که طالبانو خبریالان وژلی لیکوال زخمی افغان
الجـــــــهاد فی سبیل الله
که طالبانو خبریالان وژلی لیکوال زخمی افغان
ساعت 11:58 | بازدید : 750 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

په کابل کې درسنیو یوه ټولنه چې میاشتنی معاش یې دامریکایي سفارت لخوا مجرا کیږي ادعاء کړې ده چې طالبانو دکابل سرینا هوټل په عملیاتو کې یو تن خبریال قصدا په نښه کړی او وژلای دی .

زه خو به لومړی دا خبره وکړم ، چې تراوسه دا نه ده معلومه چې آیا رښتیا داحمد سردار په نوم وژل شوی تن خبریال دی او کنه ؟ ما چې دنوموړي فیسبوک اکاونټ وکوت هیڅ داسې نښه مې په کې پیدا نه کړه چې وښيي نوموړی خبریال دی ، خو که بالفرض نوموړی خبریال وي او دوه طرفه جګړه کې وژل شوی وي ، باید دقتل دپړې ګوته یې درژیم عسکرو ته ونیول شي چې په تیر څوکلن تاریخ کې یې دهرکله په پرتله ډېر خبریالان وژلي ، زنداني کړي او ډبولي دي .

هغه عسکر چې دعبدالصمد روحاني ، جاوید جوجو او احمدامید خپلواک په وژلو یې سرپه ونه کړه څرنګه چې اموخته خور بلا خور وي شاید احمدسردار یې هم ترتېغ تیر کړی وي او وروسته د خپل عادت له مخې دانکار په غونډۍ کینستي وي .

په دې مابین کې طالبان ګرمول چې ګوندې دغه خبریال یې وژلی دی ، له یوې مخې احمقانه ، مغرضانه او طفلانه تهمت دی ، چې یوازې دسیاسي اهدافو په خاطر یې صورت موندلی .

زه یوداسې څوک یم چې ډیره موده مې دافغانستان په رسنیو کې کار کړی او د ژورنالیزم له ډګر سره نږدې پاته شوی یم ، ماته په ښه توګه دا خبره معلومه ده چې آیا طالبان دخبریالانو ژوند او مسلک ته ډیر احترام لري او که واکمن چارواکي .

زه دهمدې تجربې په بنیاد دغه اتهام په کلکه ردوم چې احمدسردار دې دطالبانو لخوا وژل شوی وي ، ځکه که طالبانو خبریالان وژلی نو اوس به په افغانستان کې دژورنالیزم او مطبوعاتي کارکوونکو وضعیت داسې نه وو لکه همدا اوس چې دی .

طالبان کولی شي ژورنالیستان چې ترټولو بې دفاع قشر دی ډیر په اسانه په نښه کړې او له منځه یې یوسې ، څرنګه چې دیوه په وژلو سل تنه بیریږي طالبانو کولای شوای ، د څو تنو خبریالانو په وژلو سره سلګونه نور دخپلو وظایفو پریښودلو ته اړ باسي .

که طالبانو خبریالان وژلی نو اوس به دافغانستان ترنیمایي زیاتو ولایاتو کې هیڅ رسنۍ خبریال نه درلود ، په تیره په کندهار ، زابل ، هلمند ، غزني ، او یوشمیر جنوب ختیځ او لویدیځو ولایاتو کې خو به هیڅ رسنۍ خبریال نه وای موندلی ، ځکه په دې ولایاتو کې دطالبانو عملیاتي لاسرسی دومره پراخ دی چې حتی والیان ، امنیه قومندانان او ولسوالان چې لسګونه ساتونکي ورسره وي ترې په امن نه دي ، نو یو بې وسلې خبریال چې له کیمرې او بغل جولې پرته ورسره هیڅ نشته څنګه به له هدفي بریدونه محفوظ پاته شوي وای .

که طالبانو خبریالان وژلی نو شاید اوس به دغزني په ولایت کې کومې رسنۍ خبریالان نه درلودلی ، ځکه طالب چې دولایت معاون الله یار ، دشلګر ولسوال عبدالرحیم دیسي وال او په لسګونو نور حکومتي کسان دغزني ښار په ترټولو امنه سیمه کې په نښه کولای شي ، نو خبریالان چې زیاتره یې دښار په اطرافو غریبو سیمو کې اوسي ډیر په اسانه یې ختمولای شوای .

