الجـــــــهاد فی سبیل الله
د ماليې وزارت: د کارکوونکو معاشونه او د ادارو لګښت نه لرو 2014/12/13
ساعت 15:58 | بازدید : 615 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

وزارت مسوولین وايي چې دوی نور د دولتي کارکوونکو لپاره معاشونه او د خپلو ادارو لپاره لګښت نه لري.د ماليې وزارت د خزانو رییس محمد اقا کوهستانی وايي چې که نړیوالې مرستې ژر تر ژره افغان دولت ونه سپارل شي، نو د دولتي کارکوونکو معاشونه او د ادارو لګښت به راتلونکي کال ته پاتې وي.د کوهستاني په خبره دوی هڅه کوي چې د مالي کال تر پوره کېدو وړاندې خپلو کارکوونکو ته معاشونه او د ادارو لګښت ورکړي، خو په خبره يې که نړیواله مرسته ور ونه رسېږي، نو راتلونکي کال ته به پاتې وي.کوهستانی وايي چې دوی وړاندې هم نړیوالې ټولنې ته وړاندیز کړی و، چې د ادراو د لګښتونو لپاره دې ۵۳۷میلیونه ډالر مرسته وکړي، چې افغان دولت په دېبرخه کې هیڅ نه لري.د نوموړي په خبره دوی د کال په سرکې وړاندوینهکړې وه چې سږ کال به دوی د بودیجې له پنځه ویشت سلنې کمښت سره مخ کېږي، ځکه خو يې له نړیوالې ټولنې د ۵۳۷ملیونو ډالره مرستې غوښتنه وکړه چې په خبره یواځې ۱۱۷ملیونه ډالره ورته رسېدلي دي.هغه وړاندې وویل چې د دولتي کارکوونکو په معاشونو سربېره هره اداره ورځني لګښتونه لري، چې دولت يې باید ورکړي، خو په خبره يې چې دولتي کارکوونکو ته معاشونه نه شو ورکولای، نو د اداري لګښتونو خبره خو لرې ده.د کوهستاني په خبره که چېرته دغه لګښتونه او معاشونه راتلونکي کال ته پاتې شي، نو د راتلونکي کال په بودیجه به سخت بد اغېز ولري.په دولتي کارکوونکو کې ډېری نظامي مسوولین هم بې معاشه پاتې دي، چې څو ورځې وړاندې د هرات د عامه نظم سلګونو پولیسو هم د معاش د نه ورکړېله امله لاریون کړی و.د لاریون کوونکو په قول دوی ته له شاوخوا نهو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي او خپل مشران يې په یوه بله پلمه غولوي.تر دې وړاندې د نظم عامه ځینو افسرانو په پلازمېنه کابل کې هم د معاش د نه ورکړي له امله د پارلمان مخکې لاریون کړی و، چې د ځينو په قول لا يې هم غږ نه دی اورېدل شوی.t

استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: خــــبرونه , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


چارواکي: په هلمند کې ګڼ ماین پاکان وژل شوي دي 2014/12/13
ساعت 15:55 | بازدید : 837 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

هلمند سیمه ییز چارواکي وايي چې د دې ولایت په واشیر ولسوالي کې په یوه برید کې ګڼ ماین پاکان وژل شوي دي.د هلمند ولایت د امنیه قومنداني ویاند وايي چې په ماین پاکانو برید طالبانو کړی دی او په خبره يې دوولس تنه وژل شوي او دوولس نور هم ټپیان دي.د امنیه قومنداني ویاند فریداحمد وايي چې برید د واشیر ولسوالي په شوراب سیمه کې شوی دی.د امنیه قومنداني ویاند وايي بریدګر په موټر سایکلو سپاره و او په سیمه کې موجود ماین پاکان يې تر برید لاندې نیولي دي.د سرچینې په قول ښايي په برید کې د وژل شویو او ټپیانو شمېره نوره هم لوړه شي.تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: خــــبرونه , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


د المان دفاع وزیره بلخ ته راغله 2014/12/13
ساعت 15:51 | بازدید : 729 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

