زابل : شاجوی کې دګازو ډبي چاودني اربکیانوته تلفات اړولي
تفصيل نېټه: چار شنبه, 12 فروري 2014 13:15 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 8
دزابل ولایت له شاجوی ولسوالۍ نه په یوه رارسیدلي خبرکې مسؤول مجاهدین وایې چې : بیګاه ماسخوتن شاوخوا 9 بجې ددي ولسوالۍ اړونددسورکلا په پوسته کې دګازو ډبي اورواخست چې له امله یې دوه تنه اربکیان وسوځیدل چې روغتون ته لیږدول شوي
همداراز دپوستي دوه اطاقونه په بشپړه توګه سوځیدلي ګڼ شمیرمهمات اووسلې یې سوځیدلي دي
2014/2/12 زابل : شاجوی کې دګازو ډبي چاودني اربکیانوته تلفات اړولي
تفصيل نېټه: چار شنبه, 12 فروري 2014 13:15 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 8
دزابل ولایت له شاجوی ولسوالۍ نه په یوه رارسیدلي خبرکې مسؤول مجاهدین وایې چې : بیګاه ماسخوتن شاوخوا 9 بجې ددي ولسوالۍ اړونددسورکلا په پوسته کې دګازو ډبي اورواخست چې له امله یې دوه تنه اربکیان وسوځیدل چې روغتون ته لیږدول شوي
همداراز دپوستي دوه اطاقونه په بشپړه توګه سوځیدلي ګڼ شمیرمهمات اووسلې یې سوځیدلي دي
2014/2/12
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کندهار: میوندکې په پلي ګزمه وسلوال بریدترسره شو
تفصيل نېټه: چار شنبه, 12 فروري 2014 13:15 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 6
دکندهارولایت په میوندولسوالۍ کې داجیري اردوپه پلي ګزمه وسلوال بریدترسره شو
له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : بریدپرون سهار نهه بجې ددي ولسوالۍ اړوند دکوکي دښت په سیمه کې داجیري اردوپه پلي ګزمه ترسره شو
بریدچې پکې سپکي اودرنې وسلې وکارول شوي په پایله کې یې دښمن ته تلفات اوښتي خودقیقه شمیره یې نه ده ترلاسه شوي
2014/2/12
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کندهار: میوندکې 2 شوبلي تخریب 2عسکرووژل شول
تفصيل نېټه: چار شنبه, 12 فروري 2014 13:16 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 6
دکندهارولایت په میوندولسوالۍ کې په اجیروعسکرو وسلوال بریدترسره شو
له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : بریدددښمن په هغه عسکرو پرون غرمه 11 بجې ترسره شو چې دیادي ولسوالۍ اړوند دسپين مانده په سیمه کې دچشموپه غوڼډیوکې دپوستي جوړولولپاره له شوبلو اوموټروسره ولاړ ؤ
بریدچې پکې سپکې اودرنې وسلې وکارول شوي په پایله کې یې دوه تنه عسکرځای په ځای قتل اودوې شوبلي په مرمیو ولګیدي
2014/2/12
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هلمند: مارجه کې یوتن پــــولیس مجاهدینوسره یوځای شو
تفصيل نېټه: چار شنبه, 12 فروري 2014 13:16 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 7
دهلمندولایت په مارجې ولسوالۍ کې یوتن پولیس دحقایقوپه درک کولو له اسلامي امارت سره یوځای شو
له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : یوتن پولیس چې دفراه ولایت دبالابلوک ولسوالۍ اوسیدونکی دی بیګاه ماسخوتن شاوخوا 8 بجې دمارجې ولسوالۍ اړوند دقاري صدي په سیمه کې دحقایقوپه درک کولو داسلامي امارت له مجاهدینوسره یوځای شو
نوموړي له ځان سره یوکلاشنکوف اویوه چانټه هم ترمجاهدینوپوري راورسول
2014/2/12
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کندهار: میـــــوندکې یواجیرعسکرووژل شول
تفصيل نېټه: چار شنبه, 12 فروري 2014 13:16 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 6
دکندهارولایت په میوندولسوالۍ کې یوتن اجیرعسکرووژل شو
له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : پرون ماسپښین درې نیمي بجې ددي ولسوالۍ اړونددشنه سړک په سیمه کې داجیري اردویوتن عسکردثقیل په مټ وویشتل شو اوځای په ځای ووژل شو
2014/2/12
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کونړ : نرنګ کې د دښمن په ګزمه بريد شوی
تفصيل نېټه: چار شنبه, 12 فروري 2014 15:31 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 0
د کونړ ولايت په نرنګ ولسوالۍ کې د اجيري اردو او اربکيانو په ګزمه وسلوال بريد ترسره شو.
