنيو چارو وزير جان کېري په منځګړيتوب، چې اشرف غني او عبدالله د ملي حکومت مشران شول، له امريکا سره يې اړيکې ډېرې ښې دي او د همدې اړيکو لومړی پیل يې د واک په سبا امريکا سره دوه اړخيزه امنيتي تړون لاسليک کړ.پخواني ولسمشر حامد کرزي امريکا سره د امنيتي تړون له لاسليکولو انکار کړی و او دا کار يې د غلامۍ تړون او د افغانستان په زيان يې باله، مګر د ګډ حکومت دواړو مشرانو د واک د تر لاسه کولو په سبا امريکا سره امنيتي تړون لاسليک کړ.

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


سرنوشت: د بهرنیانو پر پاتې کېدو ټینګار؛ پر افغان عسکرو بې باوري ده
ساعت 11:54 | بازدید : 1096 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )
استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: خــــبرونه , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


کورنیو چارو وزیر: طالبانو په ځينو ولایتونو کې فعالیت ته زور ورکړی
ساعت 18:52 | بازدید : 1278 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

حکومت د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي نن د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وويل په ځينو ولایتونو کې طالبانو خپلو فعالیتونو ته زور ورکړی دی.علومي وویل چې د نوي حکومت له پیل سره طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې خپل فعالیت ګړندی کړی دی او په خبره يې باید مخه يې ونیول شي.د کورنیو چارو وزیر د تر ګواښ لاندې ولایتونو نومونه یاد نه کړل، خو ښايي د ګڼو جنوبي ولایتونو په ګډون يې هغه شمالي ولایتونه هم موخه وي، چې طالبانو په ژمي کې هم خپل فعالیت پکې ګړندی ساتلی و.علومي نن د ولسي جرګې غړو ته وویل چې دوی بهد دې ولایتونو د مسوولینو د لرې کولو لپاره ګام واخلي چې په خبره يې په دندو کې يې بې پرواييکړې ده.د ګډ حکومت له پیل سره نه یوازې افغان چارواکو بلکې بهرنیو ملاتړو يې هم طالبان پر مخ تلونکي بللي دي او ځینو بهرنیو رسنیو طالبان نه یوازې په جګړه کې بلکې په قضايي برخه کې هم د ګډ حکومت په پرتله غښتلي ګڼلي دي او د نیویارک ټایمز په حواله خلک د دولتي محکمو پر ځای د طالبانو قضايي سیستم ته ځکه برتري ورکوي چې دعوې يې ژر او بې رشوته حل کېږي.د کورنیو چارو وزیر د خپلې دندې له پیله دا لومړی ځل دی، چې ولسي جرګې ته د استجواب لپاره را غوښتل کېږي، خو نوموړي په دې لومړنۍ استجوابیه غونډه کې د طالبانو د پرمختګ او ګړندي فعالیت اندېښنه ښکاره کړه.دا په داسې حال کې دی چې طالبان به ښايي د نويلمریز کال له پیل سره د خپلو نویو عملیاتو په پلان او پیل فکر کوي، چې ممکن تر پخوانیو عملیاتو لا هم ګډ حکومت ته چې بهرنی پوځي ملاتړ ترې نسبتاً کم شوی له اندېښنو خالي نه وي.

استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: خــــبرونه , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


افغانان؛ اروپا کې دویمه درجه پناه اخیستو نکي دي
ساعت 17:11 | بازدید : 1095 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

اروپايي ټولنې له لوري تازه څېړنه ښيي چې په اروپايي هېوادونو کې د پناه اخیستلو له امله افغانان په دویمه درجه کې دي.په همدې تړاو له دې ټولنې نه څخه خپور شوی راپور وايي چې په اروپايي هېوادونو کې د افغانانو پناه اخیستلو په ۲۰۱۴میلادي کال کې ډېر پرمختګ وکړ، چې دوی يې علت د حالاتو ګډوډي ښيي.د راپور له مخې په ۲۰۱۴ م کال کې په ټولیزه توګه شپږ لکه شپږویشت زره تنه »۶۲۶۰۰۰« دوی ته د پناه ورکولو غوښتنلیکونه ورکړي دي.د سرچینې په قول دغه افغانان دوی ته په افغانستانکې د امنیتي وضعیت د لا خرابي وېره ښکاره کوي او وايي چې په اروپايي هېوادونو کې د »هوسا« ژوند ارمانجن دي.د خپاره شوي راپور پر اساس اروپايي هېوادونو کې په پناه اخیستلو کې په ۲۰۱۴م کال کې د ۲۰۱۳م کال په پرتله ۴۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی.اروپايي ټولنې د پناه اخیستلو د غوښتنلیکونو په لړلیک کې سوریه لومړنی او افغانستان دویم هېواد ګڼل کېږي.تر اوسه پورې د همدې ټولنې له لوري ۴۱۳۰۰ تنه افغانانو ته په اروپا کې پناه ورکړل شوې ده، چې ۹۷۰۰ تنه يې یوازې په المان کې اوسي.یاده دې وي اروپايي هېوادونو ته نه یوازې ټیټ پوړي دولتي مسوولین د تګ هڅه کوي، بلکې لوړپوړي مسوولین او د پوځ مشران هم په اروپايي هېوادونو کې د پناه اخیستلو هڅې کوي.په لندن کې د افغانستان په اړه د ناټو د غړو هېوادونوپه وروستۍ ناسته کې د ملي دفاع وزارت لوړپوړي مسوول او په دغه ناسته کې افغان بیرغچي جنرال بارک هم ملي بیرغ پر ځمکه وویشت او د انګلیستان پولیسو ته يې د پناه اخیستلو په تمه ځان تسلیم کړ.

