الجـــــــهاد فی سبیل الله
زابل ارغنداب کی قومندان جمال ناصر ووژل شو
ساعت 19:59 | بازدید : 910 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )
دزابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې په اجیردښمن وسلوال بریدترسره شو له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : پرون ماسپښین 3 بجې ددي ولسوالۍ په مربوطاتوکې په دښمن پراخ وسلوال بریدترسره شو دبریدپه پایله کې دارغنداب ددوهم نمبر750 کسیز کنډک عمومي قومندان [جمال ناصر دجلال اباد اوسیدونکی ] ووژل شو دیادوني ده چې جمال ناصر دخاک افغان له ولسوالۍ څخه دارغنداب ولسوالۍ ترمرکزپوري دټولي اجیري اردو عمومي قومندان ؤ 2013/12/21استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


کندهار اغنداب کی د یرغلگرو ٹنگ په ماین والوت
ساعت 19:50 | بازدید : 927 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )
دکندهارولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې دیرغلګروپه زغروال ټانک دماین چاودنه شوي له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : چاودنه وړمه شپه ددي ولسوالس اړونددناګهان په سیمه کې دیرغلګروپه زغروال ټانک دخښ شوي ماین په مټ ترسره شوه دچاودني له امله ټانک په بشپړه توګه ویجاړاوپکې سپاره عسکروته مرګ ژوبله واوښته 2013/12/21استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


هلمند نادعلی کی دوه یرغلگر په درازکوف ووشتل شول
ساعت 15:38 | بازدید : 1000 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

دهلمندولایت له نادعلي ولسوالۍ نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې پرون غرمه شاوخوا 11 بجې ددي ولسوالۍ اړوند دنرې مانده په سیمه کې دشوراب میدان پای ته له هغه یرغلګرو چې دټانکونوڅنګ ته ولاړ ؤ دوه تنه یې مجاهدینوپه درازکوف وویشتل اوځای په ځای ووژل شول

وروسته ددښمن چورلکوپه سیمه کې بمباري وکړه چې له امله یې یوتن مجاهددشهادت لوړمقام ته ورسید، انالله واناالیه راجعون

2013/12/21

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


کندهار پنجوایی کی په یرغلگرو وسلوال برید تر سره شو
ساعت 14:41 | بازدید : 671 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )



دکندهارولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې په یرغلګرو وسلوال بریدترسره شو

له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : برید تېره ورځ ددي ولسوالۍ اړونددمشان اوتلوکان ترمابین په پلي امریکايي یرغلګرو دسپکو اودرنو وسلو په مټ ترسره شو

په بریدکې دښمن ته تلفات اوښتي خودقیقه شمیره یې نه ده څرګنده شوي

عیني شاهدان وایې ددښمن ایمبولانس چورلکي یې لیدلي چې له سیمي نه یې مړه اوژوبل لیږدول

2013/12/21

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


نیمروز دلارام وسلوال برید کی دوه عسکر قتل او دری سخت ژوبل شول
ساعت 14:35 | بازدید : 910 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

دنیمروزولایت په دلارام ولسوالۍ کې په اجیردښمن وسلوال بریدترسره شو

له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : بریدپرون غرمه 12 بجې ددي ولسوالۍ بازارته نږدي داجیري اردوپه هغه عسکرو ترسره شوچې په سیمه کې دماهیانو په ښکاربوخت ؤ

بریدچې پوره یوساعت یې دوام وکړپه پایله کې یې دوه عسکرځای په ځای قتل اودرې نورسخت ژوبل شول

2013/12/21

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


هرات گلران کی دوه ٹنگونه په ماین والوزول شول
ساعت 14:29 | بازدید : 676 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

دهرات ولایت له ګلران ولسوالۍ نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : له تېرو دوو ورځو راهیسي ددي ولسوالۍ په مربوطاتوکې ګڼ شمیر داجیري اردو عسکر اوپولیس دعملیاتوپه موخه راوتلي

خبرزیاتوي : مجاهدین هم په دښمن وارپه وار بریدونه کوي اوپه سیمه کې یې دښمن باندي دماینونوپه مټ چاودني هم کړي

پرون ماسپښین یوه بجه یې دچاه ګل بای په سیمه کې ددښمن یوټانک په ماین والوزول چې په بشپړه توګه ویجاړاوپکې سپاره پنځه تنه عسکروته مرګ ژوبله واوښته

همداراز یوساعت وروسته دجاه ترکمن په سیمه کې یوبل ټانک په ماین والوزول شو چې پکې سپاره عسکروته مرګ ژوبله واوښته

دښمن دوه تنه کلیوال بندیان کړي ، مجاهدینوته لله الحمدتردي دمه هیڅ نوع تلفات نه دي اوښتي

2013/12/21

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


لغمان قرعیو کی پوسته تر برید لاندی راغله
ساعت 14:25 | بازدید : 680 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

د لغمان ولايت له قرغيو ولسوالۍ نه ترلاسه شوی خبروايي چې د اربکيانو په پوسته وسلوال بريد ترسره شو.

پوسته د کابل او جلال اباد دعمومي سرک په سر په سرخکانو سيمه کې واقع ده او تېره شپه 1 نيمه بجه د مجاهدينو تر بريد لاندي راغله.

د بريد له امله دښمن ته د اوښتي زيان په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.

2013-12-21

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


کونڑ شیگل کی یو قومندان او 7 عسکر ووژل شول
ساعت 14:20 | بازدید : 729 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

له کونړ ولايت نه په شيګل ولسوالۍ کې د دښمن په ګزمه او پوستو د وسلوالو بريدونو خبر ورکړل شو.

په خبر کې راغلي مجاهدينو تېره ورځ غرمه 12 بجې په شلطن سيمه کې په پليو سرحدي پوليسو بريد وکړ چې په مهال يې 4 تنه ووژل شول.

خبر کاږي کله چې مجاهدين له سيمي نه د ستنېدو په حال کې وو په سيمه کې د پکتيکاولايت د کنډک دقومندان محمد اعظم او د هغه د ورور په کابل کي د ارکان د رئيس په توګه کار کوي، له ميلمستون څخه په مجاهدينو ډزي وشوې چې له امله يې 3 تنه مجاهدين په شهادت ورسېدل.

مجاهدينو له دغې جګړې وروسته په ميلمستون او دوو پوستو بريدونه ترسره کړل چې له امله يې 3 سرحدي پوليس ووژل شول او قومندان محمد اعظم هم ووژل شو.

مجاهدينو ميلمستون ويجاړکړی او دضرورت وړسامان يې له ځان سه وړی دی.

