الجـــــــهاد فی سبیل الله
منيت شورا په افغانستان کې د ناټو د غیرنظامي ماموریت هرکلی کړی 2014/12/13
ساعت 11:1 | بازدید : 882 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

افغانستان کې د روانو نښتو او تاوتريخوالو په ترڅ کې امنيت شورا د افغان حکومت او ناټو د هغه تړونهر کلی کړی، چې ناټو عسکر به افغانستان کې د غيرنظامي ماموريت په موخه افغانستان کې پاتې وي.امنيتي شورا په خپله وروستۍ اعلاميه کې د ياد تړون هرکلی کړی او زياته کړې يې ده، چې د ناټو عسکرو شتون به د افغانستان په امنيت او ثبات کېرغنده رول ولري او افغان امنيتي ځواکونه به وروزي، تر څو د طالبانو پر ضد جګړو کې برخه واخلي.د امنيت شورا له خوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې تېر ديارلس کاله نړيوالو عسکرو افغانستان کې د مخالفينو پر ضد مبارزه وکړه او د ايساف نظامي ماموريت د روان ۲۰۱۴ کال تر پايه سرته رسيږي، مګر د ناټو او امريکا ۱۲ زره عسکر به افغانستان کې د ملي اردو او پوليسو د روزنې په موخه دغه هېواد کې پاتې وي.په ياده اعلاميه کې راغلي، چې افغان امنيتي عسکر اوس له ګڼو ستونزو سره مخ دي.په جګړو کې مهارت نه لري، هوايي ځواک يې کمزوری او بې باوره دی د دفاع وزارت په ګډون ټول حکومت له اداري فساده ډک دی او دوی هڅه کوي، چې دغه ستونزې حل کړي او امنيتي چارو کې د ښځو ونډه هم پراخه کړي او د دې لپاره په نوې کړنلاره کار کوي.امنيت شوار وايي، چې د ناټو دنده به پلازمېنه کابلکې د امنيتي عسکرو روزنه وي، مګر د جګړې په ډګر کې به هم افغان عسکرو ته سلامشورې ورکوي او دوی له تېرو ديارلسو کالو راهيسې هڅه کوي، چې افغانستان کې امنيت او ديموکراسي پلې کړي او د خلکو حقونه خوندي شي.امنيت شورا وايي، چې ناټو، افغان حکومت او يونامابايد په ګډه د امنيت لپاره هڅې وکړي او په لاره کې خپلې هلې ځلې ونه سپموي.د امنيت شورا په اعلاميه کې د فرانسې پر کلتوريخونې د سرتيري بريد غندنه شوې ده. د فرانسې د مرکز له بریده یوه ورځ وړاندې د غوربند په سياګرد ولسوالۍ کې د ښوونځي په ماشومانو د ايساف د څارګرې الوتکې د هوايي بريد په اړه اعلامیه کې څه نه دي ویل شوي.امنيت شورا ټينګار کوي، چې د طالبانو بريدونه او چاودنې به افغانستان کې د نړيوالو عسکر او د يموکراسۍ پر وړاندې هيڅ خنډ نه شي او دوی د ملګرو ملتونو د منشور او نړيوال قانون له مخې هر ځای د تروريستانو د ګواښ د له منځه وړلو اختيار لري.بهرني عسکر په رښتيا په جګړو کې برخه نه اخلي؟امريکا او ناټو ګډ حکومت سره شوي امنيتي تړونکې ويلي، چې د نوي ۲۰۱۵م کال په راتلو به بهرني عسکر افغانستان کې خپل نظامي ماموريت پای ته رسوي او يوازې د افغان عسکرو د روزنې مسؤوليت به يې پر غاړه وي. مګر د امریکا ولسمشر اوباما دوې اوونۍ وړاندې هغه پټ سند لاسلیک کړ چې له مخې به یې په افغانستان کې د دې هېواد جګړه ییز ماموریت د ۲۰۱۵م کال تر پایه دوام کوي.د ملګرو ملتونو پخوانی لوړپوړی چارواکی او د نظامي چارو لندن ميشتی کارپوه معين رؤوف روسيتلويزون سره په خپلو خبرو کې وويل، چې ناټو او امريکايي عسکر به راتلونکي وخت کې هم په جګړو کې برخه اخلي او دا اعلان يې يوازې د دې لپاره کړی، که سبا طالبان بريالي کيږي، نو ناټو او امريکا به نړيوالو ته له دې پړې ځانونه پاک بولي او د ماتې پړه به يوازې د افغان حکومت پر اوږو وي.معين رؤوف زياتوي »کومه جګړه چې د ديارلسو کالوپه ترڅ کې امريکا او ناټو ونه ګټله، نو افغان عسکر به يې څنګه وګټي«معين رؤوف زياتوي، چې افغانستان کې د امريکا او نړيوالې ټولنې ماموريت په بشپړه توګه ناکامه دی؛ ځکه چې امريکا د طالبانو نظام د دې لپاره ړنګ کړ، چې طالبان او پلويان يې له منځه يوسي، مګر امريکا نه يوازې دا چې طالبان يې کمزوري يا له منځه يو نه وړل، بلکې طالبان تر پخوا هم غښتلي دي او د افغانستان ډېره برخه اوس هم د طالبانو په واک کې ده او خلک خپلې دعوې او حقوقي مسايل د طالبانو په نظام حلوي.

استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: خــــبرونه , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


د سترې محکمې د دارالانشاءريس ووژل شو 2014/12/13
ساعت 10:58 | بازدید : 1353 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

سترې محکمې د دار الانشاء ريس عتيق الله رؤوفي ننسهار اته بجې پلازمېنه کابل کې په يو چريکي بريد کې ووژل شو.د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پاڼه کې د عتيق الله رؤوفي د وژنې مسؤوليت منلی او زياتهکړې يې ده، چې دا کار د دوی د ښمنانو د له منځه وړلو د چريکي بريدونو برخه ده.دولتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: خــــبرونه , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


پروان: د امریکایانو په کتار زوروره چاودنه شوې 2014/12/13
ساعت 10:54 | بازدید : 1192 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

شپه شاوخوا لس بجې په پروان ولایت کې په امریکايي عسکرو زوروره وچاودنه وشوه.د پروان سرپرست والي بصیر سالنګی وایي چې دغه چاودنه په دوه سرکه سیمه کې شوې ده او پهخبره يې دلته امریکايي عسکر د تېرېدو په حال کې و، چې چاودنه پرې وشوه.نوموړي وویل چې چاودنه د سړک د غاړي ځای پر ځای شوي ماین په وسیله شوې ده خو د تلفاتو په اړه يې څه ونه ویل.په بګرام کې مېشتو امریکایانو هم د برید په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ په پلازمېنه کابل کې د ملي اردو په کواسټر موټر او د فرانسې د کلتوري اتشې په غونډه کې په غبرګو سرتيرو بریدونو کې درنه مرګ ـ ژوبله اوښتې.

استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: خــــبرونه , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


جوزجان: خم آب ولسوالي سقوط ته نږدې ده ليكوال :عبد الودود سنګین 2014/12/13
ساعت 10:44 | بازدید : 1223 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )
  • په شمال کې د جوزجان ولایت ګڼ اوسېدونکي واييچې د دې ولایت خم آب ولسوالي سقوط ته نږدې ده.د دوی په خبره په دې ولسوالي کې له مازیګر وروسته دولتي مسوولین د ګرځېدو را ګرځېدو واک نه لري او ساحه ټوله د طالبانو په لاس کې وي.د جوزجان سیمه ییز چارواکي هم مني چې په دې ولسوالي کې طالبانو واک ټینګ کړی دی، خو په خبره يې په وړاندې يې عملیات روان دي.د جوزجان ولایت امنیه قومندان فقیرمحمد جوزجانی وايي چې دوی په خم آب کې د طالبانو په وړاندې تصفیوي عملیات پیل کړي دي، او په قول يې ژر به خپل واک په ټوله ساحه ټينګ کړي.د جوزجان یو تن اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط رسنیو ته ویلي چې په دې سیمه کې طالبان اوس لا ډېر شوي او زورور شوي دي، د ده په خبرهامنیتي مسوولین له مازیګر وروسته ګزمه نشي کولای، که له دولتي تعمیرونو راووځي نو د طالبانوتر برید لاندې راځي.د سیمې د اوسېدونکو په قول نه یواځې خم آب، بلکې اقچه، مینګجیک، مردیان او ګڼې نورې ولسواليهم د طالبانو د نفوذ شاهدې دي او هغوی پکې په رڼا ورځ بریدونه کوي.د جوزجان امنیه قومندان فقیرمحمد جوزجانی وايي چې تر دې وړاندې په خم آب کې طالبان نه و، خو پهخبره يې اوس »ډېر زیات« پیدا شوي دي.جوزجان په شمال کې هغه ولایت دی چې تر دې وړاندې ترې د امنیتي پېښو خبرونه کم رسنیز کېدل.یاده دې وي دغه سیمه د نوي حکومت د لومړي مرستیال جنرال دوستم د زېږېدو ځای دی، چې څه موده وړاندې يې طالبان په سختو ټکو وګواښل.
استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: خــــبرونه , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


