د ننګرهار ولايت د حصارک ولسوالۍ ګڼ شمېر قومونو د يوې غونډي په ترڅ کې د اسلامي امارت هر اړخيز ملاتړ اعلان کړ.
نن ورځ د يادي شوي ولسوالۍ د ذکي کلي، باولي، کوزه کلاله او بره کلاله، ياغي بند، علم کڅ، ناصرخيل، راغه، صاحبزاده ګان، سهاکو او د ګاړو درې کليو مشرانو غونډه جوړه کړې وه چې په لړ کې يې د يادو سيمو قومي مشورانو په خپل وار خبري وکړې او دغه راز د اسلامي امارت په نمايندګي د ولسوالۍ سرپرست مسؤل او د دعوت او ارشاد مسؤل ويناوي وکړې.
قومي مشرانو له مزدوري ادارې سره پوره مخالفت وښود او د اسلامي امارت د ملاتړ اعلان يې وکړ او د هر راز همکارۍ وعده يې وکړه.
2014-02-19
افغانستان