2013-12-21

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


د ایرانی استخباراتو د موساد په لومه کی
ساعت 14:13 | بازدید : 806 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

ايراني استخبارات دموساد په لومه کي
تفصيل نېټه: شنبه, 21 دیسمبر 2013 12:48 لیکوال: موسی مهاجر بـــــرخه: بیلابیلي لیکني كـــتني: 8

شاهین دادخواه دایران دملي امنیت په عالي شورا کي دحسن روحاني مشاور داوین له زندان څخه دیوه لیک له لاري هغه پلان رسوا کړی، چي داسرائيلو داستخباراتو ادارې (موساد)دمحمود احمدي نژاد داستخباراتو دوزارت دخطا ايستلو لپاره په کار اچولی او پکي بریالي شوی وو.

دغه لیک د(العربيه نت) ته هم په لاس ورغلی.

پلان له هغه ځای څخه پيل کیږي، چي کله درضوی په نوم یو کس چي دکورنیو چارو په وزارت کي دداخلي مسائلو دحل اړوند مسوول وو، څلور کاله وړاندي(۲۰۰۹) د جمهوري ریاست له انتخاباتو وروسته د راټوکيدلو لاريونونو په ځپلو کي ښه وځليدو، چي له همدې امله له داخله وزارت څخه دجاسوسي ضد اطلاعاتو معنیت ته ولیږدول شو.

موساد دایران ضعيفي نکتې وپيژندلې، ځکه هغوی پوهیدل، چي رضوي یو کمزوری کس دی، چي په ډیره اساني سره غلطېدلی شي.

په دې وخت کي چي کله حیدر مصلحي داستخباراتو وزیر او دوه معاونان يې هر يو رضوي او تدین دوزارت په راس کي راغلل، نو داسرائيلو استخباراتو داسي يو پيچلی پلان جوړ کړ،چي ترڅو هغوی په غیر مهمو چارو بوخت کړي او دوی خپل اصلي مقاصد چي دايټومي تاسيساتو په نښه کول او معلومول، دايټومي کارپوهانو وژل او دخپلو جاسوسانو پټ ساتل وو ترلاسه کړي.

موساد خپل کار په ډیر مهارت پيل کړی دی، او په دې وخت کي يې هغه ايراني بې کاره ځوانان چي په ترکیه کي اوسيدل، دخپلو کسانو له لوري ښکار او خپلي کونسلګرۍ ته يې ور وبلل،هغوی يې په پرېمانه پيسو ونازول او له هغوی څخه يې دهمکاري وعده واخيستله.

وروسته موساد دغه جعلي جاسوسان په ډیرپيچلي او غیرمستقیم ډول دایران داستخباراتو وزارت ته ورپيژني او کله چي هغوی له ترکيې څخه ایران ته راستنيږي، داستختباراتو له لوري نيول کیږي، دایران لپاره همدومره فريب بسنه کوي، چي هغوی جعلي جاسوسان نيسي.

د ادخواه په خبره کله چي کسان نیول کیږي، رضوي په ډیر فخر ددې ستري بريا راپور خپلو لوړ پوړو چارواکو ته بیانوي،خو خبر نه دی، چي په دام کي په بشپړه توګه راګیر شوی دی.

په داسي حال کي چي دایران داستخباراتو وزارت د موساد په دام کي دی،دایرن ايټومي کارپوهان پيوسته وژل کيږي او عاملین یې نه نیول کیږي.

په دغو جعلي جاسوسانوکي یو اصلي جاسوس هم وو،چي ايټومي کارپوه علی محمدي یې په يوه وژونکي برید کي وواژو، موسادایراني استخبارات دخپلو جعلي جاسوسانوپه نیونه بوخت کړي وو، خپل اصلي جاسوسان چي دعلي محمدي په وژلواونورو بريدونو کي یې لاس درلودپه پټه توګه له ایران څخه وايستل.

کله چي رضوي په دې پوهیږي، چي دموساد په دام کي راغلی وو، نو يې په ځینو هیوادونو لکه تايلينډ دآزربايجان پلازمېنه باکو کي په اسرائيلي سفارتخانو دبريدونو هڅه وکړه، چي ټول بريدونه يې ناکام او په دې برسېره يې له هغو هیوادونو سره اړيکي هم زیانمني شوې.

څنګه چي موساد يوازي دايران دښمن نه ده، بلکه داسلامي نړۍ په نږدې ټولو هیوادونو کي يې خپل زهر شيندلي او په وارو – وارو يې دهغوی په خلاف داسي جنايات ترسره کړي، چي ښايي جبران يې لسګونه کلونه وخت وغواړي، دسي آی اې په مرسته موساد سيمه ييزو هیوادونو او افغانستان ته هم لاره موندلي، نوځکه موږ باید له دغه وروستي انکشاف څخه ډیر څه زده کړو:

لومړی: موساد داسرائيلو داستخباراتو اداره چي په ۱۹۵۱ کي جوړه شوي، دومره پراخه او شیندلي ده، چي ښايي هيڅ هیواد به ورڅخه پاته نه وي،دموساد باني ویلي وو، موږ يوې داسي قوي خفيه ادارې ته اړتیا لرو، چي دټولي سیمي له حالاتو باخبره پاته شو، ترڅو زموږ هیواد خوندي وي، خو اسرائيلو دخپلي بقا لپاره دغه اداره دومره قوي کړي، چي داسلامي هیوادونو دمشرانو له ضعيفو نکتو څخه هم خبردي او کولی شي، په هروخت کي دهغوی له ضعيفو نکتو څخه ګټه پورته کړي، خوباید اسلامي نړۍ ځيره وي او په خپل ځان کي داسي څه پيدا نه کړي، چي دښمن ګټه ورڅخه واخلي.

دوهم: داستخباراتي جګړې مقابله یوازي او يوازي استخباراتي جګړه کولی شي، نوځکه باید اسلامي نړۍ خپل استخبارات دومره پياوړي کړي، چي دموساد په څیر داستخباراتو مخه پرې ونیول شي، خوداهغه مهال ممکنه ده، چي اسلامي هیوادونه خپل استخبارات په خپل لاس جوړ کړي، نه دبل په لاس، په اسلامي هیوادونو کي دموساد دډير ژور توب يو اصلي لامل دابلل کیږي، چي دزیاتره اسلامي هيوادونو استخبارات دسي آی اې،کي جي بي،یااوسنۍ ايف ايس بي او ياخپله موساد له لوري جوړ شوي دي، چي نه شي کولای، بیرته دهغوی مخه ونيسي.

دریم:څنګه چي اسرائيل له یو محدود شمېر اسلامي هیوادونه سره په رسمیت پيژني، نوکه دغه اسلامي هیوادونه موساد ته دهغوی دخاوري دکارولو اجازه ورنه کړي، موساد نه شي کولای، چي ډیری اسلامي هیوادونوته ننوځي، خوله بده مرغه دغه ستونزه خپله په اسلامي هیوادونو کي ده، چي دغه يهودي ادارې ته دخپلي خاوري دکارولو اجازه ورکوي اوپه بدل کي پیسې ورڅخه اخلي، دغه پيسې که ظاهرا ډیري ښکاري، خوپه حقيقت کي يې خپله همدغه هیواد ته زیان ترګټي ډیر دی.