استشهاد ته سلام
برچسب‌ها: اروپايي ټولنې له لوري تازه څېړنه ښيي چې په اروپايي هېوادونو کې د پناه اخیستلو له امله افغانان په دویمه درجه کې دي , په همدې تړاو له دې ټولنې نه څخه خپور شوی راپور وايي چې په اروپايي هېوادونو کې د افغانانو پناه اخیستلو په ۲۰۱۴میلادي کال کې ډېر پرمختګ وکړ، چې دوی يې علت د حالاتو ګډوډي ښيي , د راپور له مخې په ۲۰۱۴ م کال کې په ټولیزه توګه شپږ لکه شپږویشت زره تنه »۶۲۶۰۰۰« دوی ته د پناه ورکولو غوښتنلیکونه ورکړي دي , د سرچینې په قول دغه افغانان دوی ته په افغانستانکې د امنیتي وضعیت د لا خرابي وېره ښکاره کوي او وايي چې په اروپايي هېوادونو کې د »هوسا« ژوند ارمانجن دي , د خپاره شوي راپور پر اساس اروپايي هېوادونو کې په پناه اخیستلو کې په ۲۰۱۴م کال کې د ۲۰۱۳م کال په پرتله ۴۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی , اروپايي ټولنې د پناه اخیستلو د غوښتنلیکونو په لړلیک کې سوریه لومړنی او افغانستان دویم هېواد ګڼل کېږي , تر اوسه پورې د همدې ټولنې له لوري ۴۱۳۰۰ تنه افغانانو ته په اروپا کې پناه ورکړل شوې ده، چې ۹۷۰۰ تنه يې یوازې په المان کې اوسي , یاده دې وي اروپايي هېوادونو ته نه یوازې ټیټ پوړي دولتي مسوولین د تګ هڅه کوي، بلکې لوړپوړي مسوولین او د پوځ مشران هم په اروپايي هېوادونو کې د پناه اخیستلو هڅې کوي , په لندن کې د افغانستان په اړه د ناټو د غړو هېوادونوپه وروستۍ ناسته کې د ملي دفاع وزارت لوړپوړي مسوول او په دغه ناسته کې افغان بیرغچي جنرال بارک هم ملي بیرغ پر ځمکه وویشت او د انګلیستان پولیسو ته يې د پناه اخیستلو په تمه ځان تسلیم کړ , ,

موضوعات مرتبط: خــــبرونه , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


جوزجان کې پنځه پوليس وژل شوينشرونکی:محمود خوځښتبرخه:
ساعت 12:31 | بازدید : 1641 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

ولايت اقچې ولسوالۍ کې د طالبانو په يو بريد کې درې پوليس وژل شوي دي.د جوزجان امنيه قوماندان فقير محمد جوزجاني رسنيوته وويل، چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې طالبانو د اقچې ولسوالۍ اړوند سيمه کې د پوليسو پر پوستهبريد وکړ، چې نتيجه کې يې درې پوليس وژل شوي او د پوليسو په ډزو کې يو طالب هم وژل شوی دی.پژواک خبري اژانس د ځايي خلکو له قوله ليکلي، چې د سهار تر څلورو بجو يې ډزو اوازونه اورېدل، مګر د مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي.د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د پېښې مسؤوليت منلیاو زياتوي، چې د دوی ملګرو اقچه ولسوالۍ د شبرغانپر لويه لار د پوليسو پر يوه پوسته بريد کړی،چې له امله يې پنځه پوليس وژل شوي او د هغویوسلې او مهمات يې له ځان سره وړي دي.

ادامه مطلب مورد نظر رمز دارد.
لطفا رمز عبور مربوط به مطلب را وارد کرده ، دکمه تایید را کلیک کنید.

