الجـــــــهاد فی سبیل الله
اربکیانو په فاریاب او پکتیکا کې سلګونه کورونه سوځول 2015/2/4
ساعت 21:13 | بازدید : 896 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

فاریاب په قیصار او د پکتیکا په یحی خېلو ولسواليو کې مېشتو اربکیانو د سیمې د علماوو او عامو وګړو سلګونه کورونه سوځولي دي.د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالي په نهرین سیمهکې د طالبانو له لوري اربکیانو ته د درنو ور اوښتو زیانونو په غبرګون کې هغوی د سیمې د خلکو لسګونه استوګنځي له لوټ وروسته سوځولي دي، چې پکې د یوې مېرمنې او ماشوم په ګډون څلور تنه شهیدان شوي هم دي.د سیمې اربکیانو همداشان د نهرین تر دووسوو ډېرېکورنۍ په ساړه ژمي کې کډوالي ته اړ کړې دي او کورونه يې هم ورته له لوټونې وروسته سوځولي دي.په ورته وخت کې د هېواد په جنوب ختیځ ولایت پکتیکا کې هم د یحی خېلو اربکیانو د غیبي خېلو او یحی خېلو په سیمه کې د پنځلسو تنو دیني علماوو او مدرسینو کورونه لوټ کړي او بیا یې ورته اور ورته کړی دی.د سیمې خلک وايي چې اربکیان دوی د طالبانو د همکارانو په نامه لوټي او په ساړه ژمي کې يې له کورونو شړي.د دوی په خبره تر دې وړانډې هم اربکیانو امر کړی و، چې یا به له دوی سره یو ځای د طالبانو پرضدټوپک اخلي یا به له سیمې کډې باروي.دا په داسې حال کې دی چې د کورنیو چارو وزارت مسوولینو د رسنیو له لارې منلې ده، چې د دوی سیمه ییز پولیس ورته کړنې ترسره کوي، خو په خبره يې دوی يې د څارنې هڅه کوي.تر دې دمه د فاریاب او پکتیکا سیمه ییز چارواکيد اربکیانو په دغو کړنو چوپ دي، خو خلکو ګواښ کړی، چې که د دوی غږ وانه ورېدل شي ؛ نو بیا به له اربکیانو د خپل غچ د اخستلو لپاره خپله ودریږي.

استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: خــــبرونه , ,

|
امتیاز مطلب : 5
|
تعداد امتیازدهندگان : 1
|
مجموع امتیاز : 1


نږدې دوه میلیونه ماشومان درانده کارونه کوي 2015/2/4
ساعت 21:10 | بازدید : 836 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

ګډحکومت د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت مسوولین وايي چې په ټول هېواد کېنږدې درې میلیونه ماشومان سخت ځپل شوي دي، چې دوه میلیونه يې خورا درانده کارونه کوي.سره له دې چې په تېرو کلونو کې یواځې امریکا له افغانستان سره شاوخوا سل میلیارده ډالره مرستهکړې ده او د ماشومانو او بشري حقونو په نامه کمیسیونونه او مؤسسې هم فعالې دي، خو د لا هم د سلګونو زرو ماشومانو درانده کارونه کول اندېښموونکې بلل شوي.د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویاند علي افتخاري وايي چې له قانوني اړخه تر اتلس کلنۍ ښکته عمر لرونکي کسان ماشومانبلل کېږي چې باید په درندو کارونو ونه ګمارل شي، ځکه چې هغوی له فزیکي اړخه هم د سختو کارونو وس نه لري.د ماشومانو د سختو کارونو تر څنګ زرګونه نور پهبازارونو کې لاسي سوداګري کوي، چې د علي افتخاري په قول دوی د هغو ماشومانو په نسبت چېسخت کارونه کوي، لا ډېر تر رواني فشار لاندې دي.د نوموړي په خبره دوه دېرش میلیونه ډالره نړیواله مرسته يې د ځپلو ماشومانو سره د مرستې په خاطر بېله کړې ده، چې په قول يې تر اوسه پورې يې په ټول هېواد کې دوه څلوېښت دولتي او پنځه څلوېښتو خصوصي وړکتونونه او روزنتونونه جوړ کړي دي.سره له دې چې علي افتخاري د وړکتونونو او روزنتونونو جوړونه لویه لاسته راوړنه بولي خو عام خلک دې مرکزونو ته په ښه سترګه نه ګوري او وايي چې ماشومان يې پکې غیر اخلاقي روزل کېږي.د کابل ښار یو تن اوسېدونکی غلام علی وايي چې ده خپل دوه ماشومان په وړکتون کې داخل کړي و، چې په خبره يې تر ګټه يې تاوان ډېر و.هغه وايي: »هلته، نه دین شته، نه قران نه حدیث؛ ماشومانو په تلویزونونو اموخته کوي، چې بیا د پلار خبره هم تاثیر پرې نه کوي.«په افغانستان له امریکايي یرغل سره جوخت د ماشومانو، ښځو او بشري حقونو په نامه ګڼې دولتي او غیر دولتي ټولنې او مؤسسې فعالې دي چې ځينې يې یواځې د غربي کلتور د ورپيچکارې کولو او پیسو ګټلو مرکزونه بولي.

استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: خــــبرونه , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


ننګرهار کې طالبانو یوه امریکايي چورلکه را نسکوره کړې
ساعت 21:1 | بازدید : 636 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

طالبانو نن سهار د ننګرهار ولایت د نازیانو ولسوالۍ د لال منډۍ په سیمه کې یوه امریکايي چورلکه ویشتلې او رانسکوره کړې ده.د طالبانو ویاند نن ټکی اسیا ته په رالیږلې خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره شپه امریکايي او ورسره ملاتړو افغان عسکرو په یاده سیمه کې د ملکي خلکو د ځورونې په موخه چاپه ووهله چې له سخت مقاومت سره مخ شول.ذبیح الله مجاهد وايي، چې جګړه تر سهاره روانه وه. د نوموړي په وینا، سهار مهال یوه امریکاييچورلکه چې ګڼ شمیر عسکر یې انتقالول د دوی لخوا وویشتل شوه او رانسکوره شوه.ښاغلی مجاهد زیاتوي چې په هلیکوپټر کې ټول سپاره کورني او بهرني عسکر له منځه تللي دي.د یادونې ده، چې د روان میلادي کال له پيل سره جوخت امریکايي او ناټو ځواکونو په افغانستان کې خپل دیارلس کلن محاربوي ماموریت په رسمي توګه ختم کړ.مګر د څه باندې یو میاشتې په تيریدو سره لا هم د هیواد په ځينو سېمو کې د بهرنیو ځواکونو له لورې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو راپورونه ورکول کېږي.همداراز پر پلازمېنه – کابل- سربېره په ځيني نورو ولایتونو کې خو لا د دغه اعلان سربېره د بهرنیو ځواکونو ګزمې او قواووې د طالبانو تر بریدونو لاندې هم راغلي،چې د دغو ځواکونو د نظامي فعالیت او محاربوي شتون په اړه یې ډېری افغانان شکمن کړي.

استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: خــــبرونه , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


په افغانسان کې د ايساف د ناکام ماموریت د اختتام په اړه د اسلامی امارت غبرګون
ساعت 20:24 | بازدید : 1525 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

