له ننګرهار ولايت نه په تازه راکړل شوي خبر کې راغلي چې د دغه ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ کې د دښمن عسکرو خپله لويه قرارګاه او 2 پوستې تخليه کړې.
د راکړل شوي خبر په اساس قرارګاه چې په مملي باغ سيمه کې ودانه شوې وه او په ډنډو او نوکړخيل هديره سيمو کې دوه پوستې نن ورځ په بشپړه توګه تخليه شوې.
د خوګياڼو ولسوالۍ ته درې ورځي وړاندي ګڼ شمېر عسکر په دې موخه راغلي وو چې د مجاهدينو په ضد په اصطلاح تصفيوي عمليات ترسره کړي خو په دې درې ورځو کې د مجاهدينو له سختو بريدونو او چاودنو سره مخ شول او د سر او مال درانه تلفات يې وليدل.
د دښمن عسکر د سيمي د کنټرول په موخه راغلي وو چې د مجاهدينو کاري ګوزارونو دې ته مجبور کړل چې خپله لويه قرارګاه او دوه پوستې تخليه او عسکر يې ورسره مرکز ته انتقال کړي.
اوس قرارګاه، پوستې او شاوخوا سيمه د مجاهدينو په ولکه کې ده او د سيمي امنيت يې نيولی دی.
2014-03-21
افغانستان