ولايت اقچې ولسوالۍ کې د طالبانو په يو بريد کې درې پوليس وژل شوي دي.د جوزجان امنيه قوماندان فقير محمد جوزجاني رسنيوته وويل، چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې طالبانو د اقچې ولسوالۍ اړوند سيمه کې د پوليسو پر پوستهبريد وکړ، چې نتيجه کې يې درې پوليس وژل شوي او د پوليسو په ډزو کې يو طالب هم وژل شوی دی.پژواک خبري اژانس د ځايي خلکو له قوله ليکلي، چې د سهار تر څلورو بجو يې ډزو اوازونه اورېدل، مګر د مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي.د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د پېښې مسؤوليت منلیاو زياتوي، چې د دوی ملګرو اقچه ولسوالۍ د شبرغانپر لويه لار د پوليسو پر يوه پوسته بريد کړی،چې له امله يې پنځه پوليس وژل شوي او د هغویوسلې او مهمات يې له ځان سره وړي دي.



موضوعات مرتبط: عاجل خبر , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


فاریاب: دښت لیلی کې د جنرال ملک ۵ نیژدې ملګريوژل شوي
ساعت 11:17 | بازدید : 1082 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ چارواکي وايي چې طالبانو ددغې ولسوالۍ په دښت لیلی سیمه کې ۵ تنه چې درې یې مهم قومي مشران وو، تر تښتولووروسته وژلي.د اندخوی ولسوال سلطان سنجر ویلي چې آمر اسلم، آمر فیض الله، ډاکتر سید امنی، اشرف او حفیظ اللهتېره ورځ طالبانو ونیول او جسدونه یې نن شپه د دوی لاسونو ته ورغلل.یاد کسان د پخواني جنګسالار او د اجراییه رییس سلاکار جنرال عبدالملک نیژدې ملګري دي.مالک په لیلې دښته کې د پنځه زره پښتنو په وژنو هم تورن دی. د ۱۹۹۷ په مۍ میاشت کې جنرال مالک په لیلې دښته کې زرګونه پښتانه ووژل.سنجیر زیاته کړې چې پولیسو د یادو کسانو جسدونه پرون ماښام ۷ بجې په دښت لیلی کې پيدا کړي دي.د اندخوی ولسوال د معلوماتو پر اساس یاد شوي کسان د نوي کال په شپه د حاجي محمد قل محلې ته د ۳۰۰ نورو کسانو سره دعوت شوي وو، شپه یې هلته تېره کړې وه او د ورځې په ۱۰ بجو طالبانوپه جنګل نومې سیمه کې ونیول.په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازي بشیر احمد د پېښې د غندلو سربېره ددغو وژنو مسوول د طالبانو یو قومندان قاري احمد ګڼلی دی.د هغه په وینا ډاکتر سید امین د اندخوی ولسوالۍ، آمر اسلم د قورغان ولسوالۍ، آمر فیض الله، اشرف او حفیظ الله د قرمقول ولسوالۍ اوسیدونکي وو.طالبانو تر دې مهاله ددغو وژنو په اړه څرګندونې نه دي کړي.په عین حال کې پخواني جنګسالار او د اجراییه رییس سلاکار جنرال عبدالملک هم د خپلو ملګرو وژنه غندلې او له حکومته یې غوښتي چې ژر تر ژره عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

استشهاد ته سلام
برچسب‌ها: فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ چارواکي وايي چې طالبانو ددغې ولسوالۍ په دښت لیلی سیمه کې ۵ تنه چې درې یې مهم قومي مشران وو , تر تښتولووروسته وژلي , د اندخوی ولسوال سلطان سنجر ویلي چې آمر اسلم , آمر فیض الله , ډاکتر سید امنی , اشرف او حفیظ اللهتېره ورځ طالبانو ونیول او جسدونه یې نن شپه د دوی لاسونو ته ورغلل , یاد کسان د پخواني جنګسالار او د اجراییه رییس سلاکار جنرال عبدالملک نیژدې ملګري دي , مالک په لیلې دښته کې د پنځه زره پښتنو په وژنو هم تورن دی , د ۱۹۹۷ په مۍ میاشت کې جنرال مالک په لیلې دښته کې زرګونه پښتانه ووژل , سنجیر زیاته کړې چې پولیسو د یادو کسانو جسدونه پرون ماښام ۷ بجې په دښت لیلی کې پيدا کړي دي , د اندخوی ولسوال د معلوماتو پر اساس یاد شوي کسان د نوي کال په شپه د حاجي محمد قل محلې ته د ۳۰۰ نورو کسانو سره دعوت شوي وو , شپه یې هلته تېره کړې وه او د ورځې په ۱۰ بجو طالبانوپه جنګل نومې سیمه کې ونیول , په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازي بشیر احمد د پېښې د غندلو سربېره ددغو وژنو مسوول د طالبانو یو قومندان قاري احمد ګڼلی دی , د هغه په وینا ډاکتر سید امین د اندخوی ولسوالۍ , آمر اسلم د قورغان ولسوالۍ , آمر فیض الله , اشرف او حفیظ الله د قرمقول ولسوالۍ اوسیدونکي وو , طالبانو تر دې مهاله ددغو وژنو په اړه څرګندونې نه دي کړي , په عین حال کې پخواني جنګسالار او د اجراییه رییس سلاکار جنرال عبدالملک هم د خپلو ملګرو وژنه غندلې او له حکومته یې غوښتي چې ژر تر ژره عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري , ,

