ویل کیږي چې له جګړو پس جرګې وي ، ترڅو له جګړو را زیږیدلې ستونزې ترخاورو لاندی کړي خونن سبا خبرې برعکس راوزي . جرګې راغوښتلي کیږي یاو دوا دوه نیم زره تنه پکې راټاله کیږي ، په شعوري او نا شعوري توګه بحثونو ته زور ورکوي چې څنګه د امن تر چتر لاندې جګړه ژوندۍ وساتله شي . نن سبا په کابل کې له جرګو نه همدا کار اخیستل کیږی ، که څه هم دا ابتکار څه نوی نه دی له دې نه وړاندې هم دا ډول هڅې شویدي چې د افغانانو له دې ښې پرتمینې عنعنې څخه سوء استفاده شویده . په تاریخ کې هغه لویي جرګې چې په رښتینه توګه یې د افغانانو کشالې حل کړې هغه د میرویس نیکه لویه جرګه ، د احمدشاه بابا ، او دې ته ورته نوري جرګې ، له دې نه سیوا چې کومې جرګې سوې او له نوم نه یې ناوړه ګټه پورته سوي په دې توګه دي :
په ۱۹۸۵ کې د ببرک کارمل لویه جرګه .
په ۱۹۸۶ کې د ډاکټرنجیب لویه جرګه .
په ۱۹۸۷ کې بیا د نجیب جرګه .
په ۱۹۹۱ کې د رباني لویي جرګي ته ورته جرګه .
په ۲۰۰۲ کې د کرزی ظاهرشاه او امریکا ګډه لویه جرګه .
په ۲۰۱۳ کې بیا همدا اوس دکابل لویه جرګه چې کرزي راغوښتې وه. د دغو ټولوجرګو مقاصد په تقریبي توګه سره ورته وو ، د پریکړو پر بنا یې نه یوازې دا چې د افغان ولس د درد درملنه نه ده سوې ؛ لا یې نورې ستونزې هم رازیږولې دي . له همدې ځایه ده که ورته نامقدسه جرګې وویلي سی ؛ نامناسبه به نه وي . نور په هر صورت د اوسنۍ وروستۍ جرګې تدویر په داسی حال کي وسو چې د اشغال قواوې له پوځي او سیاسي شکست سره مخ دي او د وتلوتابیا کوي . اود دوی په وتلو سره غالب اټکل دا دی چې جګړه به پای ته رسیږی دا ځکه چې په ټول تاریخ کې که وکتل سی په افغانستان کې د جګړو لامل بهرني اشغالګران وي . که کله ناکله کورنۍ جکړه سوي وي هم یې علت باندنۍ مداخله وي نو چې کله یرغلګر ځواکونه وزي ، طبعي ده چې جګړي به انتها مومي . خو د کابل وروستۍ جرګې بهرنیو قواوو ته د بقا د جوازلیک په ورکولو سره د یوې تلپاتي جګړې پیلامه وکړه ځکه چې مخکي مو وویل : د بهرنیانو له شتون سره د افغانانو ایماني حساسیت همیشه جګړه فرض ګرځولي ده . بل دا چې هیڅ یوه بیلګه داسي څوک نشي وړاندی کولای چې د یرغلګرو موجودیت دې سوله اویاکومه بله ښیګڼه افغانانو ته رسولي وي . نو حقیقت دا دی چې د کابل وروستۍ جرګه د سولي او ثبات لپاره نه بلکي تر همدې نامه لاندي یې د یوې لويې بدمرغي جګړې باب پرانیستی .
نو داچې ویل کیږي جرګه د جګړې د اختتام لپاره وي ، ولی دلته یې د آغاز لپاره دايره سوه .
د ملي ارادې احترام ؟!
اوریدلي به مو وي چې د امریکا د حکومت په رسمي څرګندونو کې راغلي چې : کرزی باید دګډ تعاون دغه سند لاسلیک کړي ځکه چې دا دملت د استاځې لویې جرګې پریکړه ده او موږ د ملتونو د ارادې احترام کړیدی .
ډېره دلچسپه ده زه فکر کوم دا یوه خندوونکي وراثه ده ، امریکا او د ملتونو ارادو ته احترام !!؟ که چيری دا حقیقت وای نو په کابل کې تردغي لویي جرګې چې ۲نیم زره کسان یی لرل ، هغه هم حکومتي وګړي ؛ ۳ورځي مخکي هم په کابل کې د ملت ۳زره استاځو جرګه وکړه او له امریکا سره هرډول تعاون نامه یي په کلي توګه مسترد کړه ، د هغوی د ارادې ولی احترام ونشو سره له دي چې هغوی ټول د ملت استاځي وو ، نه حکومتي غړي . امریکا خو د خپلي تلپاتي بقالپاره په ډالرونو هم څوک نشی موندلای . د ګوتو په شمیر څو نامطلوبه اشخاصو نه پرته دملت ټول وګړي تری نټه کوي . نوبیا دا څنګه د ملی ارادي احترام دی . په افغانستان او نړۍ کې یې په سلګونو دا ډول بیلګي شته چې امریکا تل دغه خبره د یوي دوکې په بڼه کارولي ده ، د خپلو ګټو د خوندی کولو په موخه یي له هر ډول تزویري کړنو او ویناوو نه کار اخیستی دی . په مصر کې د عامه ملت د ارادي د حقوقو په غصب کې د امریکا او غرب ناروا ملاتړ د دوی د پالیسۍ ناوړه څیره ښه بربنډه کړه . نو آیا د ملتونو د ارادې احترام همدې ته ویل کیږی ؟!
والی الله المشتکی وبه المستعان
افغانستان