لیکوال: لیکنه : عبدالرؤف حکمت بـــــرخه: شهیدان كـــتني: 66
پیدایښت او د ژوند ابتدائي حالات
مولوي محمد جان ( مخلص ) چې په مولوي احمدجان یې هم شهرت درلود د حاجي عبدالرؤف زوی له نن څخه ۴۳ کاله پخوا په ۱۳۹۲ هـ ق کال چې ۱۳۴۹ هجري شمسي سره سمون خوري ، په خپل اصلي ټاټوبي د غزني ولایت دقره باغ ولسوالۍ دبرلې په کلي کې په یوه دینداره او جهادپاله کورنۍ کې دنیا ته سترګې وغړولې .
نوموړی چې په یوه دین پالونکي خاندان کې زیږیدلی وو ، له ډیر کوچنیوالي دخپلې کورنۍ له خوا دیني زده کړو ته سوق کړای شو ، او دخپل کلي دمسجد له ملاامام څخه یې ابتدائي دیني تعلیمات پیل کړل .
نوموړي چې په خپله سیمه کې یي ابتدایي زده کړې له خپل استاذ مولوي عبدالحی یزداني صاحب څخه ترسره کړې د پنځلس کلنۍ عمر ته په رسیدو دعلم دترلاسه کولو په تکل دپاکستان قبایلي سیمې ته په سفر لاړ ، او دجنوبي وزیرستان د واڼه د کړیکوټ په سیمه کې په تعلیم القرآن مدرسه کې یې دیني زده کړې پیل کړې ، په دې مدرسه کې له څه مهال درس ویلو وروسته دجنوبي وزیرستان په اعظم ورسک سیمه کې د شهید قاري آقا محمد غزنوي مدرسې دارالعلوم المجاهد ته لاړ ، ۱۳۶۶ هـ ش کال کې د ډیره اسماعیل خان مظهرالعلوم مدرسې ته لاړ چې له هغه وروسته یي دهنګو ضلعې په توره وړۍ سیمه کې تعلیم القران مدرسه کي څه مهال درس ووایه ، په همدې مدرسه کې له څه مهال درس ویلو وروسته په ۱۳۶۷ هـ ش کال کې په شمالي وزیرستان میرانشا کې دستر جهادي قائد مولوی جلال الدین حقاني صاحب مدرسې جامعه منبع العلوم ته داخل شو ، او له همدې ځایه یې جهادي ژوند هم پیل شو .
د کمونیزم په خلاف جهاد
د کمونیزم په خلاف دجهاد په مهال مولوي محمدجان چې دغه وخت نوی ځوان وو ، په لوموړي ځل دخوست په ولایت کې په جهادي تعرضونو کې برخه واخیسته ، نوموړی به دحقاني صاحب له مدرسې څخه له نورو مجاهدو طالبانو سره یوځای دخوست ولایت مختلفو جبهاتو ته تلو او په جهادي عملیاتو کې یې برخه اخیسته ، چې له عملیاتو وروسته به د خوست ولایت مربوط د بړي په سیمه کې دحقاني صاحب په مشهور جهادي غونډ کې میشت وو .
دحقاني صاحب په مشرۍ دخوست ولایت د فتحې ۱۷ ورځنۍ معرکه چې دکمونیزم ضد جهاد دمهال مهمه کارنامه بلل کیږي ، مولوي محمدجان صاحب په دې معرکه کې ګډون درلود او کله چې خوست ښار فتحه شو او حقاني صاحب د پکتیا په مرکز ګردیز باندې تعرضونه پیل کړل ، مولوي محمدجان صاحب د ګردیز ښار ته څیرمه دمهلن په سیمه کې دحقاني صاحب په جهادي قرارګاه کې میشت شو ، نوموړي دحقاني صاحب په جهادي تشکیلاتو کې ترهغه مهاله جهاد ته ادامه ورکړه ، ترڅو په بشپړه توګه دکمونیزم کمپله ټوله شوه اوکمونیستي رژیم وپرځیده .
