نه په زور او نه په زرو نه په شوبلونه په زغرو
يرغلګردي نورشړلي شازلميوبهادرو
دادکوم قانون انصاف دى دادکوم وطن رواج دى
چي زموږ کورونه وران کړل ناټويانوځناورو
له پردويې زړه ايستلى ترې يې دين وطن ژغورلى
دغيرت شملې پرسرکړې خياليګرو خياليګرو
څوک ړانده په انتظارشول په چاشناختې زرغوني شوي
خداى موراوله پخيراې اسيرو مسافرو
اې ګلشن ګلشن وطنه اې زمونګه روح او تنه
چي ستاقدرله زړه نکړي ورته وايو برو برو
ها صحنې دچاپه ياددي چي زلمي په وطن جارشول
اوبيالويښت په لويښت سوداکړ په جرګوکي درپدرو
چي دخداى په درقبول شي زماالهام دغه بيتونه
لاس کړئ پورته معتبرو پرې آمين کړئ قلندرو
افغانستان