ستړی نه یمه خمار سیوري ته ناست یم
انقلابه بس تیار سیوري ته ناست یم
څه په مینه دګودر په ړنګه غاړه
بختور یم دچینار سیوري ته ناست یم
څو ګیلې خو راسره دي لکه اوښکې
وخت وهلی یم بیمار سیوري ته ناست یم
فریادونه او غمونه پنډې پنډې
د ژوندون په ستړې لار سیوري ته ناست یم
عشقه اوس خو به دې هیله وي ترسره
دسرونو دمینار سیوري ته ناست یم
دمنصور په قدمونو مې پښې ایښي
لاس تړلی اوس ددار سیوري ته ناست یم
خدایزده مړ او که ژوندی به یې جانانه
خو ټکور دې انتظار سیوري ته ناست ی
افغانستان