تنظیمي دوره او له بیت المال څخه دفاع
د مولوي محمدجان صاحب یو نږدې ملګری قاري ضعیف وایي چې دګردیز له نیولو وروسته مولوي محمدجان صاحب سره له خپلو ملګرو دګردیز ښار دبریښنا په ریاست کې میشت شو ، دا مهال دخپلسرو وسله والو او تنظیمي تالانګرو لخوا په عامه تاسیساتو چور ګډ وو ، او ټول دولتي تاسیسات او امکانات یې له مخې چور کول او ولجه کول ، په دې مهال دبې جلبه ټوپکوالو او مسلحو غلو وضعیت داسې وو چې په اسانۍ یې هیچا مخ نه شوای نیولی ، خو مولوي محمدجان صاحب دخپل جرأت او میړانې په برکت وتوانید چې دخپلې ورسپارل شوې او شاوخوا ودانیو امنیت وساتي او له چورچپاول څخه یې بچ کړي .
قاري ضعیف وایي په ګردیز کې زموږ دریاست له څنګ سره د ګردیز دفوائد عامې ریاست وو چې ګڼ شمیر حکومتي موټر او وسایط په کې ولاړ وو ، چې تردې مهاله دچپاولګرو لاس نه وو ورته رسیدلی ، یوه ورځ څه ګورو چې د بې جلبه وسلوالو له ډلې څخه یو تن دې ودانۍ ته راغلی دی ، او غوښتل یې چې دغه ودانۍ قبضه او وسایط یې لوټ کړي ، کله چې مولوي محمدجان صاحب دغه ټوپکمار لیدلی ، نو ورغلی دی او له ترټلو وروسته یې له دې ځایه پسې اخیستی دی .
لږ شیبه وروسته په ګڼ شمیر کې ټوپکماران چې په غلا او لوټ کې یې شهرت درلود زموږ دریاست مخې ته راغلل ، او غوښتل یې چې له موږ سره خبره سپینه کړي .
قاري ضعیف وایي زه داسې مهال له بریښنا ریاست نه ورووتلم ، چې مولوي محمد جان په داسې حال کې چې راکټ ته یې مرمۍ ورتېره کړې ده ، له یوه ډله ټوپکمارو سره په جنجال اخته دی ، او ورته وایي چې که بیرته لاړ نه شي نو له خطر سره به مخامخ شي ، ددغو کسان مشر ویل چې موږ ته نورو خلکو وویل چې په دې ریاست کې طالبان اوسي طالبان ډیر ښه خلک دي او ورشئ په نرمه خبره ورسره خلاصه کړئ ، خو مولوي محمدجان خبره ورغبرګه کړه او ورته ویي ویل چې هرچا درته ویلي چې طالبان ښه خلک دي بد یې کړي دي ، موږ دبیت المال دساتنې په مسئله کې ډیر بې لحاظه خلک یو ، او هیچا ته اجازه نه شو ورکولای چې عامه شتمنۍ لوټ کړي.
دغه کسان چې له شکل او کردار څخه غله او لوټماران ښکاریدل ویل یې چې دملي محاذ له تنظیم سره تعلق لرو او غواړو د فواید عامې په ریاست کې پوسته جوړه کړو ، مولوي محمدجان ورته وویل چې په کومه لار راغلي یئ بیرته په هماغه لار لاړ شئ ، او اجازه نشته چې د نورو سیمو غوندې دغه محفوظ پاته ځای هم لوټ کړئ ، کله چې دې شوکمارانو دمولوي محمدجان صاحب جدیت ولید ، نو بیرته لاړل او په دې توګه مولوي صاحب په خپل جرأت سره دبیت المال له سرمایي څخه دفاع وکړه .