څلورم: دمسوولینو په ټاکلو کي بايد ډیر پام وشي، ترڅو داستخباراتوپه څير مهم کارونه داسي په کار پوه او باوري کسانو ته وسپارل شي، چي هغوی وکولای شي، داسلامي نړۍ دسترو دښمنانومخه ونیولای شي.

پنځم:لکه څنګه چي سي آی اې او موساد په ګډه خپل کارونه پرمخ بیايي او ددوی دبريا ستر لامل همدا ګډه همکاري بلل کیږي، باید اسلامي هیوادونه هم راويښ شي او خپل کارونه په ګډه په مخ بوزي، ترڅو وکولای شي، دیوه قوي دښمن (موساد، سي آي اې او داسي نورو) مقابله په ښه توګه وکولای شي.

موسی مهاجر

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


تڑون مات شو
ساعت 9:28 | بازدید : 871 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

پوره درې كاله تېر شول، خو حالات همداسي وو، تر څو د بعثت په لسم كال د محرم په مياشت کي صحيفه نقض او تړون مات شو. ددې تړون د ماتيدو سبب هم دا وْ چي ځیني قريش له پيل نه پدې تړون نه وو خوښ، او همدې نا خوښو كسانو د تړون د ماتولو لپاره هلې ځلې كولې تر څو مات شو.

د تړون ماتولو اصلي محرك د بني عامر بن لوئ كورنۍ غړى هشام بن عمرو وو، نوموړي به د شپې له خوا بني هاشم ته خواړه استول، يو ځل هشام د ابو طالب خوريي زهير بن ابي اميه المخزومي ته ورغى _ د زهير مور عاتكه د عبدالمطلب لور وه – او ورته ویې ويل: اې زهيره! پداسي حال کي چي ته خورې او څښې، نو څنګه پدې راضي يې چي د ماما خيلو دې هسي حال وي؟ زهير وويل: افسوس، افسوس، زه په يو سر څه كولاى شم؟ قسم په الله كه يو بل كس راسره ملګرى واى ، نو ددې تړون د ماتولو لپاره به راپورته کيدم! هشام ورته وويل: څه، يو بل كس هم درسره دى، ده ورته وويل: هغه به څوك وي؟ هشام ورته وويل: هغه زه يم. زهير وويل: اوس درېيم كس راګوره.

پدې پسې هشام، مطعم بن عدي ته ورغى، هغه ته يې د بني عبد مناف له اولادې (بني هاشم، بني المطلب) سره د ده د دوستۍ او نژدې نسبي اړيكو يادونه وكړه، ملامتي او پړه يې ورباندي واچوله چي ته ولې پدې ظالمانه تړون او عهد کي د قريشو خوا ته ولاړ يې! مطعم ورته وويل: افسوس، نو زه څه وكړم؟ زه يو تن يم! هشام ورته وويل: دويم هم درسره دى، ده ورته وويل: هغه څوك دى؟ ده ورته وويل: هغه زه يم. نو مطعم ورته وويل:اوس درېيم راګوره ، هشام وويل: درېيم كس مې هم پيدا كړى، هغه ورته وويل څوك دى؟ ده ورته وويل: هغه زهير بن ابي اميه دى. مطعم وويل: اوس څلورم را ګوره. بيا هشام ابي البختري بن هشام ته ورغى، هغه ته يې هم داسي خبرې وكړې لكه مطعم ته يې چي كړې وې، نو ابو البختري ورته وويل: اّيا داسي څوك به وي چي پدې هكله مرستې ته حاضر شي؟ هشام بن عمرو ورته وويل: هو، شته، هغه وويل: څوك دی؟ ده ورته وويل: زهير بن ابي اميه، مطعم بن عدي او زه هم درسره بيا هغه ورته وويل: اوس پنځم كس راګوره.

بيا زمعه بن اسود بن المطلب بن اسد ته ورغى، پدې هكله يې خبرې ورسره وكړې، او له بني عبد مناف سره دده د قرابت (خپلولۍ) او د هغوئ د حقوقو يادونه يې ورته وكړه. زمعه ورته وويل: كوم څوك داسي شته چي ستا ددې نظر او پيشنهاد تاييد او ملاتړ وكړي؟ هشام بن عمرو ورته وويل هو، پدې هكله فلانى او فلانى او... ټول نومونه يې ورته واخيستل كلك ولاړ دي، بالاخره ټول له حجون سره راټول شول، او ددې صحيفې د نقض او تړون د ماتولو عزم او پريکړه يې وكړه، زهير وويل: د كار پيل به له ما نه وي، يعنى لومړى به زه پدې هكله خبرې كوم.

سهار شو، خلك ټول خپلو خپلو مجلس ځايونو ته راغلل، زهير هم پداسي کي چي ښکلې جامې يې اغوستې وې راغى، له بيت الله شريف نه یې اوه ځله طواف وكړ، بيا یې خلكو ته مخ كړ او ورته ويې ويل: اې د مکې خلكو! مونږ دې خورو او څښو، خو بني هاشم دې له لوږې نه مري، نه دي څه ورنه اخيستل كيږي او نه دې څه ورباندي پلورل كيږي؟ قسم په الله، زه به تر هغې كښېننم تر څو دا ظالمانه تړون مات شوى نه وي او تر څو دا صحيفه نقض او څیري شوی نه وي.

ابو جهل چي د مسجد حرام په كوم كونج کي ناست وو ، وويل: دروغ یې وويل، قسم په الله، دا صحيفه به څیري نه شي! پدې وخت کي زمعه بن اسود وويل: قسم په الله چي ته ډېر دروغ وايې، پدې صحيفه د ليكلو په وخت کي هم مونږ راضي نه وو، ابو البختري هم غږ وكړ او ويې ويل: زمعه رښتيا وايي پدې صحيفه کي چي څه ليكل شوي مونږ نه ورباندي خوښ يوو او نه یې ملاتړ كوو.

مطعم بن عدي هم وويل: تاسي رښتيا وويل، او څوك چي بل څه وايي هغه دروغجن دى، مونږ لدې صحيفې او له هغه څه نه چي پکي ليكل شوي خپل براءت اعلانوو. بيا هشام بن عمرو هم دې ته ورته څه خبرې وكړې.

