له ازادو مدرسو نه د غربی رسنیو او مدنی ټولنو ویره لیکوال موسی مهاجر
الجـــــــهاد فی سبیل الله
له ازادو مدرسو نه د غربی رسنیو او مدنی ټولنو ویره لیکوال موسی مهاجر
ساعت 18:50 | بازدید : 621 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

غرب به خپل راوړي ا رمانونه بیرته غرب ته له ځان سره وړي، چي پلویان به يې ورسره بدرګه کوي.

افغانستان ددې ځای نه دی، چي پردي او دهغوی مزدوران دي خپل ارمانونه پکي ښکته کړي.

کله چي غربيان له خپلو لاسپوڅو سره افغانستان ته راغلل، نو ددې لپاره چي دخپل دوام داره اشغال لپاره لاره هواره کړي، ديني مدرسې يې ځيني بمباري او ځیني نوري یې بندي کړې، ترڅو خلکو ته داسلامي فکر ورکونکې (مدرسې) ختمي کړي.

همداراز يې ددې لپاره چي په دغه هيواد کي اسلامي فکر له منځه يوسي، په لسګونو رادیوګاني، تلويزونونه، مجلې او ورځپاڼي يې جوړي کړې او په دې برسېره يې دافغانانو دفکري ګمراهي لپاره په لسګونو مدني ټولني هم رامنځ ته کړې، په همدې لړ کي يې له دیني مدرسو سره دافغانانو میني ته په کتلو سره هغوی ته ځیني داسي ديني مدرسې هم جوړي کړې، چي ترڅو دغه مدرسې داصلي مدرسو مخه ونيسي او داسي کسان وروزي، چي داسلام په ځینو احکاماتو ايمان لري او له ځینو نورو څخه انکار کونکي وي، په دې برسېره له غرب او له غربي فکر څخه کرکه ونه لري او نه هم له کافرانوسره دښمني ولري.

خو افغانان دغربیانو په دغه فکري چال پوه شول او دازادو دیني مدرسو په جوړولو يې لاس پوري کړ، ترڅو دغرب دفکري جګړې مخه پرې ونيسي.

اوس مهال په افغانستان کي د۱۱۰۰ دولتي مدرسو په مقابل کي ۱۳۰۰ ازادي مدرسې او په زرګونو ددیني زده کړو درسونه دي، چي حقیقي اسلام خپلو زده کونکو ته وړاندي کوي، چي دغه دغربي رسنیو او مدني ټولنولپاره داندېښنې وړ ګرځېدلي او دهغوی اندېښنه يې ډيره کړې ده.

ددغو سلګونو ازادو مدرسو څخه یوه هم دکندوز ولایت اشرف المدارس مدرسه ده، چي بي بي سي تر لسو ورځو په کم وخت کي دوه یو انځوریز او بل څېړنيز راپورونه پرې جوړ کړل، چي وروستی هغه يې درې ورځي وړاندي وو، بي بي سي ددغه مدرسې په اړه ويره څرګنده کړه، چي دغه مدرسه دغرب دخوښي داسلام په ځای حقیقي اسلام خپروي، چي دوی یې په سخت دريځي سره تعريفوي.

په بي بي سي سربېره یوشمېر نورو داخلي غرب زېږنده رسنیو وویل، ددغه مدرسې زده کونکي دغربي ټولنو په خلاف دمور، ښونکي، ښځي، نوي کال او دداسي نورو ورځو لمانځل حرام بولي، سره له دې، چي ددغو دترويج لپاره په افغانستان کي غرب دخپلو شومو اهدافو دپیاده کولو په موخه ډيري هڅي کړي او ځینو غربي فکرو ددغو ورځو لمانځل پيل کړي دي.

همداراز ددې مدرسې زده کونکي موسيقي غږول، دعکسونو اخيستل او دزېږېدني دورځي کيک ماتول هم حرام بولي، چي غرب يې په دودولو کي بې پایانه پيسې لګولي، په لسګونو رادیوګاني، سایټونه، تلويزونونه دهمدې څيزونو دترویج لپاره جوړ کړي، ترڅوددې څيزونو په مرسته افغان ټولنه دغرب په تمدن او تهذيب ولړل شي.

