تازه خبرونو دوهمه برخه
الجـــــــهاد فی سبیل الله
تازه خبرونو دوهمه برخه
ساعت 19:6 | بازدید : 719 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

تازه خبرونه دوهمه برخه ٹول يوځای
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

په تورلست کې زمونږ دمجاهدینو داخلول د امریکا په پوځي ناکامي دلالت کوي
تفصيل نېټه: پنجشنبه, 06 فروري 2014 15:32 لیکوال: ذبیح الله مجاهد بـــــرخه: پیغامونه

تیره ورځ یرغلګرو امریکایانو اعلان وکړ چې د اسلامي امارت مربوط دری تنه مجاهدین هر یو یحی (حقاني) مولوي سید الله او محمد عمر (ځدراڼ) يې په تورلست کې داخل کړل.

موږ د امریکایانو د دغه بي تاثیره نمایشي بندیز د غندلو ترڅنګ هغه په پوځي ډګرکې د امریکايي شکست اوناکامي ترټولو ښکاره بیلګه بولو.

ځکه دا ښکاره خبره ده چې د اسلامي مارت مربوط مجاهدین نه له امریکایانو سره کومې تجارتې اړیکې لري او نه په امریکايي سودي بانکونوکې کوم بانکي حسابونه، چې دا ډول نمایشي بندیزونه دې ورباندې تاثیر وکړي.

حقیقت دادی چې امریکایانو په افغانستان کې پوځي ډګر بایللی او اوس غواړې چې دغه پوځي بایلود په بي ارزښته تبلیغاتي جګړه جبیره کړي.

ماتي خوړلي امریکایان باید پوه شي چې داسلامي امارت مجاهدین د هغوئ د ا ډول بندیزونه د ځان ویاړ بولي او دکومو مجاهدینو نومونه چې څو کاله مخکي امریکایانو په تورلست کې شامل کړی ول هغوئ تر بل هرچاد یرغلګرو په مقابله کې ښه پوځي رول تر سره کړی او دښمن ته یې په پوځي ډګرکې سخته ضربه ورکړې ده.

مونږ ویلای شو چې دا ډول بندیزونه زمونږ دمجاهدینو په جهادي عزائمو او فعالیتونو هیڅ ډول اغیز نه لري ، بلکې لایې دجهادي حوصلې اوثبات د ټینګښت لامل ګرځي.

په پای کې دا یادونه هم ضروري بولو چي نوموړي دري واړه مجاهدین دافغانستان دخوست او پکتیکاولایتونو اوسیدونکي دي اوهغه راپورونه غلط دي چي ځیني یې دپاکستان هیواد مربوط بللي و.

والسلام

د اسلامي امارت ويندوی ذبیح الله مجاهد

۱۴۳۵/۴/۶هـ ق

۱۳۹۲/۱۱/۱۷هـ ش ــ 2014/2/6م


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ـ
کونړ : وټه پورکې بيس تر بريد لاندي راغی
تفصيل نېټه: پنجشنبه, 06 فروري 2014 15:48 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 6

د کونړ ولايت له وټه پور ولسوالۍ نه ترلاسه شوی خبر وايي د مناګي په سيمه کې د اجيري رادو په بيس د سپکو او درنو وسلو بريد ترسره شو.

د خبري سرچينې د خبر په حواله په بيس نن ماسپښين خواوشا 1 بجه بريد وشو چې تر ډېره يې دوام وکړ.
په بريد کې دښمن ته د اوښتي زيان په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.

2014-02-06


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ـ
بادغیس : جوندکې یواربکی له وسلې سره ژوندی ونیول شو
تفصيل نېټه: پنجشنبه, 06 فروري 2014 18:31 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 3

دبادغیس ولایت له جوندولسوالۍ نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : نن سهار دیادي ولسوالۍ په مربوطاتوکې یوتن اربکی له وسلې سره دمجاهدینوله لوري دیوه غلچکي بریدپه پایله کې ژوندی ونیول شو

نوموړی اربکی ترخوندي سیموپوري رسول شوی چې شرعي محکمه به یې برخلیک ټاکي

2014/2/6


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

،
هلمند: ګرشک کې شوبله تخریب 3 عســــکرووژل شول
تفصيل نېټه: پنجشنبه, 06 فروري 2014 18:29 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 3

دهلمندولایت په ګرشک ولسوالۍ کې داجیردښمن یوه شوبله ویجاړه شوه

له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : پرون ماسپښین شاوخوا یوه بجه ددي ولسوالۍ اړوند دسیدانو په سیمه کې دکندهارهرات سړک ته نږدي داجیري اردو په شوبله دخښ شوي ماین په مټ زوروره چاودنه ترسره شوه

