
حامد افغانپه قبایلي نظام کې به هر چا دخپلي قبیلې په حمایت کې ژوند کاوه رسول الله صلي الله علیه وسلم په مکه کې په لومړیو شپو کې دخپل تره ابوطالب په حمایت کې ژوند کاوه چې هغه د بنوهاشم دپښې مشر و ، د نبوت په لسم کال ابوطالب ومړ او له قبیلوي رواج سره سم ابولهب د بنوهاشم قبیلي مشر وټاکل شو ، ابولهب په ډاګه د رسول الله صلي الله علیه وسلم له ملاتړ اوحمایت نه بیزاري اعلان کړه، له دې وروسته رسول الله صلي الله علیه وسلم اراده وکړه چې دکومي بلي قبیلې حمایت ترلاسه کړي څو وکولی شي خپل دعوتي کار جاري ولري او په دي نیت یې طایف تهدسفر نیت وکړ .طایف دمکي په جنوب ختیځ کې مکي ته په 65 میله کې یوه شایسته او اباده سیمه ده هلته دده خپلوان هم وو، خپل خادم زید بن حارثه یې له ځان سره کړ طایف ته ولاړ هغه مهال په طایف کې دریمشهور قومي مشران وو چې هغه عبدیالیل ، مسعود او حبیب وو، ده له دریو واړو سره ولیدل خو هغو ټولو د ده له ملاتړ او حمایت کولو نه انکار وکړ، په دوی کې یوه وویل : که خدای ته رسول کړی یې نو زه به دکعبي پردې څیري کړم ، دویم وویل: خدای له تا پرته بل څوک ونه موندل چې رسول کړی یې وی، دریم یې ورته وویل : په خدای سوګند ستا سره به خبرې ونکړم ، ځکه که ته رښتینی رسول یې نو تا ته ځواب درکول سپکاویده او که ته دروغژن یې نوستاسره خبرې مناسب نه بولم، ) فقال له احدهم هویمرط ثیاب الکعبه ان کان الله ارسلک ، وقال الاخر : اما وجدالله احدا یرسله غیرک ، وقال الثالث : والله لا اکلمک ابدا ، لئن کنت رسول من الله کماتقول لانت اعظم خطرا من ان ارد علیک الکلام ، ولئن تکذب علي الله ماینبغي لي ان اکلمک. سرة ابن هشام 2ټوک مخ 29(.رسول الله صلی الله علیه وسلم خپه شو او بیرته ستون شو خو هغو خلکو بیا هم دی پرېنښود دکلي ماشومان یې پوه کړل او هغه ته یې ښکنځلي پیل کړې، هغه یې په کاڼو وویشت د ده خادم زید بن حارثه ډېر کوښښ وکړ چې رسول الله دکلي له بدمعاشانو هلکانو وژغوري خو هغه بریالی نه شو او رسول الله صلي الله علیه وسلم یې په سرو وینو لژند له ښاره وایست.له طایف نه یوڅه وړاندي د دوو وروڼو عتبه او شیبه یو د انګورو باغ و ، ماښام مهال هغه باغ ته رسول الله صلي الله علیه وسلم ورسید او په باغ کې یې پناه واخیسته ، دی په وینو سور وو او خدای ته یې دعا کوله چې مرسته یې وکړي او ویل یې: خدایه ! مایواځي مه پریږده .عتبه او شیبه دواړه د ده دښمنان وو خو دده حال یې چې ولید زړونه یې ورته نرم شول ، هغوی خپل نصراني غلام چې عداس نومیدی راوغوښټ هغه ته یې وویل : یوڅه انګور په لوښې کې هغه کس تهور وړه او ورته ووایه چې ویې خوره ، عداس هغه ته انګور وروړل او رسول الله صلي الله علیه وسلم په بسم الله سره دهغو خوراک پیل کړ، عداس د هغه مخ ته ځیر ځیر وکتل او ویې ویل : په خدای سوګندچې تا د خوراک په مهال څه وویل د دې هیواد خلک یې نه وایي ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل :ای عداس ! ته دکوم هیواد اوسیدونکی یې او پر کوم دین یې ؟عداس ورته وویل : زه نصراني یم او دنینوا )عراق( اوسیدونکی یم رسول الله ورته وویل : دصالح انسان یونس بن متي دښار ؟عداس وویل : ته یونس بن متي څه پیژني اوهغه څوک و؟رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : هغه زماورور و ، هغه نبي و او زه هم نبي یم .