المان دفاع وزیره په ناڅاپي سفر بلخ ته راغله او دناټو تر چتر لاندې الماني عسکرو سره يې ولیدل.د المان دفاع وزیره اورزولافون دیر لاین، د هېواد د پلازمېنې پر ځای نېغه مزارشریف ته تللې او هلته يې له خپلو مېشتو عسکرو سره کتنه وکړه.دیر لاین د افغانستان حالات اندېښموونکی وګڼل او په خواشيني يې وویل چې ددوی له دیارلس کلن موجودیت سره سره لا هم د طالبانو زور نه دی اوبه شوی.دیر لاین وویل چې لا هم د طالبانو بریدونه په زور کې دي او په خبره يې دا اندېښموونکې ده چې نړیوالو يې په دیارلس کاله کې مخه ونه نیوای شوای.دیر لاین په داسې حال کې پخپل ناڅاپي سفر کې بلخ ولایت ته ځي، چې تر دې وړاندې د امریکا دفاع وزیر هم د افغان لوري له خبراوي پرته په پوځي اډه کې له امریکايي الوتکي کوز او د ناټو قومندانيې هرکلی وکړ.المان د امریکا په مشرۍ د ناټو په یرغل کې د ۱۲۰۰ عسکرو په لرلو فعال برخه وال هېواد و، چېویل کېږي د پوځي ماموریت له بشپړاوي وروسته به يې د سوفا د تړون له مخې ۸۵۰ عسکر پاتې شي، چې افغان عسکرو ته به روزنه، هڅونه او مشورې ورکوي.

استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: خــــبرونه , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


مايکل مککاول په دې اند دی، چې دا مرموز بريدونه اسلامي دولت د انټر نيټ په واسطه ترتيبوي. 2014/12/13
ساعت 15:48 | بازدید : 1240 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

امريکايي رسنيو له قوله د اوريګان ايالت پورټلانډ ښار کې د نا څرګند وسله والو په ډزو کې د يو ښوونځي څلور زده کوونکي ټپيان شوي دي.د اوريګان ايالت چارواکي وايي، چې دا پېښه تېره شپه ناوخته رامنځته شوې ده.د پورټلانډ پوليس وايي، چې د ټپيانو عمر د پنځلسو او ۱۹کالو تر منځ دی او د درې ټپيانو روغتيايي حالتد انديښنې وړ دی او يوه ۱۹ کلنه نجلۍ سرسري ټپي شوي او روغتيايي حالت يې ډاډمن دی.د امريکايي چارواکو له قوله، بريدګر په تېښته بريالی شوی او دوی يې پلټنه پيل کړې ده.د پېښې لامل تر اوسه نه دی څرګند شوی.له پېښې وروسته پورټلانډ ښار کې »روزماري انډرسون« ښوونځی د پلټنو په موخه تړل شوی دی.د پورټلانډ پولیس وايي، چې د بريدګر قوي پلټنه يې پيل کړې، مګر تر اوسه کوم شکمن بريدګر نه دی نيولی.په دې وروستيو کې امريکا او نورو لويديځو هېوادونو کې دغه ډول مرموز بريدونه او وژنې ډېرې شوي دي او يو شمېر امنيتي سرچينې دا کار د اسلامي دولت د پلويانو بولي.څه موده وړاندې هم يو امريکايي ځوان دوه پوليسانپه تبر وهلي وو او دواړه يې ټپيان کړي وو.له هغې وروسته کاناډا کې هم يو موټر چلوونکي يو پوليس په موټر وواهه او ورپسې يو بل وسله وال د کاناډا پلازمېنه اوټاوا کې د پارلمان پر ودانۍ بريد وکړ او د پارلمان يو ساتونکی يې وواژه.د »فرانسيسکو ګارسيا« په نوم يو بل امريکايينظامي افسر چې له افغانستانه روغ تللی و، تېره مياشت لاس اينجلس ايالت کې د ناڅرګند بريدګر لهخوا ووژل شو.اسلامي دولت انټرنيټي جګړه هم وګټلهد امريکا ولسي جرګه کې د کورني امنيت د کميسيون مشر مايکل مککاول» Michael McCaul « ويلي، چې اسلامي دولت د نظامي جګړې تر څنګ انټرنيټي جګړه هم وګټله.مايکل مک څه موده وړاندې د امريکا پارلمان ته د خبرو پر مهال وويل، چې اسلامي دولت لويديځو هېوادونو کې د انټرنيټ پر مټ خلک ځانته وربولي او د خپلو حکومتونو پر ضد یې وسله پاڅون ته هڅوي.مايکل مککاول زياته کړه، چې دغه انفرادي بريدونه د لويديځو هېوادونو لپاره ستر ګواښ دی او مخنيوی يې ناشونی دی.مايکل مککاول په دې اند دی، چې دا مرموز بريدونه اسلامي دولت د انټر نيټ په واسطه ترتيبوي.نوموړي زياته کړه، چې لويديځو هېوادونو کې د اسلامي دولت پلويان د انټرنیټ له لارې په پټو او خوندي ځايونو کې سره يو ځای کيږي او دوی به خپلو دغسې بريدونو ته دوام ورکوي او د داسې بريدونو مخنيوی ډېر ناشونی دی.مايکل مککاول وایي، چې د لويديځ پر ضد د نظامي جګړې تر څنګ انټرنيټي جګړه هم اسلامي دولت وګټل

استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: خــــبرونه , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


ولسي جرګه: په کابینه کې باید دوه تابعیته وزیراننه وي 2014/12/13
ساعت 15:43 | بازدید : 575 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

هم د نوي حکومت له پیله نږدې درې میاشتې تېرېږي، خو لا هم د ګډ حکومت دواړه مشران د کابینې پرسر هوکړې ته نه دي رسېدلي.خو ګډ حکومت د نوي کابینې اړوند وروستی پرمختګدا وښود چې په راتلونکیو دوو اونیو کې به کابینه اعلان شي، خو ولس وايي چې ورته ژمنې وړاندې هم شوې دي.پر دې سربېره د ولسي جرګې غړو د تاییدي نظرونو په اکثریت پرېکړ وکړه چې په راتلونکې کابینه کې به دوه تابعیته وزیران نه وي.د دوی په قول هغه څوک چې د خپل هېواد پر تابعیت سربېره د کوم بل هېواد تابعیت هم ولري، خپل هېواد ته ژمن نه شي پاتې کېدی.د ولسي جرګې غړو نن شنبه پرېکړه وکړه چې راتلونکي کې کابینه کې هغه څوک نشي وزیر کېدلای، چې د خپل هېواد پر تابعیت سربېره د بل هېواد تابعیت هم ولري.ولسي جرګې په داسې حال کې د راتلونکي کابینې لپاره دغه شرط ایښی دی، چې لاهم د کابینې د اعلان باوري وخت نه دی په ګوته شوی.د کارپوهانو په نظر سره له دې چې په تېرو دیارلسو کلونو کې د دولت ډېری لوړپوړي مسوولین او آن د ولسي جرګې ځينې غړي دوه تابعیته پاتې شوي دي، د دې شرط عملي کول به د کابینې اعلان نور هم له ځنډ سره مخ کړي.د نوي حکومت له پیله نږدې درې میاشتې په تېرېدو دي، خو لا هم د افغان کابیني څرک نه لګېږي،د کابیني له اعلان سره ګڼ دولتي کارونه په ټپه دريدلي او نږدې ټول لوړپوړي حکومتي مسوولین د سرپرستانو په توګه دندې اجرا کوي، چې سیاسي مبصرین يې د هېواد پر وړاندې خیانت بولي.تر دې وړاندې د ولسي جرګې مشر هم د کابینې د اعلان ځنډ له هېواد سره جفا وبلله او ويې ویل چې د کابیني ځنډول په لوی لاس فساد ته د وخت ورکولو په مانا دی.

استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: خــــبرونه , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


