تفصيل نېټه: یک شنبه, 08 دیسمبر 2013 18:00 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 8
له لوګر ولايت نه تازه ترلاسه شوی خبر ويي چې له څرخ ولسوالۍ نه د دښمن عملياتي عسکر د درنو تلفاتو په ليدلو سره له سيمي نه په تېښته بريالي شول.
په سيمه کې د دښمن په اصطلاح عملیات چې د ګوډاګۍ ادارې عسکرو او پولیسو د يادي ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې له تیرو اتو ورځو راپه دې خوا پيل کړي وو، له ناکامۍ او ماتې سره مخ شول.
په عملیاتو کې چې له امريکايي مرستې نه هم برخمن وو، د څرخ لپاره د کابل ادارې ولسوال ( خليل الله ) له 14 نورو پوليسو او عسکرو سره ووژل شول او د ولسوال د مرستیال په ګډون ګڼ شمېر نور سخت ټپیان شول.
په دې جګړو کې د دښمن 2 عرادې رينجر موټر له منځه لاړل او ګڼ نور يې تخريب شول.
د عملیاتو په مهال ددښمن په متقابلو ډزو کې يو مجاهد شهید او 7 ټپيان شول، د دښمن په وحشيانه بریدونو کې چې د عامو خلکو کورونه او فصلونه يې په نښه کول، زموږ 4 تنه ملکي هيوادوال هم شهیدان او تر 17 پورې نور ټپيان شول، انا لله و انا اليه راجعون.
د بمبار له امله د خلکو فصلونو او کروندوته هم ډير زيان اوښتی ده.
دښمن په داسې حال کې چې پرلپسې له ماتې او تلفاتو سره مخ وو، بيګا شپه په ناکامۍ سره د عملیاتو له دوامه لاس په سر شو او له سېمې وتښتيد.
2013-12-08
افغانستان