په دي سره عداس درسول الله صلی الله علیه وسلم پرلاسونو پریووت او دهغه سر، لاسونه او پښې ښکلول یې پیل کړل ، دا حالت عتبه او شیبه څاره او یوه بل ته وویل: ګوره ستا مریی یې خراب کړ ، عداس چې بیرته هغوی ته ورغی هغوی ورته وویل : بدمرغه په تاڅه وشول چې دهغه سر او لاسونه دي ښکلول ؟ عداس ورته وویل : زما باداره! د ځمکي پر مخ له ده غوره انسان نشته، دې کس ماته داسي خبرې وکړې چې هغه یواځي نبي کولی شي ، هغوی عداس ته وویل : ای بدمرغه ! پام کوه چې هغه دي له خپل دین نه وانړوې ستا دین دهغه له دین نه غوره ده ، )سیرة بن هشام ، دویم ټوک 20مخ(پایله:رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې سفر کې له مختلفو خلکو سره مخامخ شو او دری ډوله چلند یې ورسره وکړ :یوډول خلکو په هغه کاڼي واورول ،نورو ده ته مسلمستیا وکړه ،او دریم یې نبوت ومانه ،په دې کیسه کې خورا لوی عبرت او درس پروت دی هغه دا چې په دې نړۍ کې امکانات او شونتیاوې وروستی پوله او حد نه لري ، دلته که سپیرې بیدیاوې شته بل لورته سیوری لرونکې ونې هم شتون لري، په دنیا کې که د یو چا له خوا له بدچلند سره مخامخ شو باید انسان نا امیده نشي، کهانسان په صداقت او رښتیا ولاړ وي او زړه له منفي جذباتو پاک کړي نو خامخا به دالله مرسته ترلاسه کوي، که یو ډول خلک له هغه سره ملګري نشي دنورو زړونه به هغه ته نرم او ملتیا به یې پیل کړي .
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
|
ساعت 20:57 |
بازدید : 886 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
|

لیکوال : ایوان ایلینډمنبع : انټی وار ډاټ کام )امریکا(نېټه : ۹ / ۱۲ / ۲۰۱۴ژباړن : نثار احمد صمدښایی په افغانستان کی د مختلفو ډلو تر منځ د واک شریکۍ موجوده حکومت په عراق کی د نوري المالکی د مهال غوندی بریالیتوب وګټي ، چی چندانی بری نه و . یوه پاییدونکې او د ودې وړ دیموکراسي هله ممکنه ده چی روڼ انتخابات یو منلی ګټندوی او یو صادق مخالف رامنځته کړی . هو، یو وفادار مخالف کافی دی ، داسی نه چی هغه واکمنه ډله یا ډلی په وژونکي ډول وځپی . خو د افغانستان سیاسی کلتور د دغو لازمو شرایطو څخه یو لا هم نلری . د افغانستان وروستي انتخابات واضحأفاسد وو ، او ځکه نو نامشروع دي چی له امله یې مخالف هم بې وفا دی . نو د همدې ناکامه پایلی له امله امریکا وروسته داسی وپتییله چی دوه متضاد کاندیدان یعنی اشرف غنی د پښتنو استاځی اوعبدالله عبدالله د متباقی غیر پښتنو استاځی دې واک سره شریک کړی داسی چی غني به ولسمشر او عبدالله به اجرایًیه ریًس وی .لاکن دیموکراتیک انتخابات باید هرومرو ګټونکی او بایلونکی ولری ، داسی چی ګټونکی به تګلاري جوړوی او د صادق مخالف انتقادونه به زغمی . خو لکه د مالکی د مهال په عراق کی چی وو ، دلته هم بیلابیلی افغاني ډلی چی هڅه کوی د واک د شراکت په قرارداد کی د ګډ حکومت څخه برخمن سی ، د نوی کابینې په سر نه سره جوړیږی . هغوی آن دا هر څه په داسی حالاتو کی کوی چی د یو نه بخښونکي حقیقت له مخی د هیواد د امنیتی بس ټایرونه ورڅخه وتونکي دي . دا د سیاست پوهانو یو بل هغسی حال دی چی خپله باجه)سرینده( وهی خو هلته روم د خپلی غلطی دیموکراسۍ په لمبو کی سوځی چی د سیاسی جوړجاړي رښتیانی کلتور نلری .بلخوا د طالبانو ځان وژونکو بې پروا بمی حملو د مرکز یعنی کابل اطمینان او سکون ګړَه بَوَلی دی، حال دا چی د هیواد په نورو سیمو کی د طالبانو حملې په مني کی د پخوا برعکس زیاتی او تونديسوي دي چی افغان پوځ او پولیس یې بې فایدې کړي دي . د طالبانو د همدې زړه ورو فعالیتونو علت دی چی امریکا به افغان امنیتی ځواکونو ته د بم وریو کومک ورکوی ، خیر دی چی د همدې میاشتی په پای کی به یې ځمکنیً جنګی مأموریت پای ته رسیږی .