د کندهارولايت لوي محبس چي د کندهارښار په سرپوزه سيمه کي موقعيت لري او ګڼ شمير بېګناه هيوادوال پکي ساتل کېږي ډېرځله ورڅخه دبنديانو سره د ناوړه چلند ، ځوروني او ډول ډول شکنجو راپورونه ترلاسه شويدی ؛ تېره چهارشنبه د اسلامي امارت ۲۳ تنه اتل مجاهدين د يوه ځانګړي او بريالي تاکتيک له مخي و توانېدل تر څو د ګوډاګي اوشړیدلي رژيم له منګولو خلاص او په پوره برياليتوب او ډاډ تر خپلو ملګرو ځانونه راورسوي.
بايد وويل سي چي د کندهار ولايت دغه لوي محبس مخکي هم درې ځله د اسلامي امارت د قهرمانو مجاهدينو له لوري مات سوی چي په پايله کي يې سلګونه تنه مجاهدين د الله تعالي په خاصه پېرزوينه ازاد سويدي.
قاري محمدیوسف احمدي داسلامي امارت ویاند 2014/3/2م
۱۳۹۲/۱۱/۱۱هش ۱۴۳۵ /۵/۱هق
افغانستان