تفصيل نېټه: سه شنبه, 10 دیسمبر 2013 08:49 لیکوال: - بـــــرخه: نوري تبصرې
تېره اونۍ د امریکې د ولسمشر د امنیتي چارو سلاکاره کابل ته د امنیتي تړون د زر لاسلیکېدو په موخه راغله، او تش لاس بېرته لاړه، ور پسې د افغانستان او پاکستان لپاره د ولسمشر اوباما ځانګړي استازي جمیز ډوبینز رامنډه کړه، په دې ګومان چې دی به دغه هدف تر لاسه کړي، مګر د ده د راتګ نتیجه هم د مېرمن رایس په څېر شوه. نوموړي په خپل ماموریت کې له ناکامۍ وروسته یو لړ داسې څرګندونې وکړي چې له یوې خوا له حقیقت سره اړخ نه لګوي او له بلې خوا د امریکايي سیاست ناولي اغراض او شومې موخې په ډاګه کوي.
جمیز ډوبنیز وویل چې ګواکي د افغانستان اسلامي امارت د ستونزې هواری نه غواړي، دا په حقیقت کې ښکرور درواغ دي، د افغانستان اسلامی امارت آن لا هغه وخت څو څو ځله امریکې ته وویل چې پر افغان ولس يې د یرغل دړکې کولې، چې ستونزه باید د خبرو له لارې هواره شي، مګر امریکايي چارواکو د خپل غرور، تکبر، ظلم او وحشت له مخې د اسلامي امارت معقولو خبرو او وړاندیزونو ته هېڅ پاملرنه ونه کړه، یوازې زور یې د حل لاره وګڼله، خو نن د خپل غرور په لومه کې راښکېل او ناکام دي.
له هغه وروسته یرغلګرو او ملګرو یې بار بار د افغانستان اسلامي امارت په دې تورنولو چې د ستونزو د هواري لپاره په خبرو باور نه لري، یوازې جنګ او جګړه د ستونزو هواری ګڼي، که څه هم چې اسلامي امارت له لومړي سره په دې باوري و چې یرغلګر د خبرو له لارې د ستونزو په هواري باور نه لري، هسې د خپلو شومو موخو لپاره ظاهرې نارې سورې وهي، ځکه چې دوی پیل په زور او یرغل وکړ، خو بیا هم ددې لپاره چې له یوې خوا نړیوالو ته د یرغلګرو حقیقت لا ښه څرګند شي، چې پرته له ځانه د بل چا لپاره اصلا په آرامۍ او سوکالۍ عقیده نه لري، او له بلې خوا هېوادوالو او هغوی ته چې د دښمن د بې بنسټه تبلیغاتو تر اغېز لاندې راغلي څرګنده شي چې د افغانستان اسلامي امارت تل د ستونزو د هواري لپاره په خبرو اترو باور لري، دا یرغلګر او د هغوی ملګري دي چې خپلې شخصي او ګوندي ګټې په جنګ، او د جګړې په دوام کې ویني.
په لومړي سر کې به یرغلګرو او ملګرو یې ویل چې د مجاهدینو آدرس مونږ ته نه دی معلوم، که مونږ ته د مجاهدینو آدرس معلوم شي، سمدستي به ورشو، خبرې اترې به ور سره وکړو، د جنګ او جګړې لاره به پرېږدو، خو کله چې د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي دفتر له لارې د دښمن غوښتنو ته مثبت ځواب وویلو، په دې اړه د نړۍ او افغان کړېدلي ولس هیلې را وټوکېدلې، له افغانانو سره د خپل هېواد د اشغال د پای ته رسېدو او هلته د یو خپلواک اسلامي نظام د قایمېدو نوي امیدونه را پیدا شول، کله چې یرغلګر او ملګري یې پوه شول چې اسلامي امارت په رښتیا د ستونزې د هواري لپاره په خبرو باور لري، سمدستي یې د افغان ولس د نویو را ټوکېدلو هیلو په وژلو لاس پورې کړ، غیر معقولې او غیر منطقي بهانې یې لټولې، مګر متاسفانه چې اوس جمیز ډوبینز په خورا سپین سترګۍ سره وايي چې د افغانستان اسلامي امارت نه غواړي ستونزه د خبرو له لارې هواره شي!
دخبري رسنیو د خبر پر بنسټ نوموړي بله بې مسولیته او له غرضه ډکه څرګندونه دا کړي چې که د افغانستان اشغال پای ته ورسېږي ګواکي داخلي جګړې به پیل شي، په دې معنی چې یرغلګر د سوکالۍ او آرامۍ سپیني کوترې دي! په دې اړه ډېرو څه ویلو ته اړتیا نشته، ځکه هر عاقل په دې پوهېږي چې یرغلګرو د دغه دولسو کلونو اشغال په ترڅ کې له افغان ولس سره څه وکړل؟ د جګړې لمن یې پراخه کړه که یې را ټوله کړه؟ د نیشه یې توکیو تولید او تجارت یې پیاوړی کړ که یې کمزوری کړ؟ د عام ولس اقتصادي وضعیت یې لوړ کړ که یې راښکته کړ؟ ټول پوهېږي چې یرغلګرو په ولس کې د اخلاقي، اداري، اجتماعي، اقتصادي او سیاسي فساد تخم وکرلو او د رشد لپاره یې زمینه سازي وکړه، افغانستان یې د فساد تر ټولو لوړې څوکې ته وخېژاوه! هېواد یې د سیمې او نړۍ تر منځ د ناسالمې سیالۍ په ډګر بدل کړ. د وروڼو افغانانو تر منځ یې قومي، سمتي، مذهبي او لساني تعصبونو او کرکو ته په پراخه کچه لمن ووهله.
آیا معقوله ده چې د یو هېواد لپاره دې تر خپلواکۍ اشغال غوره وي؟ که خپله له ډابینز نه پوښتنه وشي چې ته د خپل هېواد لپاره خپلواکي غوره بولې که اشغال؟ دا په داسې حال کې چې افغانان د نړۍ په کچه تر بل هر چا زیات په خپلواکۍ مین ولس دی.
د ډابنیز دغه بې مسولیته او مغرضي څرګندونې هېڅ اساس نه لري، افغان ولس په هېڅ قیمت اشغال نه شي منلی، کوم څه چې د تېرو دولسو کلنو په ترڅ کې دوست او دښمن ته ښه په ډاګه شول، که یرغلګر او ملګري یې په رښتیا غواړي چې د افغانستان ستونزه هواره شي، باید یرغلګر زر تر زره ووزي، په پوره باور سره که یرغلګر ووزي، افغانان کولی شي یو او بل ته لاسونه سره ور کړي، په ګډه خپل کور سره جوړ کړي، په دې معنی چې په حقیقت کې د یرغلګرو وتل د افغانستان د ستونزې د هواري کلي ده، خدای ناخواسته که یرغلګر زمونږ د هېواد اشغال ته دوام ور کوي په حقیقت کې د افغان ولس روانه غمیزه نوره هم اوږدوي، الله جل جلاله دې وکړي چې ټول بادرده او ریښتیني افغانان په دې اړه دخپل مسولیت له مخې له پوره غور څخه کار واخلي. او د هېواد د خپلواکۍ د ترلاسه کولو په تاریخي ویاړ کې د افغانستان د اسلامي امارت ترڅنګ ودرېږي. تر څو هم مو خپلواکي تر لاسه شي، او هم یو افغان شموله خپلواک او پاک اسلامي نظام چې د ټول ولس هیله ده رامنځ ته شي
افغانستان