ابوجهل وويل: ددې خبرې تړون د شپې شوی دى، او پدې هكله مشوره چيرته بل ځاى شوې ده. پدې وخت کي ابو طالب هم د مسجد حرام په كومه ګوښه کي ناست وو، د هغه د راتګ سبب هم دا وو چي الله تعالى خپل رسول صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم ته د صحيفې په هكله خبر وركړى وو چي الله تعالى ورباندي وينه (پويه) مقرره كړې چي د الله له نامه پرته ټولې د ظلم، زياتي او دښمنۍ كلمي یې خوړلې دي. رسول صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم دا خبره خپل تره ته وكړه، نو ابو طالب هم قريشو ته راغى او ورته ويې ويل چي وراره مې داسي وايي كه چيري دروغ یې ويلي وو نو بيا تاسي پوهيږئ او هغه، او كه چيري پدې ادعا کي ريښتونى وو نو بيا لدې ظلم نه لاس واخلئ او زمونږ محاصره ختمه كړئ. هغوئ ورته وويل: دا د انصاف خبره ده. او كله چي د ابوجهل او دې نورو تر منځ دا خبرې تبادله شوې، نو مطعم پاڅېد چي هغه صحيفه څیري كړي، صحيفه يې چې رواخستله ګوري چي د صحيفې ټول ټكي وينه خوړلي او يوازي (باسمك اللهم) او هر چيرته چي د الله نوم وو هغه پاتې دى، نور ټول خوړل شوي هيڅ هم نه وو پاتي .

نو صحيفه نقض شوه، تړون مات شو، او رسول اكرم صلى الله تعالی عليه و اله و صحبه و سلم سره له ټولو محاصره شويو كسانو له شعب نه راووتل. مشركينو د رسول اكرم صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم د نبوت يوه عظيمه نښانه او معجزه د سر په سترګو وليدله، خو لدې سره هم د هغوئ رويه داسي وه لكه چي دا آّيت ورته اشاره كوى:

((وَإِنْ يَرَوْا آيَةً يُعْرِضُوا وَيَقُولُوا سِحْرٌ مُسْتَمِرٌّ)) (القمر: 2) [ او كه وويني دغه (كفار د قريشو) كوم دليل (د قدرت) نو پر څنګ به شي دوئ (مخ به واړوي) ترې او وايي به دوى (دغه) سحر كوډې دي قوي، چي له پخوا راهيسي راځي.]

هوکي، مشركينو لدې نښانې او معجزې نه هم مخ واړاوه، اعراض یې وكړ، او پخپل كفر او ګمراهۍ کي لا پسې وړاندي لاړل.

(الرحيق المختوم)

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


ننگرهار بٹی کدٹ کی یو ٹنگ ویجاڑ4 عسکر پکی ووژل شول
ساعت 9:59 | بازدید : 861 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

په ننګرهار ولايت کې د اسلامي امارت مسؤل مجاهدين خبر راکوي چې په بټي کوټ ولسوالۍ کې يې د ګډ دښمن په ګزمه وسلوال بريد ترسره کړ.

د راکړل شوي خبر په اساس په ګزمه تېره ورځ مازديګر خواوشا 4 بجې وسلوال بريد وشو چې په مهال يې 4 عسکر ووژل شول او 6 نور سخت ژوبل شول، په دې سربېره يو زغروال ټانګ وويشتل شو او په بشپړه توګه وسوزېد.

2013-12-20

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


کونڑ چپه دره کی په کاروان او پوسته برید کی 5 عسکر ووژل شول
ساعت 9:53 | بازدید : 783 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

له کونړ ولايت نه په چپه دره ولسوالۍ کې د دښمن په کاروان او پوسته د وسلوال بريد خبر ورکړل شو.

په خبر کې راغلي مجاهدينو تېره ورځ مازديګر 5 نيمي بجې ديادي شوي ولسوالۍ په کرنړخوړ سيمه کې د دښمن په هغه کاروان چې نورستان ته په لاره او له يوې هفتې را هيسي په سيمه کې دمجاهدينو ترمحاصره لاندي ده، او دغه راز په سيمه کې د دښمن په پوسته هم وسلوال برید ونه ترسره کړ.

خبر کاږي د بريدونو له امله د دښمن يو شمېر موټر او د پوستې ودانۍ تخريب شوي، په دې سربېره 2 عسکر وژل شوي او 2 نور مرګوني ټپيان شوي دي.

2013-12-20

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


جوزجان قوشتپه کی 4 ابکیان ٹپیان او موٹرسکایل غنیمت شول
ساعت 9:49 | بازدید : 751 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

په جوزجان ولايت کې مسؤل مجاهدین وايي چې د قوشتپې ولسوالۍ په خانقاه سيمه کې يې له اربکيانو سره نښته ترسره کړه.

د خبر له مخې نښته تېره ورځ مازديګر 4 بجې رامنځته شوه او پوره 2 ساعته وغځېده.

په نښته کې 4 تنه اربکيان مرګوني ټپیان شول او نور په تېښته بريالي شول.

مجاهدين وايي د جګړې په مهال يې 2 ملګري ټپيان شوي او د اربکيانو يو عراده موټرسايکل يې غنيمت کړ.

2013-12-20

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


ننگرهار بٹی کوٹ کی لس عسکرو ته ورگ ژوبله
ساعت 9:44 | بازدید : 732 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

له ننګرهار ولايت نه په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ګډ دښمن له عسکرو سره د خونړۍ جګړې خبر ورکړل شو.

خبر وايي د ګډ دښمن ګزمه تېره ورځ خواوشا 1 بجه د امبرخانې او فارم سی تر منځ سيمه کې د مجاهدينو په کمين کېوته چې له امله يې درنه جګړه رامنځته شوه.

په جګړه کې سپکي او درنې وسلې وکارول شوې او کابو يو ساعت وغځېده.

د دې يو ساعته جګړې په ترڅ کې د دښمن 3 عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړ او 7 تنه نور يې مرګوني ټپيان شول.

په جګړه کې مجاهدينو ته لله الحمد هيڅ ډول زيان نه دی اوښتی.

2013-12-20

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


بغلان دوشی کی 11ٹانکر وسوزول شول او4عسکر ووژل شول
ساعت 9:39 | بازدید : 816 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

له بغلان ولايت نه په دوشي ولسوالۍ کې اشغالګرو ته د ليږد په کاروان وسلوال بريد ترسره شو.

خبر کاږي په کاروان تېره شپه 9 بجې د قرمد په سيمه کې وسلوال بريد وشو چې په مهال يې 11 عرادې ټانکر موټر په بشپړه توګه وسوزول شول.

له دې علاوه د کاروان 4 ساتونکو عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ګڼ نور ټپيان شول.

2013-12-20

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


ننگرهار بٹی کوٹ کی په پولیسو ماین وچاودید
ساعت 9:30 | بازدید : 735 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

له اطلاعاتو سره سم د ننګرهار ولايت د بټي کوټ ولسوالۍ په سيپای سيمه کې د پوليسو په پلي ګزمه درنه چاودنه وشوه.

چاودنه چې نن غرمه خواوشا 12 بجې رامنځته شوه له امله يې 1 پوليس سخت ژوبل شو.