که طالبانو خبریالان وژلی نو اوس به دوا خان مینه پال دکندهار داطلاعاتو او فرهنګ رئیس نه وای ، بلکې دخبریالۍ په جرم به وختي لا ، د ملا فیاض ، دواد بارک ، خان محمد مجاهد ، احمدولي کرزي او نورو غوندې دطالبانو د هدفي بریدونو په نتیجه کې له منځه تللی وای .

هغه مهال چې امریکایي یرغل په توده کې وو ، انګریزانو هلمند اشغالاوو ، دبي بي سي دهغه مهال خبریال میرویس افغان دزابل دسره غره سیمې ته دطالبانو علاقې ته لاړ اومخامخ مرکې یې ورسره وکړې ، طالبان په دې ښه پوهیدل چې میرویس افغان له یوې داسې ادارې سره کار کوي چې مخامخ داشغالګرې بریتانیا لخوا تمویلیږي او دهغوی تبلیغاتي سیاست تمثیلوي ، مګر داچې طالبانو ژورنالیزم او خبریالۍ ته احترام درلود، دبي بي سي دخبریال یې په ډیر درنښت میلمه پالنه وکړه ، او بیرته یې رخصت کړ.

که طالبانو خبریالان وژلی ، نو د بي بي سي دخبریالانو الیاس وحدت کور په صبریو او احسان الله مهجور په زرمت کې دطالبانو ترلاس لاندې سیمو کې وو چې هره جمعه یې ورته تګ راتګ کاوو ، ولې یې دغو خبریالانو ته زیان ونه رساوو .

دا ټولې هغه پوښتنې دي چې که څوک ځان دعقل څښتن بولي باید ورباندې فکر وکړي او که د ډالرو په نشه کې یې عقل ترګونډه لاندې کړی وي ، هغوی ته اجازه ده چې په پټو سترګو هرډول تور چې لګوي ودې لګوي .

زه د ژورنالیستانو هغې ټولنې ته چې دیوه مشکوک خبریال په مشکوک مرګ یې طالبان دخبرونو په تحریم ګواښلي دي ورته وایم چې دداسې بي ځایه تهمتونو په لګولو سره دې لطفا هغه ځای نه ګروي چې خارښ نه کوي ، دوی باید پوه وي که طالبانو ژورنالیستان وژلی ، نو نن به ستاسو وضعیت داسې نه وای چې په دومره جرأت دومره خبریالان راټول کړای ، ځکه طالبان چې دافغانستان یوازینی فایو سټار هوټل او ترټولو محفوظ ځای ته ځان رسولی شي ، ستاسو د مطبوعاتي مراکزو په نښه کول ورته ډیر سهل الحصول اهداف دي .

زه دوی ته وایم ، چې د ډالرحلالۍ لپاره دطالبانو په خبرونو هرڅومره مو چې خوښه وي ، بندیز ولګوئ ، پښتانه وایي ( لامده به څه لامده شي ) تاسو خو له تیرو دوولسو کلونو راهیسې بندیز لګولی وو ، خبر یوازې یوځل سانسور کیدلای او بندیز ورباندې لګیدلای شي ، په بندیز دپاسه بندیز له سوچ حماقت پرته بل څه نه دی ، مطلب داچې کومه عملي نتیجه نلري ، موږ شاهد یو چې تردې پخوا هم رسنیو یوازې دطالبانو هغه خبرونه نشرول چې خپل کوم دتحریف او غلط تبلیغ غرض به یې په کې وو ، خو له دې سره سره بې بنیاده تهمتونه مه لګوئ ، ځکه د ډالر حلالۍ لپاره همدا کافي ده ، چې دقلم او مطبوعاتو عزت مو د یرغلګرو په پښو کې ذبحه کړی او په دې توګه مو د ژورنالیزم په تاریخ کې ترټولو شرموونکی ریکارډ ثبت کړی دی .



افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


مطالب مرتبط با این پست
می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:








منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 487
بازدید دیروز : 468
بازدید هفته : 1425
بازدید ماه : 2858
بازدید کل : 96479
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 487
:: باردید دیروز : 468
:: بازدید هفته : 1425
:: بازدید ماه : 2858
:: بازدید سال : 7836
:: بازدید کلی : 96479