تبلیعاتی استحمار لیکوال جاوید علی خیل
الجـــــــهاد فی سبیل الله
تبلیعاتی استحمار لیکوال جاوید علی خیل
ساعت 12:1 | بازدید : 689 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

د روزګان ولایت په مرکز کې جګړه پیښه شوه ، امریکایي ځواکونو د بریدکوونکو طالبانو په ضد عملیات پیل کړل ، امریکایي سپیشل فورس دروزګان دملي راډیو ودانۍ ته ننوتل ، د راډیو نطاق او دبي بي سي خبریال احمدامید خپلواک دمیز لاندې ننوتی وو ، ترڅو ځان محفوظ وساتي ، خپل ورور ته یې په مسیج کې ولیکل ، زه په محفوظ ځای کې یم ، مطمئن اوسه، خو څو شیبه وروسته امریکایي کوماندویان په اطاق ورننوتل ، په احمدامید یې ضربه وکړه ، داحمدامید بدن د ایم شپاړس ټوپکو په ګولیو سوری سوری شو.

راډیوګانو اوازه واچوله ، طالبانو خبریال مړ کړ ، داحمد امید مشر ورور ویل چې په خپله یې دنوموړي بدن او د وژل کیدو ځای کتلی دنوموړي په بدن کې دامریکایي ټوپکو مرمۍ بندې دې ، خو دنوموړي دغه غږ قرنطین شو ، بي بي سي د مکارې ناوکۍ غوندې په خوله ژړل مګر په زړه یې ګوړې ماتولې ، ځکه د طالب په ضد یوه بله تبلیغاتي سوژه په لاس ورغلې وه ، بي بي سي اونورو رسنیو عام ساده اولس په بشپړه توګه دوکه کړ او داسې یې ورته وښوده ، چې خبریال طالبانو وواژه .

دتیرې جمعې په شپه څو تنه طالبان له محدودو وسلو او مرمیو سره سرینا هوټل ته ننوتل ، ددوی هدف په همدې هوټل کې موجود بهرني لوړپوړلي منسوبین وو ، ځکه که ددوی هدف عام افغانان ، ښځې او ماشومان وای نو هغه خو له سرینا بهر هم ډیر ګرځي ، مګر دا یوازې بهرنیان دي چې له سرینا بهر نه پیدا کیږي ، په هوټل کې یې له خپلو محدودو وسلو او مهماتو په استفاده بهرني استخباراتي کسان په نښه کړل ، دکرزي وارخطا عسکرو دخپلې قهرمانۍ ثابتولو لپاره په هوټل ړانده باړونه پیل کړل ، چې په نتیجه کې یې یو خبریال او دهغه میرمن او ماشومان ووژل شول .

دخبریال کورنۍ وویل وژل شوي ماشومان شل شل مرمۍ لګیدلي ، په داسې حال کې چې له طالبانو سره تفنګچې وې ، تفنګچه ۷ مرمۍ ځایوي ، نو که طالبانو دغه کسان وژلي وي معنی یې داده چې طالبانو بایددهر ماشوم د وژلو لپاره دری ځلې د تفنګچې شاجوړ بدل کړی وي ، دا داسې احتمال دی چې شاید دحیواناتو عقل یې هم ونه مني ، په دومره حساسو ، عجولانه او مهمو عملیاتو کې دا ډول احتمال منل له حماقت پرته بل څه نه دی .

له همدې امله یقین دادی چې دغه ملکي کسان دحکومتي عسکرو په ناترسه ډزو کې لګیدلي دي ، خو څرنګه چې دابرید په خور ا حساس ځای ، حساس وخت او حساسو بهرنیو کسانو باندې ترسره شوی وو ، ددې لپاره چې دبرید اغیز کم ، تلفات یې پټ او عامه اذهان په بله موضوع مصروف وساتي راډیوګانو یو ځل بیا خپل د عامه استحمار کمپاین پیل کړ .

ټولو راډیوګانو اونورو رسنیو په یوه غږ تبلیغات پیل کړل چې طالبانو ماشومان او خبریال وژلی ، راډیويي استحمارګرو ( خبریالانو ) هم همدې خبرې ته زور ورکړ ، غونډې او منډې یې پیل کړې ، دکابل په عیدګاه کې یې شعار بازي وکړه او دطالبانو خبرونه یې تحریم کړل .

همدې استحماري جریان یو شمیر خالي الذهنه کسان په بشپړه توګه مستحمره وګرځول ، دا یې زړه ته ولویده چې هغه څه بالکل رښتیا دي چې راډیوګانې یې وایي ، نوځکه دوی هم د استحمارچیانو په اتڼ ورګډ شول او په دې تبلیغاتي لوبه کې یې په شرکت سره خپل اخلاص ونه سپماوو .