2013-12-20

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


دریو اتلانو امریکایانو ته 200 میلونه زیان واڑاوه
ساعت 19:5 | بازدید : 685 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

لیکوال: جمیل میړنی بـــــرخه: نوري مقالې

دلیندی په ۲۸ نیټه په حساب دریو تنو فدايي اتلانودسهارله پنځه نیموبجو څخه دورځي تر۹ بجوپوري دلوی او مقتدر رب جل جلاله په مرسته وکولای شول چې د ننګرهار ولايت د تورخم په سرحدي ښارګوټې کې دامريکايانو مهم نظامي مرکز او د اکمالاتولوی تم ځای په بل مخ واړوي اوټول ولاړپوځي وسایط ، وسلي اوقیمتي سامان الات سکروټې او خاورې ایرې وګرځوي !

ورستی لوی اوتاریخي زیان چې امریکایانوته ورواوښت علت یې دانه وو چې په دغه لوی امریکايي تم ځای او مرکزباندي امنیتي حصار او څارنه وو موجود، بلکې داهرڅه وو اوشاوخواترینه داخلي اجیروعسکرو کلکي اوحاکمي پوستي جوړي کړي وي اوداسې هم نه وو چې دریو تنو اتلانو تنهاپوځي وسایط اوزخیري له منځه یووړي ، بلکې له هغوی سره یې هم ترورستۍ سلګۍ اومرمۍ پوري په ډیرمتانت اوشجاعت جګړه وکړه اودرانه تلفات یې ورواړول.

په ياده څلورساعته نښته کې چې په سپکو او درنو وسلو د سمبالو فدايي مجاهدينو لخوا په خورا ځيرکتيا او تاکتيک سره ترسره شوه ، د دښمن دوه مهم هدفونه يې له منځه يوړل ، لومړی هدف چې د اکمالاتي موټرو تر ټولو ستر تم ځای بلل کيده په ټوليزه توګه له منځه يوړل شو، د برید نه مخکې ياد تم ځای ته په لسهاوو ميقناطيسي ماينونه د ننه کړل شوي وو چې ټول په عراده جاتو پورې په خورا مهارت نښنول شوي او بیا د برید په مهال يو يو منفجر کړل شول، په دوهم هدف چې د بهرني او کورني دښمن ګډ هستوګن ځای وو هم مخامخ فدايي بريدونه وشول چې د سپکو او درنو وسلو په ګوزارونو سره دښمن ته په خوب خونو، پيره دار خانو، نظام قراول او برجونو کې درانه د سر زیانونه واوښتل، چې د کره شمیرو له مخې مجموعا (۱۰۲) لوي ټانکونه، (۲۲) له پوځي وسائلو ډک کانټينر، (۱۴) د تيلو ډک ټانکر، (۴۸) بار ټيلر او په ډير ګڼ تعداد کې نور نظامي نقلیه وسائط او مهمات له منځه لاړل

دتورخم ورستی بریدپه داسې شیبوکې ترسره شواودریوتنوفدايي اتلانوامریکایي استعمارته دڅلورساعتونوپه اوږدوکې شاوخوا۲۰۰میلونه ډالرزیان واړاوه چې له یوه لوري غلیم غواړي خپله قیمتي تکنالوجي اوپرمختللي اضافي جنګي ماشین له افغانستان څخه انتقال کړي ، له بل لوري یې په دې ورستیوکې له خپلوغلامانوسره دیوې حلقه بګوشي جرګي په مهراوترڅ کې زړه ته څه ناڅه داخبره لویدلې وه چې ګواګي نوریې افغانستان دځان اومستعمره وګرځاواودامنیتي تړون اوقضايی مصؤنیت په مټ یې نورپه افغانستان کې جرړي اوځالي پخي وګرځیدي !؟

خودمجاهداوتاریخي افغانستان داستقلال او مقدساتواصلي علمبردارانواوسپاهیانودتورخم په ګوزارسره امریکایانوته په ډاګه کړه چې هغه څیري اوجرګي چې دوی دډالروپه زور دخپلوګټواومنافعولپاره استخدام کړي ، هیڅکله ددې خاوري اوولس استاځیتوب نشي کولای اونه هم ددې وس اوقدرت لري چې دیرغلګروپه وړاندې دافغان ولس دجهاداوانتقام عزم اوداعیه کمزوري اوخاموشه کړي .

دتورخم بریدامریکایانوته دغه پیغام په څرګندوټکوکې ورساوه چې که دوی ۲سوه تړونونه هم له خپلو اجیرانوسره لاسلیک اوګڼي جرګي اومرکي جوړي کړي ، نه به یې افغان مسلمان ولس منلوته تیارشي اونه به هم امریکایان اوددوی ګټي دسکون اوخوندي توب ساه واخلي ،ځکه دتیرو۱۳ کلونوپه اوږدوکې افغانانودامریکایانوڅیره اوخواخوږي ! له نیږدي ولیدله اوترټولومهمه خبرداده چې امریکایانودوه نیم لکه افغانان شهیدان کړل او دوه میلونه یې شکنجه کړل ، افغانان دنړۍ پرمخ هغه قوم اوولس دی چې ترڅودښمن اوقاتل ورته توبه ګارشوي وي نه وي اویايی انتقام ترینه اخیستی نه وي خوب په ځان حرام بولي .

نوښه به داوي چې امریکایان دڅوتنواجیرانوپه ډاډاوجاسوسۍ ونه غولیږي اوځانته په لوی لاس په افغانستان دمحوي اونابودی قبرونه کیندي ، کنه حال اوبرخلیک به یې دتورخم هغه لمبي او لوخړي وي چې ښایي امریکايی سیاروبه یې په زړه پوري ننداره کړي وي او دصحني جزیات اوژوندي شواهدبه یې په شداومدپه خپله حافظه کې درج کړي وي

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


زابل شاجوی کی ماین دوه اجیر عسکر ووژل
ساعت 19:0 | بازدید : 875 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

دزابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې په اجیردښمن دماین چاودنه شوي

له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : چاودنه پرون مازدیګر4 بجې ددي ولسوالۍ اړوند دشاه حسن خیلو په سیمه کې داجیروعسکرو په پلي ګزمه دخښ شوي ماین په مټ ترسره شوه

دچاودني له امله 3 تنه اجیرعسکرځای په ځای ووژل شول

2013/12/19

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


کندهار شاولیکوٹ کی شوبله تخریب او5 عسکر پکی ووژل شول
ساعت 18:53 | بازدید : 858 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

دکندهارولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې داجیردښمن په شوبله دماین چاودنه شوي

له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : چاودنه پرون غرمه 11 بجې ددي ولسوالۍ اړوند دسبزل کلي ته څیرمه دیوه خښ شوي ماین په مټ داجیري اردوپه شوبله رامنځ ته شوه

دچاودني له امله شوبله په بشپړه توګه ویجاړه اوپکې سپاره پنځه تنه عسکرځای په ځای ووژل شول

2013/12/19

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


ننگرهار بالا کی ماین دری پولیس مڑہ او ژول
ساعت 18:47 | بازدید : 753 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

د ننګرهار ولايت په ده بالا ولسوالۍ کې د پوليسو په ګزمه چاودنه شوې او 3 تنو ته يې مرګ ژوبله اړولي ده.

