تفصيل نېټه: جمعه, 07 فروري 2014 10:02 لیکوال: خبیر احمد م بـــــرخه: نوري مقالې
دمشرق ورځپاڼي په راپور د( اسوشیتد) خبري اژانس په هغه تحلیلي راپورپه اساس چې څه موده وړاندې یې دغربي اوامریکايي چارواکواوسیاستوالو له اعترافاتواوویناڅخه برابرکړي ویلي : که څه هم امریکااوملاتړو قوتونویې سخت زیاروکښ چې په افغانستان کې دطالبانوغږ اومقاومت څه دزور، څه دډالرو اوڅه هم دپراخو تبلیغاتواوډله ییزو رسنیوپه مټ خاموشه اوله ورخیزه وغورځوي اوپه ۲۰۱۳ کال کې خو ترډیره ځایه دغه اټکل هم شوی وو چې همدغې موخي ته به بهرنی قواوي ځانونه رسوي ؛ خو طالبانو دکال په اوږدوکې نه داچې په پوځي ډګر کې ځان کلک اومستحکم وساته اوسخته جګړه یې وکړه ، په تبلیغاتي میدان کې یې هم ګڼي لاسته راوړني درلودي .
جولیان ناپ ، چې په افغانستان کې څوکاله دامریکااواروپادتبلیغاتي وسایلو دتوزیع اوچمتو کولودچارومشرتیرشوی وايی :مونږ په دې علاوه چې په افغانستان کې دګڼوتلویزونو اوتصویري رسنیو مالي تمویل کوو ، دلیري پرتو برخو لپاره مو هم پهلکونو هغه راډیوګاني په وړیاډول ویشلي چې له لمر څخه انرژي اخلي ، ترڅو دطالبانودتبلیغاتومخه ډب کړل شي ، خودناپ په وینا په هغه سربیره هم طالبانوپه تبلیغاتي میدان کې دافغانانوپه منځ کې دځان په ګټه کاراو حلول کړی.
اسوشیتدخبري اژانس زیاتوي : زیاتره غربي سیاستوال چې دافغانستان پیښي څاري په دې باور رسیدلي چې غرب په دغه هیوادکې تبلیغاتي جګړه بایللي ده .
دبحران نړیواله ټولنه ، چې دبروکسل په ښارکې اوسي اویو مطالعاتي مرکزدی د۲۰۱۳کال په په ورستیوشپوورځوکې یې ویلي چې طالبانو دخپلو تبلیغاتو اوپرمختیاوو دخپرولولپاره یوه پیچلي ، خوپه عین حال کې بریالی دستګاه په کاراچولي چې که له یوې زاوي ورته وکتل شي زیاته خوندي ده اوچلونکي یې زیات میلان نلري چې په اسانی ځان ښکار ه کړي ، ولې له بل لوري بیا دومره چټکه اوسریعه ده چې یوه پیښه هم له شاربلو اوتیتولوپه ارام نه پریږدي اوله هغومهمونقطوڅخه په موثره توګه استفاده کوي چې له امله یې ملي اومذهبي احساسات راپارول کیږي اوپه عام ولس کې ځای پیداکوي .
تبلیغاتي جنګ دطالبانوموثره وسله ده :
امریکاغږ راډیو ،په خپل راپورکې د( رند) دتحقیاتي غربي مرکز دیوه تن کارپوه ( ارتورو مونوز) له قوله وايي چې دطالبانو تبلیغاتي جنګ په داسې حال کې پرمخ ځي چې ۲۰۱۴کال هم خپلې وزري وغوړولي او ددې امکان شته چې خارجي قواوي له افغانستان څخه ووځي ، دهغه په قول د۲۰۱۳کال په اوږدوکې طالبانو دخپلو ویډویی تبلیغاتو له لاري بې شمیره هغه سیمي اوځایونو ښکاره کړل چې خارجي قواوو دهوايي بمباریوله لاري متضرر کړي وو ، دغه ډول یې دملکي خلکودتلفاتو راپورونه هم په ډاګه کړل چې دامریکا اوناټو اویاملي اردو دعسکروله لوري عامو افغانانو ته اوښتي وو ، چې دکارپوه په اند طالبانوپه دغو کار سره له یوې خوا په ولس کې خپل ملاتړ زیات کړ اوله بل لوري یې دخارجي قواوو په خلاف دافغانانوپه کرکي اونفرت کې څوبرابره زیاتوالی راوست .