زما په نظر خو دسرینا پیښه یوازې یوه پیښه ده چې د وخت په تیرو سره هیریدونکې ده ، مګر مهمه او دبحث وړ موضوع له دا ډول پیښو سره تړلې د راډیويي استحمار موضوع ده ، چې که په اړه یې عامه پوهاوی او ویښتیا زیاته نه شي ، شاید ډير خلک مو ترې متاثر شي .

رسنیز یا تبلیغاتي استحمار دې ته وایي چې دښمن دخپلو پراخو او سیستماتیکو تبلیغاتو په زور یو پیښه سل فیصده سرچپه تبلیغ کړي ، او ترهغو یې بدرګه او نشر کړي ترڅو یې درښتیاوو غوندې په خلقو ومني ، د راډیوي یا تبلیغاتي استحمار پدیده ددوهم نړیوال جنګ له مهاله راپیل شوې ده ، دنازي المان داطلاعاتو وزیر ګویبلز خپلو تبلیغاتي کارکوونکو او رسنیو ته امر کړی وو ، چې دروغ دومره زیات تبلیغ او مکرر نشر کړی ، چې خلک ګنګس شي او درښتیاوو ګومان پرې وکړي ، انسان طبعا چې یوه خبره په تکرار سره واوري نو زړه ته یې لویږي او یقین ورباندې کوي ، مثلا موږ شمالي قطب نه دی لیدلی ، خو د بیا بیا اوریدو له امله مو په دې یقین پوخ شوی چې شمالي قطب او منجمد بحر یو حقیقت دی ، دمعاصرې نړۍ استعمارګرو همدا راز کشف کړی دی ، نوځکه یې دخپلو تبلیغاتو لپاره مختلفې چاپي ، تصویري ، غږیزې او انټرنیټي رسنۍ جوړې کړې دي ، ددوی استحمارګر مغز چې کومه افواه او دروغ خبره جوړه کړې نو بیا یي دغه ټولې رسنۍ بیا بیا په یوه ډول تبلیغوي ، او ترهغو یې بدرګه کوي ترڅو یې په خلکو ومني .

انسان ته الله تعالی عقل ددې لپاره ورکړی ترڅو رښتیا او دروغ ، دوست او دښمن او رڼا او تیاره ورباندې تفکیک کړي ، د راډیويي او تبلیغاتي استحمار په دې دوره کې دا زموږ انساني وظیفه ده چې هیڅ پیښه په پټو سترګو ونه منو ، لومړی باید له عقل څخه کار واخلو ، دعقل په ترازو یې وتلو ، نقادانه چلند ورسره وکړو ، او بیاکه دمنلو وړ وه ویي منو .

مثلا که دسرینا پیښه یوڅوک دعقل په ترازو وتلي ، هیڅکله عقل د رسنیو دا خبره نه مني چې ماشومان دې طالبانو وژلي وي ، ځکه طالبان انسانان او مسلمانان دي ، انسان طبعا دماشومان او بې دفاع کس په وړاندې عاطفه لري ، اسلام د ماشومانو وژل مطلقا حرام ګرځولي ، بله داچې دطالبانو په وړاندې دخارجي غلیمانو د شتون له امله ګڼ اهداف موجود وو ، طالبانو څه ضرورت درلود چې خپلې مرمۍ په ماشومانو مصرف کړي ، ماشومان شل شل مرمۍ لګیدلي ، شواهد ښيي چې طالبانو یوه یوه تفنګچه په بوټانو کې هوتل ته داخله کړې وه ، آیا له طالبانو سره ددومره مرمیو شتون عقل مني چې هر ماشوم ورباندې شل مرمۍ وولي او په دې سوا نور کسان هم ووژنی او له پولیسو سره هم جنګ وکړي ، دا مجموعي احتمال دعقل خلاف او د منلو نه دی ، که دراډیو ګانو لخوا استحمار شویو کسانو داموضوع دعقل په ترازو تللې وای اوس به داستحمار پیغور نه وای ورله غاړې .

په هرحال ، ددې لپاره چې خپل انسانیت مو ساتلی وي ضرور ده چې د غرب تبلیغاتي استحمار وپیژنو ، ترڅو یې خدای مه کړه قرباني نه شو ، دا خو یوه پیښه ده، سبابه شاید غربي راډیو ګانې موږ ته وایي ، چې دافغانستان په فلانۍ سیمه کې داسې او هغسې پیښ شوی ، یا په مریخ کې یې دمنسوخ عیسویت دحقانیت شواهد موندلی دي ، نو څه فکر کوئ چې موږ به یې ورسره منو ؟ نه هیڅکله نه ځکه موږ شکر انسانان یې او د چا داستحمار په جال کې هیڅکله نه شو راتللای .



افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


مطالب مرتبط با این پست
می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:








منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 643
بازدید دیروز : 845
بازدید هفته : 643
بازدید ماه : 3859
بازدید کل : 97480
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 643
:: باردید دیروز : 845
:: بازدید هفته : 643
:: بازدید ماه : 3859
:: بازدید سال : 8837
:: بازدید کلی : 97480