(د کونړ ولايت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د اسلامي امارت مسؤلو مجاهدينو له اشغالګرو عسکرو سره خونړۍ نښته ترسره کړه.
نښته تېره شپه 11 بجې په ګلاپړي سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې اشغالګرو عسکرو په مجاهدينو چاپه ووهله، نښته کابو دوه ساعته وغځېده او په ترڅ کې يې دښمن ته درنه مرګ ژوبله واوښته اما کره شمېره يې د شپې د تيارې له کبله څرګنده نه شوه.
د دښمن عسکر له دوه ساعته شديد مقاومت او تلفاتو له ګاللو وروسته له سيمي نه په تېښته بريالي شول.
د دښمن په متقابلو ډزو کې د اسلامي امارت يو مجاهد د شهادت لوړ مقام ته ورسېد، انالله وانا اليه راجعون.
2014-02-25
افغانستان