د فکری فرهتګی یرغل پر واړندی زمونږ بی غوری
الجـــــــهاد فی سبیل الله
د فکری فرهتګی یرغل پر واړندی زمونږ بی غوری
ساعت 13:6 | بازدید : 871 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

په ګران هیوادافغانستان باندي دامریکایې پوځي یرغل سره څنګ کي فکري اوفرهنګي یرغل هم پیل شو،دې هراړخیزتاړاک اونیواک ډیري مادي اومعنوي شتمنۍ راڅخه وتروړلې . یرغلګروپوځیانواوداخلي ملګرویې که له یوې خوازموږدغم اوخوښۍ پرمحفلونوبمونه وشیندل ،خوښۍ یې په غم اوغم یې په غمونوراتبدیل کړ،له بله پلوه یې بیادفکري انحراف په موخه دکارل مارکس ،انګلز،ډاروین ،ادم سمیت ،شکسپېر،ګالیله ،دانته ،تولستوي او.....بویني اوشوړیدلي ایډیالوژۍ اوتیورۍ دشهکارواثاروپه نوم راته وژباړلې اوهمداکسان یې راته دبشر دفکراوفرهنګ سرلاري معرفي کړل .

لویدیځوال عمومااو دسیکولریزم دمکتب لارویان خصوصاپه هرڅه کي خپله درنه اودبل سپکه وایې، خوکله ناکله دخلګودتېرایستني لپاره دتمدنونودیووالي، دادیانوترمنځ دزغم اودمذاهبودمساوات شعارونه هم ورکوي .دوی خپلي سیاسي ،عسکري اوادبي سټي چي اکثره یې دخوراټیټ اخلاقي اواجتماعي کرکټرلرونکي وواودي دټول بشریت سرلاري تلقینوي ،خو دبشریت رښتوني استازي اوخواخوږي ترهګرنوموي ، ان دبشریت سترلارښوداوناجي حضرت محمدمصطفی صلی الله علیه وسلم یې ترهګرونوماوه ،تګلاره،سنت اوپیروي یې انتهاپسندي ګڼي، قران کریم یې په ځلونووسوځاوه، لنډه داچي ددوی چي څه په وس کي وو(ډالر،ټوپک اوقلم )داسلام څخه دخلګوداړولواوداسلامي قوانینودپیکه ښوولوپه موخه یې داسي بې دریغه وکارول چي ښایې دنړۍ په تاریخ کي یې ډیرکم ساری ولیدل شي .

پردي پال فرهنګیان دخپلوغربي اوشرقي اربابانوداټکلونواوتوهماتوپربنسټ داسلام کامل او شامل دین هم ترمیم ته اړګڼي نعوذباالله من ذالک ،په اسلامي شعایروتمسخرکوي اوپه دیني لارښوونکوپوري خاندي ،په ملااوطالب پسي یې ډول ډول سپکونکي افسانې جوړکړي ،دوی ډیرکوښښ کړی اولاډیرلګیادي چي ددیني راهنمایانواوولس په منځ کي دکرکي اوبې اعتمادۍ تخم وکري ترڅوخپل اصلي هدف (لادینیت )زموږپه اسلام پاله اوجهادپاله خاوره کي پیاده کړي .

ښکېلاک ته چوپړوهونکي ادیبان ،فرهنګیان اوفیلسوفان !! تردې حده ددیني ،علمي اواجتماعي معلوماتوله فقرسره لاس وګریوان دي چي نه له خپله انده یوه سیاسي سکالوتحلیلولی شي اونه هم له خپله مغزه کوم ادبي ،فلسفي اوفکري مبحث څېړلی شي ،دوی دهغوخادمانوپه څېردي چي سرداران اواربابان یې هرڅه ورته راوړي بې چون وچراخولې پکي وهي اوبیادبادارپه مدحه شخوندوهي . دوی چي په سیاسي ،ادبي اوحتی ټولنیزومسایلوکي کوم مصطلحات کاروي ډیرځله خویې په معنی هم نه پوهیږي.ښایې ددوی د همدې غربت له امله به وي چي خپل ولس ،ارزښتونواوتاریخ ته د بادارله کفري اواستعماري عینکوګوري هغوی چي اسلام ،مسلمانانواوباالخصوص مجاهدینوته هررنګه بدالقاب کاروي دوی یې په استعمالولو کي بې دریغه سخاوت کوي اومجاهدینوپسي بدردنه ویل دخپلوولي نعمتانونمک حرامي ګڼي .