سرچینه وايي شک نشته چې په ۲۰۱۰کال کې په کندهار کې د( کیمک ) په نامه یو خبري مرکز صرف په د ې موخه جوړ شو چې دطالبانو هرډول ادعاوي رد اوبې اهمیته وګرځوي اودخبریالانو چمتوکړي راپورونه سانسورکړي ، خو داسې ښکاري چې نوموړی مرکز هم چنداني بریالی نه وو ، سرچینه مثال راوړي چې دوه اونی وړاندې په کندهارکې طالبانویوه هلیکوپتر نسکوره کړه، نوموړي مرکز هلې ځلې پیل کړي چې هلیکوپتردطالبانوپه ډزو نه بلکې دهوا دخرابی له وجي سقوط وښيي ، ولې دکیمک هڅي هغه وخت بې خونده وګرځیدي چې طالبانو دهوا دخرابوالي دلیل ردکړ اوي ویل چې په ۲۴ساته کې دنوموړي ساحې هوانورماله اوهیڅ ډول ستونزه اوالودګي یې نلرله اوعاموخلکوهم دغه استدلال ومانه .
دمجاهدینو میډیا غښتلې ده !
دکندهار داجیري ادارې دوالي ویندوی ، جاویدفیصل وايي چې دطالبانو میډیازمونږ له رسنیواوتبلیغاتي دستګاه څخه غښتلي اومخ په وړاندې ده ، هغه وايي ، طالبان هره پیښه له مونږ څخه مخکي خلکوته رسوي اواذهان دځان په ګټه څرخوي .
دوالي ! ویندوي اعتراف کوي چې طالبان دانټرنیټ، فیسبوک اوټویټر له لار ي په سریع اوعاجل ډول خپل خبرونه ، اعلاميي ، پیغامونه اوغبرګونونه خپروي ، په داسې حال کې چې دولتي سرچیني او هڅي دومره پڅي او کمزوري دي ، چې حتی موظف کسان هم په ډیرمشکل پیداکیږي ترڅوخبریالانوته معلومات ورکړي ، نو په دغه صورت کې خبریالان اړ دی چې دطالبانوخبرونوته پام واړوي او ډیرڅه له هغوترلاسه کړي .
دنیویارک ټایمز خبریال ، تیمور شاه وايي چې طالبان په مطبوعاتي میدان کې له سختي ځیرکتیااوهوښیاری څخه استفاده کوي ، هغه وايي طالبان دایمیلونو، تلیفوني میسجونو، برښنايی ډله ییزو رسنیواومهالنیومجلوپه مټ خپل پیغامونه اوپرمختګونه په مختصرو جملو اوټکوکي په داخل اوبهرکې خلکوته رسوي
دطالبانوپه خبروافغانان باورکوي :
د مفکرة الاسلام ویب پاڼه د واشنگتن پوست په استنادوايي ، طالبانودامریکااوغرب په وړاندې دخپلوکموتبلیغاتي وسایلوپه مټ نه ستوماني کیدونکي جګړه شروع کړي ، هم له خپلوپوځي بریاوو په کلکه ساتنه اودفاع کوي اوهم دبهرنیو قواوو هره وړه ناکامي په لوړه کچه تعبیروي اونړي اوافغانانوته په مسلسل ډول داذهنیت ورکوي چې نورپه افغانستان کې بهرنیوقوتونو ماته اوشکست لیدلی.
