په ننګرهار ولايت کې د اسلامي امارت مسؤل مجاهدين خبر راکوي چې د حصارک ولسوالۍ په اړونده سيمه کې ورسره 16 تنه عسکر يو ځای شوي دي.
د راکړل شوي خبر په اساس عسکر چې د هيواد په بيلابيلو ولاياتو کې يې دندي ترسره کولې نن ورځ د جلب او جذب کميسيون د دعوت او سيمه ییزو مجاهدينو د هڅو په برکت د اسلامي امارت له مخالفت نه په شا او مجاهدينو سره يو ځای شول.
په عسکرو کې شفيق د شيرمحمد زوی، وطن د ملنګ زوی، حسن ګل د محمد حسن زوی، رحمت الله د عبدالرحمن زوی، روزي خان د اکبرخان زوی، ګل نبي د سخي زوی، علي محمد د سيد رحيم زوی، حيات الله د حبيب الله زوی، محمد حسين د اول دين زوی، بلال د ببرک زوی، رحمت الله د سنګين زوی، هاشم د مرجان زوی، ايوب خان د عبدالروف زوی، ذاهدالله د محمداجان زوی، محمد هاشم د ولي محمد زوی او يوسف د جبارخان زوی شامل دي.
دوئ ټولو د اجيري اردو په ليکو کې دندي ترسره کولې او ټول د حصارک ولسوالۍ د جلا سيمو اوسېدونکي دي.
2014-02-13
افغانستان