موضوعات مرتبط: خــــبرونه , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


د ګډحکومت مشران واشنګټن ته ورسېدل
ساعت 11:7 | بازدید : 956 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

ګډحکومت دواړه مشران او ورسره هیئت د امریکا د متحده ایالتونو پلازمېنې واشنګټن ډي سي ته ورسېدل.ولسمشر او اجراییه رییس درې اونۍ وړاندې د امریکا ولسمشر باراک اوباما امریکا ته ورغوښتي وو.د ولسمشر د دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې اشرف غني او ورسره هیئت نن د انډریوس په هوايي ډګر کې ښکته شول.خبرپاڼې زیاته کړې چې د دواړو مشرانو استقبال ته د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ډانیل فیلډ، د امریکا امنیت ملي د شوری مرستیال، د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رییس او په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت مسوولین راغلي وو.د سرچېنې د معلوماتو پر اساس ټاکل شوې چې د اشرف غني رسمي استقبال به سبا د امریکا په دفاعوزارت کې وشي او د افغانستان لوړ پوړی هیئت بهپه کمپ ډیویډ کې د امریکا دفاع، بهرنیو او داريۍ او خزانې وزیرانو سره د دواړو هېوادونو د همکاریو په اړه خبرې اترې وکړي.د ګډحکومت مشران به د خپل دغه سفر په لړ کې دامریکا له جمهور رئیس بارک اوباما، د دغه هېواد د جمهوري ریاست له مرستیال جوبایدن، د کانګرس لهمشر، د ناټو سازمان له سرمنشي، د امریکا د بهرنیو چارو، د دفاع او د دارایۍ او خزانې له وزیرانواو د نړیوال بانک له مدیره هیات سره وګوري.د ګډحکومت د مشرانو سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د وسله وال پوځ لوی درستیز شېر محمد کریمي، د ملي امنیت لوی رئیس رحمت الله نبیل، د چارو د ادارې لوی رئیس عبدالسلام رحیمي، د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون رئیسه سیما سمر، په اقتصادي چاروکې د جمهور رئیس سلاکارحضرت عمر زاخیلوال، د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس محمد معصوم ستانکزی او د جمهوري ریاست ویاند اجمل عبید عابدي او نور ملګرتیا کوي.

استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: خــــبرونه , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


د بشارالاسد د رژيم چورلکه غورځېدلې؛ ناست ټول عسکر او پېلوټان ژوندي نیول شوي
ساعت 10:59 | بازدید : 1086 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

په شمالي ښار ادلب کې د بشارالاسد د رژیم یوه چورلکه غورځېدلې او په کې ناست ټول کسان د رژیم د مخالفینو لخوا ژوندي نیول شوي.د الجزیرې تلویزون د راپور په اساس د بشار الاسد د رژیم مخالفینو ۲ پيلوټان او پنځه عسکر ژوندي نیولي او چورلکه تخریب شوې ده.اناضول خبري اژانس په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم مخالفینو د سرچېنو له قوله لیکلي چې د بشارالاسد د رژیم اړوند یوه چورلکه د رژیم د مخالفینو ترولکې لاندې سیمو کې بېړنۍ ناسته وکړه چې هم مهاله مخالفینو د ناستې سره په چورلکه کې ټول سپاره عسکر ونیول.د »سوریا مباشر« تر نوم لاندې یوې رسنۍ د یادېالوتکې د غورځېدو ویډیو خپره کړې. په ویډيو کې لیدل کیږي چورلکه په تدریجي ډول ښکته کيږي او ناسته کوي خو کوم لوګی ترې نه پورته کیږي.د المان خبري اژانس د سوريې د پېښو د څار ادارې لهقوله لیکلي چې د بشار الاسد د رژیم مخالفینو په چورلکه کې ناست ټول عسکر نیولي. د هغوی په وینا د بشار الاسد رژیم دغه چورلکې د سوريې په کلیو او ښارونو د چاودیدونکو بېلرنو په غرځولو کېکاروي.د بشار الاسد رژیم د چاودیدونکو توکو څخه ډک بيلرونه چې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ کیلوګرامو پورې په کې چاودیدونکي توکي ځای پر ځای شوي وي، د بم په شکل په ولسي وګړو غورځوي.