له خپل جهادي مقتدا او مشر حقاني صاحب حفظه الله سره یې دائمي مصاحبت
شهید مولویصاحب محمد جان ته الله تعالی په نورو سعادتونو سر بیره د ډیروخت لپاره د خپل جهادي مشر مولوي جلال الدین حقاني حفظه الله د مصاحبت او ملګر تیا ویاړ هم ورپه برخه کړی وه .
نوموړی د خوست او ګر دیز له فتحو وروسته له حقاني صاحب سره يو ځای او د هغه په ټولو مجالسوکې یې د امین السر په حیث ګډون درلود.
په کابل کې د تنظیمي جګړو په مهال نوموړی له حقاني صاحب سره په ټولو هغو هلو ځلو کې مل پاتې شوی کومې چې جناب حقاني صاحب د تنظیمي جګړه مارانو(رباني ، سیاف ، حکمتیار ) تر منځ دسولې او یووالې په خاطر کولې.
همدا راز په هغو مجالسوکې هم له حقاني صاحب سره یوځای پاتې شوی چې حقاني صاحب د ځینو بهرنیو (عربي) هیوادونو له مشرانوسره تر سره کړي .
دا چې مولویصاحب محمد جان ، جناب حقاني صاحب ته د ډیر با اعتماده شخص حیث درلود ، نو حقاني صاحب هم غوښتل چې په تربیوي شکل مولویصاحب په خپلو ټولو مجالسو کې له ځانه سره ملګري کړي ، تر څو هغه هم په راتلونکي کې د هیواد د قضایاوو په اړه د حقاني صاحب له مصاحبت او ملتیا څخه په تأثر سره د یوه تجربه لرونکي ، معلوماتي او مجرب شخصیت په توګه وروزل شي.
هماغه وه چې الله تعالی مولوي صاحب محمد جان ته د حقاني صاحب د همدې نیکې او صالحې تر بیې له برکته دمسلمانانو په خپل منځي اصلاح او جهادي لیکوته دهغوئ په رابللوکې کې داسې استعداد ورپه برخه کړی وه چې دهیواد دجنوبي زون د قومونو اکثره لاینحله شخړې به د ده د مصلحانه هلو ځلو په برکت حل کیدې او هغوئ متنازعو خلګوبه د ورڼو په څیر یو له بل سره د اخوت ژوند غوره کاوه
مولویصاحب محمد جان له حقاني صاحب سره د خپل مصاحبت او له یوه عربي هیأت سره دحقاني صاحب د ځانګړي ملاقات یوه واقعه دا سې بیان کړې :
د ۲۰۰۱ کال په لومړیوکې د متحده عرب امارتو یو لوړ پوړی هیأت له حقاني صاحب سره د ملاقات لپاره راغلی وه .
د دغه وفد مشري هم د متحده عرب اماراتو دحاکمې کورنۍ یوه لوړ رتبه چارواکې کوله .
یاد وفد ته د امریکایانو لخوا دستور ورکړل شوی وه چې د هغوئ په غیر مستقیم استازیتوب دي د امریکایانو ځینې مطالبې له حقانې صاحب سره شریکې کړي او له نوموړي څخه يي هیله لرله چې دغه مطالبې یې د امارت مشرتابه ته ورسوي .
د وفد غوښتنه دا وه چې د ځینو پخوانیو عرب مجاهدینو په اړه دې امارت په خپل موقف تجدید نظر وکړي .
حقاني صاحب د عربي وفد د خبرو په اوریدو نهایت متأثره او هغوئ ته یې په ځواب کې وویل:
د د غې موضوع په اړه د اسلامي امارت موقف په یوه شرعي اصل بناء دی او هغه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم هغه مبارک حدیث دی چې جليل القدر صحابي حضرت ابن عمر رضي الله عنه داسې روايت كړی:
عن ابن عمر - رضي الله عنهما - أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: " المسلم أخو المسلم، لا يظلمه ولا يسلمه من كان في حاجة أخيه: كان الله في حاجته، ومن فرج عن مسلم كربة فرج الله عنه بها كربة من كرب يوم القيامة، ومن ستر مسلماً ستره الله يوم القيامة" متفق عليه [379].