پکتيکا کې نهو پوليسو خپلې دندې پريښي 2014/12/13
ساعت 15:37 | بازدید : 861 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د پکتيکا ولايت خوشامند ولسوالۍ کې د ملي پوليسو نهو تنو د طالبانو د دعوت او ارشاد کميسيون په هڅو له خپلو دندو لاس اخيستی دی.مجاهد زياتوي، چې دوی دغو پوليسو ته هرکلی او وايي او د دوی تر واک لاندې سيمو کې د خوندي ژوند ډاډ ورکوي.خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پوليس د خوشامند ولسوالۍ وتوخيلو او چوري کليو اوسيدونکي دي.مجاهد د خبرپاڼې په ترڅ کې د تسليم شويو پوليسو نومونه هم رسنيو ته ليږلي دي.۱ــ بابری دپير زوی۲ــ رحمت الله د عبدالکریم زوی۳ــ عتیق الله د پيرګي زوی۴ــ عیسی خان د ببرک زوی۵ــ محمد د ببرک زوی۶ــ داؤد د ببرک زوی۷ــ نواز خان د پيروزخان زوی۸ ــ منګل د نادرخان زوی۹ــ ببرک خانبايد وويل شي، چې طالبانو ته د ملي اردو، پوليسو او دولتي چارواکو تسليميدل او له دندو يې لاس اخيستل د ورځنيو خبرونو برخه ده او هره ورځ د هېواد په لرو بر کې ګڼ شمېر دولتي چارواکي د طالبانو په هڅو له دولتي ليکو راوځي، يا خپل عادي ژوند کوي او يا هم د طالبانو ليکو ته ورځي.طالبانو د دولتي چارواکو د راجلبولو لپاره د دعوت او ارشاد او جلب و جذب په نوم دوه کميسيونونه ټاکلي او هڅې کوي، چې ملي اردو، پوليس او دولتي چارواکي له حکومتي دندو راوګرځوي.

استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: خــــبرونه , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


بګرام: چاودنې پنځه امریکايي پوځیان وژلي 2014/12/13
ساعت 15:28 | بازدید : 589 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

ولایت په بګرام ولسوالۍ کې په امریکايي ځواکونو درنه چاودنه شوې چې له امله یې ۵ پوځیان وژل شوي.ایساف ځواکونو منلې چې د افغانستان په ختیځ کې د دوی دوه عسکر وژل شوي.دوی د پېښې دقیق ځای او د وژل شوو هویت نه دی څرګند کړی.د پروان ولایت سرپرست والي بصیر سالنګي هم پر بهرنیو ځواکونو د چاودنې پخلی کړی، خو د تلفاتو په اړه یې جزییات نه دي ورکړي.نوموړي ویلي چې د چاودنې په اړه د دوی څېړنې روانې دي.د دغه ولایت د بګرام ولسوالۍ ولسوال عبدالشکور قدوسي ویلي چې چاودنه بېګا شپه شاوخوا ۱۰ بجېد بګرام په دوسرکه کې شوې.نوموړي زیاته کړې چې چاودیدونکي توکي په یوه پولچک کې ځای پر ځای شوي وو او له له دغې سیمې د بهرنیو ځواکونو ټانګونه تېریدل چې پرې وچادیدل.قدوسي د بهرنیو ځواکونو د تلفاتو په اړه جزییات ورنه کړل خو د ټانګ په اړه یې وویل چې ویجاړ شوی دی.د طالبانو د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخېستی دی.ذبیح الله مجاهد پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې د بګرام په دوسرکه سیمه کې یې د یوې قوي چاودنې پر مټ ۵ امریکايي عسکر وژلي او ټانګ یېپه بشپړه توګه ویجاړ کړی.د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې په امریکايي ځواکونو چاودنه په داسې حال کې کیږي چې د تېرې چهارشنبې په مازیګر امریکایي بې پېلوټې الوتکې د همدې ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې پنځه تنه زده کوونکي چې د کانکور لپاره یې تیاری کاوه شهیدان کړل.د ۵ تنو متعلمینو شهادت په دغه ولایت کې د امریکايي ځواکونو پر ضد سخت غبرګونونه پارولي دي.په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ترټولو ستره پوځي اډه په بګرام ولسوالۍ کې ده. د بګرام هوايي ډګر د امریکا په ولکه کې دی.

استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: خــــبرونه , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


د لوګر استازي: د دې ولایت درې ولسوالي سقوط تهنږدې دي 2014/12/13
ساعت 11:17 | بازدید : 1023 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

