کونړ : مروره کې جلا چاودنو 4 عسکر وژلي
تفصيل نېټه: چار شنبه, 19 مارچ 2014 09:26 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 3
له کونړ ولايت نه په مروره ولسوالۍ د اجيري اردو په عسکرو د درنو چاودنو خبر ورکړل شو.
په خبر کې راغلي لومړۍ چاودنه نن سهار 7 بجې په کارکنډو سيمه کې پوستې ته نژدې رامنځته شوه چې له امله يې يو عسکر ووژل شو.
وروسته سيمي ته نور عسکر راغلل چې په هغوئ هم چاودنه وشوه او د عيني شاهدانو په وينا 3 تنه يې ځای په ځای ووژل.
2014-03-19
.......................
.......................
پکتيکا : اورممای کې 4 پوليس مجاهدينو سره يوځای شول
تفصيل نېټه: چار شنبه, 19 مارچ 2014 09:26 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 5
دپکتيکا ولايت په اورممای ولسوالۍ کې د اسلامي امارت له مجاهدينو سره 4 تنه سرحدي پوليس يو ځای شوي دي.
د راکړل شوي خبر په اساس پوليسو بختور او قلندر د بنو زامن، بخت میر د فاهندو زوی او شاه د اشرف زوی تېره ورځ مازديګر په قنديل کلي کې د دعوت او ارشاد کميسيون د دعوت په پايله کې مجاهدينو سره يو ځای شول.
دوئ په دوچني سيمه کې په پوسته کې دنده ترسره کوله.
2014-03-19
....................
....................
ننګرهار : دره نور ولسوالۍ ودانۍ تر بريد لاندي راغله
تفصيل نېټه: چار شنبه, 19 مارچ 2014 09:26 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 3
په ننګرهار ولايت کې مسؤل مجاهدين خبر راکوي چې د دره نور ولسوالۍ په ودانۍ يې وسلوال بريد ترسره کړ.
د خبر له مخې په ودانۍ بيګا شپه 1 بجه د سپکو او درنو وسلو بريد وشو چې پوره زيانمنه شوه.
دښمن ته د اوښتي مرګ ژوبلي په هکله شواهد نه دي ترلاسه شوي.
2014-03-19
.......................
......................
ننګرهار : چپرهارولسوالۍ په ودانۍ اوپوسته بريدونه شوي
تفصيل نېټه: چار شنبه, 19 مارچ 2014 09:29 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 3
له ننګرهار ولايت نه مو د چپرهار ولسوالۍ په ودانۍ او په شغلدره سيمه کې د اجيري اردو په پوسته د وسلوال بريد خبر ترلاسه کړ.
خبر کاږي په دواړو مرکزونو بیګا ماښام 6 نيمي بجې د هشتاددو په شمول د سپکو او درنو وسلو بريد وشو.
د بريد له امله ودانۍ تخريب شوې او د اوښتي مرګ ژوبلي کره شمېره نه ده څرګنده شوې.
2014-03-19
...................
...................
هلمند:نوزادکې په ګزمه برید3عسکروته مرګ ژوبله اوښتي
تفصيل نېټه: چار شنبه, 19 مارچ 2014 11:26 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 1
دهلمندولایت په نوزادولسوالۍ کې دګډدښمن په پلي ګزمه وسلوال بریدترسره شو
له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : بریدپرون ماسپښین ناوخته شاوخوا 4 بجې دیادي ولسوالۍ اړوند دانګرک کاریز په سیمه کې دنظم عامه اواجیري اردو په ګډه ګزمه ترسره شو
بریدچې پکې سپکي اودرنې وسلې وکارول شوي دمازدیګرتر5 بجوپوري یې دوام وکړ
په بریدکې ددښمن درې تنه پولیسو اوعسکروته مرګ ژوبله واوښته اوپاتي نوریې په تېښته بریالي شول
2014/3/19
................
................