دغه چاودنه نن ماسپښين 1 بجه په سروميرانوچړای سيمه کې د پوليسو په پلي ګزمه وشوه.

چاودني 1 پوليس وژلی او 2 يې سخت ژوبل کړي.

2013-12-19

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


لغمان علینگار په قرارگاه برید وشو
ساعت 18:42 | بازدید : 894 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

د اسلامي امارت مجاهدينو د لغمان ولايت په علينګار ولسوالۍ کې د دښمن په قرارګاه وسلوال بريد ترسره کړ.

د خبري سرچينې د خبر له قراره قرارګاه په ورنټا سيمه کې موقعيت لري او تېره شپه 11 بجې د مجاهدينو تر بريد لاندي راغله.

د بريد له امله دښمن ته د اوښتي زيان په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.

2013-12-19

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


فراه حاکسفید ولسوالی کی د گڈ دوشمن واه تنه بزگران بندیان کڑل
ساعت 17:5 | بازدید : 709 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 7

دفراه ولایت له خاکسفیدولسوالۍ نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : نن غرمه 11 بجې ددي ولسوالۍ اړوند درنج کلي په سیمه کې یرغلګرو داجیرعسکرو په ملتیا دچورلکوپه مټ چاپه ووهله

دښمن چې سیمي د6 چورلکوپه مټ راغلي ؤ 7 تنه بزګران یې له ځان سره دبندیانوپه توګه بوتلل

2013/12/19 قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 7 دفراه ولایت له خاکسفیدولسوالۍ نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : نن غرمه 11 بجې ددي ولسوالۍ اړوند درنج کلي په سیمه کې یرغلګرو داجیرعسکرو په ملتیا دچورلکوپه مټ چاپه ووهله دښمن چې سیمي د6 چورلکوپه مټ راغلي ؤ 7 تنه بزګران یې له ځان سره دبندیانوپه توګه بوتلل 2013/12/19

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


کندهار غور کی د یرغلگرو دوه ٹنگونه د ماینونو شکار شول
ساعت 16:59 | بازدید : 661 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )
دکندهارولایت په غورک ولسوالۍ کې دیرغلګروپه موټریزکاروان دماین چاودني شوي له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : پرون ماسپښين 3 بجې ددي ولسوالۍ اړوند د تروو اوبو په سیمه کې دیرغلګرو په هغه موټریزکاروان یوپه بل پسي زوروري چاودني ترسره شوي چې دغورک ولسوالۍ پرلوري دعملیاتوپه موخه راروان ؤ دچاودنو له امله دواړه ټانکو نه په بشپړه توګه ویجاړاوپکې سپاره عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته 2013/12/19استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


لوګرمرکزته نژدې کشفي الوتکه را وغورځېده
ساعت 16:54 | بازدید : 753 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )
له اطلاعاتوسره سم د لوګر ولايت مرکز پل علم ته نژدې سيمه کې د اشغالګرو عسکر کشفي چورلکه را غورځېدلي. خبر وايي الوتکه بيګاماخستن 8 بجې د پادخواب او باغګي ترمنځ سيمه کې يو غونډۍ ته نژدې را وغورځېده او په مکمل ډول له منځه لاړه. 2013-12-19استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


ډیويډ کیمرون : موږ خپل ماموریت په بریالیتوب سره سرته رسولی دی
ساعت 16:26 | بازدید : 914 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

"د برطانیی لومړی وزیر څو ورځی وړاندی افغانستا ته په یو غلچکی سفر راغی او په هلمند کی یی له خپلو عسکرو سره د لیدنی پرمهال پورتنۍ خبره وکړه .

په دې اړه د الجزیرې تلویزیوني کانال انګریزي څانګي یوه تبصره کړی چې ‌ژباړې او لنډیز ته یی د لوستونکو پام را اړوو: کیمرون دغه وینا داسی مهال کوی چې په افغانستان کې د طالبانو روانې جګړې نور هم زور اخیستی ، د کابل په اداري کې اختلاس او اداری فساد اوج ته رسیدلی ، د مخدره موادو کرکرونده او قاچاق نور فراخ سوی او بشری حقوق ترپښو لاندی کیدل یومعمول ګرځیدلی دی

برطانوی وزیر په داسی حال کې چې د کریسمس تر رارسیدو وړاندي په یوناڅاپی سفرافغانستان ته راغی او له خپلو ځواکونو سره یې ولیدل ؛ دغه څرګندوني وکړي او زیاته یی کړه چې د ده ځواکونه کولای سی چې راتلونکی کال افغانستان پریږدی ځکه چې دوی په کامیابۍ سره خپل ماموریت سرته رسولی دی . د نوموړی دغه وینا د پخواني امریکایی ولسمشر جورج ډبلیوبوش هغه خبری ته ورته وه چې په ۲۰۰۳م کال کې یی د عراق د جګړي په اړه کړی وه « Mission accomplished» او دا د یو بینر په بڼه د الوتک وړونکي یوې بیړۍ پر سر لګیدلی وه. د بوش پر دې خبره هغه مهال لوړرتبه امریکایانو لکه (hubristic, premature and triumphalist) هیوبریستک پریمیچر او ټرییومپلیسټ سخت ټکونه وکړل او دا یی یوه بی معنی خبره وبلله ، هغه و چې جګړي یوه بله لسیزه ونیوله او په زرګونو عراقیان پکی ووژل شول .

له ډیویډکیمرون نه پوښتنه وسوه چې کچیری موږ له افغانستان نه وځو نو موږ به د دی وړیو چې له ځان سره دا پیغام ولرو چې له ۱۲کلنۍ جګړي وروسته بیا هم موږ پخپل ماموریت کې کامیاب سو؟

ده په ځواب کې وویل : هو! زه فکر کوم ویلای سو زموږ عسکرو دا کار ترسره کړی دی .

ده زیاته کړه چې د دي میشن مهم اړخ دا دی چې نور د ترور لپاره پناه ځای نه دی پاتي ، زه فکر کوم دا اهم میشن دی چې موږ ترسره کړیدی .

خو په غرب کې د کیمرون ناقدین وایی چې د نوموړی دا وینا یوه ګمراه کوونکي وینا ده او ډیری اندیښني یی د افغان امنیت په اړه راپارولي دي ، د کرزی د حکومت تر واک لاندی د مخدراتو پراخ کاروبار ، اداری فساد او له بشری حقوقو څخه سرغړوني په داسی حال کي چې افغان حکومت د راتلونکو ټولټاکنو تابیا کوی او د طالبانو له شدید مقاومت سره مخ دی . دا ټول هغه څه دی چې ډیر تشویش یی رامنځ ته کړی دی .

