دهرات ولایت له ګلران ولسوالۍ نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : له تېرو دوو ورځو راهیسي ددي ولسوالۍ په مربوطاتوکې ګڼ شمیر داجیري اردو عسکر اوپولیس دعملیاتوپه موخه راوتلي
خبرزیاتوي : مجاهدین هم په دښمن وارپه وار بریدونه کوي اوپه سیمه کې یې دښمن باندي دماینونوپه مټ چاودني هم کړي
پرون ماسپښین یوه بجه یې دچاه ګل بای په سیمه کې ددښمن یوټانک په ماین والوزول چې په بشپړه توګه ویجاړاوپکې سپاره پنځه تنه عسکروته مرګ ژوبله واوښته
همداراز یوساعت وروسته دجاه ترکمن په سیمه کې یوبل ټانک په ماین والوزول شو چې پکې سپاره عسکروته مرګ ژوبله واوښته
دښمن دوه تنه کلیوال بندیان کړي ، مجاهدینوته لله الحمدتردي دمه هیڅ نوع تلفات نه دي اوښتي
2013/12/21
افغانستان