دکابل چارواکو داسلام سپېڅلي احکام پایمال کړل
الجـــــــهاد فی سبیل الله
دکابل چارواکو داسلام سپېڅلي احکام پایمال کړل
ساعت 10:31 | بازدید : 944 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

تفصيل نېټه: دوشنبه, 02 دیسمبر 2013 10:48 لیکوال: مولوي محمد اویس (عباس) بـــــرخه: نوري مقالې

د غربیانو د ازادۍ راډیو له ویب سایټ څخه خبر خپورشو په کابل کې د جزا قانون چې په ( ۱۳۵۵) لمریزکال کې نافذ شوی وو دعدلیې وزارت په هغه نوی کار پیل کړی دی ، دغه خبر په لاندي عنوان او نېټه د ازادۍ راډیو له ویب پاڼي څخه خپورشو ( هیدربار: د جزا په قانون کې د سنګسار نه شاملول ښه اقدام دی دازادي راديو پنجشنبه 7 قوس 1392 ) په دې خبرکې ویل شوې دي چې دعدلیې وزارت د جزا قانون ته نوي پیوندونه لګوي دعدلیې وزارت مرستال (سیدیوسف حلیم) له قوله يي ليکلي دي چې د جزا په قانون کې ( حدود، قصاص ، او دیت) لمنځه وړو ځکه ستونزي جوړوي یوازي تعزیري سزا ګاني تثبیتوو .

په خپل ډول کې دا د قضائي صلاحیت تړون چې دکابل منحوسي جرګې له امریکایانو سره لاسلیک کړ، تر ټولو خواشینوونکی لومړی ګذار دی چې د اسلامي هیواد اسلامي قانون د کافرانو په غوښتنه عیسايي او یهودي بڼه خپلوي ، کافرانو سمد لاسه د دوی د دغه اقدام هرکلی اعلان کړ او د مرستو د ورکولو په وعدو يې ونازول .

د کابل بې دینه اداره ولي د قصاص ، حدود ، دیت او سنګسار په جزا کې ستونزي ویني ؟ له دې سره سره چې د لوی خدای جل جلاله او دهغه دپیغمبر صلی الله علیه وسلم له لوري دغه صریح نصوص دي چې هیڅ دتقید، تخصیص ، او تاویل احتمال نه لري ، دغه احکام خدای جل جلاله او د هغه پیغمبر صلی الله علیه وسلم د انسانیت او بشریت د سر ، مال ، ناموس ، عقیده ، عقل او صحت ضامن ګڼلي دي ، او په ټولني کې د مدني ، شخصي ، او اجتماعي ټولو حقوقو د ساتني او د سولي امن ، هوسا او ازاد ژوند دخوندي کيدا لپاره يي د بنسټ په توګه وضع کړي دي او دټول بدمرغیو د مخنيوي لپاره يي اصل محور ټاکلي دي .

عَنْ جَابِرٍ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: " الْقُرْآنُ شَافِعٌ مُشَفَّعٌ ومَاحِلٌ مُصَدَّقٌ، فَمَنْ جَعَلَهُ إِمَامًا قَادَهُ إِلَى الْجَنَّةِ، وَمَنْ جَعَلَهُ خَلْفَهُ سَاقُهُ إِلَى النَّارِ "

رواه البیهقی فی شعب الایمان برقم (۱۸۵۵) عن جابر . ورواه معجم الکبیر للطبرانی برقم (۱۰۲۹۸) عن عبدالله بن مسعود رضی الله عنهما .

ژباړه : جابر ــ رضی الله عنه ــ روایت کړیدی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : دقرآن سپارښت هرو مرو منظوردی ، قرآن ریښتینی مدافع وکیل دی ، څوک چې د قرآن د لارښووني پیروي وکړي نو جنت ته به يي ورسوي ، څوک چې قرآن صرف نظر کړي ( پیروي يي ونکړي) نو دوژخ ته به يي داخل کړي .

په اتفاق دټولو فقهاؤ مجرمینوته د تعزیر سزاګاني هغه وخت دقاضی له خوا ټاکلي کیږي چې دهغه جرم اړوند په قرآن اوحدیث کې کره او صریح نص موجود نشي ترې ناهیلی شي . اوکه په قرآن حدیث کې صریح نصوص موجودوي لکه ( قصاص ، حدود ، دیت ، سنګسار ) هیڅکله قاضی ته دتعزیر سزا ټاکل جواز نه لري ، نو دعدلي وزارت مرستیال د یوسف حلیم له خولې چې په کوم کیف او کم رپوټ لیکل شوی دا بربنډ د قرآن تحریفولو اقدام دی او هوبهو هغه کړه وړه دي چې یهودو او نصاراؤ په خپل وخت کې له موسوي او عیسوي دین پخلاف ترسره کړي ؤ .

