د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وويل چې ددې اعدام د مخنيوي لپاره يې هلې ځلې وكړې. د بنګلادېش هېواد له چاوراكو څخه يې هيله وكړه چې د اعدام مخه ونيسي خو له بده مرغه ځينو كسانو پرې سترګې پټې كړې. دوى چې خپله ګټه يې پكې وي اعدام بشري جنايت بولي خو خبره چې د ملا د اعدام شوه نو چوپه خوله شول او دا جنايت يې تاييد كړ.
اردوغان د عبدالقادر ملا پر اعدام د چوپې خولې كسانو باندې سختې نيوكې وكړې.
اردوغان وويل چې موږ به د سوري ماشومانو د حقونو نه دفاع ته دوام وركړو. د مصري ماشومانو حقونه به وساتو. په غزه كې به هم د فلسطيني ورونو د حقونو نه چې نن د لوى امتحان سره مخ دي دفاع وكړو. تركيه لوى هېواد دى او لوى هېوادونه تل د خپلو خلكو ترڅنګ ولاړ وي.
اردوغان د تركيې په بهرني سياست باندې د نيوكو په ځواب كې وويل چې د مظلومانو ترڅنګ پاتې کېدا ته به دوام وركوي.
افغانستان