له لوګر ولايت نه مو خبر ترلاسه کړ چې په څرخ ولسوالۍ کې د دښمن عملياتي عسکر د مجاهدينو تر سختو بريدونو لاندي دي او ډېر عسکر يې محاصره دي.
په خبر کې راغلي دغه عمليات چې له 6 ورځو راهيسي د مجاهدينو په ضد پيل شول تر اوسه پوري دوام لري او په ترڅ کې يې د رامنځته شويو جګړو او چاودنو له امله درنه مرګ ژوبله دښمن ته اوښتې.
تېره ورځ ماسپښين 3 بجې هم د خواجه اسمعيل په سيمه کې د دښمن په عسکرو بريد وشو چې په مهال يې 4 عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ګڼ نور ټپيان شول.
له دې علاوه ماخستن 9 بجې د ولسوالۍ مرکزته نژدې د اشغالګرو عسکرو زغروال ټانګ په ماين والوت چې 5 عسکر پکې ووژل شول او ټانګ هم په بشبړه توګه ويجاړشو.
2013-12-07
افغانستان