تازه خبر : د کندز دچهاردرې په جګړه کې قومندان او 31 عسکر وژل شوي
تفصيل نېټه: چار شنبه, 19 مارچ 2014 09:32 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 10
له کندز ولايت نه په تازه ترلاسه شوي خبر کې راغلي چې د دغه ولايت په چهار دره ولسوالۍ کې د ګوډاګۍ ادارې له پوليسو، اربکيانو او د اجيري اردو له عسکرو سره په خونړۍ نښته کې قومندان او 31 عسکر وژل شوي دي.
د خبر له قراره جګړه تېره ورځ 9 نيمي بجې هغه مهال رامنځته شوه کله چې د اجيري اردو عسکر، پوليس او اربکيان د يادي شوي ولسوالۍ يتيم، کچه ګړۍ، ازبکانو، مدرسه او سروکليو ته د عملياتو او پوستو جوړولو په موخه راغلل.
په جګړه کې له دواړو خواوو سپکي او درنې وسلې وکارول شوې او تر ماښام ناوخته يې دوام درلود.
د موثق راپور په اساس په دې اوږدمهاله مخامخ شديده جګړه کې د اجيري اردو دکنډک قومندان جنرال سخي په شمول 13 تنه د اجيري اردو عسکر، 9 پوليس او 8 اربکيان وژل شوي.
له دې علاوه اربکی قومندان حبيب او 15 تنه عسکر، پوليس او اربکيان ټپيان شول.
د خبر له مخې په جګړه کې د دښمن د متقابلو ډزو له امله 4 مجاهدين او 2 عام کليوال په شهادت ورسېدل او يوه زنانه ټپي شوه، انالله وانا اليه راجعون.
2014-03-19
...............
...............
هلمند: نادعلي کې په ګزمه برید3عسکرقتل یوبل ژوبل شو
تفصيل نېټه: چار شنبه, 19 مارچ 2014 11:28 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 1
دهلمندولایت په نادعلي ولسوالۍ کې داجیري اردو په پلي ګزمه وسلوال بریدترسره شو
له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې: بریدبیګاه ماښام شاوخوا 6 بجې دیادي ولسوالۍ اړوند دنرې مانده په سیمه کې دبوغرا پرغاړه داجیري اردو په پلي ګزمه دمجاهدینو له لوري دیوه کمین په ترځ کې ترسره شو
دبریدپه پایله کې درې تنه اجیرعسکرځای په ځای قتل اویوبل سخت ژوبل شو
2014/3/19
................
................
هلمند: مارجه کې 4عسکراوپولیس قتل 2ژوبل شول
تفصيل نېټه: چار شنبه, 19 مارچ 2014 11:37 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 1
دهلمندولایت په مارجې ولسوالۍ کې په اجیردښمن وسلوال بریدترسره شو
له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : بریدپرون ماسپښین ناوخته شاوخوا 4 بجې دیادي ولسوالۍ اړونددسستاني په سیمه کې په هغه اجیروعسکرو اوپولیسو ترسره شو چې سیمي ته دعملیاتوپه موخه راووتل
بریدچې پکې سپکي اودرنې وسلې وکارول شوي پوره یوساعت یې دوام وکړ
دبریدپه پایله کې څلورتنه اجیرعسکر اوپولیس ځای په ځای قتل اودوه نورسخت ژوبل شول
دبریدپه مهال یوتن مجاهدهم دشهادت لوړمقام ته ورسید، انالله واناالیه راجعون
2014/3/19
................
...............
هرات : پشتون زرغون کې دوه اجیرپولیس ووژل شول
تفصيل نېټه: چار شنبه, 19 مارچ 2014 11:41 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 1
دهرات ولایت په پشتون زرغون ولسوالۍ کې دوه تنه اجیرپولیس ووژل شو
له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : دوه تنه اجیردنظم عامه پولیس بیګاه ماښام 7 بجې دیادي ولسوالۍ اړوند دمراباد په سیمه کې هغه مهال ووژل شول چې مجاهدین ددښمن له کمین سره مخ شول
مجاهدینو له دښمن سره 15 دقیقي سخت مقاومت وکړ
په پېښه کې دوه تنه اجیرپولیس ځای په ځای قتل اوپاتي نوریې په تېښته بریالي شول
په نښته کې دوه تنه مجاهدین هم زخمیان شوي
2014/3/19
.
.
.
...................
افغانستان