استشهاد ته سلام
برچسب‌ها: په شمالي ښار ادلب کې د بشارالاسد د رژیم یوه چورلکه غورځېدلې او په کې ناست ټول کسان د رژیم د مخالفینو لخوا ژوندي نیول شوي , د الجزیرې تلویزون د راپور په اساس د بشار الاسد د رژیم مخالفینو ۲ پيلوټان او پنځه عسکر ژوندي نیولي او چورلکه تخریب شوې ده , اناضول خبري اژانس په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم مخالفینو د سرچېنو له قوله لیکلي چې د بشارالاسد د رژیم اړوند یوه چورلکه د رژیم د مخالفینو ترولکې لاندې سیمو کې بېړنۍ ناسته وکړه چې هم مهاله مخالفینو د ناستې سره په چورلکه کې ټول سپاره عسکر ونیول , د »سوریا مباشر« تر نوم لاندې یوې رسنۍ د یادېالوتکې د غورځېدو ویډیو خپره کړې , په ویډيو کې لیدل کیږي چورلکه په تدریجي ډول ښکته کيږي او ناسته کوي خو کوم لوګی ترې نه پورته کیږي , د المان خبري اژانس د سوريې د پېښو د څار ادارې لهقوله لیکلي چې د بشار الاسد د رژیم مخالفینو په چورلکه کې ناست ټول عسکر نیولي , د هغوی په وینا د بشار الاسد رژیم دغه چورلکې د سوريې په کلیو او ښارونو د چاودیدونکو بېلرنو په غرځولو کېکاروي , د بشار الاسد رژیم د چاودیدونکو توکو څخه ډک بيلرونه چې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ کیلوګرامو پورې په کې چاودیدونکي توکي ځای پر ځای شوي وي، د بم په شکل په ولسي وګړو غورځوي , ,

موضوعات مرتبط: خــــبرونه , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


ساعت 10:50 | بازدید : 580 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

حکومت د مشرانو په نشتوالي کې د هغوی له خوا دپاتې کابینې برابر شوی لیست نن ولسي جرګې تهمعرفي کېږي.په دغه لیست کې د دفاع وزارت لپاره د نوماند وزیر نوم نشته، چې ګډ حکومت يې د نشتوالي علت هم نه د ښوودلی، خو د ولسي جرګې دویم مرستیال وايي چې دوی هیله من دي، چې جمهوري یا اجرایويریاست به د دفاع وزارت نوماند وزیر هم دوی ته ور معرفي کړي.د ګډ حکومت په پیل کې دواړو مشرانو ژمنه کړې وه، چې په حد اکثر پنځه څلوېښت ورځو کې به د ښځو په ګډون یوه کاري او د اهلیتونو پر بنیاد جوړه کابینه ولسي جرګې ته معرفي کړي.د لیست له مخې په شپاړلسو تنو کې څلور تنه مېرمنې هم بېلابېلو وزارتونو ته نوماندې دي، چې په ټوله کې دا نه دي په ګوته شوي، چې په دې وزیرانو کې کوم له جمهوري او کوم له اجرایوي ریاست نه په معرفي شوي دي، خو د شوي ویش پر اساس ښايي د ولسي جرګې غړو ته د دواړو ریاستونو له لوري معرفي شوي نوماندان معلوم وي.د پاتې کابینې لاندې لیست به نن ولسي جرګې ته د معرفي لپاره وړاندې شي:۱- همایون رسا – سوداګرۍ او صنایعو وزارت۲- عبدالباري جهاني – اطلاعاتو او فرهنګ وزارت۳- اسدالله ضمیر – کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت۴- محمد ګلاب منګل – سرحدونو او قبایلو چارو وزارت۵- انجنیر محمود بلیغ – فواید عامې وزارت۶- عبدالستار مراد – اقتصاد وزارت۷- ډاکټر محمد الله بتاش – ترانسپورت او هوایي چلند وزارت۸- اسدالله حنیف بلخي – پوهنې وزارت۹- سید سعادت منصور نادري – ښار جوړونې چارو وزارت۱۰ ډاکټر عبدالبصیر انور – عدلیې وزارت۱۱- پوهنیار عبدالرزاق وحیدي – مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت۱۲- مېرمن دلبر نظري – ښځو چارو وزارت۱۳- پوهندوی مېرمن سلامت عظیمي – نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت۱۴- ډاکټره فریده مومند – لوړو زده کړو وزارت۱۵- ډاکټره مېرمن نسرین اوریاخیل – کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت۱۶- علي احمد عثماني – اوبو او انرژۍ وزارتد ګډ حکومت شاوخوا ۸ میاشتې تیریږي خو لا هم کابېنه بشپړ نه ده. په وروستي ځل د ۸ وزیرانو د باور رایې اخېستو وروسته شاوخوا ۲ میاشتې تیریږي چې ګډحکومت خپل پاتې ۱۶ وزیرانو ولسي جرګې تهمعرفي کوي.اوسمهال له ۸ وزارتونو او ۲ ولایتونو پرته نور ټول ولایتونه او وزارتونه د سرپرستو وزیرانو او والیانو لخوا اداره کیږي.