له نن څخه۱۳کاله وړاندې د ملګرو ملتو سازمان د امریکا په غوښتنه او یو لوریز ټينګار سره، د۴۲هيوادونو له نظاميانو څخه يو مشترک يرغلګر باند جوړ کړ او د ايساف یا سوله ساتو!! نوم يې پرې کيښود، بیايې د وژنو، ویرولو وحشت او بمبارولو لپاره افغانستان ته راواستاوو.په افغانستان کې هغه وحشتونه او مظالم له هيچا هم پټ نه دي چې د دغه ځواک تر سیورې لاندې او په تأسف سره چې د ملګروملتو د سوله ساتو تر عنوان لاندې ترسره شول.په زرهاوو مظلوم افغانان، ښځې او ماشومان د دغو په اصطلاح سوله ساتو د ظلم او وحشتونو په اور کې وسوزيدل، کورونه وران شول، خلک بې کوره شول، هيواد د وینو سیلاب په سر واخیست او د ظلم لړۍ يې لا هم د بهرنيو يرغلګرو او کورنیو اجیرانو په وسیله جریان لري.موږ د ايساف په نامه د جوړ شوي ځواک جوړیدل دیو ظالم ماموریت پيل بولو چې پهيويشتمه پيړۍ کې يي د ملګرو ملتو له چتر نه په سوء استفاده د امریکايي موخو لپاره خپله کرغیړنه دنده ترسره کړه.نن په افغانستان کې آيساف له کومې ښکاره او ملموسې لاسته راوړنې څخه پرته، په ناکام او مايوسه حالت کې، د خپل فعالیت بیرغ کوزکړ او د )غوڅ ملاتړ( تر بې مفهومه عنوان لاندې نوی ماموریت يې پيل کړ، موږ دا اقدام د دوی د ماتې او مايوسۍ ښکاره بیلګه بولو، متکبر ځواکونه اګرکه په ښکاره سره په خپله ماتې د اعترافکولو جرأت نه لري، خو نړيوال پوهيږي چې هغه ماموريت چې له وسلو، پيسو او د يويشتمې پيړۍ له ټولو مجهزو او نويو وسلو سره د افغان میړني ملت په ايل کیدو باندې ونه توانيد او اوس په ټيټ سر او لویدلي مورال سره په يولوريز ډول د جنګی ماموریت پای اعلانوي، په راتلونکي کې به هم په داسې حال کې چې ټول شته چانسونه يي له لاسه ورکړي، امریکا ستړې شوی، د غرب جنګي ماشين نور له کاره غورځيدلی او په نړۍ کې په ګڼو ځایونوکې مصروف کړل شوی ده، هيڅ کله به همونه توانیږي، چې له خپلو غلامانو څخه په ریښتیا هم )غوڅ ملاتړ(!!؟ وکړي.په اوسنۍ بې موازنې جنګ کې د امریکایانو ترڅنګ د اشغالګرو شریکانو او د آيساف اوناټو په ګډون نړیوالو متکبرو سازمانونو خورا ښکاره ماتې وخوړه، په لسهاوو زره عسکر يې مړه او ژوبل شول، په ميلیاردونو ډالر يي مصرف شوې، ملتونه يي وزبيښل شول، په خپلو هيوادونو کې له اقتصادي ناورين حتی رکود سره مخ شول، جنګي جنرالان يې پرلپسې ناکام شول، او په نړیواله سطحه يې ځواک او دبدبه له منځه لاړه.د ماموریت بدلون او د عنوانونو تغیر د ايساف، ناټو او امریکا لپاره نه کومه لاستهراوړنه ده او نه هم کوم بریالیتوب، دوی بې له دې چې په ستیجونو باندې تشې خبرې وکړي، لافي ووهي او دخپلو ملتونو دغولولوهڅې وکړي، بل څه نشي کولای.په تشو لافو او بی معنا خبرو سره په دايمي ډول ملتونه نه تيروځي، شاید اوس د دوی خپل ملتونه هم په دې پوه شوي وي چې پر افغانستان يرغل او دلته خپل نظامي ماموريت پيل کول له ډبرو سره سر جنګول او په اوسني تاریخ کې تر ټولو لویه احمقانه پريکړه وه.موږ باوري یو چې زموږ ملت به لاهم د جهاد سنګرونه پياوړي ساتي، د امریکا په لاس جوړشوي بې موراله ځواک به هم لکه دهغو د بادارانو په شان، پرلپسې ماتوي، د پاتو اشغالګرو ځواکونو په بې له قيده او شرطه شړلو سره به د خپل هیواد بشپړه آزادي ترلاسه کوي او دلته به ديوهسوچه اسلامي حاکیمت لپاره زمینه برابره وي.د ايساف د ماموريت تغير او يا د ناټو د ماموریت عنوان بدلول موږ نشي غولولی، ترهغو چې يو بهرني عسکر هم په افغانستان کې په نظامي لباس کې وجود ولري میړنی ولس به مو جهاد او مبارزې ته ژمن وي، او د دښمن ټولې پاتې دسسي به هم، لکه د تيرو هغو په شان د ناکامۍ او يأس تر پولې رسوي. ان شااللهد افغانستان اسلامي امارت۶/۳/۱۴۳۶هـ ق۷/۱۰/۱۳۹۳

استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: مقالـــې , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


په څو کرښو کې لوی مفاهیم ـ ۷
ساعت 16:20 | بازدید : 975 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