پر مسجدونو باندې د وروستيو بریدونو عاملین څوک دي؟ ليكوال شاهد غزنيوال
ساعت 10:37 | بازدید : 1164 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )
  1. د روان کال د لیندۍ د میاشتې په )۳(مه ورځ امریکايي ولسمشر بارک اوباما په افغانستانکې د امریکايي ځواکونو پوځي ماموریت یوکال نورهم تمدید او د کابل ادارې ولسي جرګې د کابل واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون منظور کړ.دا دواړه هڅې په حقیقت کې د افغان ولس د ارادي پرخلاف داشغالګرو او دهغوی د ملاتړویو داسې اقدام وه چې دیوه سخت ولسي غبرګون توقع ترې کیدله .هماغه وه چې د امریکایانو له دغه اقدام سره هم مهاله د پکتیکا ولایت د یحیی خیلو ولسوالې په یوه سپورتې لوبغالي کې خونړۍ چاودنه رامنځته شوه چې د مړو او ژوبل شویوشمیریې تر سلو تنو واوښت.که څه هم چې په یاده چاودنه کې د ولسي وګړو ترڅنګ یو شمیر اربکیان او دولتي کسان هم ووژل شول خو په مجموع کې دهغې ډیر قربانیان ولسي وګړي ول چې نه بایدداډول ولسي تجمعات د پوځي بریدونوهدف وګرځي .د یحیی خیلو د برید په تعقیب د لیندۍ دمیاشتې په )۷(مه د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په جامع مسجد کې د جمعېد لمانځه د اداء کولو پرمهال د لمونځ کوونکو په منځ کې خونړۍ چاودنه وشوه چېپه لسګونو لمونځ کوونکي یې ژوبل کړل.تر هغه دری ورځې وروسته د لیندۍ د میاشتې پهلسمه نیټه د بغلان ولایت په برکه ولسوالۍکې دجنازې د مراسموپرمهال چاودنه وشوه چې خواوشا )۳۰(په کې مړه او ژوبل شول.د ولسي جرګې لخوا د کابل واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون تصویبولو سره هم مهال پهولسي تجمعاتو په تیره مقدسه اماکنو او مذهبي مراسمو باندې دا ډول هدفي بریدونه بي له شکه چې د نړیوالواستخباراتو شبکو په لاس جوړ شوي هغه سازشي پلانونه دي چې د زیاتو ولسي افغانانو په وژل کیدو سره نور هم غواړي په افغانستان کې دخپل نامشروع اشغال د غزولو لپاره مبرر پیداکړي.دا سلام په سپیڅلي دین کې د بیګناه انسان وژنه له شرک نه وروسته دالله تعالی په نزد تر ټولو لویه ګنه ده ، پر هغه سربیره مساجد او مذهبي مراسم داسلامي ارشاداتو له مخې خپل حرمت لري، که چیري دښمن هم مسجد او یا مذهبي مراسموته د ګډون لپاره راشي نو د مسجد او مذهبي مراسمو د مذهبي حرمت اوهمدا راز هلته د ډیرو رایوځای شویو مسلمانانو د خوندیتوب پهغرض باید پردښمن برید ونه کړای شي .داچې له یوې خوا په اسلام کې د بیګناه انسان قتل حرام دی ،بل ځای د مساجدو او مذهبي مراسمو دحرمت خبره ده ، نو هیڅ کله هیڅ مسلمان هم په یوه وخت کې دوې کبیرې ) دمسلمان قتل او مسجد بي احترامي( نه کوي ، مجاهدین چې ځان دالله تعالی داحکامو نافذوونکي او دشعائرالله مدافعین بولي هغوی به څرنګه د جهاد په نوم محرمات قطعي تر سره کوي.امریکایان او د هغوي بي ضمیره ملاتړي په دې خبره پوره باورلري چې افغانان نور په خپل هیواد کې د دوي ناولي شتون نه مني ؛ لهذا د خپلو یوشمیر اجرتي ګمارل شویو په وسیله غواړي د ولسي افغانانو پهمذهبي ، اجتماعي او تفریحي مراسمو باندېداډول بریدونه ترسره کړي تر څو هم نړیوالو او هم خپله افغانانوته داوښیي چې که بهرنیان په افغانستان کې نه وي نو نه بهدافغانانو مساجد خوندي وي نه به دهغوی سپورتي او تفریحي لوبغالی مصؤن وي او نه به یې دغم اوښادي مراسم محفوظ وي.د اشغال په تیره۱۳کلنه دوره کې عامو افغانانو د اشغالګروامریکایانواو د هغوي د مفسدو مزدورانو ټول کړه وړه لیدلي چې له امله يي عامه ذهنیت نن ټول د هغويپرخلاف جوړشوی ، اوس دښمن کوښښ کوي خپل جرائم د دغه ډول وحشیانه اعمالو په ترسره کولوسره پټ کړي.مجاهدین د دغوجرائمو په مخنیوي کې څه باید وکړي؟داچې یرغلګردښمن له خپل ټول پوځي اوتخنیکي برلاسي سره د مجاهدینوپه مقابلکې شکست خوړلی، پوځي پلانونه او تګلارې یې ناکامي شوې اوس غواړي له غیر مستقیمې لارې دخپل ځان په ګټه د عامه ذهنیت جوړلو کوښښ کوي.غیرمستقیمه لاره همدا لاره ده چې یوشمیراجرتي مزدوران پیدا او دهغویپه وسیله د ولسي خلګو په منځ او یاهم د عام المنفعه تأسیساتو پرخلاف بریدونه ترسره او بیا هغه مجاهدینو ته منسوب کړي.امریکایانوته دافغانانو وژل لویه لاسته راوړنه ده ، دغه افغانان که عادي ولسي افغانان وي، که دولتي اجیران وي او که مجاهدین وي، د هغوي اصلي هدف د افغانانو وژنه ده ، په تیره هغه وژنه چې خپله د افغانانوپه لاس وي ؛ځکه په دغې وژنې سره هم افغانان د نوروافغانانو په وسیله وژل کیږي او هم له دې لارې دهغوي ترمنځ نورې فتني او تفرقې را ولاړیږي.نو مجاهدینو وروڼوته په کار ده چې د ماتې خوړلې دښمن دغې خطر ناکې فتنې ته ډیر متوجه وي .هغوی باید خپل ټول پوځي پلانونه په داسې ډول عیارکړي چې په هیڅ ډول ولسي وګړي ورکې متضرر نشي ؛ ځکه د ولسي خلګو د ځان، مال اوعامه شتمنیو خوندیتوب د جهاد او مجاهدینو اساسي هدف او مسؤلیت دی.دوهم دا چې کوم ځای تر خپلې ولکې لاندې سیموکې په مسجدونو، جنازو او یاهم په نورو ټولنیزو مراسمو، لوبو او د ښادي په غونډوکې چاودنه وشي د هغه په غبرګون کېنه یواځې داچې په هغه کې خپل لاس لرل ردکړي ، بلکې سمدستي د هغه په اړه بایدجدي تحقیقات وکړي، ترڅو د پیښې اصلي عاملین پیدا اومجازات کړي.کوم کسان چې دمجاهدینو په لیکو کې له پوځي عملیاتو پرته د ولسي خلکو په ځورولو لاس پوري کوي هغویباید تشخیص او په اړه يي جدي پلټنې وشي ، که احیانا هغوی دځینو شخصي غرضونو په اساس ولسي خلګ ځوروي هغوی تنبیه او د جرم دتکرار په صورت کې مجازات شي او که چیري خدای مکړه د دښمن اجرتي اشخاصدمجاهدینو په لیکوکې ځای پرځای شوي وي او د جهاد او مجاهدینو د بدنامولو په خاطر ولسي خلکځوروي هغوي باید تفکیک او دشرعي محاکمو له پریکړې سره سم مناسبه جزاء ورکړي.دریم مجاهدین باید په هیڅ صورت د هغو ټول ګټوتأسیساتو په تخریب لاس پوري نه کړي کوم چې د دښمن ترڅنګ عام خلکو ورڅخه ډیره استفاده کوي ، لکه د لویو لارو پلونه، صحي کلنیکونه ، ښوونځي او نور غیرپوځي دولتي تأسیسات ، ځکه دغه تأسیسات که دیوه آني وخت لپاره د دښمن لخوا کارول کیږي خو دهغه ترڅنګ دټولې سیمې د خلکو دائمي اړتیاهم ورباندې پوره وي ، نو دعامه مصلحت په اساس که څه هم چې په ځینو حالاتو کې له هغه څخه دښمن استفاده کوي لکه دلویو لارو پلونو خو مجاهدین باید دهغو له تخریب او نړولو ځان وساتي ، ځکه تخریب یې له یوې خوا د خلکو دمتضرر کیدلو لامل ګرځي او له بلېخوا دښمن ته د مجاهدینو پرخلاف د ناوړه تبلغاتو زمینه برابروي.اوس مهال چې د دښمن د اشغال وروستۍ ورځې دي باید مجاهدین وروڼه تر اجرايي فعالیتونو زیات پروقایوي کړنو تر کیز وکړي ، دولسي خلکو امنیت تأمینول، دهغویلپاره د امکان په صورت کې د هغویلپاره د ښوونې اوروزنې ،روغتیا او نورو رفاهي خدمتونه برابر کړي.په پوځي ډګرکې د دښمن د افرادو تر وژلو زیات د هغویپه قانع کولو کوښښ وکړي ، ځکه د داخلي افغانانو په تیره د غولول شوي یو اویاهم تطمیع شویو اربکیانو تروژلو د دښمن له صف څخه د هغویراجلاکول د دښمن لپاره لویه ضربه ده
استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: مقالـــې , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


روسي ورځپاڼه: طالبان به ژر پر افغانستان واکمن شي لیکوال احمد جرس 2014/12/13
ساعت 7:44 | بازدید : 1399 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

