له ميدان وردګ ولايت نه مو د دغه ولايت د نرخ ولسوالۍ په ودانۍ د فدايي بريد خبر تر لاسه کړ.
په ترلاسه شوي خبر کې راغلي نن سهار شاوخوا 6 نيمي بجې د نرخ ولسوالۍ په مقر د مازدا موټر په وسیله چې درانه منفجره مواد په کې ځای په ځای شوي وو فدايي بريد ترسره شو، بريد د اسلامي امارت د قهرمان فدايي مجاهد صديق چې د غزني ولايت د قرباغ ولسوالۍ اوسېدونکی وو، ترسره شو.
د بريد له امله د ولسوالۍ ودانۍ، د استخباراتو مرکز، د سپيشل فورس عسکرو مهم مرکز او د ولسوالۍ د امنيه قومندانۍ ودانۍ مکملې ويجاړې شوي دي، له دې علاوه په لسګونه پوليس، عسکر، او استخباراتي کارمندان په کې قتل او ټپيان دي.
د لومړنيو معلوماتو په اساس د کابل ادارې د نرخ ولسوالۍ ولسوال هم د برید په ځای کې وو، خو د مرګ او ژوبلي په اړه يې تر اوسه کره معلومات نه دي تر لاسه شوي.
سیمه د دښمن لخوا کلکه محاصره شوې او د امبولانس موټرو او چورلکو په مټ مړي او ټپیان انتقالوي.
2013-12-02
افغانستان