استشهاد ته سلام
برچسب‌ها: حکومت د مشرانو په نشتوالي کې د هغوی له خوا دپاتې کابینې برابر شوی لیست نن ولسي جرګې تهمعرفي کېږي , په دغه لیست کې د دفاع وزارت لپاره د نوماند وزیر نوم نشته، چې ګډ حکومت يې د نشتوالي علت هم نه د ښوودلی، خو د ولسي جرګې دویم مرستیال وايي چې دوی هیله من دي، چې جمهوري یا اجرایويریاست به د دفاع وزارت نوماند وزیر هم دوی ته ور معرفي کړي , د ګډ حکومت په پیل کې دواړو مشرانو ژمنه کړې وه، چې په حد اکثر پنځه څلوېښت ورځو کې به د ښځو په ګډون یوه کاري او د اهلیتونو پر بنیاد جوړه کابینه ولسي جرګې ته معرفي کړي , د لیست له مخې په شپاړلسو تنو کې څلور تنه مېرمنې هم بېلابېلو وزارتونو ته نوماندې دي، چې په ټوله کې دا نه دي په ګوته شوي، چې په دې وزیرانو کې کوم له جمهوري او کوم له اجرایوي ریاست نه په معرفي شوي دي، خو د شوي ویش پر اساس ښايي د ولسي جرګې غړو ته د دواړو ریاستونو له لوري معرفي شوي نوماندان معلوم وي , د پاتې کابینې لاندې لیست به نن ولسي جرګې ته د معرفي لپاره وړاندې شي:۱- همایون رسا – سوداګرۍ او صنایعو وزارت۲- عبدالباري جهاني – اطلاعاتو او فرهنګ وزارت۳- اسدالله ضمیر – کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت۴- محمد ګلاب منګل – سرحدونو او قبایلو چارو وزارت۵- انجنیر محمود بلیغ – فواید عامې وزارت۶- عبدالستار مراد – اقتصاد وزارت۷- ډاکټر محمد الله بتاش – ترانسپورت او هوایي چلند وزارت۸- اسدالله حنیف بلخي – پوهنې وزارت۹- سید سعادت منصور نادري – ښار جوړونې چارو وزارت۱۰ ډاکټر عبدالبصیر انور – عدلیې وزارت۱۱- پوهنیار عبدالرزاق وحیدي – مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت۱۲- مېرمن دلبر نظري – ښځو چارو وزارت۱۳- پوهندوی مېرمن سلامت عظیمي – نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت۱۴- ډاکټره فریده مومند – لوړو زده کړو وزارت۱۵- ډاکټره مېرمن نسرین اوریاخیل – کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت۱۶- علي احمد عثماني – اوبو او انرژۍ وزارتد ګډ حکومت شاوخوا ۸ میاشتې تیریږي خو لا هم کابېنه بشپړ نه ده , په وروستي ځل د ۸ وزیرانو د باور رایې اخېستو وروسته شاوخوا ۲ میاشتې تیریږي چې ګډحکومت خپل پاتې ۱۶ وزیرانو ولسي جرګې تهمعرفي کوي , اوسمهال له ۸ وزارتونو او ۲ ولایتونو پرته نور ټول ولایتونه او وزارتونه د سرپرستو وزیرانو او والیانو لخوا اداره کیږي , ,