»کومسومولسکايا پراوډا « روسي ورځپاڼې په خپلې پرونۍ ګڼه کې ليکلي، چې امريکايي عسکر له ديارلس کاله جګړې وروسته په رسمي توګه افغانستان کې خپل نظامي ماموريت پای ته رسوي، مګر بيا به هم ۱۲ زره امريکايي او ناټو عسکر د افغان امنيتي عسکرو د روزنې په موخه افغانستان کې پاتې وي.ورځپاڼه دا په دې معنا ګڼي، چې افغان عسکر د طالبانورحم ته پاتې دي او هغوی، چې هر څه پرې وغواړي کولای يې شي.ورځپاڼه زياتوي، چې ديارلس کاله وړاندې واشنګټن اعلان کړی و، چې دوی طالبان له منځه وړي، ټول پلويان به يې وژني او افغانستان به د تل لپاره له طالبانو پاکوي او د همدې موخې لپاره يې ۱۴۰ زره عسکر افغانستان ته راولېږل.» کومسومولسکايا پراوډا« ليکي، چې امريکا په افغانستان کې خپل زرګونه عسکر له لاسه ورکړل، زرګونه نور يې شل وشوټ خپلو هېوادونو ته ولاړل، په ميلياردونو ډالر يې ضايع شول، مګر د دې هر څه سربېره طالبان د افغانستان پر ډ ېرو برخو حاکم دي.» د امريکا ولسمشر بارک اوباما ویاړي، چې اسامه بن لادن يې وواژه، مګر اوس هم د طالبانو واک او ځواک مخ پر زياتېدو دی او کېدای شي په ډېره لنډهموده کې طالبان يو ځل بيا پر افغانستان حاکم شي.«روسي ورځپاڼه کاږي، چې امريکا او ناټو افغانستان کې هغه تېروتنه وکړه، چې شوروي اتحاد په اتيايمو کلنو کې کړې وه او ځانونه يې د وينو په هغه ډنډ کې ښکيل کړل، چې بېرته ترې روغ راوتل ناشوني دي او د روسي يرغل پر مهال هم افغانانو ويل، چې دوی هيڅکله په خپل تاريخ کې پردي يرغلګر نه دي منلي او نه به یې ومني، مګر هغه مهال چا د افغانانو خبرو کې ته توجه نه کوله.

استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: خــــبرونه , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


د ګوانتانامو د يو زنداني غم لړلې کیسه
ساعت 20:12 | بازدید : 1067 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

