د شلمې پیړۍ په لومړۍ نیمایي کې دوهمې نړیوالې جګړې داوسنۍ نړۍ نقشه وټاکله ، دالمان او جاپان پوځي افسانه دتاریخ برخه شوه او د بریتانیا دامپراطورۍ ټغر هم له ټولو وچو په ټولیدو شو ، دسیالۍ ډګر شوروي او امریکا ته پاته شو ، چې ترخپل منځ یې سړه جګړه پیل کړه .
دغه دوو ابرقدرتونو نړۍ ترخپل منځ دنفوذ په ساحو وویشله ، خو یوه شیبه هم دیوه بل په وړاندې خاموشه کینناستل بلکې دتوسعه غوښتنې هڅې یې تل جاري وې ، یوه څیړنه ښیي چې شوروي او امریکا دسړې جګړې په موده کې په ۱۲۰جګړو کې په غیرمستقیم ډول سره مخامخ شول ، چې د یوبل درقیبانو مرسته یې کوله ، د شلمې پیړۍ په وروستیو کې چې شوروي اتحاد ونړېد ، امریکا ته ځان یوازینی زبرځواک و اېسید نوځکه دسپیني ماڼۍ تیوریسنانو د پلار بوش په خوله نړۍ ته دنوي نړیوال نظام درامنځته کولو اعلان وکړ .
نوی نړیوال نظام چې یو امریکایي خیالي افسانه ده ، پردې راڅرخي چې په نړۍ کې باید یوازې یو زبرځواک موجود وي ، ترڅو نړۍ اداره کړي ، دغه نظام له سیاسي ، پوځي ، اقتصادي او کلتوري اړخه ګڼ مشخصات لري ، چې په هره برخه کې په امریکایي موډل او امریکایي ارزښتونو ټینګار شوی دی ، دلته ددې نظام د جوړښت جزیات نه بیانوو ، خو عنوان شوې موضوع ته د ورکوزیدو دمقدمې په توګه دومره وایو ، چې دامریکایي نړیوال نظام تیوري وایي ، چې په نړۍ به یوازې دامریکا راج چلیږي ، چین ، روسیه ، انګلستان او فرانسه د خپلو پولو دننه کولای شي ، په قوت کې پاته شي خو په نړیوال ځواک دبدلیدو اجازه به نه ورکول کیږي ، دامریکایي نړیوال نظام دفاعي لارښود چې ۱۹۹۲ م کال کې ترتیب شوی وایي ، چې په معاصره نړۍ کې یوازې روسیه ددې توان لري او تمه ترې کیدلای شي چې امریکا تباه کړي ، نوځکه باید امنیتي تمرکز دروسیې په کلابندۍ او محدودولو راټول وي .
همدا علت دی چې په تیرو دوو لسیزو کې امریکا او ملګري یي په پرلپسې توګه په دې هڅه کې دي، ترڅو دروسیې دنفوذ ساحه ورټوله کړي او روسیه دخپلو پولو دننه کلابنده کړي ، په دې لړ کې په ختیځه اروپا، منځني ختیځ او افریقا کې د روسیې ګڼ ملاتړي رژیمونه نسکور شوي او دروسیې دنفوذ ټغر ترې ټول شوی دی ، یوګوسلاویا ، عراق او لیبیا هغه هیوادونه دي چې روس پلوه رژیمونه یې دامریکااو ناټو لخوا د پوځي بریدونو په پایله کې له منځه تللي ، چې کیدای شي دا تجربه بالاخره په سوریه کې هم تکرار شي دبالتیک جمهوریتونه دغه راز پولنډ ، هنګري او دختیځې اروپا په ګڼو نورو هیوادونو کې دامریکا په ټونګ روس پلوه نظامونه چپه شوي دي او اوس دشوروي د نفوذ دا ساحې په بشپړه توګه دغرب په واک کې دي ، خو په همدې سیمه کې یو مهم هیواد چې لا هم دروسیې ترنفوذ لاندې دی ، یوکراین دی ، یوکراین چې داروپا دوهم ستر هیواد دی ،۴۴میلیونه نفوس او دحساب وړ اقتصادي منابع لري ، دا هیواد د روسیې په وړاندې دټوپ دتختې حیثیت لري ، چې د روسیې دامنیت لپاره خورا مهم دی .
امریکا او لویدیځ ملاتړي یې چې غواړي روسیه په خپلو پولو کې کلابنده کړي په تیرو څو کلونو کې په پرلپسې توګه هڅه کوي ، چې په یوکراین کې هم دختیځي اروپا دنورو هیوادونو تجربه تکرار کړي ، مګر داچې دشوروي اوسنی مشر پوتین د لویدیځ له دې پالیسۍ سره سخت مخالف دی ، نوځکه ددوو طرفه ټکر په نتیجه کې خبره کړکیچ ته مفضي شوي ده .
د روسیې اوسنۍ مشر ولادیمیرپوتین هڅه کوي د روسیې پخوانۍ برم راژوندی کړي ، له همدې امله یي دامریکایي پراختیا غوښتنې په وړاندې سخت دریځ خپل کړی دی ، د پوتین همدا مقاومت ددې لامل شوې چې په سوریه دلویدیځ دمخامخ برید مخه ونیسي دغه راز په یوکراین کې هم دختیځې اروپا دنورو هیوادونو دتجربو دتکرار امکان شنډ کړي .
د امریکا او روسیې دغیږبازۍ په نتیجه کې دیوکراین اولس او سیاستوال په دوو برخو ویشل شوي دي ، یوه برخه یې له اروپایي ټولنې او غرب سره داړیکو پلویان او بله ډله یي د روسیې په دوستۍ ټینګار کوونکي دي ، دغو دوه ډلو په تیرو څو کلونو کې دسختو مقابلو تاریخ ترشا پرې ایښی ، چې د پارلمان رسوا کوونکي جنګونه اونارنجي انقلابونه یې مثالونه دي .