دغرب دفکر ي اوفرهنګي لاټیانوله لوري دیرغلګروغندنه ،دمجاهدینوستاینه ،دارزښتونوساتنه ،داصیل افغان فرهنګ یادونه اوپه مجموع کي دخپلواکۍ ګټلومبارزه په ناتعریف شوې ترهګرۍ سره تعبیریږي ،کوم بااحساسه شخص که د اسلامي ارزښتونو دفاع اودملي نوامیسو ننګه کوله ،په تېره په اصلاحي اوجهادي اصولواوفرایضو یې باوردرلوداوعمل یې پرې کاوه، دفرهنګي لاټیانوپه قاموس کي دپرمختګ دښمن اودپردیوګټوساتونکی بلل کیږي .

همدارنګه کوم وروڼه چي اخلاقي اوجهادي مضامین اواشعارلیکي ددوی په ژبه دپردۍ جګړې (جهاد)اورته لمن وهي ،تروریستان تقدیروي ،پردی کلتوررایجوي ،خوکه دهمدې ښاغلو فرهنګپالو چي ځانونه دوطن اوفرهنګ په غم غمجن ګڼي !!څېرې اوعمل ولیدل شي دمسلمان اوافغان ګومان به ورباندي ونه کړې !،ځکه نه یې خبري اولباس دافغان په شان دی اونه یې صورت اوکردار.په سرپګړۍ پرزنه تارنه لري په غاړه کمیس پښوکي شلوارنه لري .

په اصل کي همدافرهنګپال اوادیبان !! دفرهنګي یرغل پوځیان اومستخدمین دي ځکه شپه وورځ لګیادي پردي افکاراوفرهنګ واردوي، رواجولوته یې دلته د لاډیري زمینې برابرولوهڅي کوي اوپه ډیری بې شرمۍ سره ځوانان ورته تشویقوي .

دوی پرون هم دازادۍ اوترقۍ په خیال پلونود کمال اتاترک اوبیادمارکس اوډاروین دفرضیواونظریو په پیروي خپل خلګ ،ارزښتونه اونوامیس سپک کړل اونن هم دادي دډیموکراسۍ دتعمیل په موخه خپل موروپلارښکنځي ،په دیني مقدساتو،مذهبي دودونواوپه تېره داسلام په ترټولي لوړي څوکي (جهادفي سبیل لله )پوري ملنډي وهي .

جهادداسلام هغه اوچت اوباارزښته شعاردی چي دولسونودفلاح اوصلاح رازپکي پروت دی ،دملتونودعروج اوزوال دتاریخ پاڼي مومخ ته پرتې دي کوموولسونوچي جهادکړی نه یوازي داچي خپل هویت ،تاریخ اوفرهنګ یې ساتلی، بلکي لاډیرسرلوړي شوي هم دي اوچاچي جهادته شاورګرځولې نور څه چي حتي دوجوداثاریې معدوم شوي دي.

زموږپه ټولنه کي ځیني خلګ دفکري اوفرهنګي یرغل بیخي احساس هم نه کوي اویوشمېربیاداسي وي چي دفکري اوفرهنګي چپاواوانحراف بویونه حس کولای شي خومبارزه ورسره کول مسؤلیت څه چي صرف یوعادي کار هم نه ګڼي ،دوی لیکوال ،داعیان اوشاعران دټولني وزګار اویاحداکثرکمزروي غړي اوملګري ګڼي ،پداسي حال کي چي هغوی په پرله پسې توګه بې خوبۍ ګالي، خولې تویوي اودزړه په وینودخپلوشعایرو،اقدارو،نوامیسواومنافعوڅخه دفاع کوي ،ددښمن پټي دسیسې افشاءکوي ،تیوریګاني یې نقدوي اوځوانا ن یې مقابلې ته بیداراوچمتوکوي .