ﺩ ﺳﻲ ﺍﯼ ﺍ? ﺩ ﺷﮑﻨﺠﻮ ﺍﻭ ﻇﻠﻤﻮﻧﻮ څﻪ ﻧﺎ څﻪ ﺭﺍﺯ ﺧﻮ ﺩ ﺍﻣﺮﻳﮑﺎ ﻣﺸﺮﺍﻧﻮ ﺟﺮګ? څﺮګﻨﺪ ﮐړ، ﻣګﺮ ﺩ ﺳﻤﯿﺮ ﻧﺎﺟﻲ ﮐﯿﺴﻪ ﺑﻪ ﻣﻮ ﻧﻪ ﻭﻱ ﺍﻭﺭ?ﺪﻟﻲ. ﻧﺎﺟﻲ ﺩ ﺩ? ﺑﺪﻣﺮﻏﻪ ﺩﺍﺳﺘﺎﻥ ﯾﻮ ﻟﻮﺑﻐﺎړﯽ ﺩﯼ.ﯾﻤﻨﯽ ﺳﻤﻴﺮ ﻧﺎﺟﻲ ﺩﻳﺎﺭﻟﺲ ﮐﺎﻟﻪ ﻭړﺎﻧﺪ? ﺳﻲ ﺍﯼ ﺍ? ﺍﺳﺎﻣﻪ ﺑﻦ ﻻ‌ﺩﻥ ﺳﺮﻩ ﺩ ﺍړﻴﮑﻮ ﭘﻪ ﺗﻮﺭ ﻧﻴﻮﻟﯽ ﻭ ﺍﻭ ۲۰۰۹ﻡ ﮐﺎﻝ ﮐ? ﺍﻣﺮﻳﮑﺎﻳﻲ ﭼﺎﺭﻭﺍﮐﻮ ﻟﻪ ﻫﺮ ډﻮﻝ ﺗﻮﺭﻭﻧﻮ ﺑ? ګﻨﺎﻩ ﻭﺑﺎﻟﻪ، ﻣګﺮ ﺑﻴﺎ ﻳ? ﻫﻢ ﭘﻪ ﻳﺎﺩ ﺯﻧﺪﺍﻥ ﮐ? ﺳﺎﺗﻠﯽ ﻭ ﺍﻭ ﻟﻪ ﺭﺍﺧﻼ‌ﺻ?ﺪﻭ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﻳ? ﺩ ﺳﻲ ﺍﯼ ﺍ? ﻟﻪ ﮐﺮﻏ?ړﻨﻮ ﺷﮑﺠﻨﻮ ﭘﺮﺩﻩ ﭘﻮﺭﺗﻪ ﮐړﻪ.ﺳﻤﻴﺮ ﻭﺍﻳﻲ، ﭼ? ﺩ ﺍﻣﺮﻳﮑﺎ ﺳﻨﺎ ﺩ ﺳﻲ ﺍﯼ ﺍ? ﺩ ﻇﻠﻤﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺍړﻪ ﻳﻮ ﺭﺍﭘﻮﺭ ﺧﭙﻮﺭ ﮐړﯽ، ﻣګﺮ ﺩﻩ ﺳﺮﻩ، ﭼ? ﮐﻮﻡ ﻇﻠﻤﻮﻧﻪ ﺍﻭ ﺗ?ﺮﻱ ﺷﻮﻱ، ﺩ ﺍﻣﺮﻳﮑﺎﻳﻲ ﮐﺎﻧګﺮﻳﺲ ﻟﻪ ﺭﺍﭘﻮﺭﻩ ډ?ﺮ ﻣﺘﻔﺎﻭﺕ ﺩﻱ ﺍﻭ ﺩ ﺍﻣﺮﻳﮑﺎ ﺩ ﺳﻨﺎ ﺭﺍﭘﻮﺭ ﻳﻮﺍﺯ? ﻳﻮ ﻟﻮﻣړﻨﯽ ﺭﺍﭘﻮﺭ ﺑﻠﻞ ﮐﻴږﻲ.ﺩ ﺍﻣﺮﻳﮑﺎ ﺩ ﺳﻨﺎ ﺭﺍﭘﻮﺭ ﺩ ﺩ? ﻭﺣﺸﺘﻨﺎﮎ ﺯﻧﺪﺍﻥ ﺩ ﺗړﻠﻮ ﭘﻴﻞ ﺩﯼ.ګﻮﺍﻧﺘﺎﻧﺎﻣﻮ ﺯﻧﺪﺍﻥ ﺍﻭﺱ ﻫﻐﻪ ﻭﺣﺸﻲ ځﺎﯼ ﺩﯼ، ﭼ? ﻫﺮ ﻭﺧﺖ ﺳړﯽ ﭘﻪ ﮐ? ﺩ ﻭ?ﺮ? ﺍﻭ ﻭﺣﺸﺖ ﺍﺣﺴﺎﺱ ﮐﻮﻱ ﺍﻭ ﺩ ﻫﻴڅ ډﻮﻝ ﻣﺮﺳﺘﻨﺪﻭﯼ ﺗﻤﻪ ﻧﻪ ﻭﻱ ﺍﻭ ﻫﺮ ﺳﺎﻋﺖ ﺩ ﻫﺮ ډﻮﻝ ﻇﻠﻤﻮﻧﻮ ﺍﻭ ﺷﮑﻨﺠﻮ ﻭ?ﺮﻩ ﻭﻱ ﺍﻭ ﻟﻪ ﻫﺮ ډﻮﻝ ﻣﺮﺳﺘ?، ﮐﻮﺭﻧۍ ﺍﻭ ﺩﻭﺳﺘﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﺧﻮﺍﺧﻮږۍ ﺑ? ﺑﺮﺧ? ﻭﻱ.ﺳﻤﻴﺮ ﻧﺎﺟﻲ ﻭﺍﻳﻲ، ﭼ? ﺩ ګﻮﺍﻧﺘﺎﻧﺎﻣﻮ ﺯﻧﺪﺍﻥ ﮐ? ﺩ ﺗ?ﺮﻭ ﺩﻳﺎﺭﻟﺴﻮ ﮐﺎﻟﻮ ﭘﻪ ﺗﺮڅ ﮐ? ﺑﻪ ﻫﺮﻩ ﻭﺭځ ﺍﻭ ﺩ ﻫﺮ ﺗﺤﻘﻴﻖ ﭘﺮ ﻣﻬﺎﻝ ﺑﻪ ﺍﻣﺮﻳﮑﺎﻳﻲ ﭼﺎﺭﻭﺍﮐﻮ ﭘﺮ ﺩﻩ ﭼﻴﻐ? ﻭﻫﻠ?، ﺷﮑﻨﺠ? ﺑﻪ ﻳ? ﻭﺭﮐﻮﻟ?، ﭘﺮ ﻣﺦ ﺑﻪ ﻳ? ﭘﺮ ﺳﻮﮐﺎﻧﻮ ﺍﻭ ﻟﻐﺘﻮ ﻭﺍﻫﻪ ﺍﻭ ﺩ ﺑﺪﻧﻲ ﺗﻌﺬﻳﺐ ﺳﺮﺑ?ﺮﻩ ﺑﻪ ﻳ? ﺭﻭﺍﻧﻲ ﺗﻌﺬﻳﺒﻮﻧﻮ ﻭﺭﮐﻮﻝ ﺍﻭ ﺑﻨﺪﻳﺎﻥ ﺑﻪ ﻳ? ﺧﻮﺏ ﺗﻪ ﻧﻪ ﭘﺮ?ښﻮﻭﻝ.ﺳﻤﻴﺮ ﺯﻳﺎﺗﻮﻱ، ﭼ? ﻳﻮ ﺍﻣﺮﻳﮑﺎﯾﻲ ﺑﻪ ﻣﺎﺗﻪ ﺳﺘﻦ ﻭﻟګﻮﻟﻪ ﺍﻭ ﻟﻪ ﻫﻐ? ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﺑﻪ ﺑ? ﻫﻮﺷﻪ ﺷﻮﻡ ﺍﻭ ﭼ? ﺭﺍﭘﻮﺭﺗﻪ ﺑﻪ ﺷﻮ، ﻧﻮ ﺍﻣﺮﻳﮑﺎﻳﻲ ﻋﺴﮑﺮﻭ ﺑﻪ ﺩ ﺣﻴﻮﺍﻧﺎﺗﻮ ﭘﻪ څ?ﺮ ﭼﻴﻐ? ﻭﻫﻠ? ﺍﻭ ﺑﻴﺎ ﺑﻪ ﻭﻻ‌ړﻞ.«ﮐﻪ ﻣﺎ ﺑﻪ ﻣﻮ ﻟﻪ ﺧﻮﺭﺍﮐﻪ ﺍﻧﮑﺎﺭ ﮐﺎﻭﻩ، ﻧﻮ ﺍﻣﺮﻳﮑﺎﻳﺎﻧﻮ ﺑﻪ ﺩ ﺧﻮﺭﺍﮎ ﻟﻮښﯽ ﺩ ﺩﻩ ﭘﺮ ﺳﺮ ﻭﻳﺸﺘﻞ ﺍﻭ ﻭﺍﻫﻪ ﺑﻪ ﻳ? ﺍﻭ ﺑﻞ ﺍﻣﺮﻳﮑﺎﻳﻲ ﺗﻪ ﺑﻪ ﻳ? ﺍﻣﺮ ﮐﺎﻭﻩ، ﭼ? ﺧﻮﺭﺍﮎ ﭘﻪ ﺯﻭﺭﻩ ﭘﺮ? ﻭﺧﻮﺭﻱ ﺍﻭ ﻟﻪ ﻫﻐ? ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﺑﻪ ﺩﻭﻩ ﺍﻣﺮﻳﮑﺎﻳﺎﻥ ﺭﺍﻏﻠﻞ ﺍﻭ ﺯﻣﺎ ﭘﻪ ﺩﻭﺍړﻮ ﻣټﻮ ﮐ? ﺑﻪ ﯾ? ﭘﻪ ﺳﺘﻨﻮ ﺳﻮﺭﻱ ﻭﮐړﻞ ﺍﻭ ﻟﻪ ﺑﺪﻧﻪ ﺑﻪ ﻣ? ﻭﻳﻨ? ﺭﻭﺍﻧ? ﺷﻮ? ﺍﻭ ﮐﻠﻪ ﺑﻪ ﻳ? ﺩﺍﺳ? ﻭﮐړﻞ، ﻧﻮ ﭘﺮ ﻣﻼ‌ ﺑﻪ ﺭﺍﻭﺧﺘﻞ ﺍﻭ ټﻮﭘﻮﻧﻪ ﻳ? ﺭﺍﺑﺎﻧﺪ? ﻭﻫﻞ.»