له کونړ ولايت نه په ترلاسه شوي تازه خبر کې ويل شوي چې ددغه ولايت په چپه دره ولسوالۍ کې د والي په موټرو بريد شوی او والي له نورو چارواکو سره يو ځای د مجاهدينو تر محاصرې لاندي ده.
راکړل شوی خبروايي والي او ګڼ نور چارواکي نن غرمه 11 نيمي بجې د يادي ولسوالۍ ودانۍ ته په غونډه کې د ګډون په موخه راغلي وو چې د مجاهدينو له خوا پرې د هشتاددو بريد وشو.
د بريد له امله دغونډي بهير ګډوډ شوی او چاروان او عسکر په تېښه بريالي شوي دي.
خبر ځای زياته کړې د کونړ والي ماسپښين مهال 3 بجې د ولسوالۍ له مرکز نه ولايت ته په لاره وو چې په سینزو سيمه کې د مجاهدينو له کمين سره مخ شول او تر سخت بريد لاندي راغی.
مجاهدين وايي والي د ولسي خلکو په کورونو کې پټ د دوئ تر محاصره لاندي ده او جګړه په شدت سره دوام لري.
په اړه يې نور معلومات بيا په الاماره کې وګورئ.
2013-12-23
افغانستان