موضوعات مرتبط: خــــبرونه , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


ساعت 10:50 | بازدید : 740 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

حکومت د مشرانو په نشتوالي کې د هغوی له خوا دپاتې کابینې برابر شوی لیست نن ولسي جرګې تهمعرفي کېږي.په دغه لیست کې د دفاع وزارت لپاره د نوماند وزیر نوم نشته، چې ګډ حکومت يې د نشتوالي علت هم نه د ښوودلی، خو د ولسي جرګې دویم مرستیال وايي چې دوی هیله من دي، چې جمهوري یا اجرایويریاست به د دفاع وزارت نوماند وزیر هم دوی ته ور معرفي کړي.د ګډ حکومت په پیل کې دواړو مشرانو ژمنه کړې وه، چې په حد اکثر پنځه څلوېښت ورځو کې به د ښځو په ګډون یوه کاري او د اهلیتونو پر بنیاد جوړه کابینه ولسي جرګې ته معرفي کړي.د لیست له مخې په شپاړلسو تنو کې څلور تنه مېرمنې هم بېلابېلو وزارتونو ته نوماندې دي، چې په ټوله کې دا نه دي په ګوته شوي، چې په دې وزیرانو کې کوم له جمهوري او کوم له اجرایوي ریاست نه په معرفي شوي دي، خو د شوي ویش پر اساس ښايي د ولسي جرګې غړو ته د دواړو ریاستونو له لوري معرفي شوي نوماندان معلوم وي.د پاتې کابینې لاندې لیست به نن ولسي جرګې ته د معرفي لپاره وړاندې شي:۱- همایون رسا – سوداګرۍ او صنایعو وزارت۲- عبدالباري جهاني – اطلاعاتو او فرهنګ وزارت۳- اسدالله ضمیر – کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت۴- محمد ګلاب منګل – سرحدونو او قبایلو چارو وزارت۵- انجنیر محمود بلیغ – فواید عامې وزارت۶- عبدالستار مراد – اقتصاد وزارت۷- ډاکټر محمد الله بتاش – ترانسپورت او هوایي چلند وزارت۸- اسدالله حنیف بلخي – پوهنې وزارت۹- سید سعادت منصور نادري – ښار جوړونې چارو وزارت۱۰ ډاکټر عبدالبصیر انور – عدلیې وزارت۱۱- پوهنیار عبدالرزاق وحیدي – مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت۱۲- مېرمن دلبر نظري – ښځو چارو وزارت۱۳- پوهندوی مېرمن سلامت عظیمي – نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت۱۴- ډاکټره فریده مومند – لوړو زده کړو وزارت۱۵- ډاکټره مېرمن نسرین اوریاخیل – کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت۱۶- علي احمد عثماني – اوبو او انرژۍ وزارتد ګډ حکومت شاوخوا ۸ میاشتې تیریږي خو لا هم کابېنه بشپړ نه ده. په وروستي ځل د ۸ وزیرانو د باور رایې اخېستو وروسته شاوخوا ۲ میاشتې تیریږي چې ګډحکومت خپل پاتې ۱۶ وزیرانو ولسي جرګې تهمعرفي کوي.اوسمهال له ۸ وزارتونو او ۲ ولایتونو پرته نور ټول ولایتونه او وزارتونه د سرپرستو وزیرانو او والیانو لخوا اداره کیږي.

استشهاد ته سلام
برچسب‌ها: حکومت د مشرانو په نشتوالي کې د هغوی له خوا دپاتې کابینې برابر شوی لیست نن ولسي جرګې تهمعرفي کېږي , په دغه لیست کې د دفاع وزارت لپاره د نوماند وزیر نوم نشته، چې ګډ حکومت يې د نشتوالي علت هم نه د ښوودلی، خو د ولسي جرګې دویم مرستیال وايي چې دوی هیله من دي، چې جمهوري یا اجرایويریاست به د دفاع وزارت نوماند وزیر هم دوی ته ور معرفي کړي , د ګډ حکومت په پیل کې دواړو مشرانو ژمنه کړې وه، چې په حد اکثر پنځه څلوېښت ورځو کې به د ښځو په ګډون یوه کاري او د اهلیتونو پر بنیاد جوړه کابینه ولسي جرګې ته معرفي کړي , د لیست له مخې په شپاړلسو تنو کې څلور تنه مېرمنې هم بېلابېلو وزارتونو ته نوماندې دي، چې په ټوله کې دا نه دي په ګوته شوي، چې په دې وزیرانو کې کوم له جمهوري او کوم له اجرایوي ریاست نه په معرفي شوي دي، خو د شوي ویش پر اساس ښايي د ولسي جرګې غړو ته د دواړو ریاستونو له لوري معرفي شوي نوماندان معلوم وي , د پاتې کابینې لاندې لیست به نن ولسي جرګې ته د معرفي لپاره وړاندې شي:۱- همایون رسا – سوداګرۍ او صنایعو وزارت۲- عبدالباري جهاني – اطلاعاتو او فرهنګ وزارت۳- اسدالله ضمیر – کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت۴- محمد ګلاب منګل – سرحدونو او قبایلو چارو وزارت۵- انجنیر محمود بلیغ – فواید عامې وزارت۶- عبدالستار مراد – اقتصاد وزارت۷- ډاکټر محمد الله بتاش – ترانسپورت او هوایي چلند وزارت۸- اسدالله حنیف بلخي – پوهنې وزارت۹- سید سعادت منصور نادري – ښار جوړونې چارو وزارت۱۰ ډاکټر عبدالبصیر انور – عدلیې وزارت۱۱- پوهنیار عبدالرزاق وحیدي – مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت۱۲- مېرمن دلبر نظري – ښځو چارو وزارت۱۳- پوهندوی مېرمن سلامت عظیمي – نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت۱۴- ډاکټره فریده مومند – لوړو زده کړو وزارت۱۵- ډاکټره مېرمن نسرین اوریاخیل – کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت۱۶- علي احمد عثماني – اوبو او انرژۍ وزارتد ګډ حکومت شاوخوا ۸ میاشتې تیریږي خو لا هم کابېنه بشپړ نه ده , په وروستي ځل د ۸ وزیرانو د باور رایې اخېستو وروسته شاوخوا ۲ میاشتې تیریږي چې ګډحکومت خپل پاتې ۱۶ وزیرانو ولسي جرګې تهمعرفي کوي , اوسمهال له ۸ وزارتونو او ۲ ولایتونو پرته نور ټول ولایتونه او وزارتونه د سرپرستو وزیرانو او والیانو لخوا اداره کیږي , ,