په دې برسېره مدني ټولنو هم ددې ډول مدرسو او په ځانګړي توګه داشرف المدارس په اړه خپله اندېښنه ښودلي ده، لومړی به داروښانه کړو، چي مدني ټولني څه وظيفه لري او په نورو هيوادونو کي له فعالو مدني ټولنو سره يې توپير څه دی، په نورو هيوادونو کي مدني ټولني هغو سازمانونوته ویل کیږي، چي له حکومت څخه بیلي وي او د ولس حقوق او تمايلات ښکاره کوي، خو په افغانستان کي مدني ټولني له هغو سازمانونو څخه عبارت دي، چي په افغانستان کي دغرب ريښې ټينګوي او دهغوی داهدافو لپاره کار کوي، چي نږدې بېلګه يې دکونړ او لوګر دپيښو په اړه دمدني ټولنو غبرګونونه وو، چي دکونړ دپيښي په ضد يې مظاهره وکړه، خو دلوګر دپيښي په مهال يې غوږونه کاڼه کړل.

دمدني ټولنو او غربي رسنیو ويره له کومي ځانګړي مدرسې څخه نه ده، بلکه له هغو ټولو ازادو مدرسو څخه ده، چي اوس مهال دهيواد په ګوټ ګوټ کي فعالي دي، مدني ټولنو دازادو مدرسو په خلاف ډير غږونه اوچت کړل او په دغو مدرسو کي درښتوني اسلام دخپراوي په اړه يې خپله ويره څرګنده کړه او ددوی په وینا دکرزي دادارې دپوهني له وزارت څخه يې غوښتي، چي ددغه ډول ازادو مدرسو مخه ونيسي، چي هسي نه ددوی د۱۲ کلونو ستړي هدر شي او خلکو ته دغربي فکر ورکولو په لاره کي يې ټول مصارف بې ځایه او ټولي ستړ ي يې بې ګټي شي، دوی همداراز له دې امله هم اندېښمن دي، چي څنګه له دومره ډيرو امکاناتو او مرستو سره سره په دومره ډیر وخت کي په دې ونه توانېدل، چي افغانان له رښتوني اسلام څخه لري، جهادي فکر يې ورختم او یايې کمزوری کړي او دغرب له دښمني څخه يې اذهان پرې مينځي.

دمدني ټولنو او غربي رسنيوداندېښنې یو لامل داهم دی، چي دوی هغو اهدافوته ونه رسيدل، چي غرب غوښتل، دهمدې رسنیو او مدني ټولنو په مرسته یې ترلاسه کړي، چي هغه دحقیقي اسلام مخنیوی او دعيسویت په ډول دیوه متبادل اسلام رامنځ ته کول دي، چي نه له بلي کومي عقيدې سره ټکر ولري او نه هم له غرب سره، خو ددې مدرسو په موجودیت کي هيڅکله مدني ټولني او غربي سازمانونه نه شي کولای، چي خلکو ته دحقيقي اسلام په ځای داسي اسلام معرفي کړي، چي غرب يې غواړي، نوځکه په خپل هدف کي دناکامي له امله اندېښمن دي.

خو په دې کي افغانانو ته یو زيری دی، هغه دا، لکه څنګه چي غرب دجګړې په ډګر کي ماته خوړلي، همداسي په فکري ميدان کي هم له ماتي سره مخ ده.

داسلام دسرلوړۍ په هيله

موسی مهاجر



افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


مطالب مرتبط با این پست
می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:








منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 15
بازدید دیروز : 2
بازدید هفته : 62
بازدید ماه : 17
بازدید کل : 69069
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 15
:: باردید دیروز : 2
:: بازدید هفته : 62
:: بازدید ماه : 17
:: بازدید سال : 6043
:: بازدید کلی : 69069