ځکه نو امریکا ، چی له مخکی یې لا په لسګونوبلیونه ډالره په جنګ او د افغان امنیتی ځواکونو په روزنه کی مصرف کړي دي ، او هم یې په بوجیو روپۍ د چا خبره په انکشافی برخو کی مصرف کړيدي چی خوشی ضایع کېدونکي دي ، بیا هم لګیا دهنوری پیسې د دې بایللی مرام د موږک غار ته وراچوي .ما په خپل کتاب کی چی عنوان یې و » د ښورښ ضد ناکامي : ولی زړونه چندانی نه ګټل کیږی « څرګنده کړې وه چی ولی سترو ځواکونو ته د دغسیښورښي ضد جنګونو ګټل خورا مشکل دی . خصوصأدا هر څه په داسی حال کی دي چی د افغانستان پخوانۍ سابقه او قضیه د امریکا د حکومت په مخ کی پرته وه او د داسی وسلوال مبادرت خطرونه یې ښه لیدل . لکه څنګه چی حتی د میلاد څخه له آخوازمانې راهیسی هیڅ کوم بهرني ځواک افغانستان نه دی فتح کړی ، په نولسمه او د شلمی پیړۍ په لومړیو کی درې ځله د برتانیې ناکامه هڅی او بیا د شلمی پیړۍ په اتیایمه لیسزه کی د شورویانو پر سر رالوېدنه هم له دې جملې څخه دي .د تاریخ له مخی ، پایداره دیموکراسي د خپل تل څخه راټوکیږی او لوییږی داسی چی موجود سیاسی جوړجاری د مؤسساتو څخه وړاندی په مناسب کلتور سره دیموکراتیک واک وچلوي نه بل څه . علاوتأ ، دیموکراسي هغه مهال د پایښت لږ فرصت لری که یو بهرنی ځواک هغه په وچ زور وترپی ، خصوصأ په هغو هیوادو کی چی پخوا یې هیڅ دیموکراتیک عنعنات نه وی لرلي . همداراز ، د یو طرفه اکثریت واک او لیبرال دیموکراسي تر منځ یوفرق موجود وی چی له امله یې د اکثریت والاوو ظلم منځته راځی لکه په عراق کی چی پیښه سوه. په دغسی توپیر کی ټول مهم اقلیتی حقونه او د قانون واک تضمین وی .ډیر ځله د دې له پاره چی رښتیانۍ لیبرال دیموکراسي پخپله پایداره او اوږدمهاله سی ، نو باید د یو خاص ټولنیز عاید یوه سطح رامنځته سی چی یوه ځواکمنه سیاسی منځنۍ طبقه به راوټوکوی چی هغه به چارواکو او مسؤلینو ته په غیږ ورځی ؛ خو نه عراق او نه هم افغانستان دغسی سطحې ته نه دی رسېدلی . په عراق کی د جنګ پرله پسې کلونو او هم نړیوالو سپماییزه بندیزونو د داسی نیکمرغۍ وینی څښلی دي ؛ خو افغانستان بیا یو ډیر مسکین او بې وزله هیواد پاته سوی دی.ځکه نو په افغانستان کی د څه نا څه لسو زرو امریکایی ځمکنیو پوځیانو پاتېدل ، او هم د امریکا هوایی حملې هر څه داسی بریښوي لکه امریکا چی یو ځل بیا په همدې جګړه ورګډیږی تر څو د شراکت دغه ناپایداره حکومت د طالبانو څخه چی بیا ځواکمن سوي دي ، وساتی .هو ، امریکا په عراق کی د خپلی وتنی تر نېټې وروسته آن بېله دې چی یو څه پوځیان یې پرې یښي وی ، دا دی یو ځل بیا ځان په دام کی راګیروی . په دغسی مصنوعی هیوادو کی چی شقاقاو نفاق هم ولری ، لنډ مهاله شخړي ، که امریکا پکښی اخته وی یا نه ، د قار او غضب تر پولی رسیږی .نو که طالبان له هغه څه نه سبق واخلي چی امریکایی ضد تروریسټانو ته د پناه ورکولو له امله راوپرځول سول ، او که په آینده کی هم تر خپل واک لاندی سیمو کی بیا دغسی کار ونکړی ، نو امریکا هم باید خپل مبادرت )بوختیا( محدوده کړی او یوازی کله کله د تروریسټانو د روزنی کمپونه او ځایونه بم وري کړی . ځکه نو امریکا باید خپل پرې یښي ټول ځمکني پوځیان بیرته راوباسی او هم د افغان امنیتی ځواکونو په ګټه هوایی حملې پای ته ورسوي تر څو په دغه چټی ، بې ګټې او ناپایه جبه زار کی چی ډیر مخکی لا بایلل سوی دی ، بیا راګیر نسي ، پای .