نو د دغه مبارک حدیث د مفهوم په مقابل کې د یوه مسلمان هیواد د غړیو په توګه تاسو څه نظر لرئ چې مونږ د هغه په وړاندې څه ډول موقف غوره کړو؟
هماغه وه چې راغلی وفد د حقاني صاحب د ځواب په مقابل کې لا ځوابه او نوریې خپل مجلس ته خاتمه ورکړه .
شهید مولوي محمد جان صاحب نورهم د حقاني صاحب په نورو ګڼو مجالسو او هغو غونډو کې ګډون درلود چې نوموړي به دهیواد داړونده قضایاوو په اړه له سیاسي او جهادي شخصیتونو او چارواکوسره لرل ، نوموړی به په ډیر غور او دقت د هرمجلس پایلې څارلې او له هغو څخه به یې نوي معلومات او نویې تجربي حاصلولې.
د طالبانوپه تحریک کې شمولیت او خدمت
د کمونیزم په خلاف دجهاد له انتهاء وروسته مولوي صاحب یوځل بیا خپلو دیني زده کړو ته اوږه ورکړه او هغه مهال چې دطالبانو اسلامي تحریک دکابل څنډو ته رسیده نوموړی دخیبر پښتونخوا دهنګو ضلعې د زرګري په مدرسه جامعه اسلامیه کې دنبوي احادیثو په دوره بوخت وو ، نوموړي په همدې کال دهمدې مدرسې له شیخ الحدیث دحسین احمدمدني صاحب شاګرد ( مرحوم شیخ بهره مند صاحب ) څخه داحادیثو اجازه ترلاسه کړه ، او هیواد ته په ستنیدو یې داسلامي تحریک په صفوفو کې خدمت پیل کړ .
مولوي محمدجان له فراغت وروسته څه موده دخوست ولایت په مټاچینه سیمه کې دمشهورې دیني مدرسې دنظامت دنده ترسر کړه او بیا دطالبانو داسلامي تحریک جهادي صفوفو ته لاړ چې په دې جهادي ژوند کې دکابل او دشمال دفتوحاتو غوندې په سترو فتحو کې یې شرکت وکړ، دبلخ ولایت له فتحې وروسته یې څه موده دبلخ ولسوالۍ د ولسوال په حیث دنده اجراء کړه ، او وروسته یې دلغمان ولایت دکفیل په حیث دندې ته ادامه ورکړه ، چې په لغمان کې د وظیفې په مهال به ډیره موده د دولت شاه په ولسوالۍ کې په جهادي دنده بوخت وو ، چې په دې سیمه کې یې خورا تاریخي استقامت وکړ او ددښمن ګڼې حملې یې په شا وتمبولې .
دکابل دشمال په جنګي خطوطو کې مولوي محمدجان صاحب ډیره موده دحقاني صاحب دملګرو مجاهدینو سرپرستې هم کوله او ترهغه مهاله یې په جهادي عملیاتو کې برخه واخیسته ترڅو دامریکا په مشرۍ غربي کفارو دافغانستان په پاکه خاوره یرغل وکړ .
دا مریکا په خلاف جهاد
دامریکایانو له یرغل وروسته کله چې په پلازمینه کابل دطالبانو واکمني پای ته ورسید مولوي محمدجان صاحب هم دنورو طالبانو غوندې خپلې اصلي سیمې د غزني قره باغ ته لاړ ، هغه مهال چې امریکایي یرغل تازه دمی وو ، نوموړي څو ځله پکتیا او کندهار ته سفرونه وکړل ، دغه مهال په مسلسله توګه له ستر جهادي قائد حقاني صاحب سره په رابطه کې وو ، او هدایات یې ترې اخیستل دغه راز یې دحقاني صاحب یو مهم پیغام هم په کندهار کې دامارت نورو مشرانو ته ورساوو .
