اسرائيلي نېواکګرو عسکرو نن دجمعې په ورځ مسجداقصی ته تر۵۰ کلونو کم عمره فلسطينیانو ته دداخلېدلو اجازه ورنه کړه.
همداراز اسرائيلي اشغالګرو نن دجمعې دلمانځه په مهال فلسطينیان دمسجداقصی تر احاطې پوري محدود وساتل.
اسرائيلي چارواکو ویلي، دغه پرېکړه يې دسې شنبې په ورځ ددوی دعسکرو او فلسطينیانو ترمنځ دشخړو او نښتو تر رامنځ ته کېدلو وروسته وکړه.
دفلسطينیانو غوسه ترهغه وروسته راوپارېدله، چي په اسرائيلي پارلمان کي په دې بحث پيل شو، چي بیت المقدس يهودیانو ته وسپارل شي او هم باید هلته دعبادت حق ولري.
داسرائيلو له لوري دغه اقدام دنړۍ په هرګوټ کي دمسلمانانو غوسه راپارولي او په دې لړ کي داردن پارلمان په غوڅ اکثریت سره پرېکړه وکړه، چي داسرائیلو سفير دي له هیواد څخ وشړل شي او اسرائيلو ته يې خبرداری ورکړ، چي که يې دغه پرېکړه وکړه، نو دغه هيواد به له اسرائيلو سره دسولي په تړون له سره غور وکړي.
همداراز داسلامي نړۍ تنظیم او آی سي هم دغه کار سخت غندلی او دغه یې داسرائيلو له لوري په بیت المقدس دقبضې پلان بللی.
افغانستان