موضوعات مرتبط: خــــبرونه , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


پاکستاني چارواکو د ملا فضل الله د وژلو ادعا کړې
ساعت 10:43 | بازدید : 1457 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

نظامي چارواکو ادعا کړې، چې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله يې وژلی دی.د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو مسؤولين وايي، چې دپاکستان قبايلي سيمې تيراه کې يې د »ضرب عضب« نظامي عملياتو په ترڅ کې يې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله وژلی او د حافظ ګل بهادر يې ټپي کړی دی.پاکستاني چارواکو دا ادعا په داسې حال کې کړې، چېنن ۲۳مارچ »د پاکستان ملي ورځ« لمانځل کيږي.د پاکستاني طالبانو وياند محمد خراساني د پاکستانيپوځ ادعا رد کړې او وايي، چې »د ملا فضل الله د وژل کېدو خبر هېڅ اساس نه لري.«د پاکستاني طالبانو يوې بلې ډلې »جماعت الاحرار« هم د ملا فضل الله د وژل کېدو په اړه د پاکستاني پوځ ادعا رد کړې ده.د يادونې وړ ده، چې ۲۰۱۳ز کال کې د حکيم الله محسود له وژل کېدو وروسته ملا فضل الله د پاکستاني طالبانو مشر شو.د تېر کال ډيسمبر کې، چې پېښور کې پر يو پوځي ښوونځي ډله ييز بريد کې ۱۳۲ تنه وژل او ۱۴۸ تنه په کې ټپيان شوي وو ا و پاکستاني پوځله هغې وروسته د ملا فضل الله په ګډون د پاکستان طالبانو پر ضد خپلو عملياتو ته زور ورکړی دی.ازادو سرچينو تر اوسه د پاکستاني پوځ ادعا نه ده تصديق کړې.پاکستاني چارواکو د ملا فضل الله د وژلو ادعا کړې

استشهاد ته سلام
برچسب‌ها: نظامي چارواکو ادعا کړې، چې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله يې وژلی دی , د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو مسؤولين وايي، چې دپاکستان قبايلي سيمې تيراه کې يې د »ضرب عضب« نظامي عملياتو په ترڅ کې يې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله وژلی او د حافظ ګل بهادر يې ټپي کړی دی , پاکستاني چارواکو دا ادعا په داسې حال کې کړې، چېنن ۲۳مارچ »د پاکستان ملي ورځ« لمانځل کيږي , د پاکستاني طالبانو وياند محمد خراساني د پاکستانيپوځ ادعا رد کړې او وايي، چې »د ملا فضل الله د وژل کېدو خبر هېڅ اساس نه لري , «د پاکستاني طالبانو يوې بلې ډلې »جماعت الاحرار« هم د ملا فضل الله د وژل کېدو په اړه د پاکستاني پوځ ادعا رد کړې ده , د يادونې وړ ده، چې ۲۰۱۳ز کال کې د حکيم الله محسود له وژل کېدو وروسته ملا فضل الله د پاکستاني طالبانو مشر شو , د تېر کال ډيسمبر کې، چې پېښور کې پر يو پوځي ښوونځي ډله ييز بريد کې ۱۳۲ تنه وژل او ۱۴۸ تنه په کې ټپيان شوي وو ا و پاکستاني پوځله هغې وروسته د ملا فضل الله په ګډون د پاکستان طالبانو پر ضد خپلو عملياتو ته زور ورکړی دی , ازادو سرچينو تر اوسه د پاکستاني پوځ ادعا نه ده تصديق کړې , ,

موضوعات مرتبط: خــــبرونه , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 47
بازدید دیروز : 4
بازدید هفته : 56
بازدید ماه : 555
بازدید کل : 68868
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 47
:: باردید دیروز : 4
:: بازدید هفته : 56
:: بازدید ماه : 555
:: بازدید سال : 5842
:: بازدید کلی : 68868