ﺳﻤﻴﺮ ﺩ ﺧﭙﻞ ﻏﻢ ﻟړﻠﻲ ﺩﺍﺳﺘﺎﻥ ﭘﻪ ﺗﺮڅ ﮐ? ﻭﺍﻳﻲ، ﭼ? ﮐﻠﻪ ﺑﻪ ﻳ? ﺩ ﻣﺘﻴﺎﺯﻭ ﺗﮑﻠﻴﻒ ﻣﺤﺴﻮﺱ ﮐړ، ﻧﻮ ﺍﻣﺮﻳﮑﺎﻳﻲ ﭼﺎﺭﻭﺍﮐﻮ ﺑﻪ ﺍﺟﺎﺯﻩ ﻧﻪ ﻭﺭﮐﻮﻟﻪ ﺍﻭ ﮐﻠﻪ ﺑﻪ ﭼ? ﺗﮑﻠﻴﻒ ﺯﻳﺎﺕ ﺷﻮ، ﻧﻮ ﺍﻣﺮﻳﮑﺎﻳﺎﻧﻮ ﺑﻪ ﻭﺭﺗﻪ ﭘﻪ ﮐړﺲ ﮐړﺲ ﺧﻨﺪﻝ ﺍﻭ ﺧﭙﻞ ﮊﺑﺎړﻮﻧﮑﻲ ﺗﻪ ﺑﻪ ﻳ? ﻭﻳﻞ، ﭼ? ﮐﻪ ﭘﺘﻠﻮﻥ ﮐ? ﻳ? ﻣﺘﻴﺎﺯ? ﻭﮐړ?، ﻧﻮ ﺟﻨﺴﻲ ﺗ?ﺮﯼ ﺑﻪ ﭘﺮ? ﻭﮐړﻲ.ﺳﻤﻴﺮ ﺯﻳﺎﺗﻮﻱ «ﮐﻠﻪ ﻧﺎﮐﻠﻪ ﺑﻪ ﻳ? ﻳﻮ ﺳﻴﻨﻤﺎ ﻫﺎﻝ ﺗﻪ ﺑﻮﺗﻠﻮ، ﻧﻮ ﻫﻠﺘﻪ ﺑﻪ ﻳ? ﭘﺮ ﺑﻨﺪﻳﺎﻧﻮ ﺩ ﻇﻠﻤﻮﻧﻮ ﺍﻭ ﺗ?ﺮﻳﻮ ﻭﻳډﻴﻮګﺎﻧ? ﺭﺍښﻮﻭﻟ? ﺍﻭ ﺭﺍﺗﻪ ﺑﻪ ﻳ? ﻭﻳﻞ، ﭼ? ﻭﺭﺗﻪ ﻭګډﻴږﻲ ﺍﻭ ﮐﻠﻪ ﻣﻮ ﭼ? ﺍﻧﮑﺎﺭ ﻭﮐړ، ﻧﻮ ﺩ ﺟﺴﻢ ﻧﺎﺯﮎ ځﺎﻳﻮﻧﻮ ﮐ? ﺑﻪ ﻳ? ﺗﮑﻠﻴﻒ ﺭﺍﮐﺎﻭﻩ.»ﺩ ﺑﺎﺭﺍﻥ ﭘﺮ ﻣﻬﺎﻝ ﺑﻪ ﻳ? ﺯﻭﻟﻨﻮ ﺳﺮﻩ ﭘﻪ ﺧټﻮ ﮐ? ګﺮځ?ﺪﻭ ﺗﻪ ﻣﺠﺒﻮﺭﺍﻭﻭ ﺍﻭ ﭼ? ﮐﻠﻪ ﺑﻪ ﻳ? ﺍﻧﮑﺎﺭ ﻭﮐړ، ﻧﻮ ﭘﻪ ﺧټﻮ ﮐ? ﺑﻪ ﺭﻏړﺎﻭ.ﺳﻤﻴﺮ ﻭﺍﻳﻲ، ﭼ? ﺗﺮ ټﻮﻟﻮ ﻏﻤﺠﻦ ﺣﺎﻻ‌ﺕ ﻻ‌ ﻫﻐﻪ ﻭ، ﭼ? ﺩ ﻓﺤﺶ ﻓﻠﻤﻮﻧﻮ ﻭﻳډﻴﻮ ﺑﻪ ﻳ? ﺩ ﺩﻩ ﭘﺮ ﻭړﺎﻧﺪ? ﻭﻟګﻮﻟﻪ ﺍﻭ ﻫﻠﺘﻪ ﺑﻪ ﻳ? ﻟﻪ ﺩﻩ ﺟﺎﻣ? ﻭﻭﻳﺴﺘ? ﺍﻭ ﺩ ﻭﻳډﻴﻮ ﮐﺘﻠﻮ ﺗﻪ ﺑﻪ ﻳ? ﻣﺠﺒﻮﺭﺍﻭ ﺍﻭ ﺩ ﺍﺳﻼ‌ﻡ ﺳﭙﮑﺎﻭﯼ ﺑﻪ ﻳ? ﮐﺎﻭ ﺍﻭ ﺩﯼ ﺑﻪ ﻳ? ﺍړﻮ?ﺴﺖ، ﭼ? ﺩ ځﻨﺎﻭﺭﻭ ﭘﻪ څ?ﺮ ﻧﺎﺭ? ﻭﻭﻫﻲ ﺍﻭ ﮐﻠﻪ ﺑﻪ ﻳ? ﭼ? ﺍﻧﮑﺎﺭ ﻭﮐړ، ﻧﻮ ﻳﺦ ﮊﻣﻲ ﮐ? ﺑﻪ ﻳ? ﺳړ? ﺍﻭﺑﻪ ﭘﺮ? ﺗﻮﻳ? ﮐړ? ﺍﻭ ﺩﻏﻪ ټﻮﻟﻪ ﺻﺤﻨﻪ ﺑﻪ ﻳ? ﺭﻳﮑﺎﺭډ ﮐﻮﻟﻪ.ﺳﻤﻴﺮ ﺯﻳﺎﺗﻮﻱ، ﭼ? ﺩ ﺩﻳﺎﺭﻟﺴﻮ ﮐﺎﻟﻮ ﻟﻪ ﺳﺨﺘﻮ ﻇﻠﻤﻮﻧﻮ ﺍﻭ ﺗ?ﺮﻳﻮ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﺷﭙږ ﻣﻴﺎﺷﺘ? ﻭړﺎﻧﺪ? ﺍﻣﺮﻳﮑﺎﻳﻲ ﭼﺎﺭﻭﺍﮐﻮ ﺗﻪ ﺟﻮﺗﻪ ﺷﻮﻩ، ﭼ? ﻟﻪ ﻫﺮ ډﻮﻝ ﺗﻮﺭﻭﻧﻮ ﭘﺎﮎ ﺩﯼ، ﻧﻮ ﺩ ﺍﻣﺮﻳﮑﺎﻳﻲ ﺍﺳﺘﺨﺒﺎﺭﺍﺗﻮ څﻠﻮﺭ ﻣﻬﻢ ﮐﺴﺎﻥ ﺭﺍﻏﻠﻞ ﺍﻭ ﺩ ﺩﻩ ﻗﻀﻴﻪ ﻳ? ﻟﻪ ﺳﺮﻩ ﻭڅ?ړﻠﻪ ﺍﻭ ﺩ ﻫﻐﻮ ﻟﻪ ﻭﺭﻭﺳﺘۍ ﭘﺮ?ﮑړ? ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ ﻳ? ﺩﯼ ﺧﻮﺷ? ﮐړ.«ﺯﻩ ﻭﺍﻳﻢ، ﭼ? ﺍﻣﺮﻳﮑﺎﻳﻲ ﭼﺎﺭﻭﺍﮐﻮ ﺯﻩ ﺩﻳﺎﺭﻟﺲ ﮐﺎﻟﻪ ﻟﻪ ﻫﺮ ډﻮﻝ ﺗﻮﺭﻭﻧﻮ ﭘﺮﺗﻪ ﺩ ګﻮﺍﻧﺘﺎﻧﺎﻣﻮ ﭘﻪ ﮐﺮﻏ?ړﻦ ﺯﻧﺪﺍﻥ ﮐ? ﻭﺳﺎﺗﻠﻢ ﺍﻭ ﺯﻣﺎ ﭘﻪ څ?ﺮ ﺩ ﺯﺭګﻮﻧﻮ ﺑﻨﺪﻳﺎﻧﻮ ﺩ ﺑﻨﺪ ﮊﻭﻧﺪ ﺩ ﺍﻣﺮﻳﮑﺎ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﺗﺎﺭﻳﺨﻲ ﺷﺮﻡ ﺩﯼ.»ﺳﻤﻴﺮ ﻧﺎﺟﻲ ﺩ ﺧﭙﻞ ﺩﺍﺳﺘﺎﻥ ﭘﻪ ﭘﺎﯼ ﮐ? ﻭﺍﻳﻲ، ﭼ? ﺍﻭﺱ ﻫﻢ ﺩ ﺩﻩ ﭘﻪ څ?ﺮ ۱۳۶ ﺑ? ګﻨﺎﻩ ﺑﻨﺪﻳﺎﻥ ﺩ ګﻮﺍﻧﺘﺎﻧﺎﻣﻮ ﭘﻪ ﮐﺮﻏ?ړﻦ ﺯﻧﺪﺍﻥ ﮐ? ﺩ ﺍﻣﺮﻳﮑﺎﻳﺎﻧﻮ ﻭﺣﺸﻲ ﻇﻠﻤﻮﻧﻪ ګﺎﻟﻲ ﺍﻭ ﺩ ﺍﻣﺮﻳﮑﺎﻳﻲ ﭼﺎﺭﻭﺍﮐﻮ ﻫﻐﻪ ﺩﻋﻮ? ﭼ? ﺩ ﻣﻴډﻴﺎ ﻟﻪ ﻻ‌ﺭ? ځﺎﻧﻮﻧﻪ ﺩ ﺑﺸﺮﻳﺖ ﺧﻮﺍﺧﻮږﻲ ﺑﻮﻟﻲ، ﻣګﺮ ﺩ ګﻮﺍﻧﺘﺎﻧﺎﻣﻮ ﺍﻭ ﻧﻮﺭ ﺯﻧﺪﺍﻧﻮﻧﻪ ﺩ ﺍﻣﺮﻳﮑﺎﻳﻲ څ?ﺮ? ﺭښﺘﻮﻧ? ﻫﻨﺪﺍﺭﻩ ﺩﻩ.

