الجـــــــهاد فی سبیل الله
د راتلونکی انتخاباتو په اړه اسلامی امارت خبرداری
ساعت 16:28 | بازدید : 671 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

ټول هيوادوال خبر دي چې امریکایان او نور یرغلګر ملګري یې دالله تعالی په نصرت اودمجاهدولس دقربانیوپه برکتدافغانستان دمستقیم اشغال په هڅو کې ناکام شوي اوپوځیان یې د تېښتې په حال کې دي، نوکوښښ کوي چې خپل اشغال په غیرمستقیم ډول وغځوي ، غیرمستقیم اشغال دې ته وایي چې ظاهرا به امریکایان له ډیروسیموټول اوپه غاروننوزي مګر داسې واکمن به رامخته او واک ته رسوي چې څيرې يې افغان نما خو ذهن، فکر، کردار، عقيده او باورونه يي امریکايي او داسلام دمقدس دین له واضحولارښوونو سره په ټکرکې وي،امریکايان غواړي خپلو دغو اجیرانو ته په حیثیت ورکولواو واک ته رسولو سره هغه افغان میړنی ولس غلام او د ځان د غوښتنو تابع کړي چې په بمبار، نيونو، شکنجو، چاپو، وحشتونو او مختلفو دسیسو سره يي تابع نه کړی شو.

څرنګه چې په موږ باندې الله تعالی داسلامي واکمنۍ جوړول واجب کړي دي ، دغه راز یې له اسلامي وطن څخه دکفر دپټ او ښکاره اشغال دختمولو لپاره جهاد راباندې فرض کړی دی ، نو دا دهرمسلمان افغان دنده ده چې دانتخاباتو ترنامه لاندې دیرغلګرو ددې وروستۍ دسیسې په ناکامولو کې هم خپله ایماني وجیبه ترسره کړي .

په خاص ډول له علماءکرامو،روحانیونو،سپین ژیرو،دولس مخورو،دپوهنتونونو، مدرسو اومکاتبواستادانو او تعلیم یافته اوباخبره کسانو څخه مو کلکه غوښتنه داده چې خپل ټول ولس د دښمن په داډول ناپاکو دسیسو پوه اوپه بدو عواقبو یې خبر کړي اود دې ټولني هرفرد فرد وپوهوي چي ستاسوهر یوه رایه اچول یا په دي ناولي پروسه کې برخه اخیستل دکفارو اود هغوئ له غلامانوسره د اسلام او وطن پرضدمرسته بلل کیږي او د دنیا اواخرت تاوان ته اوږه ورکول دي، الله تبارک وتعالی دسورة هود په ۱۱۳ آیت شریف کې فر مایي :(او میلان مه کوئ هغو کسانو ته چې ظلم یې کړی دی (که داسې وکړئ ) بیا به اور درورسیږي او له الله نه ژغورنکي دوستان به مو نه وی او نه به مرسته درسره وشي).

په همدې منظوراسلامي امارت له خپلو ټولو هیوادوالونه غوښتنه کوي چې د راتلونکو انتخاباتو په پروسه کې د دښمن دفریبونو ښکار نه شي ، کاملا پريکون ورسره وکړي، او ځانونه په خطر کې وانه چوي،اوپه دي هم بایدټول پوه شي چي رایه اچول کومه نتیجه هم نه ورکوي ځکه چي اصلي ټاکني وار له مخه دسي ای اې او پنټاګان په دفترونو کې ترسره شوي او هغه څوک اوس لا ټاکل شوي کوم چي د امریکا خوښ دي .

اسلامي امارت به په هيڅ قيمت هم اجازه ورنکړي چې دښمن په دغه جعلي او نمايشي پروسه کې بريالی شي او خپلې شومې هيلې ترلاسه کړي، په همدې منظور موږ خپلو ټولو نظامي مجاهدنيو ته امر کړی چې په خپل ټول توان سره د دښمن دغه جعلي انتخابات ورګډوډ کړي، په هرځای کې يې کارکونکي، فعاليت کونکي، دعوت ګران، امنيت ساتونکي، او دفاتر تر کلکو بریدونو لاندې ونیسي او ولس هم بايد اجازه ورنکړي چې د انتخاباتو په نامه پروسه، په مساجدو، کلينیکونو، مکاتبو، مدارسو،او په نورو عام المنفعه ځايونوکې ترسره شي.

يوځل بیا له هیوادوالو غوښتنه کوو چې ځانونه د انتخاباتو له دفاترو،درایې اچولوله مراکزودعوتي غونډو او کمپاينونو څخه لرې وساتي ترڅو خدای مکړه ژوند ته يي څه ګواښ پيښ نه شي، او که چا په کې ونډه واخيسته د راتلونکو بدوعواقبو مسئوليت به يي پخپله غاړه وي. والسلام

دافغانستان اسلامي امارت

۱۴۳۵/۵/۹هـ ق

ــ ۱۳۹۲/۱۲/۱۹هـ ش ـ

ـ 2014/3/10م



افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


مطالب مرتبط با این پست
می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:








منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 260
بازدید دیروز : 845
بازدید هفته : 260
بازدید ماه : 3476
بازدید کل : 97097
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 260
:: باردید دیروز : 845
:: بازدید هفته : 260
:: بازدید ماه : 3476
:: بازدید سال : 8454
:: بازدید کلی : 97097