7حامد افغان1( سجدهکله چې کوم کبرجن ووينئ پوه شئ چې دی به لمونځ ښه نه کوي او یا به یې بیخي نه کوي، څوک چې ښه لمونځ کوي نو ډېري سجدې او کِبر نهشي سره یوځای کیدلی: قرانكريم وایي: سِيمَاهُمْ فِي وُجُوهِهِمْ مِنْ أَثَرِ السُّجُودِ . سورة الفتح 29. له امام مجاهد رحمه الله نه په صحي روایت کې راغليچې دلته مراد “عاجزي ” ده. نو ډېر سجده کوونکي کبرجن نه وي عاجزه وي. اللهم اجعلنا ساجدین لک مخلصین.2( د مومن دوه مهم صفتونهاو د مهربانه ذات بندګان هغه دي چې په ځمکه درانهاو عاجزه روان وي، او کله چې جاهلانو ته مخاطب شي ښه او کره خبره او سلام ورته کوي . وَعِبَادُ الرَّحْمَٰنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْنًا وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا )سورة الفرقان63(.په دې ایت کې د مومنانو دوه مهم صفتونه بیان شوي دي یو دا چې هغوی درانه او محترم وي او له کبر او غرور نه لري وي او بل دا چې له جاهلانو او ناپوهانو سره د اړیکو په مهال د هغوی جهالت او ناپوهي په درنښت او کره او نرمه خبره ځوابوي محمد بن الحنفیه وایي: مومنان به درانه او پاک ويد ناپوهي کارونه به نه کوي که څوک د ناپوهي چلند ورسره وکړي دوی درانه وي او ورته چلند نه ورسره کوي.3( نن د پرون په هينداره کېاو ځیني خلک چټي خبرې اخلي چې )خلک( د الله له لاري بیلاري کړي. وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَن سَبِيلِ اللَّهِ . ]لقمان:6[، ویل کیږي دا ایت د النضر بن الحارث په باره کې نازل شوی دی، هغه به د فارس د ځیني پاچاهانو لکه رستم اواسفنديار خبرې او کیسې اخیستلې، په دې به یې د قریشو مجلسونه ښایسته کول څو قران ته غوږ ونه نیسي، ]تفسير الطبري[.نن څومره پرون ته ورته حالات دي، نن سبا څومره اخلاق خرابوونکي لیکنې، فلمونه او نور .. خپریږي،خلک د قران او قراني اخلاقو په اړه موضوعاتو ته څومره کمه توجه لري او د ادب او ترفیه په نوم په موضوعاتو او خواله رسنیو شپه ورځ بوخت وي. نن ته که د پرون په هينداره کې وګورو د النصر بن الحارث پریمانه پیروان زموږ ځوان کوول ته د داسې اسبابو په برابرولو بوخت دي چې هغه یې له قرانکریم او نبوي لارښوونو راګرځوي او بیلاري کوي.4( صلاح او اصلاحاو ستا رب په ظلم سره کلي نه هلاکوي که خلک یې اصلاح راوستونکي وي. وما كان ربك ليهلك القرى بظلم وأهلها مصلحون، ]هود:117[.“مصلح” هغه کس ته وایي چې پخپله صالح او نیک عمله وي او اصلاح راوستونکی هم وي، او “صالح ” هغه چې پخپله ښه وي ، دلته الله جل جلاله )واهلها مصلحون( ویلي دي ” صالحون ” یې نه دي ویلي ځکه یواځي د ځان اصلاح نجات ورکوونکې او د الله له عذاب نه خلاصوونکې نه ده، باید ځانونه پخپله هم اصلاح او اصلاح راوستونکي وګرځوو. نو له صلاح )ځان سمولو( سره اصلاح )نور سمول( لازمه شوه5( په دعوت کې حرص او اخلاصثُمَّ إِنِّي دَعَوْتُهُمْ جِهَارًا ثُمَّ إِنِّي أَعْلَنْتُ لَهُمْ وَأَسْرَرْتُ لَهُمْإِسْرَارًا .سورة نوح. یعني بیا مې دوی ته په ښکاره دعوت ورکړ، بیا مې هغوی ته دعوت اعلان اوپه ډاګه کړ، او په پټه مې هم دعوت ورکړ.نوح علیه السلام د خپل دعوت خبره کوي چې خپل امت ته یې په ښکاره او پټه هر ډول دعوت ورکړی، د) اعلنت( او )اسررت( په تفسیر کې د تفسیر وتلی امام مجاهد بن جبر المکي رحمه الله وایي: چیغې او نارې مې ورته وکړې او کورونو ته یې ورغلم. د نوحعليه السلام د دعوت په دې چلند کې د داعي له پاره ډیر څه پراته دي داعي باید د دعوت په لاره کې ډېر حریص واوسي هغه باید خپل قوم ته په ډاګه او پټه هره لاره دعوت ورکړي، لکه څوک چې خپل اولادته په ډېر اخلاص سره په پټه او ښکاره نصیحت او لارښوونه کوي؛ د الله دین ته رابلونکي هم باید په دعوت کې همداسي مخلص او حریص وي. ځکه پهدعوت کې حرص او اخلاص د انبیاو علیهم السلام لاره ده.6( د کمې ډالۍ منلرسول الله صلی الله علیه وسلم فرایي: که زه تشوزر ته وبلل شم ورځم ، او که ماته تش وزر یا د پسه پښه په تحفه کې راکړل شې قبلوم یې .عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: لَوْ دُعِيتُ إِلَى كُرَاعٍ لأَجَبْتُ، وَلَوْ أُهْدِىَ إِلَىَّ ذِرَاعٌ أو كراع لَقَبِلْتُ ، رواهالبخاري،ذراع د پسه یا بل څاروي وزر ته وایي او کراع یې لینګي ته وایي او هغه لینګی چې له غوښې خالي وي، علماء وایي: د دې مطلب دا ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هر څومره کمې تحفي او ډالۍ ته هم په درنه سترګه کتل او منله یې او خلک یې دې ته هڅول چې هر څومره کمه ډالۍ وي هم باید درنه وبلل شي او ډالۍ ورکونکی خپه نه کړل شي .7( کامل مومن نه دیانس بن مالک رضی الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه چا په ما ایمان نه ده راوړی )کامل مومن نه دی( چې په ډکه ګېډه شپه سبا کړي او څنګ ته یې ګاونډی وږی وي او دی پرې خبر هم وي. عن أنس بن مالك ـ رضي الله عنه ـقال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ما آمن بي من بات شبعان وجاره جائع إلى جنبه وهو يعلمبه. رواه الطبراني في الكبير والحاكم في المستدركو صححه الذهبي.د حدیثو شارحین لیکي چې د }ما امن بي{ )په مایېایمان نه ده راوړی( مطلب دا ده چې دا کس پوره او کامل مومن نه دی، ځکه ده د ګاونډيتوب حق نه ده پوره کړی، بخيل، بېغوره او ناترسه دی، که څوک د ایمان تکمیل غواړي او له نقصانه یې ځان ژغوري د خوار او بې وزله ګاونډي د حال پوښتنه باید هېره نه کړي، او د اړتیا په صورت کې دي مرسته ورسره وکړي.8( شک او تردد مه کوئرښتیني مومن چې له کره علماو دین او ایمان ترلاسه کړی وي او هغوی د کتاب او سنت په رڼا کې ورته روښانه کړی وي، نو په دین او ایمان دي ثابت او ولاړ اوسي د بې دینه خلکو او آیتیستانو په پوچو او سطحي دلایلو دي نه دوکه کیږي او له حالاتو سره دي لوری نه بدلوي.د اسلام د ټولو یا اکثره احکامو او اخلاقو په اړه تفصيلي علم او په هغو د مستشرقینو او آیتیستانو د نیوکو ځوابونه یواځي د جیدو او کره علماو د وس خبره ده نو د دوی په نیوکو سره باید عام سړی دشک او تردد ښکار نه شي دا نیوکې باید علماو ته وړاندي او د حل کوښښ یې وکړل شي.9( حق او عدلعمر بن عبد العزيز رحمه الله ته چا وویل: خلک سرکښه او بداخلاقه شول له لښتې پرته په بل شي نه سمیږي. ده ورته وویل: دروغ وایئ عدل او حق یې سموي.په عدل او حق سره د خلکو سمول د رباني، عادل او حقپرست عالم کار ده متاسفانه نن سبا دا صفتونه پهخلکو کې کم شوي دي ځکه لښتو او زورکارولو ته پناه وړي.10( تار او ستنکورته یې مسکین ورغی او د خیرات غوښتنه یې وکړه، ده ورته وویل: لیږ صبر وکړه، کور ته ننوتليږ ځنډ وروسته په داسي حال کې راووت چې تار اوستن یې په لاس کې و او مسکین ته یې وویل: باور وکړه په کور کې مي هیڅ شی هم نه و او دا مي هم زړه نه غواړي چې تش لاس ناامیده دي ولیږم، مهرباني وکړه لیږ راته کښېنه چې جامې دي در وګنډم، هغه ورته کښېناست او ده یې جامې وروګنډلې!.

استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: دین , ,

|
امتیاز مطلب : 2
|
تعداد امتیازدهندگان : 1
|
مجموع امتیاز : 1


ننګرهار: چپرهار کې چاودنې دولس پوليس وژلي 2014/12/15
ساعت 16:15 | بازدید : 1240 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ غر اباد سيمه کې طالبانو د پوليسو پر يوه پوسته تکتيکي چاودنه کړې ده.د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، چې په ياده چاودنه کې څلور پوليس ټپيان شوي دي.د ننګرهار ولايت امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسينمشرقي وال وايي، چې طالبانو دغه چاودنه د موټر په واسطه کړې، مګر يوازې څلور پوليس يې ټپيان کړي دي.د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د دوی ملګرو تېره شپه نهه بجې غراباد سيمه کې د پوليسو پريوه پوسته تکتيکي چاودنه وکړه او د چاودنې په نتيجه کې ۱۲ پوليس وژل شوي دي.مجاهد زياتوي، چې د وژل شوو پوليسو جسدونه اوسهم د پېښې ځای کې پراته دي.د عبدالصبور په نوم د چپرهار ولسوالۍ يو اوسيدونکي نن ټکی اسيا ته وويل، چې طالبانو د کرولا ډوله موټر په واسطه د پوليسو پر پوسته تکيتکي چاودنه کړې او پوسته يې په بشپړه توګه له منځه وړې ده.دغې سرچينې زياته کړه، چې چاودنه د سرتېري بريد په واسطه نه، بلکې کرولا موټر له چاوديدونکو توکيو ډک د پوستې خوا ته درول شوی و او طالبانوله لرې چاودنه ورکړې ده.سيمې څخه د نن ټکی اسيا همکار وايي، چې نن سهار د خان کلي د پوستې پوليس د پېښې ځای تهرا روان و، چې د طالبانو په کمين کې ګير شول او ددواړو لريو تر منځ اوس هم نښته روانه ده.راپورونه کاږي، چې وروستۍ جګړه کې تر اوسه دوهپوليس وژل شوي او څلور طالبان ټپيان دي.ذبيح الله مجاهد وايي، چې د ګډ حکومت له لوري امريکا او ناټو سره امنيتي تړونونو د دوی غوسې اوقهر راپارولی او له همدې امله يې خپلو بريدونو او چاودنو ته زور ورکړی دی.د يادونې وړ ده، چې د ننګرهار ولايت خوږياڼو، شېرزادو، حصارک، چپرهار، شينوارو او ګڼې نورې ولسوالۍ له مرکزونو پرته د طالبانو په کنټرول کېدي او خلک خپلې دعوې او حقوقي مسايل د دولتي قاضيانو پر ځای د طالبانو پر محاکمو حلوي.د ستراتيژيکو چارو څارونکي وايي، چې ننګرهار د افغانستان هغه ستراتيژيکه سيمه ده، که سقوط وکړي، نو د پلازمېنې کابل سقوط ورسره هم نژدې ګڼل کيږي.کارپوهان وايي، چې د ننګرهار خوږياڼو، حصارک، تورغر، چپرهار، سرخرود، شينوارو او يو شمېر نورو ولسواليو په ګډون د پلازمېنې کابل شاوخوا ولسوالوالۍ د طالبانو په واک کې دي.ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازی اکبر ستانيکزی وايي، چې د لوګر ازره، خروار، برکي برک، د کابل موسهي او سروبي ولسوالۍ ډېرې برخې د طالبانو په واک کې دي او همدا رنګه د ميدانوردګ، چې د کابل دروازه بلل کيږي، ډېرې سيمه کې له طالبانو سره دي او د حکومت واک يوازې پلازمېنه کابل او د ولسواليو په مرکزونو پورې محدود دی.د ملي امنيت سرپرست ريس رحمت الله نبيل څه موده وړاندې ولسي جرګې ته په خپلو خبرو کې وويل، چې د لوګر ولايت ازره او خروار ولسوالي په بشپړه توګه د طالبانو په لاس کې دي او که کابلسقوط کوي، نو له ازرې به يې کوي او دوی هڅه کوي، چې دغه سيمې له طالبانو پاکې کړي، مګر د ښاغلي نبيل له وينا وروسته هم دغه سيمې د طالبانو په واک کې دي، بلکې طالبانو د خپل واک او ځواک ساحه نوره هم پراخه کړې ده.طالبانو د پخوا په پرتله پلازمېنه کابل کې هم خپلو بريدونو او چاودنو ته زور ورکړی او په تل په خپلو اعلاميو کې دا څرګندونې کوي، چې د ګډ حکومت له لوري امريکا او ناټو سره د شوي تړون په غبرګون کې يې خپلو بريدونو او چاودنو ته زور ورکړی او دغه لړۍ به نور هم زور ونيسي.

استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: خــــبرونه , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


هرات کې د روغتون ساتونکو پر ۱۹ کلنې پيغلې ډلهييز جنسي تېری کړی 2014/12/15
ساعت 16:8 | بازدید : 897 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

هرات ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې تېره شپه د هرات ولايت د روغتون ساتونکو پر يوې ۱۹ کلنې پيغلې جنسي تېری کړی دی.چارواکي وايي، چې نوموړې نجلۍ د خپلې کورنۍ لهيوې بلې ناروغې سره د درملنې په موخه روغتون ته راغلې وه، مګر د روغتون ساتونکو پرې ډله ييز جنسي تېری وکړ.د هرات ولايت امنيه قوماندانۍ وياند عبدالرؤوف احمدي وايي، چې نجلۍ له پېښې وروسته امنيتي ارګانونه شکايت وکړ او پوليسو د پېښې دوه عاملين نيولي دي.د هرات ولايت د روغتون وياند محمد رفيق شېرزی د پېښې پخلی کوي، مګر په دې اړه یې رسنيو ته نور معلومات ورنکړل.دا لومړی ځل نه دی، چې يو رغتون کې پر ناروغانو او د هغو پر پيوازانو جنسي تېری کيږي، بلکې له دې مخکې هم ډېر داسې خبرونه رسنيو کې راڅرګند شوي، چې د روغتونو ساتونکو، ډاکټرانو او نورو مسؤولينو د ناروغانو له مجبورۍ د ناوړه ګټې اخيستنې هڅې کړي دي، مګر چارواکو تر اوسه په دې اړه هيڅ مجرم ته قانوي سزا نه ده ورکړې او له همدې امله د روغتونو په ګډون ښوونځيو او نورومؤسسو او دولتي ادارو کې د جنسي زورونو کيسې ډېرې زياتې راڅرګنديږي.

استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: خــــبرونه , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


بشر حقوق دعربي نړۍ نه بلکې د اسلام مبارک دین ډالۍ ده 2014/12/13
ساعت 16:5 | بازدید : 1436 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