ﻟﻪ ﺳﺮﻟﯿﮑﻨ? ﭘﺮﺗﻪ ﻧﻦ ټﮑﯽ ﺍﺳﯿﺎ ﺩ ﻧﻮﺭﻭ ﻟﯿﮑﻨﻮ ﻧﻨګﻪ ﻧﻪ ﮐﻮﻱ. 

استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: مقالـــې , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


دکفارو دملګرو په اړه دقرآن کريم واضحه فيصله لیکوال ابو محمد
ساعت 19:51 | بازدید : 1199 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

فَتَكُونُونَ سَوَاءً فَلَا تَتَّخِذُوا مِنْهُمْ أَوْلِيَاءَ حَتَّى يُهَاجِرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَخُذُوهُمْ وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ وَجَدْتُمُوهُمْ وَلَا تَتَّخِذُوا مِنْهُمْ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا )89(ژباړه: منافقان غواړي چې تاسو هم ددوئ په څېر شئ ،نوبه سره برابرشئ ، له دوئ څخه دوستان مه نیسئ ،ترڅوچې دوئ دالله تعالی په لاره کې هجرت ونه کړي ، اوکه چېرته دغه منافقان له دې څخه ډډه وکړي نو ويې وژنئ چې هرچېرته يې مومئ ، اوله دوئ څخه دوستان مه نیسئ اومه ورڅخه مرسته غواړئ .لنډتفسېر: په دغه آيتونو کې لوی خدای دمنافقانو دشومو اهدافو په هکله مؤمنان متوجه کوي ،چې دغه منافقان چې په ښکاره ځانونه مسلمانان ګڼي ،دوئ هيڅ کله مسلمانان نه دي ، بلکه دوئ په پټه کافران دي ،اوغواړي چې تاسو هم ددوئ په څېرشئ ) يعني لکه منافقان چې ددنياوي منافعو لپاره يې په ظاهره ځانونه مسلمانان ګڼل ؛ مګرپه پټو کې کافران ؤ ،غواړي چې تاسو هم په خپله بڼه واړوي (.الله تعالی : مؤمنانو ته وايې : تاسوبه کله هم ددغه خلګو سره دوستي نه کوئ اونه به دوئ دوستان ګرزوئ ،تردي چې دوئ دکفارو ملګرتياایله نه کړي ، اوله تاسو سره دکفارو په وړاندي جهاد ته ولاړ نشي ،يارښتوني مؤمنان نشې ،اوکه چېرته دغه کار ونه ونه کړي ، يعني دکفارو ملګرتيا ايله نه کړي ، ياپه رښتوني مؤمنان نشې نوچې هرچېرې يې ومومئ ويې وژنئ ،اوپه مرګ يې صرفه مه کوئ ،دغه خلګ نور دهغو مشرکينوپه څېردي چې سراسر داسلام اومسلمانانو دښمنان دي ،دآية په پای کې لوی خدای جل جلاله بيامؤمنانو ته په تاکيدسره دوباره يادونه کوي چې ددغه منافقانو سره هيڅ ډول دوستي ونه کړ ئ ،اونه به دوئ دوستان ګرزوئ ،اونه به له دوئ څخه مرسته غواړئ .دتفسیر خلاصه :په اوس وخت کې چې کله یرغلګرو په يوه اسلامي هيواد یرغل وکړ ، اوپه دغه مهال ډیر تش په نامه مسلمانان دهمدي یرغلګرو کفارو ترڅنګ ودريدو ،اودمدينی دمنافقانو کرداريې اداء کړ ،اوهلته جوړسوچه اسلامي نظام يې ړنګ کړ، اوپه ځای يې کفري ]ډيموکراسي [ نظام راوستل ،نواسلامي شريعت يې په وړاندي هماغه الهي حکم لري ، هغه داچې بايد هرچېرته وموندل شې ګيرشي اووژل شې .منافقان تل هڅه کوي چې رښتوني مسلمانان دخپل ځانونو په څېر کړي اوکفرته يې دعوت کړي ، نوددې کار لپاره بيلابيلي دسیسې په کار اچوي ، داوس مهال ديرغلګرو ترڅنګ دغه دريدلي منافقان دخپلو بادارانو په مشورو او مالي مرستو غواړي چېدصلح په نوم ، يادنورو دغه ډول فلانونوله لاري مؤمنان تېرباسې . لوی خدای جل جلاله مؤمنانوته وايې چې تاسوه به له دې کافرانو څخه لېري ګرزئ،هيڅ ډول دوستي به نه ورسره کوئ ، اونه به مرسته ځيني غواړئ ، اوکه تاسو ددوئ ومنئ یاله دوئ سره شئ نو ددوئ په څېربه شئ اوددوئ لپاره مؤمنانوته هماغه يوحکم دی : اوهغه داچې : دیرغلګرو په څېر دغه منافقان نیسئ ، اوچې هرچېري يې ومومئ ويې وژنئ .

استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: قرآن کریم , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


له شکريې بارکزۍ وروسته وار د شينکۍ کړوخيل ده
ساعت 19:40 | بازدید : 1120 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

لیکوال: نور رښتياپالد ډاکټر محمداشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله د ټيمونو تر منځ اختلافات او بې اعتمادي نوره له سرې کرښې او ښتې او اوس په دواړو غاړو کې سخت دريځي له يو بل سره په غير مستقيمه جګړه بوخت دي.ويل کيږی په شکريې بارکزئ له مرګوني بريد وروسته چې نوموړې ژوندۍ ترې ووتله ، اوس د بهرنيو او کورنيو کشفي ارګانونو له لوري شينکۍ کړوخيل ته خبر داری ور کړل شوی چې شايد د يوه مرموز بريد ښکارشي .شينکۍ کړوخيل چې ژور ولسي تعلقات لري ،د پارلمان يوه مهمه وکيله او داشرف غني له مهموپلويانو څخه شميرل کيږي . د امريکا له مرکزي اسختباراتو يا سي آی اي سره ډير نږدې اړيکې لري .د يوې کره امنيتي سرچينې د معلوماتو له مخې د شينکۍ کړوخيل د امنيت په برخه کې د ملي امنيتد رئيس رحمت الله نبيل او د سي ای اي د نماينده او نورو مهمو استخباراتي چارواکو ترمنځ يوه عاجله غونډه هم تر سره شوې . او دې ته يې مشوره ورکړې وه چې د موجودو امنيتي ګواښونو له وجې د څه وخت لپاره بهر ته ولاړه شي . سرچينه زياتوي چې شينکۍ کړوخيل د امنيتي مسئولينو له دغې مشورې وروسته د څه وخت لپاره د هندوستان هيواد ته هم تللې وه .شينکۍ کړوخيل ته نږدې منابع وايي چې دغه ګواښونه آغلې شينکۍ ته د شورای نظار د ځانګړو استخباراتو له لوري متوجه دي . له دې څخه دمخه همپه مصعوم ستانکزي او شکريې بارکزۍ په ترسره شويو بريدونو کې د شوری نظار د ښکيلتياخبرونه خپاره شوي وو. او داسې ادعا کيدله چې د شوری نظار ځانګړو استخباراتو طالبانو ته په دوی دواړو باندې د بريدونو زمينه برابره کړې وه . د يادونې وړ ده چي طالبانو تراوسه پورې د دې دواړو بريدونو مسئوليت نده منلی. د کره معلوماتو له مخې د اشرف غني په کليدي ملاتړو، د غو مرموزو بريدونو بهرني او کورني استخبارات له سخت فشار سره مخ کړي . او د جنرال ياسين په نامه يوکس يې چې د سولې عالي شوراته د ملي امنيت نماينده هم ده د دغو مرموزو بريدونو د پلټنې لپاره ټاکلی .د اشرف غني د پلويانو له پټو مجلسونو څخه راوتليپټ معلومات ښيي چې سی آی اي ، ملي امنيت او د اشرف غني امنيتی سلاکاران ټو ل په دې باور دي چې د اشرف غنی په کليدي پلويانو د غه بريدونه د ځينو بهرنيو استخباراتي کړيو په اشاره د والي عطامحمد نور او د شوری نظار د ځانګړو استخباراتو له لوري چې مشر يې انجنر عارف او مرستيال يې دولت مير ده ، ترسره کيږي. او امراللهطالح هم مهمه ونډه پکې لري.سی آی اي او امنيت ملي هڅه کوي چې په د غو بريدونو کې د شوری نظار لاس درلودل مستند او شواهد پرې پيداکړي.داستخباراتي چارو د شنونکو له آنده د د غو بريدونو پيچلتيا ته په کتو ، دا ډيره ګرانه ښکاري چې په نږدې راتلونکي کې سی آی اي او امنيت ملي په دغو بريدونو کې د شوری نظار د ښکيلتيا په اړه مستند شواهد تر لاسه کړي .او کيدای شي د سی آی اي او امنيت ملي د دغه سوړ چلند له امله د اشرف غني په نورو مهمو پلويانو هم مرګوني بريدونه تر سره شی . ځکه دشوری نظار د ځانګړو استخباراتو په سر کې ډير پهکار پوه او دترور او قتل په برخه کې تجربه لرونکي کسان قرار لري . او په امنيتی او نظامیارګانونو کې له پراخ نفوذ نه برخمن دي .

استشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: مقالـــې , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


د حقي لارې لاروی - سيد الهام
ساعت 14:59 | بازدید : 748 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )
په درسته دنياګى کي شکر زه درباندي بار يم همدغه وياړ مي بس دى داچي ستاد سترګوخاريم فاني ده دنياګى پدې يقين ځم استشهاد ته له ژونده ګټه اخلم نه چي ژوند څخه بيزار يم غيرت لرم توکل مي په الله دى قربانيږم نه تا غوندي بزدل يمه نه تا غوندي مکار يم ته خوره د خنځير غوښې شرابونه کبابونه زه هست يمه سورسترګى له ازله هم خمار يم نه چل کړم نه نشه يم چي په سرولمبو ګډيږم ملت د ابراهيم يمه غښتلى په انګار يم هردم چي راپه زړه کړمه غليمه ستاناخوالې هغه دم ناقرارشمه هغه دم سم په دار يم له تا څخه د نه ډار الهامونه راته کيږي بنده دکردګار يم لاروى دحقي لار يماستشهاد ته سلام
موضوعات مرتبط: شعرونه , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 526
بازدید دیروز : 468
بازدید هفته : 1464
بازدید ماه : 2897
بازدید کل : 96518
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 526
:: باردید دیروز : 468
:: بازدید هفته : 1464
:: بازدید ماه : 2897
:: بازدید سال : 7875
:: بازدید کلی : 96518