دیرغل په لومړي کال له سقوط نه څه موده وروسته چې د افغانستان دنورو سیمو غوندې دغزني قره باغ ولسوالي هم د ټوپکیانو تر واک لاندې راغلې وه ، مولوي صاحب په لومړي ځل خپل نږدې ملګري راټول کړل ، او دجهادي عملیاتو دپروګرام جوړولو په اړه یې ورسره مشورې پیل کړې ، ددې غونډې په سبا دمولوي صاحب یو نږدې ملګری معاون حقمل صاحب دمحلي حکومتي ټوپکیانو لخوا ونیول شو، خو مولوي صاحب په ډیر جرأت سره د ټوپکیانو قرارګاه ته ورغی او خپل ملګری یې ترې راخلاص کړ .
له دې وروسته مولوي صاحب له خپلې سیمې لاړ او دحقاني صاحب په جهادي تشکیلاتو کې یې خدمت پیل کړ ، نوموړي دامهال دپکتیا ، پکتیکا او خوست په سرحدي سیمو کې په ډيرو هغو جهادي عملیاتو کې برخه واخیسته ، چې دروان جهاد لومړني تعرضي عملیات بلل کیږي ، ددې عملیاتو په مهال دامریکایانو سرحدي قرارګاوې بیا بیا دمجاهدینو تر درنو بریدونو لاندې راغلي ، او همیشه ورته درانه تلفات اوښتل .
مولوي طلحه او مولوي نوید چې له مولوی صاحب سره یې په همدې مرحله کې جهادي ملګرتیا کړې ده وایي ( دامریکایي یرغل په لومړیو کلونو کې موږ چې ۲۵ تنه ملګري وو دمولوي صاحب محمدجان په مشرۍ مو دخوست په سرحدي سیمه پین او بیا په ببره خوله سیمه کې خفیه مرکزونه درلودل ، او له همدې ځایه مو دخوست په ولایت کې په مختلفو سیمو کې په امریکایي قرارګاوو باندې عملیات ترسره کول ، له دې جملې هغه دسکربیست عملیات دیادولو وړ دي چې وخت په وخت دخوست دصحراباغ په هوایي مرکز ترسره کیدل ، دغه راز دمولوي صاحب محمدجان په مشرۍ ملګرو له نورو مجاهدینو سره یوځای د ترخوبي ، ژوره ، کاریزګي ، لواړه او په ځینو نورو امریکایي قرارګاوو هم بریدونه ترسره کول .
مولوي صاحب محمدجان له هغه مهاله بیا دشهادت ترنیټي پورې دیوه وفادار او نه ستړي کیدونکي مجاهد په حیث دجناب حقاني صاحب سره دهیواد په جنوب ختیځ زون کې جهادي خدمت ته ادامه ورکړه ، نوموړی دحقاني صاحب له لوړرتبه او اعتمادی مشرانو ملګرو څخه وو ، چې نه یوازې یې نظامي کارونه سمبالول ، بلکې ملکي ، اداري ، دعوت او ارشاد د اولسي مشکلاتو دحل او فصل په چارو کې یې هم فعاله ونډه اخیستله ، او حتی ډیر ځله یې په غونډو او لیدنو کتنو کې دحقاني صاحب په نمایندګۍ برخه اخیسته ، په ۲۰۱۱ م کال کې نوموړي دحج مبارکه فریضه هم ترسره کړه .
شهید مولوي صاحب محمدجان که له یوې خوا دحقاني صاحب به جهادي جبهاتو کې دنده ترسره کوله ، بله خوا یي په خپله سیمه دغزني په قره باغ کې هم یوه فعاله جهادي دلګۍ درلوده ، چې اوس هم په پوره متانت خپل جهادي خدمت ته ادامه ورکوي .
