د بدخشان ولايت په جرم ولسوالۍ کې د دمخامخ نښتې په مهال 7 اربکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نښته په کيو سيمه کې نن سهارمهال 8 بجې رامنځته شوه چې له درنو او سپکو وسلو څخه پکې کار واخيستل شو او تر 10 بجو پوري يې دوام درلود.
په نښته کې 4 اربکيان وژل شوي او 3 نور مرګوني ټپيان شوي دي، مجاهدين وايي نور اربکيان له سيمي نه په تېښته بریالي شول او 3 مړي يې تر اوسه پوري په سيمه کې پراته دي.
مجاهدينو د دښمن 3 میله وسله او يو شمېر مهمات د غنيمت په توګه ترلاسه کړل.
2014-02-25
افغانستان