دچاودني له امله شوبله په بشپړه توګه ویجاړه اوپکې سپاره درې تنه عسکرځای په ځای قتل اودوه نورسخت ژوبل شول

2014/2/6



ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ـ
زابل : شــــاجوی کې یواربکی قتل وسله یې غنیمت شوه
تفصيل نېټه: پنجشنبه, 06 فروري 2014 18:25 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 7

دزابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې یوتن اربکی ووژل شو

له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : نن ماسپښین شاوخوا 2 بجې دشاجوی ولسوالۍ په بازارکې دجامع مخي ته دمجاهدینوله لوري دیوه غلچکي بریدپه ترځ کې یوتن اربکی ځای په ځای ووژل شو

له بریدوروسته مجاهدین دنوموړي له کلاشنکوف سره روغ رمټ ترخپلو سنګرونوپوري راورسیدل

2014/2/6



ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ـ

کندهار: میــــــوندپه جګړ ه کې یواربکی ووژل شو
تفصيل نېټه: پنجشنبه, 06 فروري 2014 18:22 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 3

دکندهارولایت په میوندولسوالۍ کې له اربکیانو سره سخته جګړه شوي

له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : جګړه پرون غرمه 11 بجې ددي ولسوالۍ اړوند دګرماوک دموشک په سیمه کې له اربکیانوسره ونښته

جګړه چې پکې سپکي اودرنې وسلې وکارول شوي په پایله کې یې یوتن اربکی ځای په ځای قتل اوپاتي نوریې په تېښته بریالي شول

2014/2/6



ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ،،،ــــــــــــ

ـ
په امريكا كې د اكتوبر د مياشتې راهيسې د والګي د ساري ناروغۍ له امله ۴۱ تنه مړه شوي دي
تفصيل نېټه: پنجشنبه, 06 فروري 2014 15:57 لیکوال: عزت الله پیمان بـــــرخه: نوري تازه پیښې كـــتني: 10

د هېواد په ۳۵ ايالتونو كې د ساري ناروغۍ نښې نښانې ليدل شوي دي چې پوهان وايي چې په راتلونكې ميلادي مياشت كې به دا ناروغي لا زياته پراختيا ومومي.

د امريكا د ناروغيو د كنترول او مخنيوي د مركز د شمېرو له مخې تر اوسه پورې ۲ زره ۷۰۰ كسان د والګي د شكايت له امله روغتونونو ته مراجعه كړې ده چې ددې شمېر نيمايي برخه يې په وروستۍ اونۍ كې روغتونونو ته تللې ده.

دا مركز خبر دارى وركوي چې د ۱۸ كلونو نه تر ۶۵ كلونو پورې عمر لرونكي كسان دې د والګي په وړاندې د ځانګړې پاملرنې نه كار واخلي.

د شمالي كرولانيا په ايالت كې د والګي له امله د مړو شوو ۴۱ كسانو نه ۲۹ تنه يې ځوانان دي.

ډاكټران اندېښنه لري چې په راتلونكو اونيو كې به ناروغي نوره هم پراختيا ومومي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ـ

خوست : مرکزته څېرمه چاودني پوليس وواژه
تفصيل نېټه: پنجشنبه, 06 فروري 2014 15:49 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 8

د خوست ولايت مرکزته نژدې سيمه کې د ښخ کړل شوي ماين چاودني يو پوليس وژلی.

چاودنه نن ماسپښين 1 بجه رامنځته شوه چې له امله يې ګڼ نور پوليس ټپيان شول.

2014-02-06





ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ـ

غزني : قره باغ کې 1 اربکی ووژل شو او وسله يې غنيمت شوه
تفصيل نېټه: پنجشنبه, 06 فروري 2014 15:48 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 8

د غزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې په اربکيانو وسلوال بريد ترسره شو.

خبر وايي بريد نن ماسپښين مهال 2 بجې په خالو خيل سيمه کې رامنځته شو چې په مهال يې يو اربکی ووژل شو.

مجاهدينو د بريد په مهال 1 ميل پيکا او 1 کلاشنکوف له تجهيزاتو سره غنيمت کړي.

2014-02-06



افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


مطالب مرتبط با این پست
می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:








منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 386
بازدید دیروز : 845
بازدید هفته : 386
بازدید ماه : 3602
بازدید کل : 97223
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 386
:: باردید دیروز : 845
:: بازدید هفته : 386
:: بازدید ماه : 3602
:: بازدید سال : 8580
:: بازدید کلی : 97223