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
|
ساعت 20:51 |
بازدید : 1398 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
|

پروان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې په سیاګرد ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په بمبارۍ کې ۵ تنه د ښوونځي زده کوونکي وژل شوي دي.د پروان ولایت امنیه قومندان مل پاسوال محمد زمان مموزي ویلي چې امریکایي ځواکونو غوښتل د سیاګرد ولسوالۍ په خوېشکې دره کې د سیدانو پهسیمه کې پر طالبانو هوايي برید وکړې؛ خو د ښوونځي زده کوونکي یې په نښه کړي دي.نوموړي منلې ده چې په بمبارۍ کې ۵ تنه د ښوونځي زده کوونکي وژل شوي دي.د سیمې یو قومي مشر ویلي چې دغه زده کوونکي په یوه باغ کې پر درس مصروف وه او د امتحان لپاره یې تیاری نیوه.د پروان ولایت اوسیدونکي او دیني عالم، مولوي عبدالسلام اصلاح رسنیز ګروپ ته ویلي چې شهید شوي زده کوونکي تازه دم له ښوونځي فارغ شوي وو او په دغه باغ کې د کانکور لپاره په تیاري بوخت وو چې بې پېلوټې الوتکې پرې بمونهوغورځول.تر دې وړاندې رسنیو راپور ورکړ چې وژل شوي کسان مازیګر مهال د والیبال پر لوبې بوخت وو چې بهرنیو ځواکونو پرې بمباري وکړه.ایساف ویلي چې برید يې پر طالبانو کړی او وژل شوي پنځه تنه طالبان دي.طالبانو ویاند د سیاګرد دغه پېښه تایید کړې او ویلي يې دي چې د پېښې قربانیان ټول ماشومان او زده کوونکي دي.نوموړي په یوه اعلامیه کې په دې پېښه د خواشیني د څرګندولو تر څنګ د شهید شویو ماشومانو په اړه لنډ مالومات هم ورکړي دي.په دې خونړي برید کې وژل شوي ماشومان دا دي :۱- ــ بورجان د حاجي عبدالحکيم زوي ، عمر ۱۶ کاله۲ــ وثيق د خان آغا زوي عمر شاوخوا ۱۸ کاله۳ ــ خيرالله د عبدالودود زوي، عمر ۱۵ کاله۴ــ آسماء الله د مولوی سیدالله زوی، عمر ۱۴کاله۵ــ علي ګل د اسلم خان زوی، عمر ۱۳ کالهتر دې مهال هیڅ یو لوړ پوړي چارواکي د امریکايي ځواکونو دغه خونړۍ بمباري او ملکي وګړو د وژنې په اړه نه څرګندونې کړي او نه یې هم غندلې ده.د یادونې وړ ده، چې له نن نه شاوخوا یو کال وړاندې په )۲۰۱۴/ ۱/ ۱۶م( نېټه په همدې سېمه کېد امریکايي ځواکونو په برید کې د ماشومانو او ښځو په ګډون لږ تر لږه ۱۳ تنه ملکي وګړي شهیدان کړل.
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
|
ساعت 20:47 |
بازدید : 1218 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
|
خونړۍ جګړې وروسته د هرات ولايت شينډنډ ولسوالۍمرکز په پشپړه توګه ونيوه.د طالبانو وياند قاري محمديوسف احمدي په خپل ټويټر پيغام کې ليکلي، چې د دوی نظامي ملګرو دشينډنډ ولسوالۍ مرکز په بشپړه توګه نيولی او اوس هم د ولسوالۍ بازار د دوی په ولکه کې دی.د هرات ولايت چارواکي وايي، چې پر شينډنډ ولسوالۍ يې د طالبانو ډله ييز بريدونه په شاتمبولي دي.د شينډډ ولسوالۍ ځايي خلکو رسنيو ته ويلي، چې تېره شپه طالبانو د شينډنډ ولسوالۍ پر مرکز ډله ييز بريدونه پيل کړل او د ولسوالۍ بازار او شاوخوا سيمې يې ونيولې او د يادې ولسوالۍ بازاراوس هم د طالبانو لاس کې دی او اوس هم خونړۍ جګړه روانه ده.
