زلمی افغان بـــــرخه: نوري تازه پیښې كـــتني: 28
په افغانستان کې د امریکايي یرغلګرو ځواکونو یو مشر جنرال اټکل کوي،چې طالبان به بېساري او مرګوني بریدونه تر سره کړي.
د ایساف د یرغلګرو عسکرو د قرارګاه امریکايي قوماندان ماریک میلې اعتراف وکړ چې طالبان به پر دوی، د دوی پر همکارو داخلي اجیرو پولیسو، د کابل ادارې اړوند چارواکو او بهرنیو نظامي او ملکي چارواکو باندې د کابل د لبناني هوټل په څېر بېساري مرګوني بریدونه ترسره کړي.
د امریکايي یرغلګرو دغه نظامي مقام چې په افغانستان کې پر خپل ناروا ماموریت بوخت دی، د ویډيويي اړیکې له لارې په واشنګټن کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
نوموړي وویل،داسي اطلاعات یې ترلاسه کړي، چې ښيې طالبان سږ د جګړې اومنظمو بریدونو پخه او کلکه اراد کړې او ویره لري چې طالبان د تېر په څېر پر مهمو پوځي او ملکي اهدافو بېساري بریدونه ترسره کړي.
افغانستان