له کونړ ولايت نه په چپه دره ولسوالۍ کې د اجيري اردو په دوو پوستو د بريد خبر ورکړل شو.
په خبر کې راغلي مجاهدينو تېره ورځ مازديګر مهال په پانډ او تارګړ سيمو کې د اجيري اردو په پوستو د سپکو او درنو وسلو بريدونه ترسره کړل.
د بريدونو له امله د دواړو پوستو ودانيو ته زيانونه اوښتي او د پانډ په پوسته کې 2 عسکر ټپيان شوي دي.
2014-02-25
افغانستان