(یوری فیډوټو) چې د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرایمو د دفتر مسؤل دی ؛ په تیر اکتوبر کې وویل چې : ویره ده چې افغانستان نور د افیونو او نشیی توکو ستر مرکز جوړ شی .

د برطانیی د اپوزیسیون یو وتلی سیاستمدار (پاول فلیین) چې له لومړی سر نه پر افغانستان باندی له حملي سره مخالف دی ؛ پرخپل ټویټر باندی پر ډیویډ کیمرون په سخت ګذار کولو سره وویل چې: کیمرون د ۴۴۶برطانوی عسکرو په وژلو ، له ۲۰۰۰څخه زیات شدید زخمی کیدلو، ۴۰میلیارده پاونډه بی ځایه لګول او بی شمیره افغانانو وژل ، د کرکولي لرونکي کرزی ناکامه حکمراني ، د مخدراتو زیاتوالی آیا د ( میشن پوره کیدل ) بولی ؟!.

د مزدور دفاعی کارګرګوند ویاند (ویرنون ایم پی) وویل: دا لا ډیره تروخته وړاندی ده چې وویل سی ، افغان ماموریت تکمیل سوی ، په داسی حال کی چې عسکر مو لا په جګړه بوخت دي له طالبانو سره په سخت جنګ کی یو وظیفه لا نه ده پوره سوی .

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


هلمند مارجه کی دوه اجیر عسکر قتل دوه نور ژوبل شول
ساعت 16:17 | بازدید : 765 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

دهلمندولایت په مارجې ولسوالۍکې له اجیردښمن سره سخته جګړه شوي

له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : جګړه پرون سهار شاوخوا 8 بجې ددي ولسوالۍ اړوند د ترخه ناور په سیمه کې دنرې زابر په سیمه کې داجیر ي اردو له هغه عسکرو اوپولیسو سره ونښته چې سیمي ته دعملیاتوپه موخه راوتلي ؤ

جګړه چې پکې سپکي اودرنې وسلې وکارول شوي تر10 بجوپوري یې دوام وکړ

په دي مخامخ جګړه کې ددښمن دوه تنه عسکرځای په ځای قتل اودوه نورسخت ژوبل شول

2013/12/18

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


هلمند نادعلی کی د جاسوسی اداری دوه غڑی قتل او موٹر یی ویجاڑ شو
ساعت 16:12 | بازدید : 785 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

دهلنمدولایت په نادعلي ولسوالۍ کې داجیردښمن په رینجروسلوال بریدترسره شو

له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : ددښمن دجاسوسي شبکي په اصطلاح دملي امنیت په یوه رینجرموټردمجاهدینوله لوري دیوه کمین په ترځ کې وسلوال بریدترسره شو

دبریدپه پایله کې ددښمن موټرپه بشپړه توګه ویجاړاوپکې سپاره دوه تنه ځای په ځای اودرې نورسخت ژوبل شول

2013/12/18

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


هلمند موسی کلا کی دوه اجیر عسکر ووژل شول
ساعت 16:8 | بازدید : 773 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

دهلمندولایت په موسی کلاولسوالۍ کې په اجیروعسکرو وسلوال بریدترسره شو

له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : برید نن سهار 9 بجې ددي ولسوالۍ بازارته نږدي د توغي په سیهم کې هغه مهال په اجیروعسکرو ترسره شو چې په سیمه کې په تلاشي کولو بوخت ؤ

دبریدپه پایله کې دوه تنه اجیرعسکرځای په ځای ووژل شول

2013/12/18

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


هلمند نادعلی کی ماین دوه اجیر عسکر قتل کڑہ
ساعت 16:3 | بازدید : 708 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

دهلمندولایت په نادعلي ولسوالۍ کې داجیردښمن په پلي ګزمه دماین چاودنه شوي

له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : چاودنه بیګاه ماښام شاوخوا 6 بجې ددي ولسوالۍ اړوند دسیویکي غربي په سیمه کې له تورپله سره داجیري اردوپه پلي ګزمه دویشتونکي ماین په مټ ترسره شوه

دچاودني له امله دوه تنه اجیرعسکرځای په ځای قتل اویوبل سخت ژوبل شو

2013/12/18

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


هلمند سنگین په پوسته برید کی دری اربکیان وژل شول
ساعت 15:59 | بازدید : 973 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

دهلمندولایت په سنګین ولسوالۍ کې داربکیانوپه پوسته وسلوال بریدترسره شو

له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : برید پرون مازدیګر4 بجې ددي ولسوالۍ اړوند دڅاروان قلعه دملازو په سیمه کې دپدیشاه په پوسته دسپکو اودرنو وسلو په مټ ترسره شو

بریدچې پوره یوساعت یې دوام وکړ په پایله کې یې درې تنه اربکیان ځای په ځای قتل اودوه نورسخت ژوبل شول

2013/12/18

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


زابل ارغنداب کی 4 عسکرو ژوند له لاسه ورکڑ
ساعت 15:53 | بازدید : 737 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

دزابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې په اجیروعسکرو دماین چاودنه شوي

له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : چاودنه پرون غرمه 12 بجې ددي ولسوالۍ اړوند دداود او ګل دپوستو ترمابین داجیردښمن په پلي ګزمه دیوه خښ شوي ماین په مټ ترسره شوه چې له امله یې په ګزمه بوخت 4 تنه اجیرعسکرځای په ځای ووژل شول

2013/12/18

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


فراه گلستان کی ابکیانو وسلوال برید تر سره وشو
ساعت 15:48 | بازدید : 646 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

دفراه ولایت په ګلستان ولسوالۍ کې په اربکیانو وسلوال بریدترسره شو

له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : بریدپرون سهار لس بجې ددي ولسوالۍ اړوند دتوت دجاربند په سیمه کې هغه مهال په اربکیانو ترسره شو چې مجاهدین ددښمن په یوه کمین وربرابرشول

دښمن دمجاهدینوله سخت مقاومت سره مخ شول چې په پایله کې یې دښمن له سیمي نه په تېښته بريالي شول خودتلفاتوپه اړه یې دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي

2013/12/18

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


فراه فراه رود کی د امینه قومندان په کاروان برید کی دوه ٹنگونه ویجاڑ شول
ساعت 15:42 | بازدید : 630 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

دفراه ولایت په فراه رودولسوالۍ کې دامنیه قومندان په موټریزکاروان پراخ وسلوال بریدترسره شو

له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : بریدتېره ورځ غرمه 11 بجې ددي ولسوالۍ اړوند دبخش اباد په سیمه کې دجاسوسي اداري درئیس عبدالصمد او دامنیه قومندان چې نورو لوړرتبه کسانو یې هم ملتیاکوله په موټریزکاروان ترسره شو

بریدهغه مهال ترسره شو چې دښمن سیمي ته داوضاع کتلو په موخه راغلي ؤ

بریدچې پکې سپکي اودرنې وسلې وکارول شوي په پایله کې یې ددښمن دوه ټانکونه په بشپړه توګه ویجاړاوپکې سپاره عسکروته مرګ ژوبله واوښت اوپاتي نوریې له سيمي نه په تېښته بریالي شول

2013/12/18

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


خوست صبریو کی د اجیری اوردو په گزمه ماین وچاودید
ساعت 15:33 | بازدید : 718 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

د خوست ولايت په صبريو ولسوالۍ کې د اجيري اردو په ګزمه درنه چاودنه شوې.