مولوي محمدجان صاحب دخپل دې جهادي ژوندپه مهال دری ځله ددښمن لخوا ونیول شو ، چې په لومړي ځل یې شپږ میاشتې ، په دوهم ځل دوه میاشتې او په دریم ځل یې اتلس میاشتې بندیخانه تېره کړه .
مولوي محمد جان په دې وروستیو کې دخوست ولایت دجهادي مسؤل په حیث ټاکل شوی وو ، نوموړی د ۲۰۱۳ م کال د نومبرپه شلمه چې د ۱۴۳۵ هـ ق کال د محرم له ۱۷ مې سره سمون خوري ، هغه مهال په شهادت ورسیده ، کله چې قبایلي سیمې ته څیرمه د کورمې دسیند په غاړه د ټنډورو په نامه کلي کې په یوه مدرسه کې په ارام خوب ویده وو ، او ددښمن دبې پیلوټه الوتکې دبرید ښکار شو .
د نوموړي جسد دشمالي وزیرستان په میرانشاه دفدایي مجاهدینو په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو .
انا لله وانا الیه راجعون
څرنګه چې مولوي صاحب دخپلې سیمې په عامو خلکو کې ژور محبوبیت درلود دغزني په قره باغ کې ولسي خلکو دنوموړي روح ته د دعاء په مناسبت ستر مراسم جوړ کړل او دنوموړي یاد یې ولمانځه .
له شهید مولوي محمدجان څخه د کشرورور اوخوږې مور په شمول یوه میرمن او شپږ اولادونه پاته دي ، چې دزامنو نومونه یې محمد رفیق ، محمد ، احمد او محمد عمر دي .
د مولوي محمدجان صاحب دشخصیت په اړه
مخکې له دې چې د شهید مولوي محمدجان صاحب دشخصیت په اړه دنوموړي دنږدې ملګرو تأثرات درسره شریک کړم ددې ژوندلیک مرتبغواړم دمولوي صاحب سره دخپلې لومړنۍ او وروستنۍ لیدنې خاطره درسره شریکه کړم .
څلور پنځه کاله وړاندې هغه مهال چې دامریکایانو په یوه ظالمانه بمبار کې د مولوي جلال الدین حقاني صاحب دکورنۍ ځیني کسان شهیدان شوي وو ، له څو تنو مجاهدینو سره دهمدې شهیدانو دفاتحه خوانۍ لپاره لاړم ، کله چې دحقاني صاحب د ملګرو ځای ته ورسیدم ، نو دفاتحې په مجلس کې خپله دحقاني صاحب دکورنۍ څوک نه وو ، خو په مجلس کې یو دقوي مټو خاوند ځوان ناست وو ، چې دمیلمنو میزباني یې کوله .
ملګرو رامعرفي کړ ، چې همدا مولوي محمدجان صاحب دی ، چې دحقاني صاحب له نږدې او مشرانو ملګرو څخه دی ، دهمدې مجلس ملګري چې دحقاني صاحب دکورنۍ په شهیدانو یې ډیر زړونه غمجن وو ، لږ شیبه وروسته دمولوي صاحب محمدجان په احساس پاروونکو خبرو او وعظ باندې داسې مطمئن شول ، چې د ټولو له زړونو څخه غمونه وڅنډل شول .
مولوي صاحب په خپلو لنډو خبرو کې چې دټول مجلس توجه یې جلب کړه ، د شهادت فلسفه بیان کړه او ویې ویل بایدپه دې شهادتونو سره دالله تعالی شکر اداء کړو چې دالله ددین دساتنې لپاره دومره قربانۍ ته اماده مجاهدین لرو ، ده وویل دامریکاخلاف دجهاد په لومړیو شپو کې موږ دومره مجاهدین نلرل لکه اوس چې شهیدان لرو ، معلومه خبره ده چې الله تعالی دشهیدانو وینه نه ده ضایعه کړې بلکې همیشه یې دهمدې وینو په برکت دجهاد صف قوي کړی او د مجاهدینو شمیر زیات شوی دی ، په هماغه مجلس کې ما ولیدل چې مولوي صاحب یو له ایمانه ډک ، باعزمه او متوکل علی الله مجاهد دی ، چې الله تعالی له امتحاني حالاتو سره دمقابلې لوی استعداد ورکړی وو .