خبر کاږي په ګزمه نن غرمه 10 بجې په چناري سيمه کې د سپکو او درنو وسلو بريد وشو چې په ترڅ کې يې يو اربکی مرګونی ټپي شو او نور په تېښته بريالي شول.
2014-02-12
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کاپيسا نجراب کې د دښمن تعرضي بريد په شاوتمبول شو او 5 عسکر ووژل شول
تفصيل نېټه: چار شنبه, 12 فروري 2014 15:32 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 0
له کاپيسا ولايت نه په نجراب ولسوالۍ کې د دښمن پراخ تعرضي بريد په شاوتمبول شو.
د دښمن ګڼ شمېر عسکرو نن سهاروختي 6 بجې د افغانيه او غين درو د نيولو په موخه تعرضي بريد وکړ چې د مجاهدينو له سخت مقاومت سره مخ شول، په جګړه کې له دواړو خواوو سپکي او درنې وسلې وکارول شوې او تر ماسپښينه يې دوام درلود.
د جګړې په پای کې د دښمن عسکرو د تلفاتو په ليدلو سره بيرته په شاه او د ولسوالۍ مرکز ته وتښتېدل، په دې جګړه کې 3 اربکيان او 2 د اجيري اردو عسکر ووژل شول او ګڼ نور ټپيان شول.
2014-02-12
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اشغالګروپه سيدابادکې 1 کلوال بندي کړ او 12 موټرسايکل يې وسوزول
تفصيل نېټه: چار شنبه, 12 فروري 2014 15:32 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 0
له ميدان وردګ ولايت نه مو خبر ترلاسه کړ چې اشغالګرو عسکرو د دغه ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې عامو خلکو ته درانه مالي زيانونه اړولي دي.
وحشي عسکرو تېره شپه ناوخته د بدکک په کلي چاپه ووهله او په کورونو کې د بې رحمانه تالاشي په مهال يې خلکو ته زيات نقصان واړاوه، د سيمي خلک وايي اشغالګرو 12 موټر سايکلانو ته اور ورته کړ او په بشپړه توګه يې وسوزول، يو موټر يې په بمبار کې تخريب کړ او يو موټرسايکل يې له ځان سره يووړ.
عسکرو سره له دې چې په سيمه کې يې هيڅ جنګي آلات ونه موندل يو تن کليوال چې ملاضياألحق نومېده له ځان سره وړی او بندي کړی دی.
2014-02-12
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
تګاب : امريکايانو په اډه ډزي کړې او له امله يې 3 تنوته مرګ ژوبله اوښتې
تفصيل نېټه: چار شنبه, 12 فروري 2014 15:32 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 0
په خورا خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې بې رحمه يرغلګرو د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ د مرکزي بازار د موټرو په تمځای ډزي کړې دي.
عيني شاهدان وايي امريکايانو نن غرمه 12 بجې په اډه ډزي وکړې، د دوئ په وينا په ډزو د رعيتي موټرانو 2 موټروانان لګېدلي چې يو يې شهيدا او بل ټپي شوی، انا لله وانا اليه راجعون.
په ډزو کې يو تن پوليس هم ټپی شوی دی.
2014-02-12
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ننګرهار : ده بالاکې 9 پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته
تفصيل نېټه: چار شنبه, 12 فروري 2014 15:33 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 0
د ننګرهار ولايت په ده بالا ولسوالۍ کې په پوليسو وسلوال بريد ترسره شو.
خبر کاږي بريد نن غرمه خواوشا 11 بجې په مريزکنډو سيمه کې رامنځته شو چې تر ډېره يې دوام وکړ.
د بريد په مهال 3 پوليسو خپل ژوند له لاسه ورکړی او 6 تنه نور سخت ژوبل دي.
مجاهدينو د جګړې په مهال 1 راکټ لانچر، 6 د راکټ مرمۍ او يو شمېر نور مهمات دغنيمت په توګه ترلاسه کړي.
په جګړه کې ي مجاهد هم ټپي شوی دی.
2014-02-12
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لغمان : قرغيو کې پوسته تر بريد لاندي راغله
تفصيل نېټه: چار شنبه, 12 فروري 2014 15:33 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 1
له لغمان ولايت نه راکړل شوی خبر وايي په قرغيو ولسوالۍ کې د اربکيانو په پوسته وسلوال بريد ترسره شو.
پوسته په چارباغ سيمه کې موقعيت لري او بيګا شپه 12 بجې د مجاهدينو تر بريد لاندي راغله.
د بريد له امله 1 اربکی ټپي شوی او ودانۍ هم زيانمنه شوې ده.
2014-02-12
افغانستان