د تیر میلادي کال په نومبر کې دیوکراین روس پلوه ولس مشرویکتوریانوکوویچ له اروپایي اتحادیې سره دیوې اقتصادي موافقې له امضاء څخه انکار وکړ ، چې دې اقدام یي غرب پلوه مخالفین راوپارول ، امریکا او د جرمني ، پولینډ او فرانسې غوندې ملګرو یې د پاریدلو مظاهره چیانو مخامخ ننګه وکړه ، تشجیع یي کړل تردې چې مظاهره په عمومي پاڅون واوښته .
په تیرو څو میاشتو کې چې دیوکراین په مرکز کیف کې مظاهرې روانې وې ، حکومت یې په وړاندې له خورا تاریخي حوصلې څخه کار واخیست دمظاهرو په لومړیو ورځو کې مظاهره کوونکي په حکومتي ودانیو وروختل ، عامه تاسیساتو ته یې اور واچاوو خو حکومت یې په وړاندې له ډیر زغم څخه کار اخیست چې یوازې یې دخپلو سرتیرو دژوند ژغورلو هڅه کوله ، په همدې مهال چې په مصر کې دامریکا تابع پوځي حکومت د سوله خوښو مظاهره کوونکو په ځپلو بوخت وو ، ټانګونه یې واټونو ته را ایستلي وو او په زرګونو مصریان یې ووژل امریکا او لویدیځ یې په وړاندې هیڅ غبرګون ونه ښود مګر په یوکراین کې د حکومت له ځانه د دفاع هڅه یې دمظاهره کوونکو په حق کې تجاوز او جنایت په دود په رسنیو کې تعبیروله چې دې دوه مخي چلند د ډیرو هغو کسانو له سترګو پردې پورته کړې چې په امریکایي منافقت نه پوهیږي .
د مظاهرو په لړ کې د روان میلادي کال په ۲۱ نیټه دروس پلوه ولسمشر ویکتوریا نوکوویچ حکومت ړنګ شو او نوموړی دپارلمان لخوا معزول اعلان شو ، دنوموړي دحکومت له ړنګيدو وروسته دپارلمان لخوا دالکساندر مورچنیف په نامه دپارلمان یو وکیل د موقت حکومت دمشر په حیث اعلان شو ، د یوکراین نوی حکومت چې دمظاهرو په پایله کې رامنځته شوی سره له دې چې له مشروعیت څخه عاري دی خو بیا هم زیاترو لویدیځو هیوادونو په رسمیت پیژندلی دی ، چې دې کار دروسیې اعتراض پارولی دی ، روسیې دې اقدام ته په ځواب کې په تورسمندرګی کې دیوکراین په خودمختاره سیمې کریمیې کې پوځي مداخله کړي او دهمدې سیمې دمرکز سیمفروپل هوایي ډګر یې دسمندري پوځونو په توسط اشغال کړی دی .
دیوکراین موقت غرب پلوه مشر د روسیې اقدام پوځي یرغل بللی او له امنیت شورا یې ددې یرغل د بررسي غوښتنه کړې ده ، په دې لړ کې په مرکز کیف کې روس پلوه معترضین هم کوڅو ته راوتلي او دپارلمان له ودانۍ سره یې احتجاج پیل کړی دی ، دامریکا دبهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په یوکراین کې د روسیې پوځي مداخله به خورا بدې او درنې پایلې ولري ، په داسې حال کې چې امریکا او نور لویدیځوال دیوکراین لوبه په خپله ګټه پای ته رسیدلي بولي ، خو روسیه لا هم مقاومت ته دوام ورکوي او غواړي له خپل نفوذ څخه په استفاده په دې هیواد کې خپل دپښې ځای وساتي .
دا چې د یوکراین دنفوس یوه برخه دروسیې پلویان او یوه برخه یې له لویدیځ سره اړیکي غواړي داسې قوي احتمال شته چې په دې هیواد کې به د متبوعو زبرځواکونو په ټونګ بحران نور هم وغځیږي او یابه د اروپا دا ستر هیواد تجزیه شي .
د راتلونکي دقیق اټکل نه شي کیدلای ، خو په ټوله کې دیاد هیواد پیښې نړۍ ته یوځل بیا داستعماري دورې او دشلمې پیړۍ دسړې جګړې دمهال وضعیت وریادوي ، چې لویو استثمارګرو طاقتونو دخپلو ګټو لپاره کمزوري اولسونه دجګړو او تشنج په اور کې رانغاړل او په خړو اوبو کې یې ځان ته کبان نیول .
روان وضعیت ښيی چې په یوکراین کې د جابرو زبرځواکونو دمداخلې او اسثمار له امله د بحران کټوۍ باندې شوې ، څو ورځې وروسته به ملګري ملتونه ورته داخضر ابراهیمي غوندې یو استازی وټاکي ، او داستان به پیل شي ، دامنیت شورا به دا کټوۍ تر هغو لړي ترڅو دلویدیځ لپاره دهغوی له خوښې سره سم خوراک ترې تیار کړي ، په دې جریان کې به وینې دیوکراین دخلکو توییږي او ګټې ته به یې یوازې سترو استثمارګرو خولې نیولې وي ، همدا دنننۍ متمدنې نړۍ منطق دی ، چې ځینوته دتمدن اوج ښکاري ، مګر ښایي داسې ګلګمیري په ځنګلونو کې هم تراوسه نه وي دود شوي
افغانستان