هغه مجاهدین چې له مولوي صاحب سره یې نږدې وخت تیر کړی وایي ، چې مولوي صاحب ته الله تعالی په ښه علم سربیره تقوی ، دیانت ، زړه ورتیا او جرأت هم ورکړی وو ، او په هیڅ حالاتو کې یې عزم نه ماتیده .
داسلامي امارت دفرهنګي چارو دکمیسیون مرستیال وایي ( ما یوازې څو ځله مولوي صاحب محمدجان په ځینو غونډو او مجالسو کې لیدلی وو ، خو په نوموړي کې مې دهوښیارۍ ، تدبر ، پاخه عزم او اخلاص خورا ډير اثار لیدلي وو ، نوموړي په جهادي صف کې خورا ستر کردار اداء کاوو الله تعالی دې دده شهادت قبول کړي .
داسلامي امارت وتلی ترانه خوان او مجاهد شخصیت ملافقیرمحمد درویش دمولوي صاحب محمدجان په اړه وایي : مولوي صاحب چې ما ورسره نږدې تعارف درلود خورا مخلص او مشفق جهادي مشر وو ، دخوشطبعۍ خورا ښه مزاج یي درلود ، او که به یې نصیحت یا غوسه کوله هم دخوشطبعۍ رنګ به په کې ظاهر وو ، نوموړي له حقاني صاحب سره اوږده جهادي ملګرتیا درلود او د هغه دخورا نږدې او اعتمادي ملګرو څخه وو.
نوموړي دژوند ترپایه دجهاد لاره په خورا لوړه حوصله وپاللـه ، دده ملګري وایي چې مولوي صاحب دشهادت خورا ارمانجن وو او تل یې دشهادت دعاګانې کولې ، څه موده وړاندې چې دنوموړي یو مشر جهادي ملګری مولوي محمدسنګین فاتح په امریکایي برید کې په شهادت ورسید ، مولوي صاحب محمد جان به ویل چې دشهادت وار زما وو ، خو مولوي سنګین راڅخه وار مخکې کړ ، چې له دې څخه شهادت ته دنوموړي تلوسه معلومیدله .
مولوي صاحب دمجاهدینو په منځ کې په خیرخواهۍ مشهور وو او له اختلاف او نزاع نه یې خورا کرکه کیدله ، نوموړي لکه څرنګه چې داولسي شخړو او قومي جنجالونو په حل او فصل کې رول درلود دمجاهدینو نیکه تربیه او توجیه ته یې هم همیشه توجه کوله .
دشهید مولوي صاحب ورور حاجي محمد رحیم وایي : مولوي صاحب محمدجان په جهادي شوق سربیره له دیني علومو سره هم ژوره علاقه درلوده ، نوموړي په خپله سیمه دقره باغ په برله کې د نصرت العلوم په نامه ددیني علومو یوه مدرسه جوړه کړه چې همدا اوس په کې ۵۵ تنه لیلیه او سلګونه تنه نهاري طالب العلمان زده کړي کوي .
سره له دې چې مولوي صاحب په شهادت سره جسما زموږ له منځه تللی دی ، خو دنوموړي خوږې خاطرې ، کارنامې او یادونه به ترډيره دمجاهدینو په زړونو او دتاریخ په پاڼو کې خوندی وي ، نوموړي دصدقه جاریه په توګه دطالبانو او مجاهدینو یو داسې صف ترشا پرې ایښی چې دنوموړي لاره تعقیبوي او په دې توګه دنوموړي په شهادت سره په جهادی صف کې خلا نه محسوسیږي .
رحمه الله تعالی
افغانستان