په تاسف سره دهغوکسانوډیری هم چي دفکري اوفرهنګي تجاوزپه مهلکوپایلو پوهیږي ،اضراراوچلنجونه یې ښه ورته څرګنددي ،داوسني فکري اوفرهنګي تهاجم په وړاندي درواني مقابلې په میدان کي نه ترسترګوکیږي حتی په ډیروپخوانیونوموتومبارزینوکي خوداوسني هراړخیزیرغل سره دمقابلې اشتهاهم نه ښکاري . طبعي ده دکوم شي خطرات چي جدي ونه نیول شي نودمقابلې فکربه ورسره له کومه شي ؟!،دوی فکرکوي چي داددښمن موسمي شعارونه دي دموسم په بدلون سره خپله محوه کیږي ،خوواقعیت داچي ددې پدیدوترشاشپه اوورځ ځواکمن لاسونه اوګڼ مغزونه لاس پکاردي. نوددومره لوی خطرپه وړاندي لاس ترزني کښېناستل اوتش په ننداره کولوځان خلاصول ددین ،ځان ،ملت اووطن سره ستره جفااوپه لوی لاس دهلاکت وکندي ته ځان غورځول دي .

لکه څنګه چي دنظامي یرغل سره مقاومت په قلم نشي کیدای پوځي وسایل غواړي ،همدارازدفکري اوفرهنګي تجاوزمقابله په ټوپک ناشونې ده ،دفکري اوفرهنګي جګړې په محاذکي قلم اوکتاب داسي مثبت رول لوبولی شي چي زهري اوزروي وسلې ورته عاجزه دي ،ځکه وسلې خلګ وژلی شي خوخپلولی یې نشي، مګرفکري مبارزه اووسایل یې که له یو ې خواباطلي مفکورې وژلای شي نوله بلي خوابیامتنفرشوي زړونه فتح کولای شي، تیاره اذهان تنویرولای شي اوخلګ له معنوي مرګه ژغورلای شي .

دفکري اوفرهنګي یرغل سره دمبارزې په ارت میدان کي په مختلفوډولونوله بیلابیلولاروڅخه دین اووطن ته خدمت کیدلای شي لکه ادب ،فرهنګ ،هنر،اوصحافت او..... داسلامي امت ځوانان پراسلامي نړۍ په تېره زموږپرټاټوبي باندي دصلیبیی نړیوال تهاجم اوهراړخیزیرغل پرضدهرومروبایدپه یوشکل داشکالومبارزې ته راوړاندي شي ،علماء ،دعات ،ادیبان ،لیکوال ،ژونالیستان اوشاعران بایددادب اوصحافت په بیلایلوژانرونوکي تحقیقي اوتخلیقي لیکني اوپنځوني وکړي ،دغه رازهنرمندان اونطاقان بایدپه مشروع طریقه جهادي اواصلاحي ترانې ،غزلونه اونظمونه زمزمه اودیکلمه کړي .

خلاصه داچي هرمسلمان باید خپل استعداد،مال ،وسایل اومسلک که په هره برخه کي وي داسلام څخه ددفاع اوخپاروي لپاره په کارواچوي ، دنوې ټکنالوژۍ مختلف النوع وسایل اوپه تېره دفکري اوفرهنګي جګړې په ډګرکي داعلام اوابلاغ الات بایدددښمن پرضدپه ښه اوپراخ ډول وکارول شي



افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


مطالب مرتبط با این پست
می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:








منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 101
بازدید دیروز : 62
بازدید هفته : 288
بازدید ماه : 1280
بازدید کل : 92304
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 101
:: باردید دیروز : 62
:: بازدید هفته : 288
:: بازدید ماه : 1280
:: بازدید سال : 3661
:: بازدید کلی : 92304