چاودنه نن غرمه 11 نيمي بجې په سروبي سيمه کې د اجيري اردو په پلي ګزمه وشوه، د چاودني له امله دښمن ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې نه ده څرګنده شوې.

2013-12-18

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


پکتیا مرکز ته نژدی د جاسوسی اداری ماین 5 کارمندانو ژوند واخیست
ساعت 15:27 | بازدید : 767 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

په پکتيا ولايت کې د ښخ کړل شوي ماين چاودني د جاسوسي ادارې 5 تنه کارمندان وژلي دي.

دغه چاودنه نن غرمه خواوشا 10 نيمي بجې ګردېز ښار ته نژدې د يادي ادارې په کارمندانو په داسي حال کې وشوه چې د رېنجر موټر په شاوخوا را ټول وو.

عيني شاهدان وايي چاودني د 5 تنو په وژنه سربېره يو بل سخت ژوبل کړل.

2013-12-18

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


ننگرهار بٹی کوٹ کی د پولیسو ٹنگ په ماین والوت
ساعت 15:22 | بازدید : 811 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

د ننګرهار ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ګوډاګۍ ادارې د پوليسو ټانګ په ماين والوزول شو.

خبر کاږي ټانګ نن سهارمهال 8 بجې په طاوس خيل سيمه کې د چاودني ښکارشوچې پوره تخريب شو او 2 تنه پوليس پکې ټپيان شول.

2013-12-18

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


غازی اباد کی په بیس برید وشو
ساعت 15:15 | بازدید : 783 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

د اسلامي امارت مجاهدينو د غازي اباد ولسوالۍ په جلاله سيمه کې د دښمن په بيس وسلوال بريد ترسره کړ.

د خبر له مخې په بيس بيګا ماښام 7 بجې وسلوال بريد وشو چې سپکي او درنې وسلې پکې وکارول شوې او له امله يې دښمن ته درانه مالي اوځاني تلفات واوښتل.

2013-12-18

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


خوست علی شیرو کی پوسته په هاوان وویشتل شوه
ساعت 15:10 | بازدید : 741 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

د اسلامي امارت مجاهدينو د خوست ولايت د علي شيرو ولسوالۍ په ببرک تاڼه سيمه کې په پوسته د هاوان بريد ترسره کړ.

پوسته بيګاشپه خواوسا 10 نيمي بجې د هاوان په 4 مرميو دقيق وويشتل شوه چې له امله يې دښمن ته مالي اوځاني زيان واوښت.

2013-12-18

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


تازه حال : دتورخم په جګړه کې کابو 200 ټانګونه، تيلر او ټانکر وسوزول شول
ساعت 14:0 | بازدید : 790 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

د ننګرهار په سرحدي ښار تورخم کې د اشغالګر دښمن د اکمالاتي کاروانونو په تمځای د اسلامي امارت د استشهادي مجاهدينو د وسلوال بريد له امله درانه مالي اوځاني تلفات واوښتل.

د راکړل شوي خبر په اساس استشهادي مجاهدين لومړی يو کوچني تمځای ته ځانونه ورسول او هلته يې په ولاړو ټيلرانو او ټانکرونو کې مقناطيسي ماينونه ځای په ځای کړل او له انفجارونو وروسته يې په خوندي توګه دوهم لوی تمځای ته ځانونه ورسول.

په لومړي تمځای کې 13 ټيلر موټر 26 ټانګونه او 9 کانټينران په بشپړه توګه د اور خوراک شول.

د عيني شاهدانو له قراره استشهادي مجاهدينو په دوهم هدف کې په ميړانه د دښمن له عسکرو او هوايي ځواک سره په ساعتونو جګړه وغځوله او هلته يې هم په زيات تعداد کې ټيلر موټرانو چې ټانګونه پکې بار وو، کانټينرونو او ټانکرانو ته اورونه ورته کړل او ګڼ يې په چسپکي ماينونو والوزول.

دغه جګړه چې سهار وختي 5 نيمي بجې پيل شوه د غرمې تر 9 نيمو بجو پوري وغځېده.

د موثق راپور په اساس په دې څلور ساعته جګړه کې د دښمن 102 لوی ټانګونه، 22 اکمالاتي کانټينر، 14 د تيلو ټانکر، 48 عرادې ټيلر موټر او يو ګڼ شمېر نور نقليه او پوځي وسائط په بشپړه توګه وسوزېدل، له دې علاوه زياتو بهرنيو او کورنيو عسکرو ته هم درنه مرګ ژوبله واوښته.

د جګړې په پای کې د اسلامي امارت درې تنه استشهادي مجاهدين، امرصاحب سعيدمحمد د ننګرهار، قاري سليم د غزني او استاد مسرور د هلمند ولايت اوسېدونکي د شهادت لوړ مقام ته ورسېدل، انالله وانا اليه راجعون.

2013-12-18

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


سوریا دوه لوڑپوری نظامی چارواکی وژل شوی
ساعت 10:48 | بازدید : 882 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

د سوري د انقلابي اتحادیې له راپور سره سم، سوري مقاومت کوونکو دمشق ښار ته څېرمه په ضُمیر سېمه ې د اسدي رژیم پر یوه ستر ډيپو حمله کړې او په سېمه کې د اسدي پوځ د ډيپوګانو مشر یې پکې وژلی.

وژل شوی پوځي مشر علی سلیمان رمضان نومېږي.

سرچېنه په یو بل خبر کې کاږي، چې سوري انقلابیانو په یوه جلا برید کې د اسدي رژیم د ملاتړو ملیشو پر یوه قرارګاه برید او د ځينو عسکرو سربېره یې د هغوی مشر ابوالفضل العباس عراقي هم وژلی.

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 34
بازدید دیروز : 4
بازدید هفته : 43
بازدید ماه : 542
بازدید کل : 68855
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 34
:: باردید دیروز : 4
:: بازدید هفته : 43
:: بازدید ماه : 542
:: بازدید سال : 5829
:: بازدید کلی : 68855