واشنگتن پوست وايي ، دطالبانو تبلیغاتي مبارزي په امریکايي اوغربي واکمنواوسیاستوالو هم کلکه اغیزکړي اوتردې چې دافغانستان دجګړې په باب یې دهغوی واحدتمرکزاولیدلوری له منځه وړي ،ځکه دغه سیاستوال اوچارواکي دطالبانو هغه ویناوي اوغبرګونونه لولي چې په افغانستان کې جګړه خارجي یرغل بولي ،خپل مخالفت په ځای شمیري اوغرب ته په واضحو ټکو وايي چې ددوی قواوي دافغانستان جګړه نشي ګټلای اوښه داده چې ژرترژره عسکروباسي، دسرچیني په اند همدغه علتونه دي چې زیاتره غربي اوامریکايي سیاستوال اوپوځي ماهرین دافغانستان جنګ بې نتیجي شمیري .
دکابل رژیم چارواکوهم ومنله چې دمجاهدینوروان فرهنګي اومطبوعاتي بهیرمنسجم اوهره پیښه اوتحول په موثراواغیزمن ډول تبلیغوي اوپه دې کارکې لدوی څخه زیات سرعت لري .
دویندویانودارتباطاتوپه اړه په یومهم کنفرانس کې،چې دچارواداري په لوی تالارکې جوړشوی وو دکابل رژیم ځینومهموچارواکو، دملي امنیت ، دفاع اوکورنیوچارو وزارتونو ویندویانو اوددوی کارپوهانوپه خپلو خبرواوویناووکې دمجاهدینو میډیااورسنی موثرې وبللي اواعتراف یې وکړ چې که څه هم وسایل اوامکانات ددوی په اختیارکې دي ولې بیاهم طالبان په لوړکیفیت اواغیزمنه محتواګڼي خپرونې اونشرات لري
دوی ومنله چې دمجاهدینوچاپي خپرونې ، بریښنايي رسنی اوویډیويي جهادي فلمونه اوتراني په داخل اوخارج کې بې شمیره لوستونکي اومینه وال لري اوپه خاص ډول یې دځوانانوذهنونه دځان په ګټه اړولي ، همدارنګه ډیره وړه پیښه هم په لږ وخت دخپلورسنیو په مټ دخلکوغوږونوته رسوي ، اعلاميي، غبرګونونه اودمشرتابه پیغامونه په ټاکلي اوموثرډول خپروي اوهغه ټکي پکې راوړي چې ولسي اودیني رنګ پرې غالب وي ترڅو یې په عام ولس کې ښه هرکلی وشي .
په رښتیاهم چې داسلامي امارت مطبوعاتي اوفرهنګي سنګر دمجاهدینوله پوځي اوجهادي پرمختیاوواو پیښوسره اوږه پراوږه پرمخ روان دی اوددغه سنګر اتلان دادځان لپاره لوی افتخار اوویاړبولي چې الله تعالی دغه موثراوسترخدمت له دوی نه اخلي؛ خودهغه ترڅنګ دډیرې خوښی ټکی دادی چې داخلي اوخارجی دښمن اوس په دې خبره کې په یوه خوله دي چې داسلامي امارت مطبوعاتي معرکه خوراچټکه اوانګازویې ددوی نړیوال اوسیمه ییزتبلیغاتي ماشین چې بې خرته لګښت هم پرې کوي چلینج اوبې اثره ګرځولی.
دخارجي اوداخلي غلیمانوپورته اعترافاتوته په کتوله شک پرته دابرداشت اخیستل کیږي چې ۲۰۱۳کال که په پوځي میدان کې دښمن له پښو وغورځاوه په فرهنګي میدان کې هم لله الحمدمجاهدینو ستري لاسته راوړني درلودي ، الله تعالی دې دټولومجاهدینو هرډول ستړیاوي اوستومانی دخپلې رضاوړ وګرځوي اویرغلګردې نور هم سرټیټي اوله رسواییوسره لاس اوګریوان ولري
افغانستان