له دېنه جوتیږي چې دعدليې کرایه شوي وزارت د مز دورانو مخي ته لا له وړاندي کافرانو ټوله نقشه ايښې ده او ورته ویلي دي چې موږ خو دلته یو قوانین بدل کړی ، د کرزي له ادارې سره د قضائي صلاحیت او مصئوونیت تړون لاسلیکوو او ددې کار د قانونی کیدو لپاره دلوی جرګې په نوم څو مزدوران راټولوو او لاسلیکونه ترې اخلو ، د جرګې په نوم راغونډ کړای شوي د پردو کرایه شوي ولي نه دي ؛ د طیاري ټکسونه ، خوراک ، څښاک د جرګې د نظم نسق ، امنیت ، دعیاشیو روپۍ ، جیب خرڅونه ، دکورو لګښتونه علیحده تخصیصونه دا ټول مصارف امریکایانو په غاړه اخیستي وو نو دوی بیا څوک دي چې امریکایانو ته به دقضائي صلاحیت او مصؤونیت لاسلیکونه نه ورکوي .

د دوی داساسي قانون لومړۍ مادې څه شوي چې پکښې لیکلي وو ( هرقانون چې له اسلامي قوانینو سره په تضادکې وي داعتبار وړ نه دي) حدود ، قصاص ، سنګسار ، او دیت خو د اسلام دسپېڅلي دین له هغو طی شده موادو څخه دي چې تقیید ، تخصیص ، اوتاویل هیڅ لاره نه ورته لري او د نه د کوم چا مشورې ته ضرورت لري ، داسي ناسخ قرآني اصول محوه کول او پرځای يي دمنسوخو عیسویت او یهودیت ادیانو مواد یا خالص د دکافرانو د غوښتنو او مزاج سره سم تعزیري مواد تثبیتول ، تاسو قضاوت وکړئ په شریعت غراء محمدي دیني او اسلامي اصولو باندي سپین سترګی بربنډ تیری نه دی .

د عدليې وزارت توري څیري په دې پوهیدلې دي چې کافرانوته داسلام سپېڅلې خاوره سپارل او له هغوی سره د قضائي صلاحیت او مصؤونیت تړون لاسلیکول د زناؤو ، شرابو ، فحاشت ، لواطت ، غلاؤو ، تښتونو، قتلونو او نا امنیو او بداخلاقیو د سیلاب پیلامه ده دا خو په ټول ښارکې کوم یو یو سړئ او ښځه مجرم نه وي چې حدود ، قصاص ، دیت او سنګسار جزا ګاني پرې تطبیق کړو بلکي سلامت ښارونه په دغه بدمرغیو او بد اخلاقیوکې ښکېلېږي نو بشپړ ښار خو نه قصاصولی شو، نه حدود پرې تطبیقولی شو او نه دیت او نه يي سنګسارولی شو ، نو دعدلیې وزارت لا له وړاندي ترتېبات ونیول چې لويي جرګې مجرمو امریکایانوته قضائي مصؤونیت ورکړ ، نو دعدلیې وزارت د هیواد بد اخلاقه مجرمینوته قضائي مصؤونیت ورکړ .

د امریکانو د پاتي کیدو او افغاني خاوري ورسپارلو، او قضائي صلاحیت او مصؤنیت ورکولو د نتائجو پیل دی ، دجرګې په نامه یو څو بې دینه لنډغر راغونډ شول او دغونډي په جریان کې کرزي بار بار دا خبره تکراروله چې که داتړون امضاء نشي نو اتیا ملیارده ډالر زموږ له لاس څخه ووتل ، تنخوا ګاني مو ورکې شوي له ډېري بدحالۍ سره به مخامخ شو، او دجرګې سرپرست صبغت الله مجددي خو جرګې او کرزي ته دامضاء کولو لپاره آن حضرت لمن خپره کړه او له کابل څخه يي دهجرت ګوت څنډنه وکړه ، په دې توره تاریخي ورځ په توره جرګه کې دلوی خدای او ملت په وړاندي تورو څیرو روپۍ واخیستلې په اسلامي او قرآني احکامو او افغاني ناموس يي داسي لوبي وکړې هره ورځ به په راتلونکي کې د دوی دکرغیړن کردار غمجن نتائج اورو .

اشتکی الی الله ان الله بصیر بمایعملون .

Normal 0 false false false EN-US X-NONE AR-SA

مولوي محمد اویس (عباس)

دکابل چارواکو داسلام سپېڅلي احکام پایمال کړل :

افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0

مطالب مرتبط با این پست
می توانید دیدگاه خود را بنویسید

نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:

منوی کاربری

عضو شوید

نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود

دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 79
بازدید دیروز : 117
بازدید هفته : 383
بازدید ماه : 1375
بازدید کل : 92399
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 

آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین

آمار بازدید

:: بازدید امروز : 79
:: باردید دیروز : 117
:: بازدید هفته : 383
:: بازدید ماه : 1375
:: بازدید سال : 3756
:: بازدید کلی : 92399