 لیکوال: پوهیالی رباني وحدتدشیخ زاید پوهنتون دحقوقو او سیاسی علومو پوهنځي استادپوهیالی رباني وحدتکله چې د اسلام مبارک دین په خپلو مبارکو وړانګو د انسانانو د ژوند تیاره کونجونه او اړخونه روښانه کړل ، نو انسانانو ته یې د ژوند د پرمخ بېولو ، اداره کولو، نیکمرغی ، خوشالی او پرمختګ لپاره په هره برخهکې هر اړخیز او څرګند احکام او ارشادات وضع کړل .دا چې انسانان د ځمکې پرمخ اشرف المخلوقات دي ، نو خدای تعالی انسانانو ته د پتمن او ابرومند ژوند د تېرولو لپاره ، دمکلفیتونو ترڅنګ یو لړ داسې حقوق او امتیازات هم ورکړل ، چې په ځانګړي قوم، ملت ، هیواد ، نژا ، ډله جنس او مذهب پورې اړه نه لري ، بلکې ټول انسانان کولای شي له هر ډول توپیر او تبعیض پرته ترې ګټه واخلي ، چې د بشرحقوقو په نوم یادیږي .همدارنګه سوله ، امنیت ، برابري ، اخلاقي ارزښتونو او انساني کرامت ته درناوی د اسلام په مبارک دین کې ځانګړی ارزښت لري او په هغې ټینګار کوي .لنډه دا چې د اسلام سپیڅلی دین د انسانانو لومړنیو حقوقو ته دومره ژوره پاملرنه کړیده ، چې په هیڅ بل دین او قانون کې یې بېلګه او ساري نشته ، په همدې اساس ویلای شو ،چې مسلمانان شاو خوا ۱۴۰۰ څوارلس سوه کاله وړاندې د بشرحقوقو سره بلد او خبر و؛ خو کفري نړۍ یوازې د تیرو ۶۶ کالو راپدېخوا د بشر حقوقو سره اشنا شول او په ۱۹۴۸ زیږدیز کال کې یې د بشر حقوقو د نړیوالې اعلامیې تر سرلیک لاندي زیاتره همغه حقوق په رسمیت وپیژندل، چې اسلامی شریعت د پیدایښت سره سم ا نسانانو ته ورکړي و. مګر اوس عربي نړۍ په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالات په نړیواله کچه ځان د بشرحقوقو ملاتړکوونکي معرفي کوي او بشرحقوق دنړۍ نورو ولسونو ته خپله ډالۍبولي ، د نړۍ بېلا بېل هیوادونه بشرحقوقو څخه د سرغړونې او نه پاملرنې په پلمه ګواښي او ستونزې ورته جوړوي ؛ خو په حقیقت او واقعیت کې دامریکا متحده ایالات او متحدین یې په ډېرو مواردو کې د انسانانو همدا لومړني حقوق ترپښو لاندي کوي او په څرګند ډول د بشرحقوقو د نړیوالې اعلامیې او تړونو څخه سرغړونه کوي .وړاندې له دې چې د خپلې خبرې د ثبوت لپاره څو بېلګې وړاندې کړم،لازمه بولم چې د بشرحقوقو تعریف وړاندې کړم .بشرحقوق د نورو ټولنیزو مفاهیمو په څېر واحد تعریف نه لري د بېلګې په توګه یو شمېر علماء وایي بشرحقوق هغه حقوق دی چې ټول انسانان لږ ترلږه دهغې درلودونکي دي ، چې ددوي په هیواد ، ملت ، ژبه ، نژاد ، قوم …. پوري اړه نه لري .د یو شمېر نورو علماو په اند: بشر حقوق هغه آزادی ، خوندیتوبونه او ګټې دي ، چې د منل شویوقوانینو، ټړونونو او ارزښتونو پربنسټ باید ټول انسانان ، دهغې د درلودلو دعوی وکړي.د بخښنې نړیوال سازمان بشر حقوق داسي تعریف کړیدي. ] بشر حقوق یو شمېر سیاسي او مدني حقوقو ته وایي لکه د ژوند حق ، فرهنګي او اقتصادي لکه په کلتور ګې ګډون ، د خوراک حق ، دزده کړې حق ، د کار حق او داسې نور. که چیرته د تعریف لومړنی برخه یانې سیاسي او مدني حق په پام ونیسو، د امریکا متحده ایالات ، چې نور هیوادونه د بشر حقوقو څخه په سرغړونه تورن وي ،پخپله د ژوند حق څخه د انسانانو د بې برخه کولو تر ټولو ستر سرغړونکی هیواد دی. یوازې په یوویشتمه پیړۍ کې یې په افغانستان او عراق کې د ماشومانو ، سپین ږیرو او ښځو په ګډون په زرګونو بې ګناه او بې دفاع کسان د ژوند د طبیعي حق ځخه بې برخې کړل. ۲: شکجنه د بشر حقوقو دټولو تړونو او کنوانسیونو له خوا منع شویده؛ خو امریکا او متحدینو یې په عراق ، افغانستان او ګونتانامو او نورو پټو او ښکاره زندانو کې د بندیانو پر وړاندې له جسمي او روحي شکنجې څخه کار اخیستو. ۳ د محاکمې پرته په زندان او توقیف خانه کې د تورن او شکمن ساتل هم د بشر حقوقو څخه سرغړونه ده ؛ خو امریکا په ګونتانامو او یو شمېر نورو زندانو کې په کلونو کلونو بندیان پرتهله محاکمې ساتلي دي … او داسې. ۴ امریکا او متحدین یې د نژادي او مذهبي تبعیض په ناروغی هم اخته دي. په عربي هیوادونو کې یو شمېر مسلمانان دخپلو مذهبي مراسمو په ادا کولو او شرعي حجاب په اغوستلو کې د محدودیتونو سره مخامخ دي. په فرانسه کې په اسلامي حجاب بندیزلکول ، دامریکا د آیوا په ایالت کې د رایه ورکولو او نورو امتیازاتو څخه د تور پوستو بې برخې کولاو څو ځلې د شاوخوا ۱۰۵ میلیارده مسلمانانو د پاک او سپیڅلي الهي کتاب] قران شریف[ سوزول او بې حرمتي کول یې ښکاره بېلګې دي. سل ګونو داسې نور بېلګې شته چې عرب او متحدین یې د بشرحقوفو ملاتړکوونکې نه ،بلکې نقض کوونکي دي.

استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: مقالـــې , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


ابل: دفاع وزارت مامورینو پر موټر چاودنه وشوه – 2014/12/13
ساعت 16:0 | بازدید : 676 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

شېبه وړاندې د ګزرګاه سره نيږدې چاودنه شوې.د سیمې څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې چاودنهد دفاع وزارت د مامورینو پر یوه ۳۰۳ ډوله موټر شوې.طالبانو د برید مسوولیت پر غاړه واخېست.طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې »مازديګر دکابل ښار پل ارتل سیمه کې د مزدورو عسکرو یو بس موتر تر فدايي بریدلاندې راغی، ګڼ مزدور عسکر قتل او ټپيان دي.«چارواکو منلې چې چاودنه د ملي دفاع وزارت پر منسوبینو شوې ده.د عامې روغتیا وزارت وايي چې دوی ته څوارلس تنه ټپيان وروړل شوي دي.په تېرو ۳ ورځو کې دا درېیمه چاودنه ده چې په کابل کې کیږي. لومړۍ چاودنې د ملي اردو بس، دوهمه د فرانسویانو په کلتوري مرکز او درېیمه یې اوسنۍ ده..د پېښې په سیمه کې عیني شاهدان وايي چې تلفات زیات دي. په ۳۰۳ بس کې ټول سپاره کسان سوځېدليد کابل امنیه قومندان عبدالرحمان رحماني د پېښې په سیمه کې رسنیو ته همدا شېبه وویل: »د بس دننه چې په بشپړ ډول سوځېدلی، زموږ څېړنې دوام لري. تر اوسه معلومه نه ده چې سرتېری برید و اوکه مقناطیسي ماین و. تر اوسه د تلفاتو په اړه دقیقه خبره نه شم کولای«.نور جزییات وروستا 

استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: خــــبرونه , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


ابل: دفاع وزارت مامورینو پر موټر چاودنه وشوه – 2014/12/13
ساعت 16:0 | بازدید : 688 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

شېبه وړاندې د ګزرګاه سره نيږدې چاودنه شوې.د سیمې څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې چاودنهد دفاع وزارت د مامورینو پر یوه ۳۰۳ ډوله موټر شوې.طالبانو د برید مسوولیت پر غاړه واخېست.طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې »مازديګر دکابل ښار پل ارتل سیمه کې د مزدورو عسکرو یو بس موتر تر فدايي بریدلاندې راغی، ګڼ مزدور عسکر قتل او ټپيان دي.«چارواکو منلې چې چاودنه د ملي دفاع وزارت پر منسوبینو شوې ده.د عامې روغتیا وزارت وايي چې دوی ته څوارلس تنه ټپيان وروړل شوي دي.په تېرو ۳ ورځو کې دا درېیمه چاودنه ده چې په کابل کې کیږي. لومړۍ چاودنې د ملي اردو بس، دوهمه د فرانسویانو په کلتوري مرکز او درېیمه یې اوسنۍ ده..د پېښې په سیمه کې عیني شاهدان وايي چې تلفات زیات دي. په ۳۰۳ بس کې ټول سپاره کسان سوځېدليد کابل امنیه قومندان عبدالرحمان رحماني د پېښې په سیمه کې رسنیو ته همدا شېبه وویل: »د بس دننه چې په بشپړ ډول سوځېدلی، زموږ څېړنې دوام لري. تر اوسه معلومه نه ده چې سرتېری برید و اوکه مقناطیسي ماین و. تر اوسه د تلفاتو په اړه دقیقه خبره نه شم کولای«.نور جزییات وروستا 

استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: خــــبرونه , ,

|
امتیاز مطلب : 4
|
تعداد امتیازدهندگان : 1
|
مجموع امتیاز : 1


منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 41
بازدید دیروز : 4
بازدید هفته : 50
بازدید ماه : 549
بازدید کل : 68862
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 41
:: باردید دیروز : 4
:: بازدید هفته : 50
:: بازدید ماه : 549
:: بازدید سال : 5836
:: بازدید کلی : 68862