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
|
ساعت 9:46 |
بازدید : 1107 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
|

پنجشنبه، لېندۍ ۲۰مه، ۱۳۹۳ل(: د امریکا دفاع وزارت وايي چې دوی نور په افغانستان کې زندان نه لري.له پنټاګانه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې امریکایان نور په افغانستان کې نه کوم زندان لري او نه هم زنداني.دا خبره وروسته له هغه توده شوه چې بهرنیانو پاکستان ته د زندانیانو په سپارلو کې افغان لوری خبر هم نه کړ او نه يې هم په ساتنه خبر و.د زندانیانو د دوسیو د څېړنې د کمېټې مشر وايي چې دوی پر دې اندېښمن دي چې لا هم امریکایان دلته توقیف خانې او زندانونه لري.عبدالشکور دادرس وویل چې هغه زندانیان چې امریکایانو پاکستان ته وسپارل په افغاني زندانونو کې نه ساتل کېدل، د دوی په خبره هغوی شکمن دي چې لا هم بهرنیان دلته شخصي زندانونه لري.سره له دې چې عبدالشکور دادرس وايي چې امریکایانو له پخواني ولسمشر سره ژمنه کړې وه چې د بګرام له سپارلو وروسته دوی په افغانستان کې د نیولو او زنداني کولو حق نه لری.خو د امریکا د دفاع وزارت په دې اعلامیه کې راغلي چې دوی د سږ کال د ډسمبر له لسمې وروسته خپلو زندانونو او زندانیانو ته د پای ټکی کېښود.په اعلاميه کې دا هم راغلي چې امریکایان به د راتلونکي میلادي کال له پیل سره جوخت د ټولو زندانونو او زندانیانو مسوولیت افغان لوري ته وسپاري.که څه هم افغان لوري لا وړاندې دا دعوه کوله چې د هېواد د ټولو زندانونو واک له دوی سره دی.یاده دې وي په بهرنیو زندانونو کې د سې آی اې د وحشتونو اړوند په وروستي راپور کې زړه بوږنوونکي تعذیبونه یاد شوي، چې له هره اړخه په بشري کرامت تېری بلل شوی دی، او حتی د ګډ حکومت مشر اشرف غني هم دغه تعذیبونه غندلي دي.
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
|
ساعت 9:42 |
بازدید : 1135 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
|
پنجشنبه نن سهار ۷:۱۵ د پلازمېنې کابل ختيځ ۱۵مه امنيتي حوزې اړوند تره خېلو سيمه کې د ملي اردو پر کاسټر سرتېري بريد کې ګڼو افسرانو ته مرګ ژوبله واوښته.د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال جنرال ايوب سالنګي په خپل ټويټر پيغام کې د کابل لويديځ تره خېلو سيمه کې د ملي اردو پر کاسټر د سرتيري بريد پېښه تاييد کړې، مګر د مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي.د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د ياد بريد مسؤوليت منلی او زياتهکړې يې ده، چې ياد بريد د دوی يو ملګري حافظ طلحه، چې د ميدان وردګو اوسيدونکی و د بارودي واسکټ په واسطه ترسره کړ.مجاهد زياتوي، چې نوموړي سرتيري بريد کې لږ تر لږه د ملي اردو ۱۳ افسران وژل شوي او پنځلس نور ټپيان دي.
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
|
ساعت 9:39 |
بازدید : 932 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
|
سرپل ولايت امنيتي مسؤولين وايي، چې طالبانو نن سهار وختي د ولايت مرکز پر دوو مهمو امنيتي ځايونو ډله ييز بريدونه پيل کړي دي.د سرپل ولايت چارواکي وايي، چې سيمه کې د دواړولوريو له خوا خونړۍ جګړه روانه ده.د سرپل ولايت سرپرست امنيه قوماندان عنايت الله حبيبي وايي، چې دا بريدونه په داسې حال کې پيل شوي، چې د دوی عسکرو د سرپل کوهستانات ولسوالۍ د طالبانو پر ضد تصفيوي عمليات پيل کړي دي.د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.ياده جګړه کې د پېښې شوې مرګ ژوبله په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
|
ساعت 1:53 |
بازدید : 708 |
نویسنده :
استشهادته سلام
| ( نظرات )
|
تل پرې اوښکې تويوي زړه يې صفا دىډېر دردمن دى محبت يې په رښتيا دىهغه مسته زندګي د فردوس غواړيپه دعا يې لاس نيولی په ژړا دىنه ساده دى نه ) مفتونه( ژوند کې تنګ دىورته حورې اشارې کا وارخطا دى
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0