په تېره اونۍ کي ملکي وژني اوبشري سر غړوني لیکوال میوند سادات 2014/2/20
الجـــــــهاد فی سبیل الله
په تېره اونۍ کي ملکي وژني اوبشري سر غړوني لیکوال میوند سادات 2014/2/20
ساعت 17:27 | بازدید : 384 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

تېره اونۍ دافغان ولس لپاره خورا بوږ نونکې وه ،په کاپیسا، پکتیکا، هلمند،بدخشان او....ولایتونو کي دیرغلګروځواکونواوافغان عسکروپه بریدونو، چاپو اوبمباریوکي په لسهاوو ملکي هیوادوالو ته مرګ ژوبله واوښتله.

دفبروري په ۱۲مه دکاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کي دیرغلګرواوداخلي عسکروتر منځ جګړه پیل شوه، همدا نښته دوې ورځي وغځیده ،دواړو غاړوته پکي مرګ ژوبله واښته ،دعیني شاهدانو په ویناامریکایانودجګړې په جریان کي په سیمه کي بمباري وکړه، بمباري چي ډیره پراخه اودوامداره وه خلګو ته یې دسر اومال ډیر زیات زیان ورساوه،اووه لس تنه ملکي هیوادوال شهیدان اوشپږ تنه پکي ټپیان شول ،لاندي دهغوولسي خلګونومونه دي چي په دغه جګړه کي شهیدان اوژوبل شوي دي .

شهیدان :وارث د کرم خیلو،نورالله د قلع صالح،صبغت الله د لنډاخيلو،عبدالله د لنډاخيلو،محمدعمر د لنډاخيلو،شريف الله د ګبري کلي ،داغاجان میرمن اودوې لوڼي یې چي د ګبري دکلي اصلي اوسیدونکي و، يو اته کلن ماشوم د انارجوي د کلي ،الهام دقلعه صالح، خيرالله د قلعه صالح، مولاداد د الاسای ولسوالۍ، درې تنه د کندز اوسیدونکي چي یو یې دتګاب په بازار کي په خپل سراچه موټر کي شهید شوی اودوه نورپه بازارکي شهیدان شوي .

ټپيان:فرید،نورالله اوخیبر دتګاب د انارجوی، سمندر دپايندخيلو،رشيد د سینزياوحسین د جالو خيلواوسیدونکی .

دفبروري په ۱۵مه دهلمندولایت د مارجې ولسوالۍ دعصمت بازار په سیمه کي امریکایې بې پیلوټه الوتکي درې تنه ملکي هیوادوال چي پر یوه موټرسایکل سپاره ووپه نښه اوشهیدان کړل .

دفبروري په ۱۶مه ماښام د بدخشان ولايت دیمګان ولسوالۍ په اشنام کلي کي ځایې اربکیانوددغه کلي پرمسجد ډزي وکړي چي له امله یې څلور تنه ولسي وګړي شهیدان شول .

دفبروري په ۱۷مه د پکتيکا ولايت ديوسف خيلو ولسوالۍ په ميرزاخيلو کلي کي اربکيانو او پولیسو دیادشوي کلي درې تنې نجوني چي عمرونه يي له ۱۲ - ۱۸ کلونو پوري وودوسلې په زورخپلوپوستوته بوتلې .خلګودپولیسو اواربکیانوددغه کرغیړن عمل په غبرګون کي لاریون وکړ.

دتاسف وړ داده چي په یوه اونۍ کي په دومره لوی شمېردملکي تلفاتوپه اړه دبشري حقونوهیڅ یوه سازمان اوفعال غبرګون ونه ښوداونه هم کومي مدني ټولني دخپلوخلګو دوژنو اوځورونوپر ضدلار یون اویالږ ترلږه دغمشریکۍ په دودڅه ورسره شریک کړل .

په افغانستان کي دملګرو ملتونونمایندګي یوناماپه کال کي دوه درې ځله دملکي تلفاتوراپورونوخپروي ، دیوناماپه راپورونوکي هر وخت دملکي تلفاتودرې برخي پرمجاهدینوتاوان شوي او یوه حصه یې یرغلګرو ځواکونواودکابل ادارې اردو، پولیسو اواربکیانوته منسوب شوي وي .

پریوناماوالوباندي ډیره دانیوکه کیږي چي دملکي تلفاتوراپورونوکي بې طرفي نه رعایتوي،زیاتره وخت یې فعالیت دښکېلوغاړو ترمنځ دیوطرف په ګټه اودبل هغه په تاوان وي، مثلاپه ډیرو مواردو کي اوریدل شوي اولیدل شوي چي دنیواکګروپوځیانواودهغوی دافغان ملاتړوپه بمباریو،بریدونواوچاپوکي ولسي وګړوته دسر اومال زیانونه رسیدلي ان چارواکو اعتراف ورباندي کړی، خوکوم وخت چي دملکي تلفاتوپه اړه دیوناماراپورخپور شوی ددغه ډول پیښویادوني ته یې بیخي پام نه وي کړی او یایې یوه کمه فیصدي ځني ذکر کړې اوډیره برخه یې ترخاورو لاندي کړې وي . دیونامادیواړخیزرول یونغد مثال دا دی چي دپورته ذکرشووملکي تلفاتو غوندي زیاتره پیښوباندي چوپتیا غوره کوي، یوناما اودامریکاډالرخوري مدني ټولني دخلګودپرمختګ ښیرازۍ اوسوکالۍ دبې شمېره غوړو- غوړوشعارونوسره سره دافغان مظلوم ولس محکومیت سره فقط سیاسي اوتبلیغاتي چلندکوي،نور، نوکه اشغالګراوداخلي تالي څټي یې دخلګوپرسرونومیچني هم چلوي ددوی یې پرې څه .

دولسي خلګوتهدیدول، نیول اووژل دهر لوري چي وي دغندني وړ دي ،دبشري حقونوټولني اوټول هغه بنسټونه چي دولسي چوپړنارې وهي که رښتیاپه خپلو دعووکي صادق وي باید بې له ځنډاوخنډڅخه دپورته یادووشووپیښودعاملینو پرضدخپل اواز اوچت کړي .

۲۰۱۴ز،فبروري ۱۹مه



افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


مطالب مرتبط با این پست
می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:








منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 507
بازدید دیروز : 468
بازدید هفته : 1445
بازدید ماه : 2878
بازدید کل : 96499
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 507
:: باردید دیروز : 468
:: بازدید هفته : 1445
:: بازدید ماه : 2878
:: بازدید سال : 7856
:: بازدید کلی : 96499