لوګر په ولایتي شورا او ولسي جرګه کې د دې ولایت د خلکو استازي وايي چې د لوګر درې ولسواليسقوط ته نږدې دي.د لوګر د خلکو استازي وايي چې په لوګر کې ازره،خروار او څرخ ولسوالي پنځه نوي سلنه د طالبانو ترواک لاندې دي او ښايي په نږدې وخت کې سقوط وکړي.په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازی اکبر ستانکزی وايي، چې د لوګر ولایت څرخ، ازره او خروار ولسوالي پنځه نوي سلنه د طالبانو تر واک لاندې دي، نوموړی وايي چې دوی څو ځله له دولته غوښتي چې د دې ولسوالیو اړوند دې چوپ نه پاتې کېږي، خو په خبره يې هیڅ مرسته يې نه ده کړې.د لوګر د ولایتي شورا مرستیال هم د اکبر ستانکزيڅرګندونې مني او په خبره يې د لوګر له امنیت سره د کابل امنیت تړلی دی.د لوګر والي بیا وايي چې په لوګر کې د اندېښنې خبره نشته.نیازمحمد امیري رسنیو ته ویلي چې په لوګر کې خلک له نا امنۍ سره مخ او عادت دي او دا وړاندې هم پېښېدل، ځکه خو دومره د اندېښنې خبره نه ده.یاده دې وي د لوګر له خروار سره څېرمه د غزني ولایت زنخان ولسوالي بشپړه د طالبانو تر واک لاندېده او دولت په یاده ولسوالي کې تعمیر نه لري.دولتي چارې يې د غزني په ښار کې په روضه نومي سیمه کې له یوې پوستې ترسره کېږي.دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ یوې روسۍ ورځپاڼې د طالبانو د بیا راګرځېدو او ژر حاکمیت خبر ورکړی و.» کومسومولسکايا پراوډا« ليکي، چې امريکا په افغانستان کې خپل زرګونه عسکر له لاسه ورکړل، زرګونه نور يې شل وشوټ خپلو هېوادونو ته ولاړل، په ميلياردونو ډالر يې ضايع شول، مګر د دې هر څه سربېره طالبان د افغانستان پر ډ ېرو برخو حاکم دي.» د امريکا ولسمشر بارک اوباما ویاړي، چې اسامه بن لادن يې وواژه، مګر اوس هم د طالبانو واک او ځواک مخ پر زياتېدو دی او کېدای شي په ډېره لنډهموده کې طالبان يو ځل بيا پر افغانستان حاکم شي.«e

استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: خــــبرونه , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


مجاهد: د کابل بریدونه د دولت د استخباراتو »مطلقه ناکامي« په ډاګه کوي 2014/12/13
ساعت 11:10 | بازدید : 1059 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

ویاند ذبیح الله مجاهد د ملي امنیت د ریاست د هغې اعلاميې، چې د ګڼو طالبانو د نیولو خبره يې پکې کړه، په غبرګون کې ویلي، چې د دوی د ملګرو نیونه دروغ دي، او دوی يې په کلکه ردوي.د ملي امنیت ریاست مسوولینو په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼ طالب بریدګر تر بریدونو وړاندې نیولي دي او په خبره يې د هغوی عملیات يې ناکام کړي دي.د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې دوی د حقایقو د پټولو لپاره ورته دعوې کوي چې په خبره يې هیڅ حقیقت نه لري.طالب ویاند د دې اعلاميې په اوږدو کې وايي چې دوی دا »پوچه« ادعا په کلکه ردوي او په خبره يې دولتي لوری په ورته څرګندونو د خپل »خجالت« پټولو هڅه کوي.مجاهد وايي: »په کابل کې د دښمن ځپونکو بریدونو دوام، د مجاهدینو قوت او د غلامې ادارې د استخباراتو مطلقه ناکامۍ بربنډه وي، دکابل استخبارات په ښارونو او کليو کې د ملکي او بې دفاع خلکو په نیولو، ځورولو او شکنجه کولو سره غواړي د مظلوم ملت څخه د مجاهدينو د بریدونو انتقامواخلي.«په اعلامیه کې وړاندې راغلي: »څرنګه چې دښمن نشيکولای د مجاهدینو د بریدونو په کشف او خنثی کولو کې عملي اقدام وکړي، نو امريکایانو او نورويرغلګرو بادارانوته کاذب ډاډ ورکوي او په غلطه توګه د مجاهدینو دنیولو او د بریدونو دخنثی کولو راپورونه خپروي.د مجاهدینو سره الله تعالی مل ده، خپل ملت ورسره ملګری ده او د سپڅلو ارمانونو درلودونکی مجاهدين يې صف تشکيلوي، چې د کفر غلامان به يې په مخنيوي کې بریالی نشي. ان شاءالله«دا په داسې حال کې دی، چې د طالبانو وروستیو بریدونو د امنیتي مسوولینو په منځ کې بې باوري لا پراخه کړې ده او ډېری پوځي کارپوهان په دې اند دي چې طالبان دغه بریدونه له دولتي نفوذه په ګټې ترسره کوي.

استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: خــــبرونه , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


بدخشان کې د اردو چورلکې په کرایه عام خلک لېږدوي 2014/12/13
ساعت 11:5 | بازدید : 1039 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

له دې چې د ملي اردو او ملي پولیسو د دولتي موټرود شخصي استعمال اړوند لا وړاندې شکایتونه شوي دي، مګر په اړه يې کوم رسمي اقدام نه دی شوی.په بدخشان کې خبره له موټرو پورته ده او د ملي اردو چورلکې شخصي استعمالېږي.په بدخشان کې د ملي اردو چورلکې د پیسو په بدلکې د دې ولایت له يوې سیمې نه بلې سیمې ته خلک وړي را وړي.د سرنوشت ورځپاڼې د سرمقالې له مخې دوی په ترلاسه کړې ویډيو کې ګوري، چې د ملي اردو رسمي چورلکه له مرکزه خلک د پیسو په بدل کې تر ولسوالیو رسوي.ورځپاڼه لیکي: »په دغه ولایت کې د ملي پوځ چورلکې د سورلۍ د ملي بس په توګه کاریږي اوله مرکز فیض آباد څخه تر لرې ولسوالیو عام وګړي د پیسو په بدل کې لیږدوي او د معیار خلاف په یوه الوتکه کې لسګونه کسان له درنو بارونو سره یو ځای ولسوالیو ته وړي.«د سرنوشت په سرمقاله کې راغلي، چې د دې چورلکې را ټوله شوې کرایه د پیلوټ جېب ته لوېږي، دې ورځپاڼې د نسي ولسوالي د نو اباد کلي دشجاع په نوم د یو تن له خولې لیکلي: »دغه پيسې پیلوټان اخلي، بل څوک یې نشي اخیستلی، یا همداسې کوي چې په خلکو کې یو استازی وټاکي هغه ورته پیسې ټولوي او بیا یې پیلوټ تهورکوي او دا کار دلته اوس یوه سوداګري ګرځېدلې.«د نوموړي په قول هغه پخپله دوه ځلې پکې سفر کړی دی، چې یو ځل يې اوه زره افغانۍ او بل ځل يې پنځه زره افغانۍ کرایې ورکړې دي.د بدخشان خلک وايي چې دا عامه سوداګري هم د هرچا لپاره نه وي، کله کله په ولسوالیو کې عاجل ناروغان پیدا کېږي، خو په چورلکه کې هغه څوک لومړیتوب لري چې له پیلوټ او اړوند کسانو سره اړیکي ولري.د دوی په قول د ملي اردو لوړپوړي مسوولین هم له پیلوټانو سره په پیسو کې شریک دي، ځکه خوڅوک د دې دولتي وسیلي پر شخصي کارونې څه نه وايي.بدخشان ته د کانکور د ازموینې په موخه په تللي هیت کې د کابل پوهنتون استاد محمد حامد همدرد هم و، سرنوشت د استاد همدرد له خولې لیکي: »له خلکو سره به د بارونو بوجۍ او درانه پاکټ هم وو او سورلۍ دومره ډيرې وې چې نږدې وه د کانکورلپاره تلونکي استادان او پوښتنې پر ځای پاتې شي.«د بد خشان سیمه ییز مسوولین په دې اړه چوپه خوله دي، خو د دفاع وزارت ویاند وايي چې دوی به يې پلټنه وکړي، او په خبره يې که ثابته شي، نو مخه به يې ونیسي.تر دې وړاندې هم دولتي مسوولینو ته شکایتونه شويدي، چې دولتي کارکوونکي د ولتي وسایل شخصي کاروي، دوی د ملي اردو او پولیسو په رینجرو کې میله ځایونو، هوټلونو او ودونو ته خپلې کورنۍ لېږدوي او ډېری وخت په ښارونو کې لیدل شوي چې یو رینجر موټر د واده یا هم خیرات لپاره تور دیګونه بار کړي وي.

استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: خــــبرونه , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 31
بازدید دیروز : 4
بازدید هفته : 40
بازدید ماه : 539
بازدید کل : 68852
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 31
:: باردید دیروز : 4
:: بازدید هفته : 40
:: بازدید ماه : 539
:: بازدید سال : 5826
:: بازدید کلی : 68852